لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
دتاج محل ننداره
لیکوال: عنايت ساپی   نېټه: 24.09.2009   خپرونکئ:   سمسور  

سهار وختي مو ځانونه چمتول كړل، اودبهرنيووچارو دوزارت له خوا په راليږل شوي دولتي موټركى مودچودري صيب (دهندد بهرنيوو چارو دوزارت مامور) په ملتيا د اګرې ښار پرلورحركت پيل كړ. داچه سهاروختي وو نو پر سړكونو د موټرو ګڼه ګوڼه هم نه وه. له واټونو څخه تېرېدو، د سهار ناشته مو د ماردونال په نړيوال رسټورانټ كې وكړه او له هغه ځايه د تاج محل څنډو ته ورسېدو.
موټر مو په تمځي كې ودراوه او بيا له هغه ځايه په يوه بل كرايي موټر كې سپاره او د تاج محل د دروازې مخې ته كوز شوو. چودري صاحب د ننوتو ټكټونه راواخيستل او له لرګيو څخه جوړه پر هسكه او پلنه دروازه دننه شوو، چې د پخوانۍ زمانې غټ- غټ مېخونه پرې لګېدلي وو او لا تر اوسه پرې پخواني غټ زنځيرونه ځوړند وو. تر تالاشۍ وروسته كلا ته ننوتو. دهماغه ډبرليك له مخى چى دكلا په دننه كى دختيځى دروازى ښى اړخ ته نصب شوى دغه كلا او په كې جوړ د تاج محل ماڼۍ په 1658م كال كې د شاه جهان پاچا له خوا د خپلې معشوقې (ممتاز) په ياد جوړه شوې ده. د دغې ماڼۍ د ودانۍ كار په 1628م كال پيل او په 1658م كال كې پايته رسېدلى. دغه كلا درې سترې دروازې لري او خپله د تاج محل ماڼۍ د څو نورو ماڼيو په منځ كې د جمنا سمندر پر غاړه اباده ده. شا و خوا يې پخواني امنيتي برجونه هسك دي، مخې ته يې د اوبو يو شين حوض او ورته د څېرمې لارې خوا و شا ته شنه چمنونه لا هماغسې تازه دي.
ماڼۍ ته څيرمه لاره په مرمرینو ډبرو فرش ده او داسى ويل كيږي دغه ټولى ډبرى چى دلته كارول شوي ، له افغانستان څخه راوړل شوي دي. له همدى امله يو هندي ځوان مونږ ته ځان رانژدى كړ او وى ويل چى دا ډبرى ستاسو له هيواد څخه د شاجهان پاچا په امر راوړل شوى وى چى دخپلى ماڼۍ ښكلا پرى نوره هم ډيره كړي، په رښتيا چى هم ښايسته مرمرينې ډبرى وى، تر اوسه يي خپل اصلي رنګ او بڼه د لاسه نه وه وركړى او هماغسى نو ى معلوميدي تا به ويل چى همدا نن تراش شوي دي.
د دغې كلا د لومړۍ ماڼۍ د دروازې پر چارچاپېر د قران كريم دا سورت: ”والفجر و ليال عشر“ تر پايه ليكل شوې او په وروستۍ دروازه يې: ”والضحى والليل اذا سجى“ تر پايه ليكل شوې او بيا د تاج محل د ماڼۍ ( هغه ماڼۍ چى په كى شاجهان پاچا دخپلى معشوقى سره يو ځاى په ابدي خوب ویده دي) پر لومړۍ دروازه د ”اذاالشمس كورت“ سورت او دننه يې ”يس والقران“ او نور سورتونه ليكل شوي دي. خو په غالب ګومان چې ټول قران كريم يې په دغه ځاى كې پر دروازه او دننه دېوالونو خطاطي شوى دى.
د لومړۍ ماڼۍ پر دروازه ورننوتو، ډېر نور خلك هم ګرځېدل، د اسلامي تمدن د سرلوړي پېر او شاهكار بېلګې مو وليدلې، په ډبرو كې شويو نقاشيو او انځورونو موږ ګوته پر غاښ كړو. د جمنا سمندر مستو څپو د تاج محل سپينو ګنبدو ته لا ښكلا وركړې وه. د تاج محل دننه د اوسپنيزو جاليوو ترمنځ څنګ پر څنګ د شاه جهان پاچا او د هغه د معشوقې قبرونه وو او له پاسه پرې د مسو يو شمعدان راځړېدلى و. د ماڼۍ په هره خوا كې د اسلامي تمدن د شاهكارونو بېلګې ليدل كېدې. د ماڼۍ دباندې چودري صاحب راغږ كړل:
پام كوه چې پر كومه نجلۍ دې سترګې خوږې نه شي او يا يې پر تا زړه مين نه شي. كه دلته كومې نجلۍ درته وويل چې پر تا مين يم، بيا ورته (نه) ځواب نه شې وركولاى او كه تا كومې نجلۍ ته دا خبره وكړه، نو هغه هم بيا انكار نه شي كولاى.( داځكه چى دغه ځاى دعشق اومينى سنمبول بلل كيږي) له دې سره مې خپل یو ملګري ته ورغږ كړل چې پښې وباسه. په ځان پسې پېټي نه شو تړلاى. هغوى وخندل او ورو ورو د ماڼۍ مخې ته د اوبو له روڼ حوض څخه تېر شوو.
څه شېبه وروسته د تاج محل له تاريخي كلا څخه راووتو.
د سترې دروازې په مخكې دسيلانيانوداسانتيا لپاره يو وړوكى بازار جوړ شوى چى خلك په اسانۍ سره وكولاى شي سوغاتونه واخلي. نومونږ هم څه سوغاتونه د خپلو ملګرو او كورنيو لپاره را ونيول. ما چې ډېر په مينه واخيستل، هغه د تاج محل كوچنۍ د مرمرو له ډبرو جوړې شوې ماڼۍ وې او په شمار شپږ دانې مى واخيستې. هټیوال په يوه لرګين صندوق كې راته وتړلی ، ملګرو می هم ورته شيان راونيول او بيا بېرته له هغه ځايه د ډهلي پر لوري راوخوځېدو.
د غرمې ډوډۍ مو د لارې پر سر په يوه هوټل كې وخوړه او بيا مو حركت وكړ. مازيګر ناوخته د ډهلي په ښار ورننوتو او د (ګيتي ماڼۍ) مخې ته چی زمونږ هستوګنځی وو،له موټر څخه كوز شو.

دهيواد پر لور:
شپه موتيره كړه او سهار وختي مو خپلې غوټې او لاسي بكسونه په موټر كې واچول او د هوايي ډګر پر لوري وخوځېدو.
څو شېبې وروسته په داسې حال كې چې موټر د ډهلي له سړكونو په تېزۍ سره تېرېده او هسكې ودانۍ مو شاته پرېښودې هوايي ډګر ته ورسېدو.
دا د اندراګاندي نړيوال هوايي ډګر دى. په عصري وسايلو سمبال او زموږ الوتنه هم له همدغه ځايه وه. د قانوني اجراآتو له سرته رسولو وروسته ترمينال ته ورننوتو..
د اريانا افغان هوايي شركت په تمه ډېر نور افغانان هم ناست وو، خو چې كله د الوتنې وخت راورسېدو او موږ ته اجازه راكړل شوه چې په نقلي بسونو كې تر الوتكې لاړ شو، نو له دروازې څخه د وتو پرمهال ناڅاپه وارخطا او بې حوصلې هېوادوالو ټېل وهل پيل كړل. سره له دې چې، كه وروسته تللي وي، يا مخكې، څوكۍ پر خپلو شمیرو وركول كېدې، خو زه نه پوهېږم چې زموږ هېوادوال ولې دا وړ عادت لري.
په هر صورت، الوتكې ته وختو، پر خپلو څوكيو كښېناستو او شېبه وروسته الوتكه والوته، ما هم د وروستي ځل لپاره د هند له خاورې څخه ګامونه اوچت كړي وو او د لاس په خوځولو سره مې ورسره مخه ښه كوله. اوس نو الوتكه ډېره جګه وه، خو ما د هند له خاورې څخه څو څيزه واخيستل: د خلكو چلند، غوره اخلاق، له افغانانو سره بې كچه مينه، تاج محل او يو بل ته درناوى، هغه څه وو، چې هيله لرم ټول افغان پلاوي به له ځان سره راوړي وي.
ما ته هغه صحنه راپه زړه كېده چې يوه ورځ مونږ په ډهلي ښار كې روان وو، زموږ موټر په سهوې سره يوه بايسكل والا ته معمولي ديكه وركړه او هغه وغورځېد، ما فكر كاوه چې اوس به جګړه پيل شي، ځكه ما د خپل هېواد د ښار له موټرو او بايسكل چلوونكو سره پرتله كول، خو نه، زما فكر هغه مهال ناسم وخوت، چې بايسكل چلوونكي غلى خپل بايسكل رااوچت كړ او زموږ موټروان ته يې د (پروا نه كوي) الفاظ له خولې راوايستل او موټروان ورته (وبخښه وروره!) خبره وكړه او روان شو. زه بېخي حيران شوم، چې دا څه وړ خلك دي، دا زغم او حوصله خو خدايږو تر اوسه ما په چا كې نه وه ليدلې.
زموږ موټروان او بايسكل چلوونكى خو په دا وړ پېښو كې چې په ډېره لږه خبره هم بسنه وكړي، هغه خو بيا د مور، خور او پلار كنځلې وي او له دې لږ ورهاخوا يې د سوكانو او وهلو جګړه او لږه پرمختللې يې بيا د ټوپك په ميلو يو بل ته ځوابي جګړه وي. ما پر دغه مهال خپل ملګري: ته ورغږ كړل چې كاشكې زموږ هېوادوال وار په وار دلته راشي او د دغه ځاى له خلكو څخه يوڅه عادتونه او خويونه زده كړي، څومره به ښه وي. هغه هم د هو سر وخوځاوه. زه لا په دې سوچونو كې وم، چې الوتكه د كابل پر هوايي ډګر وركښته شوه او شېبه وروسته له الوتكې كوز شوو.
دکابل په هوايي ډګر كى :
اوس نو موږ ډېر خوښ ښكارېدو، د كابل يخ شمال ز مونږ پر مخونو ولګېد، د ننوتو فورمې مو له يوه تن څخه ترلاسه كړې، په يوه كونج كې زه او بل ملګری می د هغې په ډكولو بوخت وو، چې يو ناڅاپه مو يو وحشتناك غږ واورېد: ”شما چشم دارېد يا نى، اى جاى ايستاده شدن است؟“. او له دې سره موظف تن سم له لاسه هغې بلې خوا ته ديكه كړو، چې ما د څه ويلو خوله راجوړوله، وياړ راته وويل: مخكې لاړ شه او زه هم پوه شوم چې دا د ډهلي هوايي ډګر نه دى، دا زموږ د هېواد هوايي ډګر دى، هلته خو مامورين لكه د يوه رښتيني خادم په توګه په مينه لارښوونه كوي، خو دلته..........
تر دخولي او نورو اجراآتو وروسته د تالاشۍ ځاى ته ورسېدو. زما په لاس كې د تاج محل د ماڼيو واړه ډبرين انځورونه په يوه لرګي صندوق كې بند و، خو د تالاشۍ اخيستونكي راته صندوق په ډېره بې نزاكتۍ سره مات او لاسونه يې په ډېره بې احتياطۍ په صندوق كې ووهل. زما بل لاسي بكس چې لږ مات شوى و، نور يې هم له كاره وايست.
دواړه بكسونه يې راټېل وهل، يو بكس خو مې بيا نه تړل كېده او د ماڼيو په لرګين صندوق كې د درېيو تاج محلو انځورونو ګنبدې يي راماتى كړى وى، خو په دې مې هم شكر وايست او په چابكۍ د ډګر له ترمينال څخه ووتم.

 
بېرته شاته