لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
ډاکټرزيارپه ټورنټوکي
لیکوال: محمدمعصوم هوتک   نېټه: 07.11.2007   خپرونکئ:    

تېره شپه (٣نومبر٢٠٠٧ع) په اونټاريوکي دافغانانوداتحاديې په فرهنګي سالون کي دښاغلي پوهانددوکتورمجاوراحمدزيارپه وياړ يوه غونډه جوړه سوې وه . زه جرمني ته ترتګ وړاندي هم ټورنټوته د دوکتورزيارپه راتګ خبروم . غونډي ته مي ترورتګ يوه شپه دمخه په ټيلفون کي دښه راغلاست ويلوحق پرځای کړی و. زه غونډي ته ناوخته ورسېدم يوخوداچي په دغه ورځ مي کارکاوه اودوهم داچي دغونډي د ځای اوزموږدکورترمنځ فاصله نژدې اوياکيلومتره ده . خوکله چي د سالون ته ورسېدم ، غونډه لاپيل سوې نه وه. موږافغانان خودوخت په مراعاتولوکي ډېروروسته پاته يو. غونډه پيل سوه اودچلوونکي له خوازمانوم هم په لوژکي له دوکتورزيارصاحب  سره دناستوکسانو، ښاغلی مشال اومېرمن کبراء مظهري ،په لړکي واخيستل سواوموږپه ټاکلو ځایو کي کښېنستلو. غونډه دصميميت په فضا کي پيل سوه . ماته ددوکتورزيارصاحب ليدنه ډېره په زړه پوري وه . يومونژدې شل کاله وروسته سره کتل اوبل خوله بده مرغه موږپښتانه که په يوه علمي موضوع کي له کوم چاسره دنظراختلاف ولرو، نوهغه بياپه دښمنيوکي شمېرو. زه لکه زياتره افغانان چي خبردي ، دپوهاندزيارصاحب کاراوزيارته دفوق العاده درنښت اواهميت ورکولوپرڅنګ ددوی د ژبنيونظريوله ځينو برخو سره موافق نه يم . خوداهيڅکله ددې معنانه لري چي خدای مه کړه زه ددوی  شخصيت اوددوی  علمي برياووته په سپکه سترګه ګورم .
       ترمعمولوتشريفاتي ويناوووروسته پوهاندزيارصاحب دويناميزته ودرېدئ اودپښتنواوپښتوژبي په باب يې هراړخيزي خبري وکړې . خبري يې په مجموع کي زياتره ددوی دهغه کتاب پرشاوخواباندي راڅرخېدلي چي ( پښتواو پښتانه دژبپوهني په رڼاکې) نوميږي . پوهاندصاحب داکتاب ورسره راوړی هم و، اواورېدونکوته يې تر ښکاره کولووروسته دهغه دلوستلوسپارښتنه هم وکړه .
      دپوهاندصاحب ويناڅه کم دوه ساعته ونيول . دويناپه بهيرکي به د خبروموضوع کله کله ځني وشوړېده اوډېربه ليري ولاړاوکله کله به يې تسلسل هم وران سو. کبراجاني مظهري خودډېروياداښتوپه اخيستلو دکاغذ دواړه مخونه ډک کړل . موږدواړه دې نتيجې ته ورسېدو،چي پرپوهاندصاحب باندي دزړتابه لښکريرغل وروړی دئ ، حافظه يې ملګري نه ورسره کوي ، موضوع ځني ورکه  کيږي . دحافظې دکمزورۍ شکايت پخپله پوهاندصاحب هم وکړ.
    ماته پخپله دپوهاندزيارصاحب وينا فوق العاده اوبياهم فوق العاده په زړه پوري وه . مادافکرنه کاوه چي داهماغه دوکتورزياردئ چي مايې دليکنۍ ژبي په باب کتاب کښلی دئ . يا! قادره ذوالجلاله ! له خوشالۍ په کاليوکي نه ځايېدم . سمه دمه ورځنۍ ، محاورې ته نزدې پښتويې ويله . نې (غونډله) کاروله نه ( کړولی) ، نه يې (ستاينوم ) کارواوه نه ( ايښونی) ، بلکي په پراخ لاس يې هم د(صفت اوموصوف ) کلمات استعمالول اوهم د( مسنداومسنداليه ، محتوا ، مجهز، سرحد، کتاب ، قلم ، ترکيب ، جلسه ،اونوردخيل عربي اوفارسي کلمات) يې په پېخرراوړل . ان تردې چي د(اخځ) لغت دتشريح په ترڅ کي يې د(اخ) برخه دنوموړي لغت ريښه وبلله اودريښې له پاره يې د انګرېزي( root) کلمه بيابياتکرارکړه . دخبروپه بهيرکي يې د لغتونو پرسختۍ باندي انتقادونه وکړل اووېويل چي خبره به (شرنګ سوټي) ته نه رسوو. نه يې دوديزوپوهانوته بدردوويل و نه يې نوروژبپوهانوته . اوان تردې اندازې چي دوينالومړۍ پنځلس شل دقيقي يې دهغوی د کاراوزيارپه توصيف باندي تيري کړې . دپښتواو پښتنو د مشرانو ستورود توصيف په برخه کي يې وويل چي : ( که موږدانورپوهان ستوري بولو، نوعلامه حبيبي ترستورزيات  و) . دپوهاندصاحب ددغي ويناژبه ددوی له ليکنۍ کتابي ژبي سره دومره توپيردرلود، چي ډاکټرجاويدوردګ دډوډۍ خوړلوپرمهال راته وويل چي دپوهاند صاحب ژبنۍ اوليکنۍ ژبه دوې جلاجلاژبي دي . ما دغونډي تردوهمي برخي مخکي له پوهاندصاحب څخه اجازه واخيستله اومخه ښې مي ورسره وکړه . خووروسته خبرسوم چي ډاکټرجاويدوردګ همداپوښتنه له پوهاندصاحب څخه کړې هم وه . 
        ما(هوتک)تل پردې خبره ټينګارکړی دئ چي نن ورځ ليکنۍ پښتو اودويناپښتوورځ په ورځ سره ليري کيږي . ددې اختلاف زياتوالي مجبورکړی يم چي کتابونه اورسالې وکاږم . خودپوهاندزيارصاحب د وينا بيګانۍ ژبه چي مي واورېدل ، نويې همدې اوسنۍليکني ته وهڅولم اودادئ بياله پوهاندصاحب سره غواړم مخامخ مخاطب سم اوخپله دزړه غوټه په ډېراخلاص اوصميميت سره ،ددوی کاراوزيارته دپوره درناوۍ له احساس سره مله وړاندي کړم .
     جناب پوهانددوکتورزيارصاحب :
ستاسي ژبني فعاليتونه چي ماترکومه ځايه پوري څيړلي دي ، تاسي له هماغه پيل څخه ديوه ژبني انقلابي خوځښت په فکرکي واست  اوخپل ټول ژوندموهمدې چاري ته وقف کړی دئ . لکه ټولنيزاوسياسي انقلابونه چي له ځان سره ورانۍ لري ، ماتي ګوډي لري ، مرګ وژوبله لري ، همداسي په ژبنيوانقلابوکي هم دچاخبره حلواوي نه ويشلي کيږي . دانقلابوليډرشيپ که پرډله ييزوارادواومشوروباندي ولاړوي ، عمومي نظرپکښې دخيل وي ، نويې نتيجې هم دټولني داکثريت په ګټه وي . خوکه پرفردي اراده باندي تکيه ولري ، دچانظراوعمل ته پکښې دګډون زمينه برابره نه وي ، نتيجه به يې هرومروپراستبداد، ديکتاتورۍ اويکه تازۍ باندي تماميږي . استبداداويکه تازي که په ټولنيزه برخه کي وي ،که په ژبنۍ برخه کي ــ په هرنامه چي وي ،که دتخصص اوډيګرۍ په پلمه وي اوکه په نوروپلمو، دځان په وړاندي مقاومتونه زيږوي، مخالفتونه راپاروي ، ممانعتونه وخنډونه منځ ته راوړي اوپه نتيجه کي يې تباهۍ اوورانۍ رامنځ ته کيږي اوخوځښت له خپلي لاري څخه منحرف کيږي . دپښتوژبي کاروان چي دکومو خواخوږوپرلاس راپيل سوی دئ ، نه يوازي زمادئ اونه يوازي ستاسي ، بلکي هم زمادئ اوهم ستاسي. که تاسي دخپلي ژبي په سمبالښت پسې ياست، نورهم په پسې دي . که تاسي ددې ژبي دغنااوبډايي له پاره هڅي کوئ ،نوريې هم کوي اوکړي يې دي . ددې کاروان دبري له پاره تريوه لاس دوه لاسه په ګټه دي ، تردوو، درې . تريوه نظر، دوه نظرونه ورته په خيرتماميږي اوتردوو، درې . له بده مرغه اوس دبل چا نظراوعمل ته په ښه سترګه نه کتل کيږي .
      جناب پوهانددوکتورزيارصاحب ! ديکه تازۍ مزه خوبه دي په سياست کي څکلې وي ، چي ټول افغان اولس يې پرڅومره اوږدو غمونوواړاوه. په ژبنۍ برخه کي هم بايدپنداوعبرت ځني واخلو. داد خواشينۍ خبره نه ده ، چي تردېرشو، څلوېښتوکلونو سختو هلوځلو وروسته تاسي مجبورکيږئ چي په يوه مقاله کي په عصبانيت سره وليکئ : اې دبېټ نيکه زوزاته ، ولې زماکتابونه نه لولئ ؟ يا بل ځای ورته ليکئ چي : که زماسپين سرته نه ګورئ ، دپښتوابۍ سپينوڅڼوته خووګورئ اوزماکتابونه ولولئ . آياله ځان څخه موداپوښتنه کړې ده چي ولي داد(بېټ نيکه زووات) ستاسي کتابونه نه لولي ، ولي نه ستاسي سپين سرته ګوري ، نه دپښتوابۍ سپينوڅڼوته . دښمني در سره لري ؟ خونه يې لري ، دپښتوپه غوړېدواوسمبالېدونه خوشاليږي ؟ خو،خوشاليږي .پښتانه نه دي ؟ خو،دي . نوڅه پېښه ده ؟ چي ستاسي کتابونه نه لولي اوددوديزوپوهانودنيمي پيړۍ هاخواته ليکل سوي پاڼي بيااوبيا چاپوي اولولي يې . ضرورڅه خبره سته . په دې برخه کي فکربويه . ځکه ستاسي دټول خوځښت نتيجه په همدې شکايت ډوله جملوکي نغښتې ده . که زما جواب غواړئ . دوی ستاسي دليکنۍ ژبي په پوهېدلوکي ستونزي لري . داخبره له نن څخه څوارلس کاله وړاندي ښاغلي اسماعيل يون هم په يوه مرکه کي ، چي په کتابي شکل چاپ سوې ده ، کړې وه (استادزيار، دپښتني فرهنګ يوځلاندستوری ـــ ١٥٤مخ). تاسي جواب هيسته ودوري کړی و. خونن ستاسي پخپل شکايت کي پردې خبره ضمني اعتراف پروت دئ ، چي ستاسي کتابونه  له بده مرغه لږلوستل کيږي . ستاسي ليکنۍ ژبي ستاسي له علمي برياووڅخه داستفادې ساحه محدوده کړې ده .
     جناب استادزيارصاحب ! ستاسي راپيل سوی خوځښت يوبل انقلاب ته اړتيالري اوهغه بايدستاسي پرليکنۍ ژبه باندي دنوي کتني په مقصدوي . که ستاسي ليکنۍ ژبه همداسي سي ، لکه په ټورنټوکي چي موويناپه وکړه ، دشاګردانوشمېربه موسل چنده نور زيات سي اوکه بياچاستاسي پرکره پښتو!باندي کوم اعتراض وکړ، لومړی سوک به زماله خواپرخوله باندي وخوري .
هيله ده چي زماداڅرګندوني ديوه دوست څرګندوني وګڼئ .


اوکويل ــ کاناډا
دنومبرڅلرمه ٢٠٠٧ع   

 
بېرته شاته