لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
«دیوې ژبخورې» ژبې يرغل او دپښتو او دري ژبو برخليک
لیکوال: پوهنمل محمد اسمعیل یون   نېټه: 31.10.2007   خپرونکئ:    

د نړۍ يو شمېر ژبپوهان انګليسي يا انګرېزي ژبې ته (ژبخوره) ژبه وايي. په دې مانا، چې د نړۍ هرې سيمې او ټولنې ته، چې دا ژبه رسېدلې؛ نو محلي او يا سيمه ييزې ژبې يې بې اغېزې كړې، له كاره يې غورځولې او له دفتري دريځ او ارزښته يې لرې كړې دي

د انګرېزي ژبې سحر او جادو په دې كې ده، چې له كوم ملمسوس فزيكي او نورو فشارونو پرته خپل ارزښت او قيمت په ټولنه كې خوندي كوي او خلك يې مني او هضموي يې.
يو شمېر پيداګوژستان يا ښوونپوهان په دې نظر دي، چې بې فشاره، نامستقيمه او نارسمي زده كړه تر رسمي او مستقيمې زده كړې ډېره موثره ده او زده كوونكي يې په اسانۍ سره منلى او هضمولاى شي، دغسې سياستپوهان هم په دې نظر دي، چې تر مستقيم استعمار (ښېكلاك) نامستقيم ښكېلاك په اسانۍ سره ولسونه ښكېلولاى شي.
د مستقيم ښكېلاك پر وړاندې د غبرګون لپاره عوامل او دلايل ډېر ژر څرګندېږي او ولسونه د هغوى په مټ عكس العمل يا غبرګون ښيي؛ خو د نامستقيم ښكېلاك د رد او غبرګون لپاره موجه دلايل د ابهام په تيارو كې پټ وي او عام ولس، چې د ښكېلاك پر وړاندې د غبرګون اساسي فزيكي سرچينه ده، په اسانۍ سره دا دلايل درك كولاى نه شي؛ نو په دې ډول نامستقيم ښكېلاك ډېر دوام كوي.


د سياسي ښكېلاك تر څنګ كولتوري يا ژبني ښكېلاكونه هم شته، چې ژبني ښكېلاكونه بيا پخپل وار د دين يا مذهب، سياسي زورواكۍ، علم او تمدن او دغه راز د اقتصاد په مټ رامنځته كېږي. په دې مانا، چې د يوې ژبې د بقا، ځلا، پايښت او پرمختګ لپاره دا څو ملاتړه ډېر ضروري دي:
الف_ دين يا مذهب: ژبه بايد مذهبي ارزښت او ملاتړ ولري، يانې د مذهب او دين زده كړه بايد د هماغه ولس په ژبه وي.
ب_ سياسي يا دولتي ملاتړ: ژبه بايد د سياست او دولت ژبه وي، يانې سياسي چارواكي په هماغه ژبه خبرې وكړي او دفتر و ديوان په همغه ژبه وي.
ج_ اقتصادي ملاتړ: ژبه بايد د ګټې ژبه وي، په دې مانا، چې څوك ددې ژبې ويونكي دي د هغوى اقتصادي ګټې خوندي وساتلاى شي او څوك، چې دا ژبه زده كوي د هغو ګټې لا ورزياتې كړي.
د_ علمي ملاتړ: ددې ژبې ويونكي بايد خپلې ټولې علمي تندې خړوبې كړي او څوك چې دا ژبه زده كوي د هغه ذهني او علمي كچه نوره هم اوچته كړي.
البته يو بل ډول اساسي ملاتړ هم شته، چې هغه ولسي ملاتړ دى، چې د واك و ځواك اساسي سرچينه ده، چې دوى كولاى شي خپله ژبه خوندي وساتي؛ خو بيا به هم د علمي، اقتصادي، سياسي او دفتري اړتياوو د لرې كولو لپاره اړ كېږي، چې نورې اړتيا خړوبې ژبې هم زده كړي.
دا ډول ژبې چې تر ډېره حده د ولس له ملاتړه برخمنې وي او نور ملاتړونه يې كمزورې يا سست وي يواځې ددې جوګه دي، چې د ولس په ملاتړ ځان وساتي په همدې علت ځان ساتې (محافظه كارې) ژبې بلل كېږي.
پښتو ژبه هم يوه ځانساتې يا محافظه كاره ژبه بلل كېږي، چې تر ډېره حده د ولس په ملاتړ ژوندۍ ده او نور ملاتړونه يې لا تر دې دمه ډېر غښتلي نه دي.
د پښتو ژبې د بقا او مقامت يو بل غټ عنصر دا هم دى، چې پښتو نه يواځې د يوې ژبې نوم دى؛ بلكې د پښتون ولس يو ټولنيز قانون هم دى، چې ولس ژوندى وي؛ نو مجبور دى، چې د خپل ټولنيز قانون له لارې خپلې ستونزې حل كړي؛ نو ځكه خو د قوم تر پايښته د قانون او واك پايښت ټاكل كېږي.
د پښتو ژبې د بقا بل علت دادى، چې خپله "پښتو" ريښه له (پښت يا پښتون) څخه اخيستل شوې. هغه ژبې، چې د نوم په ريښه او محتوى كې يې د قوم ريښه او محتوى پرته وي د هغوى ژوند د قوم له ژوندانه سره موازي او مساوي دى او هغه ژبې، چې د علمي، كولتوري، سياسي او اقتصادي ارزښتوونو په نتيجه كې رامنځته شوې او له يوه ځايه بل ته لېږدېدلې، وده او پرمختيا يې كړې د همدغو ارزښتونو په كمزورۍ او له منځه تلو سره له منځه ځي.
څو ژبې به د بېلګې په توګه وړاندې كړو: عربي ژبه تر شا يې عرب ملت ولاړ دى، تركي ژبه تر شا يې ترك ملت ولاړ دى، روسي ژبه تر شا يې روس ولاړ دى او پښتو ژبه تر شا يې پښتون ولس ولاړ دى.
دلته د ژبې او قوم د نومونو تر منځ پر مانيز تړاو سربېره رواني تړاو، ارزښت او ماهيت هم پروت دى، دا قومونه هېڅكله هم دا نه شي زغملاى، چې دوى دې ژوندي وي او ژبې دې يې ومري.
اوس بېرته د انګرېزي ژبې پر چټك پرمخيون خبرې كوو، انګليسي او يا هم انګرېزي ژبه د (جرمانتيك) ژبو له كورنۍ څخه ده، په (17) ميلادي پېړۍ كې يې د سياسي، اقتصادي او علمي ملاتړونو له لامله چټك پرمختګ پيل شو او تر ننه پورې دوام لري.
انګليسي ژبې نه يوازې خپل ژبنى سكښت او جوړښت وساته؛ بلكې له اړتيا سره سم يې د ګڼو كورنيو ژبو فغات او ګرامري تاثيرات هم وزغمل، پر كورنيو ژبو سربېره يې د نورو هغو ژبو ځينې وييونه هم راخپل كړل، چې اصلاً د انګليسي ژبې له كورنۍ سره بېخي په بېلو كورنيو پورې يې اړه درلودله.
د انګليسي ژبې ژبپوهانو وخت پر وخت د انګليسي ژبې په ابېڅې (الفبا) كې داسې زياتونې وكړې، چې د نړۍ د زياترو ژبو د لغتونو د سمې ليكنۍ بڼې او تلفظ جوګه شي او د نورو ژبو ويونكي كه انګليسي ژبه او الفبا كاروي؛ نو خپل لغتونه پرې سم وليكي او سم يې تلفظ كړي، د بېلګې په توګه د (خ) اواز لپاره د (Kh) د ش اواز لپاره د (Sh) او داسې نورو تورو كارونه.
په اوولسمه، اتلسمه، نولسمه او شلمه پېړۍ كې چې انګرېزانو د نړۍ بېلابېل هېوادونه لاندې كړل؛ نو انګليسي ژبه هم د نړۍ ګڼو هېوادو ته خوره شوه؛ خو انګليسي ژبه بيا د انګليسانو په څېر نه وه، چې له كوم ځايه به پر شا شول؛ نو سياسي واك به يې هم ورك شو؛ بلكې انګليسي ژبه داسې وه، چې چېرې به لاړه هملته به مېشته او كوربنه شوه.
د انګليسي ژبې د كوربندو، مېشتېدو او پاتېدو غټ علت د هغې علمي قوت، سياسي او اقتصادي ارزښت، په دې ډول ورو ورو انګليسي ژبې د نړيوالې ژبې حيثيت غوره كړ. محلي او وړې ژبې يې لاندې كړې، د علمي قوت تر څنګ د انګليسي ژبې تر شا غټ تخنيكي او تكنالوژيك قوت هم ودرېد، چې دې ژبې ته يې نور قوت او پراختيا هم وركړه، له طبي نومونو پرته په نړۍ كې چې هر نوى شى اختراع كېده؛ نو لومړى نوم او كه نه دويم نوم خو يې حتماً انګرېزي اېښودل كېده.
انګليسي ژپې نه يواځې د پراخې نړيوالې ژبې نقش تر لاسه كړ؛ بلكې د دوو مختلفو يا بېلابېلو ژبو او د هغو د ويونكيو تر منځ يې د دويمې ژبې حيثيت هم غوره كړ او د نړۍ زياتره تحصيل كړي ياټكي خپله دويمه ژبه انګليسي وټاكله، د ساري په توګه يو روسي، يو جرمن، يو فرانسوي يا هندي په دويم هېواد كې ضروري د خپلمنځي پوهاوي لپاره له انګليسي ژبې څخه كار اخلي.
په ځينو هېوادو كې خو يې د اصلي بومي يا قومي ژبې ځاى نيولى دى. د ساري په توګه هندوستان او پاكستان. دلته په رسمي دفترو كې تر بلې هرې ژبې انګليسي ژبه ډېره كارول كېږي او ځينې پوهان د هندوستان او پاكستان د ترقۍ يو غټ لامل همدا انګليسي ژبه ګڼي او وايي، چې ددې هېواد وګړو مستقيماً د لومړۍ ژبې له لارې علم او تمدن ته لاره پيدا كړه.
د انګليسي ژبې د پرمختګ چټك بهير اوس افغانستان ته هم را رسېدلى، له تېرو څلورو كلونو راهيسې چې هره كورنۍ او بهرنۍ موسسه ګورې؛ نو د تقرر لومړى شرط يې پر انګليسي ژبه او كمپيوټر پوهېدل دي. له دولتي موسسو پرته اوس دا شرط يا اّړ مهمو دولتي پوستونو ته هم غځېدلى، دولتي چارواكي استدلال كوي، چې د افغانستان دولت پر بهرنيو مرستو ډډه لګوي؛ نو بايده دي داسې يو څوك پر مهمو دولتي څوكيو وګومارل شي، چې پر انګليسي ژبه پوه وي، له بهرنيو سرچينو سره اړيكې ټينګې كړي، مرستې راماتې كړي او د پوهاوي جوګه شي.
په ولس كې هم د انګليسي ژبې مينه وال او لېوال ډېر زيات دي (څوك په انګليسي ژبه پيسې ګټي) او (څوك پر انګليسي ژبه پيسې ګټي) د افغانستان په ښارونو كې تر درملتونو وروسته د انګليسي ژبې د كورسو شمير تر بل هر څه زيات دى.
د انګليسي ژبې دا چټكه وده او پراختيا په نژدې څو كلونو كې (كه حالات همداسې روان وي) د افغانستان د دولت د دفتري چارو زياتره رګونه ونيسي او خلكو ته به هم تر يوه حده د ګټې او علم ورونه بېرته شي؛ خو اوس راځو دې ته، چې دا ژبه به د كومې ژبې ځاى ونيسي، كومه به كمزورې كړي او له كومې يوې سره به مرستندويه شي؟ دا ډېره مهمه پوښتنه ده، چې دقيق اټكل او ارزونه غواړي.
زما په اند په افغانستان كې به وړې ژبې چې هسې هم د لويو ژبو (پښتو) او (دري) تر اغېز لاندې دي نور زيان هم وګالي؛ ځكه دوى به د خپلو ځاني ګټو لپاره هم هڅه وكړي، له نړيوالو سره د ارتباط په هيله انګليسي ژبه زده كړي او د خپلې سيمه ييزې ژبې د ودې لپاره به ډېر هڅه ونه كړي.
دويم هره علمي او سياسي ژبه چې يو هېواد ته ورځي او د دفتري ژبې ماهيت او ارزښت راخپلوي، تر ټولو لومړى ګوزار يې پر همغې ژبې دى، چې دا وخت پر حكومت او دفتر حاكمه ده. د حكومت او دفتر د خپلولو لپاره به ددې د دوو ژبو تر منځ سيالي روانه وي او ميدان به هغه ژبه ګټي، چې تر شا يې لوى سياسي، اقتصادي، علمي او تخنيكي قوت پروت وي.
د افغانستان د دولت دفترونه، چې اوس په كوم سرعت انګليسي ژبه را روانه ده، دا په حقيقت كې له دفتر څخه د دري ژبې د حاكميت د ختمېدو زيګنال دى.
دري ژبه په هېڅ وجه له علمي، اقتصادي، سياسي او تخنيكي پلوه اوسمهال د انګرېزي ژبې مقابله نه شي كولاى؛ نو ځكه به يې په اسانۍ سره ځاى انګليسي ژبه ونيسي.
ددې خبرې يادون هم ضروري دى، چې دري ژبه په افغانستان كې ډېر قومي ملاتړ نه لري، په دې مانا، چې دري ژبه د دربار او دفتر ژبه وه او تر يوه حده د مذهب دويمه ژبه. له قومي پلوه يواځې تاجكان او په دويمه درجه كې هزاره ګان ددې ژبې ملاتړي دي. تر اوسه پورې دري ژبه د دربار له لارې د ګټې ژبه هم وه؛ نو ځكه يو شمېر نورو افغانانو هم يا د ضرورت او يا هم د مجبوريت له مخې زده كوله، هغه ژبې چې په هېواد كې د دربار له لارې حاكمې وې، هغه د درباري امتياز د له منځه تلو سره سمې كمزورې كېږي او نورې ژبې يې ځاى نيسي. غوره بېلګې يې په روسيه كې د (فرانسوي) ژبې او د هند د مغولو په دربار كې د (دري) يا (فارسي) ژبې د درباري ارزښت ختمېدل وو، كله چې د ژبپالي دربارونه له منځه لاړل له هغو سيمو څخه ددغو ژبو د نفوذ ټغر هم راټول شو او ځاى يې قومي ژبو ونيو.
د انګليسي ژبې د مخ پر زياتېدونكي ګواښ تر څنګ د افغانستان د اساسي قانون د شپاړسمې مادې حكم هم د دري ژبې حاكميت ته غټ ګواښ پېښ كړ.
ددې مادې د حكم له مخې محلي او سيمه ييزې ژبې د پراختيا او پرمختيا حق لري، دلته خو نورې محلي ژبې دومره د بحث وړ نه دي؛ خو ازبكي او تركمني ژبې چې اوس دواړه د (تركي ژبې) په نومونو يادېږي. د دري ژبې حاكميت ته ستر ګواښ دى.
د افغانستان د دري ژبې د حاكميت غټه سيمه همدا د هېواد د شمال ولايتونه وو، البته د دفتر له لارې د هېواد په جنوب لويديز او نورو سيمو كې هم دود ده؛ خو شمال يې يوه امتيازي سيمه ده. اوس هلته ازبكي (تركي) ژبه چې د تركيې د لوى تمدن، اقتصادي او سياسي قوت ملاتړ هم لري، په ټوكېدو ده او دا احتمال لرې نه دى، چې د هېواد په شمال كې د دري ژبې ټولواك واكمني له سخت زوال سره مخامخ كړي.
له قومي پلوه د هېواد په شمال كې هېڅ قوم هم بشپړ اكثريت نه لري؛ بلكې ازبك، پښتانه، تاجك او هزاره ګان ټول يو نسبي توازن لري؛ نو كله چې د هېواد په شمال كې ازبكي ژبه وده وكړي پښتانه هم د خپلې ژبې د ودې لپاره كار وكړي دا كار به د دري ژبې د واكمنۍ ډګر راتنګ كړي او نوي سيالان به يې ورځ پر ورځ غښتلي شي.
د حكومت دننه چې ورو ورو انګليسي ژبه پر دفتر حاكمه وي؛ نو د دري ژبې درباري ارزښت به له منځه لاړ شي او هغه په سوونو څه، چې په زرونو مامورينو ته، چې پر دري ژبې د حاكميت له لارې يې د حكومت ډېر خواږه ترخولي كول او د درباري مهارتونو او لفاظۍ له لارې يې زيات شمېر امتيازات راخپلول ددې ميرزايانو او ميرزا قلمانو ځاى به داسې نوي ځوان كدرونه ونيسي، چې هم پر انګرېزي ژبه او هم پر كمپيوټر حاكم وي او هم يې عصري علوم زده وي.
د انګرېزي ژبې په زده كړه كې پښتانه تر هر چا ځكه زيات دمخه دي، چې د انګرېزي ژبې غږيز يا فونولوژيك جوړښت د پښتو له غږيز جوړښت سره يو شان دى، د جنس او حالت توپير او پر ساكن توري د كلمې پيل په دواړو ژبو كې شته په داسې حال كې چې د دري ژبي ګرامري سكښت له دې سره توپير لري؛ نو له ځينو استثنااّتو پرته د ژبې د زده كړې د عملي نتيجو او اصولو له مخې هغه ژبې چې مشتركات سره ولري، د هغو ژبو ويونكي دا ژبې ښې زده كولاى شي؛ نو په دې ډول ويلاى شو په هر انګليسي ژبي ټولګي كې چې پښتانه او دري ژبي سره ناست وي د تلفظ وينګ او ګرامر له مخې پښتنو ته د انګليسي ژبې زده كړه اسانه ده. دا خبره هم واقعيت دى د هرې ژبې يا هر قوم كدرونه چې په حكومت يا دربار كې كار كوي، طبعاً خپل قومي او ژبني تمايلات لري او د خپل ځان په ګټه به كار كوي. كله چې بيا په دفتر يا حكومت كې د دويمې يا قومي ژبې راولاړېږي؛ نو طبعاً د پښتو امتياز او استحقاق زياتېږي.
د ملګرو ملتو يوه اداره (يونيسكو) چې د كولتوري ميراثونو او فرهنګي شتمنيو د ساتنې او پالنې لپاره كار كوي، په هر هېواد كې يوه ژبه د هغه هېواد د ملي ژبې په توګه په رسميت پېژني، دا سازمان په ايران كې فارسي ژبه او په افغانستان كې پښتو ژبه د ملي ژبې په توګه په رسميت پېژني؛ نو د انګليسي ژبې په راتګ سره به يوه د دربار د ژبې او بله د ملت د ملي ژبې مسئله زياته راولاړه شي.
دا يو څرګند حقيقت دى، كېداى شي د پښتو ژبې مخالفينو ته دا يو تريخ حقيقت وي؛ خو حقيقت دى. ملي ژبه د ملت د اكثريت ژبې ته ويل كېږي، نه درباري يا دفتري ژبې ته، په ځينو هېوادونو كې ملي ژبې هم درباري او دفتري بڼه لري؛ خو په ځينو كې بيا دفتري ژبې ځانته او ملي بېلې وي.
د افغانستان د اساسي قانون د 16 او 20 مادې د محتوياتو له مخې پښتو هم د دولت رسمي ژبه او هم د ملت ملي ژبه ده؛ خو د يو لړ نامشروعو جريانونو د پرله پسې حاكميت له لامله پښتو ژبې خپل ټول دفتري استحقاق نه دى تر لاسه كړى؛ خو ملي ژبه ځكه وه، چې د تاريخ په اوږدو كې يې همدې ملت ساتنه او پالنه كړې ده.
اوس دلته بېرته خپل بحث رانغاړم او وايم، چې كه د انګرېزي ژبې د پرمختګ سرعت همداسې روان وي؛ نو ددې احتمال شته، چې د دري ژبې درباري ارزښت، قوت او حاكميت له منځه يوسي او كله چې ددې ژبې درباري قوت ختم شي؛ نو ددې احتمال شته، چې اوسنى شان او شوكت يې هم له زوال سره مخ شي او انګليسي ژبه، چې په نړۍ كې يې تر دې دمه ډېرې ژبې خوړلې او له درباره شړلې د افغانستان دري ژبه به هم د ژوند له سخت ګواښ سره مخامخ كړي.
د پښتو ژبې پر وړاندې بيا بل ډول اټكل كېداى شي او هغه دا چې پښتو ژبه خو هسې هم په دربار كې درنه برخه نه لري؛ نو كه انګليسي دربار ته را هم شي، له پښتو څخه څه كمېداى نه شي، پښتو به د ملي ژبې او د وخت په تېرېدو سره د انګليسي تر څنګ د دولت د ژبې په حيث خپل شته والى خوندي وساتي او هلته به لا ښه څرګنده شي، چې پښتو د افغان ولس ملي ژبه ده.

 
بېرته شاته