لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
شاعرانه جملې
لیکوال: جلال ﺧﭙﻠﻮاك   نېټه: 06.11.2009   خپرونکئ:   سمسور  

كټه مټه د شنې ونې په شان دنګه ځواني لري . كله مې چې په پراخه نړۍ كې ارام ته زړه وشي،نو بې پو ښتنې ورشم او د وجود سړې سيورې ته يې په ډاډه ز ړه كېنم .
د هغې د ورېښمين وجود سړه او ګڼه سيوره مې تر خپلو وزرونو لاندې په ډ ېره مينه
اوده كړي .
كله چې د شعر له پاره د يوه شاعرانه خيال د رانيولو هڅه كوم ، نو له ډېرو شنو باغونو بهاندو سيندونو ، لوړو لوړو غرونو ، او په پاي كې د سپينو ستوروله اسماني بانډوڅخه بېرته د هغې د وجودسړې سيورې ته راستون شم .
د هغې د وجود هره پاڼه پاڼه زما د شاعرۍ له پاره يوه د نوؤښت پر بنياد ولا ړه
صحيفه ده ، چې له مطالعې وروسته يې كولاي شم د جنت د حورو د ژوند ، د هغوى ښا يست او رمزي حركاتو ، د هغوى د بدن د نازكتياوو ،او تر څرمنو لاندې يې د خواهشا تو د تاؤ راتاؤ سيندونو په اړه حيرانونكي سپړښتنې وكړم .
كه د هغې د وجود د يوې پاڼې له مطالعې څخه وروسته څوك په لاس راونيسم اوورته ووايم چې هاغه ګوره . . . .. هاغه د ( طور ) غونډۍ يې د دوهم ځل له پاره د وجود له يوې شعاع څخه اور واخيست هېڅ دروغ به مې نه وي ويلي .
ځكه چې د پيدائښت په شپه مې د هغې د وجود له يوې وروستۍ پاڼې څخه يواځې څو شاعرانه جملې زموږ د كلي د ملا امام له مباركې خولې څخه په يوه خواږه ترنم سره واورېدې .
نو د ( طور ) له غونډۍ څخه مې څو ځله پاك او هماغه شېبه په حركت راغلي زړه اور واخيسته . هماغه اور مې لا تر اوسه په سينه كې په بلېدو دى .
كله كله خو شيطان د سرو او سپينو ګلانو غنچه د ډالۍ په ډول راوړاندې كړي
او په نرمه ژبه راته ووايي چې !
زما د غنچې هره پاڼه پاڼه د سرو او سپينو له قېمتي اوبو څخه ډكه ده . په ډېره اسانۍ
سره كولاي شې چې د زړه همېشنئ بلېدونكى اور د تل له پاره ورباندې ووژنې ، او
ځان په هېڅ درد نه لرونكي دنيا كې محسوس كړې .
خو د زړه سوزېدلي ټوټې مې له دننه څخه اواز او كلكه غوښتنه كوي چې ! له سرو
او سپينوګلانوڅخه جوړه شوي غنچه د شيطان په مخ وروولم ،
او ورته ووايم چې!
زما په زړه كې د هغې د وجود د وروستۍ پاڼې له څو سندريزو ايتونو څخه لګېدلى
اور زما د بقا له پاره زما په زړه كې نه ماتېدونكي حوصله په څپو راولي او له
ډېر لېرې څخه مې دهغې د وجود سړې سيورې ته د وروستو ذمه واري په غاړه اخلي .

 
بېرته شاته