لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
نصرالله حافظ د مينې، ښكلا او عاطفې شاعر
لیکوال: صديق الله بدر   نېټه: 25.09.2009   خپرونکئ:   سمسور  

دا ځل د پښتو د يو داسې د قدر وړ شاعر، ليكوال او ژباړونكي په شعر او شاعرۍ د خبرو دريڅه پرانيزو، چې ټوله شاعري يې د مينې، عاطفې او ښكلا په اوبو وللې ده: (( هيڅ انسان له مينې نه خالي نه دى، زه پخپله شاعرۍ كې په ښكلا مين وم او له ښكلا سره مې مينه درلوده. له همدې كبله ما پخپلو شعرونو كې مينې، محبت او سولې او امن ته ډېر زيات انعكاس وركړى دى.))
دا قدرمن او په مينې او ښكلا مين شاعر ښاغلى استاد نصرالله حافظ دى. زموږ د پېر هغه شاعر، چې شعر يې هم د كلاسيكې شاعرۍ رنګ لري، هم ولسي خوند په كې نغښتى او هم د معاصرې شاعرۍ ټولې رنګينۍ په كې نغښتې دي.
حافظ د يو ساده او سپيڅلي زړه خاوند دى او همدا علت دى، چې هر شعر يې عاطفي رنګ او خوند لري او ډېر ژر د ولس زړه ته لاره كوي.

پېژندنه

نصرالله حافظ د ارواښاد نورالسلام زوى، په ۱۳۱۰ لمريز كال د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د حافظانو په كلي كې زېږېدلى دى. لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې په ننګرهار كې ترسره كړې او بيا په ۱۳۳۱كال كې د كابل له عالي دارالمعلمين نه فارغ شوى دى. لومړنۍ دنده يې د معارف په وزارت كې وه، بيا د خوشالخان په لېسه كې يې دنده واخيسته او تر هغه وروسته د څه مودې لپاره په پښتني بانك كې و.
په ۱۳۳۹ لمريز كال كې راډيو افغانستان ته راغى او دلته يې د هنر او ادبياتو په اداره كې كار پيل كړ او د سهارنۍ نذرانې، چې تر ډېره يوه ديني خپرونه وه، جوړه كړه. سربېره پر دې حافظ صاحب راډيو ته، ځينې نورې ادبې خپرونې هم ليكلې او هنرمندانو ته يې تصنيفونه جوړ كړي دي. پوره دوه ويشت كاله يې سهارنۍ نذرانه خپرونه وچلوله او هغه ټولې ليكلې خپرونې اوس هم ورسره شته او پاكنويس كړې يې دي.
استاد حافظ لا ډېر ووړ و، چې د شعر ملكو تر ګوتو ونيو او د مينې حافظ يې كړ: (( زه په يو داسې محيط كې زېږېدلى يم، چې هلته به تل د رحمان بابا، حميد بابا او خوشالخان ديوانونه پراته وو. كله چې زه د ليك لوست شوم، هغه به ما لوستل. په طبيعي توګه په شپږم صنف كې وم، چې له شعر سره مې علاقه درلوده او څه ګډې وډې به مې جوړولې.))
 په يوويشت كلنى كې، چې د لوړو زده كړو لپاره له ننګرهاره كابل ته راغى، د مشاعرو غونډو ته به ورته او له شاعرانو سره يې په ناسته ولاړه كې شعر ته مخه شوه او شاعري يې په غزل پيل كړه. 
لومړنى شعر يې په ۱۳۳۱كال كې په انيس كې چاپ شو: (( زه دومره ورته خوشاله وم، چې هغه د انيس ګڼه مې په جيب كې ګرځوله او خپلو دوستانو ته به مې ښوده.))
دا چې په راډيو كې د دندې له مخې به يې د هنرمندانو لپاره شعرونه چك كول، د همدغو هنرمندانو په غوښتنه يې هغوى ته تصنيفونه جوړول او همدا علت دى، چې ډېر شعرونه يې په موسيقۍ كې ويل شوي دي: (( د لومړي ځل لپاره په موسيقۍ كې زما يو شعر مېرمن پروين ووايه، چې مطلع يې ده:

دا ستا په سترګو كې جانانه څه اثر غوندې دى
چې مې ليدلـــى بيخي زړه زما اوتر غوندې دى.))
استاد حافظ دغه ټول تصنيفونه په يو كتابچه كې خوندي كړي دي، چې شمېر ۳۳۰ پارچو ته رسېږي.
تراوسه يې ۵۲ كتابونه چمتو كړي دي، چې ځينې يې چاپ شوي هم دي. د شمشاد له هسكې څوكې (۱۳۶۲چاپ)، ستا د چم ګلونه( غزلونه، ۱۳۶۵ چاپ)، تاترې( نظمونه، ۱۳۶۶ چاپ)، دردونه تكلونه( غزلونه، ۱۳۶۹چاپ)، مات ستوري( غزلونه، ۱۳۷۹چاپ)، زړه پګړۍ(۱۳۸۶چاپ) او  هيواد، سوله او جرګه ( ۱۳۸۷چاپ) يې چاپ شوي شعري مجموعې دي. پر دې سربېره حافظ صاحب ځينې نړيوال شعرونه هم پښتو كړي دي: (( ما يو شمېر نړيوال شعرونه او كيسې هم پښتو كړي دي، چې ځينې يې په متفرق ډول په بيلابيلو خپرونو كې چاپ شوي دي.))
په ۱۳۵۶ كال كې يې د افغان هنرمندانو له خوا په موسيقۍ كې د يو شمېر ويل شوو شعرونو ټولګه هم د نغمو كاروان په نامه راټوله او چاپ كړې ده. خو په خواشينى سره، چې څو كاله مخكې همدا ټولګه يو بل چا پخپل نامه په پېښور كې چاپ كړه او حتى په ډېر عادي ډول يې هم د استاد حافظ د نوم يادونه نه وه كړې.
دغه راز حافظ صاحب يو شمېر ناچاپ اثار هم لري، چې د يو څو نومونه يې په لاندې ډول دي:
-         زما ترانې، د زرو په شاوخوا خوا كې تصنيفونه، چې يو زيات شمېر هنرمندانو په موسيقۍ كې ويلي.
-         د حق پتنګان، ديني ليكنې
-         سهارنۍ نذارانې، د اصحاب كرامو كارنامې
-         د لنډو كيسو يوه ټولګه
-         د نړۍ د مشهورو شاعرانو شعرونه، ژباړه
-         د نړۍ د ادبياتو د شهكارونو كيسې، ژباړه
-         څو شعري ټولګې، چې غزلونه، نظمونه او نور شعري فورمونه په كې شامل دي.

استاد حافظ اوس اوس په كور ناست دى او د خپلو ليكلو اثارو په ترتيب او تدوين بوخت دى. له دوو كلونو راهيسې استاد حافظ ته يو ډول ناروغي راپېښه شوې، چې له كبله يې سمې خبرې نه شي كولى او پخپله وينا يې خپله حنجره يې له لاسه وركړې ده. په وروستي ځل همدا سږكال د چنګاښ په مياشت كې، چې ما ورسره د هغه د ژوند په اړه د كليد اوونېزې لپاره كومه مركه درلوده، هغه نه شوى كولى، چې خبرې وكړي او حافظه يې هم يو څه كمزوري غوندې ښكارېده او تر ډېر سوچ وروسته به يې يوه خبره نيم نيمګړې په ياد شوه.

 شاعري
استاد نصرالله حافظ عاطفي او صميمي بيان لري او له همدې كبله شعرونه يې ډېر عام او مشهور دي. دى اساسا د غزل شاعر دى او ډېر رنګين غزل ليكي. هغه هم داسې، چې په بديعي صنعتونو يې ښكلي كوي. كله چې د حافظ صاحب د چاپ شويو ټولګو پاڼې اړوو، نو ډېر ځله له نويو تشبيه ګانو، استعارو او كنايو سره مخ كېږو. عبدالغفور ليوال د حافظ صاحب د شعرونو همدغه ښكلا يادوي او وايي: (( د ښاغلي حافظ په شاعرۍ كې، صنعتونه ډېر د پام وړ دي. يعنې ټول هغه معنوي او د بيان فنون او صنعتونه، چې زموږه په كلاسيكه شاعرۍ كې معمول وو، په معاصره دوره كې ښاغلى نصرالله حافظ هغه يو يوازنى شاعر دى، چې ورته پام اړولى دى.))
لېوال خپلې دې خبرې سره په تړاو كې وړاندې وايي: (( شاعري يې هم له كيفي او هم له كمي پلوه ځكه د پام وړ ده، چې همدا اوس ښاغلى حافظ په لسګونه ناچاپه مجموعې لري او دا د افغانستان په معاصره شاعرۍ كې ډېر د قدر وړ ګنجينه او خزانه ده.))
حافظ صاحب په يو داسې وخت كې شاعري پيل كړه، چې زموږه شاعري لا د تجربې له مخې دومره غني نه وه. خو ده له هماغه پيل څخه پخپلو تجربو پښتو غزل غني كړه، چې نن سبا د همدغه خدمت له مخې په افغانستان كې د غزل مخكښ شاعر ګڼل كېږي. ليوال په دې اړه وايي: (( ښاغلى حافظ د پښتو غزل له پېشګامانو څخه دى، چې همطرازان يې ښاغلى صديق پسرلى، ښاغلى شمس الدين مجروح، بېنوا، قيام الدين خادم او يو شمېر نور شاعران دي، خو يو خصوصيت، چې د ښاغلي نصرالله حافظ په شاعرۍ كې شته، هغه دا دى، چې د عصر د تجربو له نوي كېدو سره، د ده شاعري هم نوى نوى رنګ موندلى.))
حافظ صاحب پخپلو هڅو سره د پښتو معاصره كلاسيكه شاعري له نوې معاصرې شاعرۍ سره وصل كړې ده. ليوال په همدې نظر دى او وايي، چې د حافظ شاعري د ځوان نسل لپاره، چې په شپېتمه لسيزه كې يې د شعر په برخه كې بشپړې تجربې وكړې، د پوره تجربوي موادو حيثيت درلود او له دې اړخه د ډېر پام وړ ده.
د حافظ صاحب غزل، چې څومره ساده او رنګين دى، تر هغه زيات د فكر نيلي په كې څپې وهي او ګڼ مسايل په كې رانغښتل شوي دي. ليوال، چې د حافظ صاحب د شعرونو پوره مطالعه كړې ده، دى پر وطن او ولس مئين شاعر راپېژني: (( ترټولو اوچت ارزښت، چې د حافظ صاحب په شعرونو كې شته، هغه له وطن او قوم سره مينه ده، همدارنګه ده پر ملي مسايلو اوږدې قصيدې، مثنوي ګانې او غزلونه ليكلې دي. دا هم بايد ووايم، چې حافظ صاحب پخپلو شعرونو كې پر ځينو خاصو ورځو او ملي څېرو شعرونه ليكلي، چې اوس زموږ د تاريخ يوه برخه ګرځېدلي، كه چېرته د حافظ صاحب ستره ګنجينه خپره كړو، نو د تاريخ يو ګڼ شمېر څېرې او پېښې به مو حفظ او خوندي كړې وي.))
دا هم د ښاغلي حافظ يوه ښكلې رنګينه غزله، چې مينه په ټوله معنى په كې ځان راښكاره كوي:

د حسن ملنګان يو د جانان كوڅې ته ځو
د خپلې وركې مينې د ارمان كوڅې ته ځو

شايد چې په كې بيا مومو كعبه د خپل مراد
جنونه ستا د رحم د ګريوان كوڅې ته ځو

د مينې خراباته ستا په سر كوو سوګند
درځو پر هغې لورې د ايمان كوڅې ته ځو

د مصر زليخا دې ناز د مصر په كوڅو كړي
د مينې لېوني موږ د كنعنان كوڅې ته ځو

ورېږي مو پر سر كه د تېرو تورو باران
اى عشقه ستا د عهد و د پيمان كوڅې ته ځو

د تورو تورو شپو د كږو لارو او كوڅو نه
د لمر غوندې راوځو د اسمان كوڅې ته ځو

د حافظ صاحب د شعر يوه ښكلا د هغه عالي موسقيت او رواني ده، د ده د شعرونو ډېر موسيقيت د دې سبب شوى، چې ګڼ سندرغاړي يې په موسيقۍ كې ووايي. اسدالله غضنفر په همدې نظر دى: (( د استاد  حافظ د شاعرۍ ترټولو مهم اړخونه دوه دي: يو دا چې د ده په شعر كې يوه عالي موسيقي ده، بل دا چې د ده په شاعرۍ كې خام لفظونه او كمزورې ژبه نشته. ژبه يې ډېره سليسه ده، هغه څه ته، چې د معاني عالمان سلاست او جزالت وايي، د ده په شعر كې شته.))
غضنفر وړاندې وايي، چې د شعر موسيقي د شعر مهمه برخه ده، حتى په فرانسه كې ځينې سمبوليست اديبان په دې باور دي، چې شعر ورځ په ورځ په موسيقي بدلېږي: (( دوى وايي، چې د شعر خوند، كيفيت او اغېز بايد، چې له موسيقي نه درك كړو. البته ښايي دا خبره يو څه افراطي وي. دې مهم جز ته استاد حافظ تر هر چا ډېره پاملرنه كړې ده.))
د هيواد خوږ غږى او مشهور سندرغاړى حفيظ الله ګردش هم، چې د استاد حافظ څو شعرونه په موسيقۍ كې ويلي دي، ورته نظر لري او وايي: (( د حافظ صاحب ټول شعرونه د موسيقي لپاره ډېر ښه شعرونه دي او تيار د هماغه لپاره ليكل شوي دي. ځكه د حافظ صاحب اكثرا له هنرمندانو سره سروكار و. مثلا كه موږ د افغانستان راډيو او پخواني هنرمندان لكه طلامحمد، نعمت الله، سيد علم، ايوب، استاد اولمير او داسې نور وګورو، د دوى په سندرو كې په سلو كې نيمايي د حافظ صاحب له شعرونو سره مخامخ كېږو.))
ګردش وړاندې په دې برخه كې خپله يوه خاطره يادوي: (( پخوا، چې كله يو سندرغاړى غوښته، چې يو شى كمپوز كړي او يا كمپوز ورته پيدا كېده نو حافظ صاحب ته به يې وويل، چې زه داسې يو كمپوز لرم، ته په دې قالب كې ما ته شعر وليكه. نو حافظ صاحب به بيا په ډېر ښه صورت كې كولى شول، چې هغسې يو شعر ووايي. مثلا ما سره هم د مسرور صاحب يو كمپوز و، ما هغه حافظ صاحب ته وركړ او هغه پرې شعر جوړ كړ، چې ډېر ښه هم و: ښكلى دلداره زما ستا له غمه مرم له غمه راشه بې وفا. ما دا سندره په تلويزيون كې ويلې ده.))
لعل پاچا ازمون حافظ صاحب، د ولس شاعر ګڼي او د هغه په شعر كې د موسيقيت د شتون په اړه د ګردش خبره تائيدوي او وايي: (( ډېر مهال له سندرو غاړو سره د  ده ناسته ولاړه زياته وه، زه ګومان كوم، چې د ده اكثر شعرونه او نظمونه په موسيقۍ كې ليكل شوي دي.))
ګردش همدارنګه د قديم په سندرو كې د حافظ صاحب د شعرونو يادونه كوي او وايي، چې قديم د حافظ صاحب ډېر شعرونه، چې ډېر ښه ولسي خوند ورنګ لري او د ولس په زړه چنګ وهي، ويلي دي. لكه: سور سالو په سر كه په مكيز باندې روانه شه، ځه كږه وږه شه لكه زركه خرامانه شه. يا بيا د ليلا د لاس بنګړي په شرنګېدو ښكاري. راځئ، چې د حافظ صاحب همدغه تصنيف په ګډه ولولو او خوند ترې واخلو:

بيا د ليلا د لاس بنګړي په شرنګېدو ښكاري
په شونډو سرو يې سور پېزوان په ګډېدو ښكاري

بيا د ليلا زلفې په مخ باندې سمسورې شوې
خمارې سترګې يې په كومو رنجو تورې شوې

د ښايستوكې خورې نخرې يې نورې شوې
د جهان سترګې ورته ستړې په ليدو ښكاري

بيا د كږو بڼو په غشو د دوى ښكار كوي
وروځې لېندې په مئينانو دغه كار كوي

په بلۍ جګه شوه دا چارې هرسهار كوي
سينو كې زړونه ورته تل په رپېدو ښكاري

بيا د ګودر په لورې ځي ځان يې سينګار كه نه
د سويليو جوړ په ځان پسې كتار كه نه

د ګودر سر يې د ښكلا لنډۍ بازار كه نه
په تور اوربل يې خوږ نسيم په لګېدو ښكاري

بيا يې د خياله د سرو ټيك سور په اوربل كه نه
د مئين زړه يې بيا په سرو لمبو جلبل كه نه

په سپينه غاړه يې هيكل ورسره مل كه نه
حافظ بل يې دا ښايست په غوړېدو ښكاري
  حافظ صاحب په خپل هر شعر كې ژوند رانغاړي او هغه په رښتني بڼه انځوروي. اسدالله غضنفر دا د حافظ صاحب يو كمال په ګوته كوي: (( حافظ صاحب پخپلو شعرونو كې ژوند، د ژوند د ورځينو او حتى عادي مسايلو ته ډېر ريالستيك، دقيق او ژور نظر كوي. د ده يو بيت، زه فكر كوم، چې هميشه د افغانستان د حالاتو او د افغانانو په حال صدق كوي. دى فرمايي:

په وچو شونډو ايښى جام به څه وي
ساقي د دې نېشې انجام به څه وي
زه چې كله په خوار او بيچاره ملت كې د مصارفو افراط وينم، ډېر لوكس موټران وينم او ډېر بې ځايه لګښتونه وينم، نو د حافظ صاحب همدا بيت رايادېږي او خپلو دوستانو ته يې وايم.))
نورمحمد لاهو هم په همدې نظر دى: (( په نظمونو كې مستقيما د خلكو ژوند انځوروي. د خلكو ژوند لكه څنګه، چې ده هماغسې يې كټ مټ رااخلي، هغه ته شعرونه جوړوي او عاطفي اړخ وركوي او د يو ښه اثر په توګه يې بېرته ولس ته وړاندې كوي.))
د همدغو دلايلو له مخې ښاغلى غضنفر، په معاصر ادب كې د استاد حافظ شاعري ډېره مهمه ګڼي: (( د استاد حافظ شاعري د پښتو د معاصر ادب يوه مهمه برخه جوړوي، د ده شاعري ډېره مشهوره ده، ډېر كلونه، حتى تر نيمې پېړۍ زيات وخت كېږي، چې هغه شاعري كوي.))
ځوان شاعر بازمحمد عابد هم د استاد حافظ له نامه او د شعرونو له شهرت نه وايي: (( زه لا ماشوم وم، چې د استاد حافظ نوم مې اورېدلى و، زلمى شوم، د ده نوم لا هم په ادبي حلقو او د خلكو او ولسونو په خولو كې ګردان كېده. اوس چې عمر مې پوخوالي ته رسېږي، لا هم د حافظ نوم ژوندى دى.))
حافظ صاحب، چې كومه شاعري كړې، ډېره روانه، سليسه او د خلكو له روان او ذهنيت سره برابره شاعري ده. ازمون هم په همدې نظر دى او د حافظ صاحب شاعري روانه شاعري بولي: (( د حافظ صاحب شعرونه، چې دي روان دي له ثقلت او تكلف نه پاك دي، تصنع په كې نه ښكاري.))
ازمون وړاندې وايي، چې حافظ صاحب كوښښ كړى، چې څنګه وكولى شي د ولس د فكري او ذهني كچې سره برابر شعرونه وليكي او ټولنې ته يې وړاندې كړي: (( ډېر ځله د ده په شعرونو كې ولسي پېښې او انځورونه منعكس شوي دي او همدغه شي د ده شعرونو ته خوند او ښكلا وركړې ده.))
لاهو د استاد حافظ په شعر كې د ښكلا او رنګيني خبره كوي: (( د حافظ صاحب شعرونه، چې دي ډېر ساده او په عين ساده ګۍ كې ډېر رنګين دي. زه چې ګورم د ده مخاطب عام خلك دى. په اصطلاح دى د شعر له پېچلتيا او پيچلي كولو سره ډډه نه لګوي.))
د لاهو په خبره استاد حافظ، چې څنګه يوه موضوع رااخلي، غواړي هغه داسې شفاف او واضح خپل اوريدونكي ته وړاندې كړي، چې هغه ته په اسانۍ سره د درك وړ وي.
دلته بيا هم د استاد حافظ يوه بله غزله رااخلو او په ګډه يې لولو، چې ډېره رنګينه، ساده او شرنګېدلې ده:

لكه تالا، چې بې خزانه شول زما ګلونه
په هغه رنګ دې تالا مه شه د هيچا ګلونه

لمدې په پرخه د غونچو نيمزالې سترګې نه دي
بلبله ستا په غم كې ناست دي په ژړا ګلونه

د كومو سترګو بې حياوو برند نظر پرې شوى
چې يې غوړېږي اننګو كې د حيا ګلونه

پرې به ورنه كړم ستا د سرو شونډو د ګلو څوكې
كه راته راوړي په ځولۍ كې د دنيا ګلونه

وي به رګو كې به يې تومنه د فرهاد د وينې
ځكه شيرينه ږدي اوربل كې د سارا ګلونه

نوې مې وچې پرې د سترګو د اسمان چينې شوې
تا چې په سپينه كوكۍ راوړل د خندا ګلونه

يو عجيبه غوندې شور ګډ شو په بازار د حسن
حافظ چې راوړل د غزل په لمن بيا ګلونه

د حافظ صاحب شاعري انځوريزه شاعري ده او تر ډېره عيني انځورونه په كې ترسترګو كېږي. سر بېره پر دې يو شمېر ادبپوهان او شاعران په دې باور دي، چې حافظ صاحب د كلماتو په انتخاب كې ډېر دقت كوي، ليوال تر ډېره د حافظ صاحب شعرونو كې عيني انځورونو ته ځير شوى دى: (( تر ډېره حده حافظ صاحب د عيني انځورونو د رانغاړلو شاعر دى، كله كله تركيبونه داسې كاروي، چې دا تركيبونه په ګډه يو ډېر ښكلى ذهني انځور هم جوړولى شي.))
د ليوال له نظره، د حافظ صاحب شاعري له دې اړخه ځكه د پام وړ ده، چې د كلماتو په انتخاب كې له ډېر دقت څخه كار اخلي. ليوال وړاندې وايي: (( تصويرونه يې تر ډېره حده نه دي پېچلي، يعنې د لمس وړ دي او تر ډېره حده د لفظي صنعتونو پانګه په كې ډېره درنه ده او دا هغه برخه ده، چې زموږ په معاصره شاعرۍ كې ډېره لږه ده.))
ګردش هم د استاد حافظ په شعرونو كې د عيني انځورونو د شتون خبره كوي: (( د حافظ صاحب په شعرونو كې عيني انځورونه ډېر دي. عيني انځور په مجموع كې د انسانانو په ذهن كې يو عيني حقيقت دى، چې د ذهني تصوير په پرتله ډېر ژر يې درك كولى او اخيستلى شي.))
ګردش په دې څرګندونو سره دا هم وايي، چې د حافظ شاعري له ذهني انځورونو بې برخې نه ده، خو ډېر لږ دي. ګردش د حافظ د هغه شعر مثال راوړي، چې استاد اولمير په خپل خوږ غږ كې ويلى دى: (( په دغه شعر كې ډېر ذهني حالتونه شته، مثلا:
د اسمان په شنه لمن كې د بهار وريځې نڅا كړي
خوشالي كړي اتڼونه، چې خندا ورته برېښنا كړي
دلته د برېښنا خندا دا پخپله يو ذهني حالت او انځور دى.))
حافظ صاحب پر يو ښه شاعر سربېره، يو ښه ليكوال او ژباړونكى هم دى. تر اوسه يې په شمار ۴۰۰ لنډې نړيوالې كيسې په پښتو ژباړلې دي، چې يو څو يې په بيلابېلو خپرونو كې چاپ او خپرې شوې دي. غضنفر د دغو ژباړلو پر نثري ښكلا يو څو داسې يادونې لري: (( ده يوازې څو سوه لنډې كيسې په ښايسته پښتو نثر ژباړلې دي، دا يو ډېر لوى خدمت دى. كه يوازې د ده دغه ترجمې چاپ شي، نو لږ تر لږه دى د لنډو ژباړل شويو كيسو پنځلس مجموعې به لري.))
دغومره ژباړې ته په كتنې سره، د غضنفر په اند تراوسه هيچا د پښتو داستاني ادب لپاره دومره كار نه دى كړى.
د حافظ صاحب د شاعرۍ يو لوى قوت د هغه په ډېر عاطفيت كې نغښتى. حافظ د خپل كلام په نسبت ډېر متعهد او صادق دى او له همدې كبله ډېر ژر د ده شعرونه د ولس زړه ته لاره كوي. په كوټلي ډول حافظ د مينې، ښكلا او عاطفې شاعر دى او ځكه خو ولس ته منلى دى.
حافظ صاحب ته د اوږد ژوند په هيله   

 
بېرته شاته