لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د اشرف غني احمدزي مننه او اختر مبارکي پيغام
لیکوال: د اشرف غني دفتر   نېټه: 26.11.2009   خپرونکئ:   خلیل  

ګرانو وطنوالو، 

د لوی اختر راتګ له امله تاسې ټولو ورونو، خويندو، او ماشومانو ته د زړه له کومې مبارکي وایم. خدای (ج) دې زموږ عبادات او دعاګانې قبولې کړي او زموږ حاجیان دې په خير او برکت سره بيا وطن ته راورسوي.
د جمهوري رياست لپاره زما د کمپاين په دوره کې دا فرصت برابر شو، چې زه د افغانستان له هر ګوټ نه او په هر ګوټ کې له زرګونو خويندو ورونو سره له نږدې وګورم، ددوی نظريات واورم، او ددوی په هيلو، افکارو او غوښتنو پوه شم. دغو ليدنو کتنو زه په دې مطمئن کړم، چې زموږ ولس زموږ اصلي پانګه او وياړ دی، زه ددې ولس په افکارو، پيرزوينو، تقوا او معقولو غوښتنو کې د وطن خير وينم او ډاډه يم، چې په کې د دين او دنیا خير او عزت دی. زه ددې فرصت نه په استفاده غواړم له ټولو هغو درنو افغانانو څخه، چې د کمپاين په دوران کې زما تر څنګ ودرېدل او زما ملا يې وتړله د زړه له کومې مننه وکړم. زه په خپله هغه ژمنه، چې ويل مې ستاسې په وړاندې زما تعهد د لنډې مودې لپاره نه بلکې د اوږدې مودې لپاره دی ټينګ درېدلی یم، او له وطنوالو سره به په ګډه وطن ته د سولې، آرامۍ او هوساينې د راوستلو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوم. 
انتخابات، چې هر څنګه ول، تېر شول، نن ملي مصلحت دا ايجابوي، چې موږ د داسې يوه حکومت څښتن شو، چې وکړای شي د افغانستان ملي حاکميت په بشپړه توګه راژوندی کړي. د مشروعيت بيا لاسته راوړل يوازې د څرګندو اهدافو د درلودلو او پر بنيادي بدلون باندې د يوې سياسي اجماع له لارې ممکن کېدای شي. ستر ملی اهداف له قربانۍ پرته او د محدودو او شخصي ګټو څخه له تېرېدلو پرته لاسته نه راځي. نړۍ نن افغانستان ته د شک او تردید په نظر ګوري، دا په عمومي توګه زموږ افغانانو وجيبه او په خاصه توګه د حکومت د چارواکو وجيبه ده، چې په اثبات ورسوي، چې د شخصي ګټو په پرتله ملي عزت موږ ته لوړ دی. زموږ همېشنۍ هيله داده، چې حکومت دې پخپله ځان اصلاح کړي، خو که حکومت اصلاح ته حاضر نه وي، ملي ګټې دا ايجابوي، چې ټولنيز او سياسي حرکتونه يې بايد اصلاحاتو ته مجبور کړي. د افغانستان ولس ددې خاورې اصلي څښتنان دي، نه چارواکي. زموږ ټولو ګډه وجيبه داده، چې د يو مثبت فشار د آلې په توګه د اصلاحاتو لار خپله او د خلکو د غوښتنو د عملي کولو لارې-چارې څرګندې او يقيني کړو. 
لوی اختر د اسلامي هویت او ملي وحدت ستر سمبول دی، په دې مبارکو ورځو کې دا ضروري ده، چې موږ بيا له خدای (ج) سره او په خپل منځ کې دا تړون وکړو، چې افغانستان ته به سرلوړي او عزت ور په برخه کوو. ان شاء الله. نمانځنه 
ستاسې خواخوږی
اشرف غني احمدزی

 
بېرته شاته