لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
له افغان فیلسوف اسد اسمايي سره زماخاطرې
لیکوال: محمدامین بسم   نېټه: 01.08.2009   خپرونکئ:   سمسور  

زه  د زړه  په  مینه اوپه  ډېر درناوي سره له  تاسو هر یوو ښاغليوعلم ګل سحــر، اصف بهانـــد، عبدالغفور لېوال، پروفیسور عبداخالق  رشیـد، د علم اوادب  د خپراوي  ټولنې، دقلـــم  دنړیوالې  ټولنې  له  ټولو غړو او نورو هغو روڼ اندو اوسپېڅلو ملګروڅخه  مننه کوم کوموچې  د ګران  او افغان فیلسوف اسد اسمايي  په  جنازه  او فاتحو کې ګډون کړی دی، دواقعیت  له مخې یې داستاد په اړوندلیکنې کړې  اویادغونډې یې جوړې کړې دي، د دوی لپاره کوم ځانګړی سـوغات  نه لرم  زه هم  دبشریت  په  دې  ویجاړه دښته کې خپل ځان  صرف  یوملنګ ګڼم  خودا یوه  شنه  پاڼه به  د زړه له کومې  په  پورتنیو یارانو ووېشم  هیله ده چې ویې مني :
                                پــــه قلــــــم مو برکت شــــه ×× شان مو لا پسې اوچت شه
                                یو غښـــــتلی  مو  پاللـــی  ×× بس قبـول مو عبــادت  شه
کوم غښتلی ؟
په بدن خوار
په زړه بېمار
په ونه  ټیټ
په همت لوړ
تر کوهسار
هغه خاکسار
هغه ناترس
هغه  بې باک
هغه اسیر
هغه یاغي
هغه هغه
هغه هغه
هغه زمری
هغه استاد
هغه زموږ
 دسترګو تور
هغه اسد اسمايي!
هغه دبشـریت داســمان  ځلانـده ستوری کوم  به  چې دشین اسمان په پرتله  په تورو ورېځوکې لا ځلانــده  پړکېده
هو!
هغه افغان  فیلسوف، هغه  نابغه استاد اسد اسمايي  دریادوم  کوم   چې  پوره ۲۳ درویشت  ورځې  دمخه  له  دې نړۍ څخه د تل لپاره وکوچېد.
نوربه دهغه  په  ځانګړي او زړه راښکونکي غږ  بیا تاسوهیڅکله وانه ورﺉ  چې درته ووايي چې (کـــــوربانه) اویا درته ووايي چې ( ته خو عسکر یې) اویا خو درته  دا ووايي چې (غـوړي  راوړه) اوبلاخره  دیوې  وړې  خو له  مانا څخه ډکې خبرې  په کولوسره  دا ټوله  دنیاګۍ  په  یوه  وړوکې  هګـۍ کې درته  ځای پرځای کړي  داځکه  چې هغه خواوس  پخپله  د خاورې  په  داتنګ  تخرګ ګکي کې ځای پر ځای اود تل لپاره وغځېد، داسې ویده شوچې نور دې ته اړتیا نه لري چې هر ماخستن  دخوب  قوي  درمل  واخلي .
                 بې  درملو ویده  شوی پاڅېدل  یې ناممکین دي ×× دزمان  غشو ویشتلی رغېدل  یې  ناممکین  دي
                 که کېدای  مابه  دا خپل عمر پوره و ور نیم کړای ××دتقدیرچارې دي ګرانه نیمېدل یې ناممکین دي
په هر صورت  را به  شم  دهغې شپې  دخوب لیدو ته  له کومې څخه چې  یوه شپه دمخه  ګران اسمايي له  موږ څخه کوچېدلی و او زه لا خبر نه وم .
درنو خویندو او وروڼو!
زه د جولای په  ۸ اتمه  نېټه  له روغتون څخه را ووتم  کور ته  راغلم شپه  شوه ویده شوم  دشپې په اخېرو شېبو کې مې خوب ولید چې زه داستادکورته  وروسته له  ډېر وخت  څخه ورغلی یم له استاد سره په یو ژور بحث بوخت یم
په دې وخت کې  یو نارینه  دحجرې (سالون) له لارې څخه پاس پوړ ته وغېژي  په لاس کې یې یو تور بکـس نیولی وي وروسته له یو څوشېبوڅخه  راښکته شي اوپه بیړه روان شي  زما پام ور واوړي  په دې وخت کې داستاد اووه کلنه لور ما ته ووایي چې کاکازما مشرې اته کلنې خورایټالیوي  خواړه ( پیزا) راغوښتې وه بیا پیسې  ورسره نه وې  هغه  پېزا یې  بېر ته وېوړه خو ماپه چل کې یوه وړوکې  ګوله ورڅخه  را وشکوله  .
په  دې  وخت کې زه  خپل ځان  ته  په غصه شم چې له ماسره خو پیسې وې دا زه ولې پوه نه شوم نو په پیزا پسې ور خوشی شوم  داسې تېز پسې تلم لکه غشی خو کله کله به  مې  دواړه  پښې شلې شوې لنډه دا چې  ډېر زیات  پسې سرګردان  شوم خو د پیزا والا مې  پیدانه کړاخېر له  ډېره قهره په خوب کې  راویښ شوم .
سهار وختي  وکمپیوترمې  روښان کړ د تاند ویبپاڼه  مې  پرانیسته که ګورم  داستاد اسداسمايي  تصویر مې  تر سترګوشو نو بې له  دې  چي سرلیک یې  ولولم  حجرې  ته  ورغلم  هلته  مې مېرمن  هغه داستاد خبره (کورودانه) ناسته  وه او ورته  ومې وېل  چې ما د شپې استاد په  خوب  ولید  همدا اوس اوس  مې چې کمپیوتر  روښانه کړ د هغه  تصویر پکې  راغی  نو زه ډېر خوښ شوم، مېرمنې ته مې  ووېل  چې استاد به خامخاکوم ځانګړي څه لیکلي وي مېرمنې مې  راته ووېل چي ته  خو یې وګوره چې څه  یې لیکلي دي خیر پېښ کړې  نوله واره مې په زړه کې بل  ډول  درزاشوه په  پوره احتیاط سره  پښه  نیولی ورو ورودکمپیوترمخې ته راغلم  چې ګورم دالاندې ځورونکې، دردونکې او وژونکې کرښې مې  تر سترګو شوې :
افغان فیلسوف اسداسمايی په حق ورسېد
                                                                                                                                                     
                                                                                                        ارواښاد اسمایي   
په خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان نامتو لیکوال استاد اسد اسمایي په فرانسې کې له نړۍ سترګې پټې کړې.
ښاغلی اسمایي نژدې لس کاله مخکې د فرانسې د دولت په بلنه له پاکستانه پاریس ته ولاړ او  دده د علمي شخصیت د درناوي لپاره فرانسوي پوهانو ده ته د نامتو فرانسوي لیکوال ویکتور هوګو کور خوشي کړ چې تر ډیره مرحوم اسمایي هلته اوسیده.
 اسد اسمایي پخوا د کابل په پوهنتون کې د فلسفې درس ورکاوه. د ده یو شمیر فلسفي لیکنې په فرانسوي ژبه خپرې شوې دي او ګڼې مقالې یې په پښتو او دري ژبو په افغانستان کې چاپ شوې دي. په وروستیو دوو کلونو کې استاد اسمایي له فرانسوي ژبې یو شمیر مطالب په پښتو او دري  وژباړل.
استاد اسمایي به نن(پنجشنبې /جولای۹) په فرانسه کې خاورو ته وسپارل شي. ده چهارشنبې سهار وختي دماغي سکته وکړه.
تاند د ښاغلي اسمایي له کورنۍ او افغان لیکوالو سره ځان په غم کې شریک ګڼي. دده مړینه د افغانستان لپاره یوه ضایعه ده.
اروا دې یې ښاده وي.

ګرانو دوستانو!
باور وکړﺉ  چې داسې غرېو ونیوم  چې نږدې مې سا ختلې وه ستونی مې بند شو دکوټې  دروازه مې  بنده کړه چې مېرمن مې ونه ویني بس نو په حال مې یو خدای(ج) خبر و اوبس .
داستاد خاطرات  مې لکه  غشي  له  زړه څخه واته  ننواته  ځان  مې دوینوپه سمندرکې  ډوب احساساوه  د ناستې نه وم په خپل کټ کې بې واکه غزېدلی وم چې یو ناڅاپه یې دخولې هغه خبره  ذهن ته راغله چې وېل  مړي مړیو ته پرېږدﺉ  دژوندیوغم  وخورﺉ  .
بس سم له لاسه مې زړه قوت وموندلمړی تیلیفون مې داستادمېرمنې ته وکړپه  حال مې  ځان  خبر او غمرازي مې ورسره وکړه بیامې خپل نږدې ملګري  پیداکړل هغوی هم خبر وو په ماپسې یې ډېره هڅه کړې وه خو زما تیلیفون په  هغې  اونۍ کې بدل شوی و .
زموږ  د هغو ټولو ملګرو دې کور اباد وي  چې  له المان، هالنډ اوله  ډنمارک  څخه  یې  داستاد جنازې  ته  ځانونه ور ورسول  خو زه  لا د تقدیر په زولنو تړلی  وم،  صحت  مې یاری نه  راسره کوله  خپل  ګران استاداو دهغه  پراخه او بې ګونځو ټنډه مې بیا ونه لیده .
خوبیاهم په دې بریالی شوم چې  دیوې  اونۍ  په  اوږدوکې  د مونشن  په  نوي اسلامي مرکز د(میرویس نیکه) په جماعت کې داستاد  فاتحه واخلم .
دلته لازمه ګڼم چې داستاد فاتحې ته له  ټولو راغلو افغانانو څخه مننه وکړم  په تېره بیا له هغو ملګرو کوم چې له لرې پرتو سیمو څخه راغلي ووالله  دې اجر ورکړي مولوي صدیق الله  فدایي ته دې هم خدای(ج) اجر ورکړي  چې امامت یې وکړ .
اوس به راشم  دګران استاد خاطرو ته :
کوم  څه  چې سحــر صاحب، بهاند صاحب،  لېوال صاحب او رشید صاحب لیکلي  زه  ورسره  پوره  همغږی یم  خو اوس به  زه  پخپله  د ګران استاد اړیکې له  ما سره   در وښیم  چې ما کوم وخت  دلمړي ځل لپاره ولید.
مااستاداسمايي  د۱۳۵۳ کال  داوړي  په سره ګرمي کې دلمړي ځل  لپاره  دزرمت  په ولسوالي (تعمیر)  کې ولید دوهم ځل مې په ۱۳۵۷ کال کې  په داسې حال کې ولیدچې دغويي پوځي بدلون  را مینځ  ته  شوی و نو زموږ ګران  استاد اسمايي  او ورسره نور ملګري  یې له زندان  څخه  راخلاص شول، زه  دزرمت په ولسوالي کې وم چې ګورم یوه  پنځه کسیزه  ډله چې په  مینځ کې یې استاد اسداسمايي و له کومې خواراغله اود زرمت  دولسوال (ظریف) دفتر ته  ورننوته  زه نور پوه نه  شوم  چې  دوی  دڅه لپاره راغلي ووخو دومره  خبر وم  چې  دغه  ټول کسان  د وخت استخباراتو زنداني کړي وو.
په همدې کال کې مو بیا په کابل کې زموږ په کور کې ولیدل بیا نو سم سره معرفي شوو په ۱۳۵۸ کال کې کله چې  په  زرمت کې  تپل شوې  جګړې زور واخیست نو د استاد کورنۍ( مور اوپلار ) هم کابل ته را وکوچېدل  داستاد پلار چې غلام دستګیر خان نومېده او موږ ټولو به ورته  لالا وېل  له موږ سره نه تنها چې اشنا شو بلکې دټوکو او ټکالــو ملګری مو هم  شو هغه خو د نابغه استاد  پلار وڅه  ساده سړی  خو نه  و  په  ډېر څه  پوهېده  هغه به  پخپـله ساده کلیواله  لحجه   داسې پخه  خبره  وکړه  چې  څوک یې په ډېروکتابونو کې هم نه شي پیدا کولای لنډه  دا چې ډېر ټوکي او ښه  سړی وزه به  یې  ډېرنازولم  راته وېل  به  یې چې امین ګله  پوځي یونوفورم  خو دانورهم  اغوندي  خوله  تاسره  ښه ښکاري  ته  ښه زلمی یې  راځه  که  نه  چې  واده  در ته وکړو.
لالا زه ډېرډېر هڅولم  چې واده  وکړم  داکیسه  ډېره  خندوونکې هم  ده خولازمه  نه  ده  چې ویې لیکم ځکه  چې  نن سبا زماخوله  خندا ته نه جوړیږي لنډه داچې ما دلالا وړاندیز ځکه  ونه  مانه  چې هغه وخت ما ته د واده کولو نه و.
لالا د خدای (ج) وبخښي هغه  هم  اوس  په  دې  نړۍ کې نشته  هغه  ډېر زړه سوانداوهوښیار سړی و بهاندصاحب رښتیالیکلي چې استاد  او لالا په  خپلو کې سخته  ملګرتیا هم  سره لرله  په زړه  پورې  ټوکې  به یې سره کولې دا به  هم  تاسو ته  ولیکم  چې لالا دوه  مېرمنې لرلې  مشرې مېرمنې  یې  استاد اسمايي اوجلیل  نړۍ  ته  راوړي  دي   او له دوهمې مېرمنې څخه  څلور زامن او درۍ لوڼه لري  .
له استاد سره  زه  ډېرې  خاطرې لرم  هغه به چې زموږ کور ته  راغی  هم به  یې مجلس کاوه او هم  به  یې  په لاس کې کتاب  نیولی و یوه ورځ  یې  سر کښته  پورته کاوه ما وېل استا‌ذه  دا څه  ډول کتاب  لولې  لکه  قاري  چې  ور سره یوځای سر ښکته او پور ته کوې ویې خندل  وېل (کوربانه) داکتاب  چندان کتاب نه  دی  خو یوچاله ماڅخه  هیله کړې  ده چې خپل نظر پرې ورکړم  ځکه یې باید ولولم .
ما ورته ووېل چی  نوسم خو یې لوله که نه کتاب  څوک په  دې  ډول لولي؟ 
سړی  چې کتاب لولي نولیکه  په لیکه  یې تعقیبوي  ته  یې ولې داسې نه لولې هسې له  پاسه  په ځوړ ور روان  یې
وېل  ته  خو(عسکر یې) خودرته  ومې وېل چې داکتاب  چندان کتاب نه  دی زه یې هسې دچینایانو په طریقه لولم  مانا له  پاسه  څخه  په کښته  خوا ورځم  که ګټور څه  مې تر سترګو شول  خو له  بده مرغه چې هیڅ  هم  پکې نشته .
نوما ته  مالومه  شوه  چې استاد څومره ځیرک اومهربان سړی  دی  چې نه خو د کوم چا هیله په ځمکه غورځوي او نه خو په عادي شیانو ډېر وخت  ضایع کوي .
را به  شم  وروستیو خاطرو ته، ما په خپل  ژوند کې د وروستي ځل لپاره نابغه استاد دکلن  په  ښــــار کې  زموږ  د ستر خوشال خان  د۴ څلورمې پېړۍ  دنمانځلوپه  جشن  کې  په ۲۰۰۱کال کې وروسته له ۱۳دیارلسو کلونو څخه ولید ډېرزیات ورته خوښ  شوم او تر ډېره یې په غېږ کې ټینګ  نیولی وم  ستر ګې موهم  یو څه  را ډکې  شوې خو بیا مو په  ټوکو پیل وکړ ما ته وایي چې ( عسکره ) ما خوته په اسمانو غوښتې خوخدای په  ځمکه راکړې  ماوېل  استاذه امر کوه ؟
بس نوپه  ډېر کم وخت کې یې  ډېرې مهمې خبرې  راته وکړې  ټوکې یې هم  ډېرې  وکړې دلته بایدزیاته کړم چې ما له استاد سره ځانګړې  ټوکې لرلې کله به مې چې  ښه پخه ټوکه ذهن  ته  راغله نو به  مې استاد ته ووېل چې دا ځل خو دې ښه پسې اخلم خو دا ټوکه نه درباندې کوم هغه به مجبورولم  چې  حتمأ یې وکړه خپل استعداد به  نه وژنې  زه خوښېږم  ټوکې خو داسې یو په  زړه  پورې  هنر دی  چې هرڅوک یې نه لري ، نود کلن  په ښارکې مې  دومره  ډېر وخنداوه  چې حتی  دلوېدوحالت  پرې  راغی  نوما ته  وايي چې اوس خومې در نیسه  له خندا څخه  لوېږم  دا ته به  اخېرکله سم سړی  شې،لوېدیځ  ته  را ورسېدې خو لا سم نه  شوې  .
ما وېل دا هم ستاسو له لاسه  په دې وخت کې یو څوک پسې راغی ورته ویې وېل چې اسمایي صاحب  زریاب  مو غواړي ، زریاب  او نوره   ډله یې  چې له استاد سره یو ځای له  فرانسې  څخه  راغلې وه، استاد یې  په  یو چل سره له  موږ  څخه  بېل کړموږ  فکر کاوه چې څو شېبې وروسته  به  راشي خو دلمړۍ  ورځې دمجلس تر ختمه پورې یې پته ونه لګېده .
زه او زما نور ملګري ور پسې  دا خوا اخوا ډېر وګرزېدو خو استاد پېریانو راڅخه  وړی  و د شپې  یوولــس  بجې کېدونکې شوې  په  دې  وخت کې زما د تحصیل د دورې ملګری  رحیم الله  کنړی  راته  نېغ  ولاړ و چې  ته  به له ما سره  شپه کوې ماورته ووېل چې ما له ملګري دوست  محمدسره وعده کړې ده ملګری انجنیرسیدشاه  هم  دی  نو بیا هغه قانع  شو موږ له کلن څخه  دبوخوم  ښار ته ولاړوڅوچې  رسېدو نیمه شپه شوه خوزموږ ساعت  تېر و خپل دتبې ملګري سره یو ځای شوي وو.
سهار شو سبا ناری او دغرمې ډوډۍ  مودملګري دوست محمد  په کور کې  وخوړه، ماسپښین بیا کلن ته  راغلو
تر څو دسترخوشال دلمانځنې دسیمنار په دوهمه ورځ کې هم ګډون وکړو په دې دوهمه ورځ  دپوهانو او عالمانو
دعلمي مقالو وار وخو بیاهم استاد اسمایي نا وخت راورسېدنا وخت څه چې آن عینکې یې په پردي ځای کې تېر وېرې  شوې وې  دا هم د زریاب  له لاسه  .
په هر صورت رابه  شو داستاد زور ته زموږ استاد چې  په خپل نوبت  سره  د دریځ مخې ته راغی نو خپله مقاله یې  د خطابې  پرمېز تړلې پرېښوده  داځکه چې بې عینکو یې لوستله  نه  شوه  نو له واره یې  په  تقریر پیل  وکړ داسې خبرې یې دستر خوشال  د ژوند په  ځانګړو برخو او د هغه د علمي هستي  په اړوند وکړې  چې موږ  یې  په چوکیو کې وزنګولوهرې خبرې یې په زړه منګولې لګولې استادموږ له  خپلو عالمانه  نظریاتو څخه  برخمن کړو وینا یې ختمه او بیا یو بل  چا ته  وار ورسېد دسیمنار له ختمېدو څخه  لږ دمخه زه ورڅخه  را رخصت  شوم ځکه چې زه له ډېرې لرې سیمې څخه ورغلی وم   له استاد څخه مې  پته  واخیسته  دی  ډېر شله و چې فرانسې ته  ورسره ولاړ شم  خو له بده مرغه ما نه  شوای کولای  چې ورسره  ولاړ شم  دی هم  دلارې له ملګرو څخه نه  شوای  را بېلېدای چې له ما سره راغلی وای   بیا یې  زما پته  او د تیلیفون  شمېره  را څخه واخیسته  نوبیا به مو تل  تیلیفوني اړیکه لرله ،  په ګانټو ګانټو به  مودتیلیفون په ذریعه خبرې کولې بحث به مواکثرأ د خوشال خان او غني خان  په اشعارو کاوه  خو دبحث په مینځ کې به یې دحافظ شېرازي  یو نیم  شعر هم  راګډ کړ دمولانا او سعدي اشعار یې هم په ذهن کې وو  او په  ډېرو حساسو مواردو کې به  یې  په  ژبه ګرزول  استاد ډېره قوي حافظه لرله  .
په ۲۰۰۵ کال کې  چې وطن  ته  تلم  نو مې  مشوره  ورسره  وکړه  وېل  تر کومه  ځایه  پورې ځې؟
ما وېل تر خپل کلي اوتر بل هرځایه چې مې وس وشي  وېل نوته ډاډه یې چې  حالات  مطمین دي؟
ما وېل هو وېل  نو څه به وکړې؟
ماوېل مور اوپلار،کورنۍ ، خپل او خپلوان به مې وګورم، په کلیو اوبانډو کې به  دنږدې  دریو لسیزو فاتحو ته ورشم  وروراو د تره زوي  ته به ودونه  راوړم، او دا کارونه چې ختم شول نوبیابه  په لویه  پکتیا کې  له فرهنګیانو سره وګورم  له  واره یې  وخندل  وېل شعر جنګي ورسره کوې؟
ماوېل غواړم چې په لویه پکتیا کې دنښتر په نوم یوه کالنۍ مشاعره دود کړم کټ کټ یې وخندل  وېل بلا یې بلا دازموږ بې شمېرو پکتیاوالو چې لوړ دولتي پوستونه لرل او  آن تر وزارتونو پورې رسېدلي وو دې مسلې ته پام نه کاوه  خو ته په  یوازیتوب  لګیا یې، باور نه کوم  چې په دې ګډوډي کې به  دا نیم کارونه هم ترسره کړې  ماوېل  بیابه یې وګورې وېل هسې ټوپونه مه وهه زرمت  ته مه  ځه له خپلوانو سره یا په کابل او یا په ګردېز کې وګوره ما وېل نه استاذه که بیا را نه  غلم نو دعا راپسې کوه لږه  شېبه خوغلی وبیایې و خندل او زیاته یې کړه  چې دا دومره کارونه به  په  څو ورځو کې  وکړې؟
ماوېل  په  دریو اونیو کې له  خیره سره .
وېل کرار کښېنه  زرمت  ته  چې  ولاړ نه شې خوکه  بیا هم  ډېر نه  درېږې نو په ګردېز کې هم له  خپلوانو سره وګوره او هم  د نښــتر غم وخوره  دا ښه تاریخي کار دی بری  درته  غواړم  ورځه ولاړ شه  په  مخه  دې  ښه .
زه خپل کلی ته وروسته له شپږویشتنیمو کلونو څخه  ولاړم له خپل کلی رانیولې بیا داستاد تر کلي کتحېخېلو،
دولزو، مکاوې ، دزرمت ولسوالي(تعمیر) مینځو، سیدکلا، ستوګنې ، مموزو، د روحاني بابااوچهلګزي بابا تر زیارتو، په ټولوسهاکوکې کلي په کلي ، شولګډ،لېوانو، موساوالو، شېخانو ، علي جانخېلو او حیبت خېلو کې بې وسلې، او بې له کومې وېرې  څخه وګرزېدم  داځکه چې ما هیڅکله کوم چا ته  زیان  نه  دی  رسولی .
ټول کارونه مې  دخپل ورځنیز پلان له  مخې خلاص کړل  د نښتر د مشاعرې  په  دودولو هم بریالی شوم  المان  ته  راغلم او دا ټولې کیسې  مې له  ګران استاد سره شریکې کړې  اول خو یې نه  منله  خوچې کله  مې زموږ د ودونو د ډهلونو، سانګو او د شپې سازونه په تیلیفون کې ورواورول  اوزما غږ  یې واورېده چې دکلي خلګوته مې دتېرو دېرشو کلونود په زړه پورې  دودونو او د ځوان  اوماشوم  نسل  د راتلوونکې  په  اړوند خبرې کولې  او په  دې  هم بریالی شوم چې په سهاکو کې وروسته  له  ۲۷ اووه ویشتوکلونو څخه  یوځل  بیا دمطرب  ګوتې تر شهبازه پورې ورسوم  چې  په  ړنګو کنډوالوکې  د رباب  ترنګ  پورته کړي، سانګې، ډهلونه اوسازونه  راژوندي کړم نوبیا یې ومنله  ډېر زیات  خوښ هم  شو خو دخبرو په مینځ کې به بیا شک ورته  ودرېد وېل  نه  رښتیا تر زرمت  پوره  تللی وې؟
ماوېل نه  چې نه یې منې نونه  وم  تللی  لنډه دا چې دومره  ډېرسره وغږېدوچې تیلیفون   دبټري دخلاصېدو اشاره  راکړه استاد ته وایم  چې  د تیلیفون بټرۍ  په  ختمېدودي  په خندا شو وېل زما په خبره  خپه شوې که څنګه؟
ماوېل نه استاذه  ساعت  ته دې وګوره چې څو ګانټې مو خبرې سره وکړې  وېل هو پوهېږم هسې  ټوکه درسره کوم نو په همدې خبره مو خدای  په اماني سره وکړه .
اوس  به  یې  یوه  بله کیسه  تاسوته  ولیکم، یوه ورځ یې  ډېرزیات  زحمت ایستلی  و چې  تیلیفوني  اړیکه  راسره ونیسي خوزماتیلیفون  مصروف  و چې تیلیفون  مې کښېښود ګورم  چې د استاد تیلیفون  راغی  ماوېل  امر کوه  استاذه  وېل نه  دا ته له چا سره لګیا وې؟
ماوېل دازادي  رادیو ژورنالست له ماسره مرکه لرله وېل  دشعر په اړوند؟
ما وېل نه  داسامه او دالظواهري دمناسباتود خړپړتیا  او داد نننیو لوبو په  اړوند وېل نو ته  څه  فکر کوې چې دا لوبې به  د یو څو لسیزو لپاره وي؟
ما وېل نه  دا لړۍ به  په  مختلفو  ډولونو دوام  وکړي  وېل  هو  پېړۍ  پېړۍ  به  هم  پسې وغځيږي،  انسانان  به  په ډول  ډول  پلمو یو دبل مرۍ  غوڅۍ کړي  خو داراته  ووایه  چې دا ته به اخېرکله سم سړی  شې؟
ما وېل څنګه استاذه؟
وېل سل ځله مې درته  ووېل چې داسیاست  پرېږده .
ما وېل  چې زه خو یې   پرېږدم  خو هغه  بې ګناه ولسونه  دکلیو او بانډو هغه ګونګیان  مې نه  پرېږدي  کوم  چې  په وینو کې لت  پت  پراته  اوغږ یې  ترچا نه  رسیږي  وېل نو دالوی  ښامار به  ستا خبرو ته غوږ ونیسي؟
ما وېل  وبه ګورو چې څه کیږي  وېل بیا هم درته وایم چې له سیاست څخه لاس واخله دشعر دنیا رنګینه او ګټوره ده  درته  ماوېل نوته مې هم یوه خبره ومنه  وېل کومه خبره؟
ماوېل زه به سیاست  پرېږدم  خوته لږ  داخپل صحت ته پام وکړه وېل زه خوهمداسې ښه یم ته دارسره ومنه ، خبرې  مو ډېرې وکړې  په اخېرکې  یې  راته ووېل چې دازما لیکنه  په منظوم کلام  واړوه ماورته ووېل چې سمه ده را یې کړه وېل له اسمايي ویبپاڼې څخه یې درواخله نوچې هغه لیکنه  مې راواخیسته  ډېره اوږده  وه ما ورته  ووېل چې استاذه دا خو دزرمت له (چرمنې) څخه هم اوږده لیکنه  ده  لږ وخت  راکړه  وېل سمه  ده  هر وخت  چې  وخت  ولرې
دا کار وکړه ما وېل  په سترګواستاذه .
له بده مرغه چې زما دکمپیوتر حافظې ته زیان  ورسېدداستاد د لیکنې  په ګډون زما نور ډېر مهم  اسناد هم پکې وسوځېدل  اوس به یې بیا داسمايي له ویبپاڼې څخه رااخلم هیله  ده چې  په ارشیف کې  یې  پاته وي .
استاد له شعر او موسیقي سره ډېره زیاته مینه لرله  خو هغه اشعار یې  بېخي نه خوښېدل کوم به چې په قوم او ژبه  راڅرخېدل .
استاد ددې نړۍ ناخوالو ډېر سخت ځوراوه  دهغه  نړۍ لید له بل هرچا سره ډېر توپیر درلود سحر صاحب  په ځای لیکي چې ولې مې دهغه دخولې خبرې نه لیکلې  خوزه لا دا هم پسې زیاتوم چې دهغه دخولې هره خبره نه تنها چې باید لیکل شوې وای بلکې  بایدپه  غږیز ډول ثبت  شوې هم وای  خو اوس موږ ته  صرف لاس مروړل  را پاته  دي، څوک خبر و چې استاد به دومره ژر موږ دې تورو شپو ته پرېږدي ؟
استاد د ښاغلي  مجروح   اثار ډېر زیات  خوښول  پخپله  استاد هم  بې  شمېره مقالې اولیکنې لري  خوپه  هر ځای کې  تیتې دي وروستی اثر یې دقدراوقضأ په اړوند تر لاس لاندې و هیله  ده چې خوندي  پاته وي .
استادپه  ژوندکې  ډېرزیات کړېدلی و په زندانوکې یې سختې شکنجې لیدلې وې، په شپو او ورځو به  ماسلانو خوب  ته نه  پرېښود سخت  سخت به یې واهه  ځکه  خو یې  ژور روحي  ټپونه  اخیستې وو، خوب  به  یې  د ګولیو په زورکاوه ځکه مې په پاس شعر کې تاسو ته لیکلي دي .
استاد دې  ژوند او دا د ننني انسان  کړنو  موړ کړی  و ځکه یې  خپل  روغتیا یې حالت  ته پام  نه کاوه  دسـږکال په لمړیو کې زه ورسره سخت جدي شوم  خو هغه به خبره په  خندا خندا کې تېروله  ما ورته ډېر عذر وکړ چې  د خدای  لپاره ته  خو تنها د خپل  ځان او کورنۍ نه یې  ته  خو د ټول  بشریت   هستي  یې  لږ  خو دې  دا د خپل  صحت  خیال ساته  وېل بس ټیک ټک یم  ماوېل نه ټیک یې او نه ټک وېل  چې نه یې منې بیا نو راشه  شعرونه دې هم راوړه ما به هم وګورې چې ټیک ټک یم او که نه ؟
وېل در پسې خپه  شوی هم یم  ما وېل  استاذه! خامخا به درشم  چې وخت پیدا کړم .
عزیزانو!
اوس به یې ښه وګورم اوس به زه وخت څه کوم اوس به ...
 لنډه دا چې، درېغه یو ځلې خو بیا په  دنیا راشي ×× له جهانه په ارمان وتلي خلګ 
په اخېر کې  له ټولو هیوادوالو، قلموالو ملګرو او په ځانګړي  ډول  د علم اوادب  د خپراوي  او د قلــم  د نړیوالې  ټولنې  له غړو څخه جدي  هیله کوم چې دکابل اداره دې ته وهڅوي چې :
۱ ــ  دکابل پوهنتون  داستاد اسد اسمايي  په  نوم  واړوي   .
۲ــ  دهېواد په هر ولایت کې یویو واټ  داستاد په نوم ونوموي  .
۳ــ په زرمت او دلوې پکتیا په نورو سیمو کې داستاد په نوم نوي ښوونځي ودان  کړي  .
یادونــــــــــــــــه :
نابغه  اوفیلسوف  استاد اسد اسمايي  یو زوی لري  چې میلاد نومیږي او همدااوس له  خپلې مورسره په فرانسه کې اوسیږي سږ کال یې له خیره سره دولسم ټولګی سر ته ورساوه  اوس  دفاکولتې  په لټه کې دی، استاد لورانې نه  لري  هسې ما په  خوب لیدلې  وې ،استاد دجلیل  په  نوم  یوسکنی  ورور لري  چې  همدا اوس  د څرخي  پله  په ګلباز کلا کې اوسیږي او بېګا مې ورسره تیلیفوني خبرې هم وکړې له ټولو قلموالو ملګرو څخه ډېر خوشحال و .
هیـــــــــــــــله :
له  ټولو افغانانو څخه  هیله کوم چې داستاد کتبي او سوتي اثار راټول  او په  ډاډمن ځای کې  خوندي کړي  همدا راز دلویې پکتیادفرهنګې ټولنې له بااحساسوملګروڅخه مننه کوم چې داستادداثارو دچاپ وعده یې کړې ده .
له حوصلې څخه مو مننه ، که زحمت نه وي او  وخت  لرﺉ نو دا دلاندینیو لیکوالو ملګرو لیکنې هم ولولﺉ .
   ښاد او اباد اوسﺉ
  له جرمني څخه محمدامین بســـم

 
بېرته شاته