لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
وينې په شيدو كې
لیکوال: علم ګل سحر   نېټه: 25.11.2009   خپرونکئ:   سمسور  

. . . او دا هرڅه په يوه شېبه كې پېښ شول، د اختر په شپه هغه شپه د روژې د مباركې مياشتې وروستۍ شپه او په سهار يې د كوچني اختر لومړۍ ورځ وه.
په هغه شپه نږدې ټول خپلوان سره يو ځاى شوي وو ټول د معلم رضا كور ته راغلي وو، لكه چا چې رابللي وي د معلم رضا كشر ورور مصطفى، د تره زوى او دوه خويندې چې تر دې دمخه د ښار په بېلا بېلو برخو كې اوسېدل او پخوا يوازي د اخترونو او كله كله هم د جمعې په ورځو كې دلته راتلل، خو اوس دا څو ورځې لا دمخه له خپلو كورنيو سره پروان مينې ته راغلي وو.
په ښار كې له څو مياشتو راهيسې جګړه وه، د دوى د اوسيدو سيمې د جګړه مارو په مورچلونو بدلې شوې وې، دوى هم خپل كورونه او هستي پر ځاى ايښي او ايله يې خپل سرونه د جګړو له سيمو را ايستلي وو.
پخوا به دوى په داسي ورځو كې د يوه او بل كورونو ته ورتلل او د خوشحالۍ ورځې به يې په ګډه سره تېرولې.
نن هم دوى ټول په يوه كور كې سره راغونډ شوې وو، خو نن شپه له نورو شپو سره توپير درلود، نن د دوى په څېرو كې د خوښۍ كومه نښه نښانه نه تر سترګو كېدله، هغوى چې څه لرل او په كلونو كلونو يې د لاس ته راوړلو لپاره كار او زحمت ايستلى و، ټول ترې پاتې و، او د معلم رضا په كور كې يې د نا اميدۍ شپې سبا كولې، نن شپه هم د تېرو اخترونو په څېر ټول يو ځاى ناست و، خو هغه پخوانۍ خوشحالي د دوى په منځ كې نه وه، دوى پخپل منځ كې خبرې كولې، د پخوانيو اخترونو د خاطرو په يادولو سره يې خپل زړونه خوشحالول، هغوى نه د اختر لپاره ميوه لرله، نه هم ښه خواړه.
د ټولو پنځو كورنيو واړه او لويان په همدې د سيوري په كوټه كې ناست وو، دغه كوټه د نورو كوټو په پرتله يوڅه په امن او د توغندي لګېدو له مخې چپه وه، لويان يوې خوا ته ناست و، ښځې ځانته د يوه لوى چاى جوش په شا و خوا راټول وې چې كله كله به د دغو دواړو ډلو مجلس شريك شو خو د كوټې په كونج كې په فلزي زانګو كې پراته ماشوم ژړا به د دوى خبرې پرې كړې، مور به يې راواخيست لږ شېبه وروسته به بيرته ويده شو.
خو پلار يې مصطفى نن تر نورو ورځو پر هغه ډېر تپېده، كه به هغه ويده هم و، دى به يې زانګو ته ورغئ، مخ به يې پرې لوڅ كړ، د ماشوم په ټنډه به يې لاس كېښود خپلې مېرمنې ته به يې مخ را واړاوو:
_ فوزيې نن انشاالله سمسور ښه دى، سبا به نور درمل هم ورته راوړم.
د كوټې په بل ګوټ كې ماشومانو خپل مجلس جوړ كړى و، دوى سبا ورځې ته هوسېدل او د نورو شپو پر خلاف نن تر ډېره ويښ پاتې شوي وو، دوى هم خپل منځ كې خبرې كولې او د سبا ورځې په باب سره ګډ وو:
_ سبا به مېله چېرې وي؟
بل به په ملنډه وويل:
_ چېرې به وې دلته زموږ په سړه كوټه كې.
_ څوك د راكټو له ويرې دباندې وتى شي؟
_ دا څنګه اختر دى، نوي كالي نه لرو، لاسونه مو هم نه دي. . .
په دې شېبه كې له يوه ناڅاپې درز سره په كوټه كې تور دود جوړ شو، په يوه شېبه كې هر څه په بله واوښتل، په كوټه كې پر ناستو خلګو خښتې، لرګي او د سمنټو ټوټې امبار شوې يوازي زګېروى اورېدل كېده، د كوټې په كونج كې د ماشوم د ژړا غږ غوږونه كڼول، ماشوم لكه چې د توغندي په ډز سره وېرېدلى او له خوبه پاڅېدلى وي پرله پسې يې ژړل د كوټې په كونج كې د ماشوم په زانګو دوو لرګيو ځانته وړه كوټه جوړه كړې وه او ماشوم روغ رمټ پاتې و، په ژړا كې يې خوله يوې بلې خواته ګرځوله، مور يې غوښته، خو مور يې د كوټې په منځ كې تر خښتو او لرګيو لاندي په وينو كې لت پت پرته وه، هغې چې يو لاس يې راكټ وړى و كوښښ كاوو چې ځان خپل يوازيني زوى سمسور ته ورسوي، كوچني هماغسې ژړل، مور يې جوړ لاس پر تېر كړ او د خښتو له منځ نه يې راويوست، په هماغه لاس يې پخپله سينه پروت لرګى ټېله كړ، د لرګي بل سر په دېوال كې بند و، په نا اميدي يې د كوټې د كونج خواته وكتل په زګېروي يې وويل:
_ مصطفى!
خو چا ځواب ور نه كړ، كمزورى زګېروى يې تر غوږ شو ماشوم له ژړا شين و، دې بيا كوښښ وكړ چې ځان زانګو ته ورسوي خو نه يې شواى كولاى چې ځان د خښتو او لرګيو له امبار څخه راوباسي، له سترګو يې د نا اميدي اوښكې او له بدن څخه يې وينې روانې وې، پخپلو خوږو نه پوهېده، پخپل ټول توان يې لرګې له سينې لېري كړ، خو د لرګي له لېري كېدو سره يې په سينه له پاسه نورې خښتې راتوى شوې، د خښتو له امباره څخه يو څه را ووتله، خو تر زانګو پورې لا واټن پاتې و، په سينه وښويېده، جوړ لاس يې د زانګو په لوري اوږد كړ، زانګو يې د ځان په لوري وركش كړه، ماشوم له زانګو څخه را ولوېده مور يې چېغه كړه:
_ ا، ا، اخ، ب، بلا. . . دې. . . واخلم.
نوره هم په سينه وڅكېده، ماشوم يې په غېږ كې ټينګ وينو، ماشوم په تي خوله كېښوده، لږ شېبه وروسته ماشوم بيا په ژړا پيل وكړ، دا ځل يې ژړا بل ډول وه.
داسي يې ژړل تا به ويل چې په شيدو كې خوړل شويو وينو په هر څه پوه كړ او د خپلې مور او پلار د مرګ منظره يې ورته ترسيم كړه، ماشوم هماغسې په لوړ اواز ژړل، مور يې د زوى د ژړا په څپو كې ساه وركړه.
هلته د كوټې په بل ګوټ كې د شهيدو او ټپې ماشومانو په منځ كې زګېروى و، يوه ماشوم چې دواړه پښې يې د توغندي خوراك شوې وې او پر سينه يې خاورې او خښتې امبار وې زګېروى كاوو، زګيروى لږ لږ اورېدل كېده:
_ د د دا. . . څه. . . څه څنګه. . . اخ. . . اخ. . . اختر. . . ؟؟؟

 
بېرته شاته