لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
څو يادښتونه :له ادبياتو سره د تاريخ او افسانې په پوله کې
لیکوال: عبدالغفور لېوال   نېټه: 05.10.2009   خپرونکئ:   سمسور  

د بشري تاریخ په بهیر کې، چې څومره شاته ځې نو په ګډه حافظه کې شته انځورونه داسې شي لکه یو ماشوم چې په سپینه پاڼه ډېر څه انځور کړي خو تناسب یې په پام کې نه وي نیولي، د ماشوم په تابلو کې به تاسو یوه کوتره وګورﺉ چې له پیل څخه غټه ده او بیزو به په کاچوغه ډوډۍ خوري خو الوتکه به بیا د کوټې دننه الوزي... لویان چې دا تابلو ګوري هڅه کوي د ماشوم په هنري منطق پوه شي او د هر انځوریز عنصر سرحد وټاکي. د تاریخ حافظه دزرګونو کالو وړاندې حالاتو په اړه همداسې ګډه وډه ده، له لرغونپوهنې پرته څومره چې په تاریخي روایاتو پورې اړه لري موږ له همداسې ګډوډۍ سره مخامخ کېږو. ( دلته دا یادونه اړینه ده چې لرغونپوهنه د تاریخ مادي توکي تر ساینسي څېړنې لاندې نیسي او کار یې پر تجربه ولاړ دی ځکه نو لږ اشتباه کوي، خو د تاریخي پېښو په اړه ځینې روایات چې ساینسي اساس نه لري ډېر د باور وړ نه دي).
یو مهال تاسو یو شمېر تاریخي روایات له ادبیاتو، افسانو، اساطیرو او مذهبي متونو سره ګډ موندلای شئ، په دغه ځای کې نو سخته ده چې د هرې برخې پوله بېله کړﺉ. راځئ یو مثال یاد کړو. ګېل ګمېش چې تر ټولو زوړ اساطیری موندل شوی متن دی موږ  د ادبیاتو، تاریخ، افسانې او مذهبي روایاتو له همداسې ګډون سره مخامخ کوي.
ددغې زړه حماسې دولس ګونې لوحې چې لرغونپوهانو یې متن ترلاسه کړی دوه ارزښتونه لري، یو خو پخپله لوحې دي چې د لرغونپوهنې له نظره په یوه خاص ځای، ځانګړي زمان او مادي جوړښت پورې اړه لري، لرغونپوهنه یوازې د لوحو په لرغونوالي او څرنګوالي کار لري خو د متن محتوا او تاریخ یې بېل ارزښت دی. د ګېل ګمېش په کیسه کې له محتوايي پلوه د بشري ژوند هره ځانګړنه بېلول خورا سخت کار دی. ګېل ګمېش یو قهار، ځواکمن، مستبد او پرځان مین قهرمان دی، هره ناوې چې ودېږي باید اوله شپه له ده سره تېره کړي.
اودی په خپل ځواک کې چاته تن نه ورکوي. له بلې خوا انکېدو نیمه انسان او په خوی ځناور هغه پهلوان دی چې د ژویو شودې روي او له غولانو سره په بیدیا کې څري، ددې لپاره چې انساني خویونه او غریزې پیدا کړي د برخلیک پر حکم د معبد یوه ښکلې کنچنۍ ورځي او شپږ ورځې ورسر ځان لوبوي، انکېدو چې د نجلۍ خوند ګوري نو ښار ته راځي او له ګېل ګمېش سره تر پهلوانۍ وروسته ملګرتیا پېل کوي دا ملګرتیا پر مخ ځي تر دې بریده چې دوی دواړه دځنګلونو د ساتونکي هېولا جګړې ته ملاتړي او په دې جګړه کې انکېدو وژل کېږي. ګېل ګمېش د خپل ملګري مړینه نه شي زغملای ژړا او انګولا ډېره کوي او څوک نه پرېږدي چې وژل شوی ملګری یې خښ کړي تردې چې د هغه له پوزې څخه چینجیان راخوڅیږي او ګېل ګمېش دا مني چې ملګری یې بېرته نه راستنېږي، دا پېښه په ځان غره پهلوان ته دا لوست ورکوي چې مرګ حتمي دی او یوه ورځ به دی هم مړ شي، له مرګ څخه ویره او تلپاتې ژوند ته د رسیدو تلوسه ګېل ګمېش دې ته اړ باسي چې بلې دنیا ته سفر وکړي.
او هلته له (اوته نه پیش تیم) څخه، چې د کیسې د روایت له مخې له لوی توپان څخه ژوندی وتلی، د تلپاتې ژوند د راز پوښتنه وکړي، خو بالاخره په دې پوهېږي چې مرګ حق دی او هر ژوندی مخلوق په مرګ محکوم دی.
دا کیسه که تاریخ ته واړوې نو دومره څه درته ویلای شي چې د زاړه بابل (اوسني عراق) په نینوا کې د ګېل ګمېش په نوم پاچا تېر شوی دی.
که د کیسې افسانوي اړخ وګورې نو ډېر څه داسې شته چې له تاریخي ارزښت څخه یې افسانوي ارزښت پیاوړی کوي : ګېل ګمېش، انکېدو، د ګېل ګمېش مور او نور کرکټرونه عادي بشر نه دي بلکې ډېر د ماشومانو په ذهن کې دیوانو او هیولاوو ته ورته دي، کیسه خپل ادبي ارزښت هم لري، په دې کیسه کې کرکټرونه، پېښې، غوټې، تلوسه او پای داسې راغلي، چې د یوه هنري روایت ځانګړتیاوې لري او د ژباړې له ژبې څخه یې ښکاري چې په کیسو کې تشبیهات، استعارې، سمبولونه، تصاویر او نور هنري ارزښتونه هم ښه ډېر دي.
په کیسه کې دا وته نه پیش تیم له خولې داسې روایت دی چې کټ مټ د حضرت نوح علیه السلام کیسې ته ورته ده، نړۍ توپان ډوبوي او دی له یو شمېر نورو ژوندویو موجوداتو سره په خپله جوړه کړې بیړۍ کې ژوندی پاتې کېږي دلته نو کیسه مذهبي اړخ خپلوي.
ښه اوس نو زموږ ددې لیکنې اصلي پوښتنه رامنځ ته کېږي او هغه دا چې : « دغه کیسه په ادبیاتو کې راځي او یا میتولوژي (اساطیر) یې وګڼو، تاریخ دی یا د مذهبي متونو یوه برخه؟».
ددې پوښتنې ځواب په تاریخپوهنه، انتروپولوژۍ، ادبپوهنه او میتولوژۍ کې لټولای شو، خو د سپیناوي ځای یې زمونږ دغه لیکنه نه ده.
دلته به د تاریخ او افسانې د قلمرو پر پوله او په دې کې د ادبیاتو په دریځ خبرې وکړو.
لرغونی ادب له افسانې، اساطیرو، حماسو، عقایدو او تاریخ سره ګډ دی، ویدي سرودونه  ګاڅونه ( ګیتونه) او په مجموع کې اوستا، مهابهارت، شهنامې، په لویدیځ کې ایلیاد او اډیسې، او نور لسګونه آثار یې بیلګې دي.
ډېر ځله تاریخ لیکونکو د خپلو لیکنو پرمهال د تاریخي پېښو د ګونګو څنډو روښانولو لپاره د هغې دورې ادبي آثارو ته سر ور ښکاره کړی او کله کله خو یې د استناد تر بریده باورهم پرې کړی دی. ادبیات چې له تخیل سره ټینګې اړیکې لري، بلکې ډېر ځله د تخیل مولود وي، په علمي برخه کې استناد نه شي پرې کیدای، خو له شکه پرته چې د لرغونو انسانانو د افکارو، ژوند پېښو، عقایدو، باورونو، ارزښتونو او ټولنیز ژوند په اړه تر ټولو پراخ معلومات را رسولای شي، نو له همدې پلوه لرغوني ادبیات د لرغونو انسانانو د پېژندلو لپاره خورا په زړه پورې سرچینې دي.
هره هغه ټولنه چې داسې لرغوني بډای ادبیات لري نو د مدني ژوند له پلوه په ښه وضعیت کې وي، اروپايي مدنیت د خپلې روښانتیا ریښې د زاړه یونان او روم په فرهنګ کې ویني، چې رومي او یوناني ادبیات یې غوره برخه ده که څه هم د منځنیو پیړیو تیارې دورې او د کلیسا واکمني دې فرهنګ ته خورا لوی زیان ورساوه خو ویې نه شو وژلای بلکې پخپله یې هومره تر اغیز لاندې راغلل، چې زاړه ادبیات یې دنوې عیسوي اروپا فرهنګ ته هم ورننوتل. چین، هند، مصر، عراق او زړه آریانا هم همداسې در واخله، سره له دې چې پر آریانا باندې د مغولو پراخ یرغل هرڅه دړې وړې کړل خو نورو بیا تر یوه بریده وساتلای شول.
پښتانه د هر ټولنیز، چاپېریالي یا جوړښتي لامل له مخې چې و، په دې بریالی نه شول چې خپل لرغوني ادبیات په لیکنۍ بڼه وساتي د زړې پښتو لرغوني روایات یا په شفاهي کیسو کې تیت شوي او یا هم ځینې غاړې او نارې ورڅخه پاتې شوې، چې دې پېښې د لرغونې بډایې ادبي زیرمې له لرلو څخه محروم کړل، داسې ادب چې د تاریخ او افساني پر پوله ودریدای شي او له نړیوالو آثارو سره سیالي وکړي.
څو عشقي حماسې او افسانې طبعاً چې زموږ دولسي ادب غوره بیلګې دي، مومن خان او شیرینو، آدم خان او درخانۍ، موسی جان او ګلمکۍ، فتح خان او رابیا او نور داسې نکلونه دي چې زموږ ولسي ادب تر یوه حده د تاریخ او افساني پر پوله درولای شي مګر له لرغوني مدون ادب څخه مو داسې پانګه ورکه شوې ده. یوه نیوکه چې موږ یې تل په خپل معاصر ادبي بهیر لرو هغه د لفظي ویاړونو او شعارونو افراط دی، چې نه خو یې حماسي آثار ګڼلای شو او نه حتی ویاړنې، بلکې کلیشه یي نارې سورې دي.
زموږ د تاریخي ابهت او عظمت د بیا احیا لپاره ددغو شعارونو پر ځای همداسې بډای آثار ښايي وپنځول شي، چې زموږ  راتلونکو نسلونو ته د حقیقي میړانې، مدني ژوند،ملي ویاړونو او تاریخي جلال لاسوندونه او سرچینې شي.
زموږ اوسمهالی ادب د داسې یو څو بیلګو خاوند دی، خو لا غځول یې پر زلمي نسل د افغاني هنر او ادب یو پور وګڼئ.

 
بېرته شاته