لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
په مرميو سورۍ او په وينو سره روژه
لیکوال: سيد شاه سقيم   نېټه: 25.08.2009   خپرونکئ:   خلیل  

090824111903_hashimzada

هشمزاده جانانه ! څومره تلوار درڅخه وشو  ؟
تا خو هيڅ كله هم له دومره بېړې څخه كار نه اخيست .
ايله تر دغه اختره پورې خو به دي لا په خپل درانه غم باندې نه ژړولم .
ايا له تا څخه د ورېندارې هغه غوښتنه  هم هېره شوه چې (( لاړ شه پېښور ته كميس تور ماته راوړه . ))
جانانه ! دومره تلوار ؟؟؟
تر اوسه پورې خو لا ستاسو  په دروازه كې پاشلې هغه اوبه هم وچې شوې نه دي چې سپين سرې موركۍ درپسې د خداى په اماني په وخت وپاشلې .
جانانه  ! هغه پښتنې سترګې دي سترګو ته نه درېدې چې ستا د خداى په امانۍ په وخت له اوښكو ډكې وې ؟
جانانه ! ولې دي د څو تنو د خوشحالولو په خاطر هغه پښتنې سترګې د تل د پاره له اوښكو ډكې پرېښودې .
ګوره ! ګرانه ! تاته نه وه مالومه چې دغه خلك زما او ستا د ژوند هيڅ پروا نه لري ؟
ظالمان به راباندې زړونه يخ كړي ، ملګري به  را باندې په چيغو ـ چيغو وژاړي خو دوى ؟؟؟
دوى به زما او ستا له شهادت  څخه څو ساعته وروسته يوازې د خپلې وېب پاڼې په سر كې يو عكس او يو راپور وچلوي .
دوى به  په سيمه كې كوم بل مجبور پيدا كړي خو ستا كونډه مېرمن ، بوره مور او وراره خور به تاله كومه كوي ؟؟؟
هغه پښتانه به ستا خالي ځاى په چا ډكوي چې تا يې په ريښتنې توګه  زګيروي  ته د چيغو جامې ور اغوستې . ؟؟
ګوره جانانه ! هغه چا چې تا يې د خوشحالولو په موخه خپله د ګل غوندې ځواني د بلا په خوله كې وركړه ونشواى كولاى چې نن ستا د بورې مور دلاسه وكړي . هغوۍ اوس هم خاندي ، د تېر په څير ورځني كارونه په مخ بيايي ، او د نن ورځې روژه مات ته هم د پروني په څېر هوسېږي . خو ستا په كور كې  نن د روژه ماتي د ډوډې  هره ګوله په اوښكو لنده ده . او ګمان نه كېږي چې په لسګونو روژې وروسته دي هم څوك داسې په خوښۍ روژه مات وكړي څنګه يې چې تېره شپه له تاسره يو ځاى كړى وو . 
جانانه ډېر تلوار دي وكړ .
زه پوهېږم چې ستا لېدو ته د جنت حورو دومره تلوار درلود چې تر اختره پورې خولا څه تر روژه ماتې پورې يې لا هم راسره پرې نښودې .
جانانه ! خداى پاك وايي چې روژه زما د پاره ده او بدله يې هم زه په خپله وركوم .
خو جانانه ته ډېر بختور يې ، ځكه چې تاد هغه خداى دربار ته د هغه خداى د دښمنانو په مرميو سورۍ او په خپلو وينو سره روژه وروړه . او ښه هم پوهېږي چې خداى پاك زما او ستا د مشرانو غوندې زما او ستا له درده ناخبره  نه دى .
جانانه ! تاخو به په خداى وسپارم خو خپل دغه ليوني زړه ته  څه ځواب وركړم چې هېره شېبه ورباندې د سهارنۍ پرخې په څېر ورېږې ؟
نه پوهېږم هغه څنګه د كاڼي زړونه وو چې ستا  پر نازك بدن يې ړندې مرمۍ چلولې . !
په مونږ پښتنو باندې خو د هيڅ چا زړونه ونه سوځېدل . يوازې يوه اثرا راته پاتې ده هغه هم زما او ستا خداى ،
ګرانه باور لرم چې په هغه ګران يو ، هغه مو ناز اخلي . او هغه مو د ځان بولي .
جانانه ! لكه چې  تر اوسه دي لا خداى  ته نه دي ويلي چې زه يې ډېر په بېرحمۍ وژلى يم .
 حتمآ ورته ووايه .
د خپلې بورې موركۍ ، كونډې مېرمنې ، واوري خور او بې وروره ورور د بې وسه چيغو يادونه ورته خامخا وكړه .
هغه به دي خا مخا ناز واخلي .
هغه دي پر دښمن ډېر زورور دى .
روح دي ښاد اوسه .

 
بېرته شاته