لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
په شعر کې ښځینه احساس
لیکوال: عزت الله شمسزي   نېټه: 21.07.2009   خپرونکئ:   سمسور  

دا یو منل شوی حقیقت دی چې ژبه د افهام او تفهیم یوه مهمه وسیله ده، له دې جملې څخه هنري ژبه او په ځانګړي ډول شعري ژبه بیا دې وسیلې ته داسې ښکلا ورکوي چې تر عادي خبرو ژر د انسان په زړه او ذهن کې ځان ته ځای پیدا کوي، لامل یې دادی چې په هنري ژبه کې موږ یو اړخ ته جدي پاملرنه کوو چې هغه هنري ښکلا پېژندنه ده. په عامه انساني ژبه کې موږ یوازې غواړو معاني نورو ته ولېږدوو، خو په هنري ژبه کې همدغه کار په داسې یوه انداز کوو چې یوه ځانګړې ښکلا ولري او هره موضوع داسې توږل شوې انتقال شي چې له معمولي ژبې سره توپیر ولري. 
دا چې ښځه په انساني ټولنه او بیا په ځانګړې ډول په ژبه او هنر کې څومره ارزښت لري دا یو لوی بحث دی، مګر ددې خبرې یادول دلته اړین دي چې ماشوم خپله ژبه له موره زده کوي، ځکه خو یې په هویت کې مورنۍ ژبه لیکل کېږي، پر همدې بنسټ ښځه د انساني نړۍ یو له مهمو عنصرو څخه شمېرل کېږي، که څه هم په بېلابېلو مذهبونو، مکتبونو او نظریو کې د ښځې په اړه مختلف نظریات وړاندې شوي، خو  دې ټولو مفکورو او نظریو د ښځې پر ارزښتناکه رول دومره اغېزه نه ده کړې، ښایي د تاریخ په اوږدو کې د ښځې پر وړاندې ډېرو انساني فجایعو او نا برابریو دنګلي وي، مګر ښځو په خپل همت دا ثابته کړې چې ښځه انساني ټولنې ته تل د عاطفې، مینې او سوکالۍ پیغام راوړی دی. پر همدې بنسټ په ډاډ سره ویلای شو چې که د ژوند په هره برخه کې د ښځې ونډه نه وي، نو ژوند به بې خونده او پیکه وي.
د ژوند د نورو اړخونو په څېر په شعر کې هم د ښځو ونډه ډېره ګټوره ده، که د نړۍ په هره ژبه کې  شاعرانې خپل احساسات وغږوي، خپل چاپیریال او ان نړۍ  له خپل لیدلوري نه وګوري نو  په ادب کې به یې ونډه تر نارینه و کمه نه وي.
را به شو په تېرو څو لسیزو کې د ښځو شعري هڅو ته. په پښتو شعر كې د ښځينه احساساتو او عواطفو څرګندونه هغه مساله ده، چې ډېرۍ ښځو شاعرانو ورته ډېره توجه نه ده كړې، ډېرى ادبپوهان په دې نظر دي، چې تر ډېره بريده د هغه علت په ټولنه كې د مسلطو دودونو او دستورونو موجوديت دى، له همدې امله  ډېری ښځينه شاعرانو تل هڅه كړې، چې د خپلې ټولنې دستورونو ته د درناوي پخاطر، پخپلو شعرونو كې د خپلو احساساتو له څرګندولو ډډه وكړې. دپښتو په معاصره دوره کې موږ د ښځینه او نارینه شاعرانو ډېرې نمونې لرو، چې په محتوا کې یې ډېر کم توپیر لیدل کېږي، ډېری داسې شاعرانې شته که چېرې یې له شعر نه نوم لرې شي نو فکر کېږي دیوه نارینه شعر دی، ځکه ددوی خپل احساسات، غوښتنې او تجربې په کې د نارینه په ژبه بیان شوي او یا ښځینه پاک احساسات د رواجي شعر د تعبیرونو او تصورونو په لفافه کې داسې نغاړل شوي چې د پښتنې ښځې اصلي څېره له موږ څخه پټوي. ددې پر ځای  چې دوی د ښځينه شاعرانو  په توګه خپلې تجربې، د زړونو درد، اعتراضونه او انتقادونه په شعر کې بیان کړي،  دښځې داسې مصنوعي او کلیشه یي تصویر لوستونکي ته وړاندې کوي چې ته به وایې په ژوند کې یې هېڅ کړاو نه دی لیدلی او یا یې په ټولنیزو کارونو کې هېڅ برخه نه ده اخیستی.
د  پښتو ادب په لمنه کې د تېرو شلو کلونو ښځینه هنري نمونې په ځانګړي ډول شعرونه او نثرونه که وګورو نو  ډېری اثار داسې  دي  چې د پسرلي، ګل او بلبل نه پرته په کې بل څه نه لیدل کېږي، ښایي لامل به یې دا وي چې زموږ لیکوالې او شاعرانې د بدنامۍ او بدګمانۍ نه ویرېدلي وي، ځکه د عوامو په فرهنګ کې که ښځه خپل احساسات بیانوي نو باید اواز یې زیندۍ شي.  خو  ځینې داسې بېلګې هم شته چې ښځینه اواز په کې له ورایه اورېدل کېږي. دغه بغاوت که څه هم په پښتني ټولنه کې د سر له خطر نه خالي نه ده، مګر ځینو با احساساسه پښتني لیکوالو او شاعرانو د نثر او  شعر په ژبه  هڅه کړې چې خپل اواز پورته کړي.
د تېرو کلونو بېلګې را ښيي چې د نثر تله پر شعر درنه وه،  د بېلګې په توګه په نثر کې  زیتون بانو، صفیه حلیم، عارف عمر لور  او ځینو نورو  ښځینه احساسات او غوښتنې په ډېره ښکلې بڼه بیان کړي، خو په شعر کې ما په خپله له حسینه ګل تنها، پروین فیض زاده ملال، سلمی شاهین، حنیفه زاهد او صفیې صدیقي  له شعرونو نه پرته د بل چا داسې نمونې نه وې لیدلې چې ښځينه ژبه دې ولري او د ښځینه قشر استازیتوب دې وکړای شي. له نېکه مرغه په دې وروستیو کې ښاغلي شرر ساپي د ښځينه شاعرانو حمیده پکتیانۍ، بلینډه بدرۍ، مینه منګل او شکریه مرهوني له یو څو ښکلیو شعري بېلګو سره اشنا کړم، که څه هم دا یو څو بېلګې وې خو زما د قضاوت په تله کې په تول پوره وختلې.
د سعید غښتلي په نامه یو بل تن چې ښایي د چا مستعار نوم وي، ځکه ما تر اوسه په دې نامه د چا کومه ادبی لیکنه نه وه لوستې او نه مې هم په ادبي غونډو او بنډارونو کې څوک لیدلي، د افغان مېرمنو په ویبپاڼه کې په خپله یوه خپره شوې لیکنه کې د بلینډې بدرۍ پر شعرونو شک کړی و، چې ښايي د نارینه و له خوا لیکل شوي وي خو هڅه شوې چې ښځینه احساسات په کې بیان شي. زما په نظر په اوس وخت کې به څوک دې ته اړتیا ونه لري چې د ښځینه و په نامه شعرونه ولیکي او بیا دومره خواږه او په زړه پورې شعرونه، ځکه تر کومه ځایه چې زه پوهېږم نارینه هم په ځان غوښتنه، شهرت غوښتنه او ځان مطرح کولو کې تر چا کم نه دي، که څوک دومره ښه شعر لیکلی شي ضرور نه ده چې د ښځو په نامه دې خپل شعرونه چاپ کړي، دا په دې چې په ډېرو نارینه و کې د یادو شویو ښځینه شاعرانو د شعرونو سیال نه شته، هغه نارینه چې ښه شاعران دي تل په دې هڅه کې وي چې پخوانی ریکارډ یې خراب نه شي، زه باور نه شم کولای که هغوی دې خپل قیمتي وخت په دې ولګوي چې د نورو په نامه شعرونه ولیکي، هو! ښايي دا کار پخوا شوی وي، ځکه ما په خپله هم اورېدلي چې ډېری لنډۍ چې ښځینه احساسات لېږدوي د نارینه و له خوا لیکل شوي او اوس هم لیکل کېږي، همدا راز ځینې کلیشه یي شاعران هم شته چې هنرمندانو ته بازاري شعرونه لیکي او د [ شونډې مې سرې دي او وربل مې تور دی] په  تکراري خبرو یې ستونی ستړی کوي مګر هغوی بیا خپل شعرونه په کتابونو، ویببلاګونو او ویبسایټونو کې نه چاپوي.
په هر  صورت دغسې شکونه او تردیدونو یوازې زموږ په ټولنه کې دود نه دی، په ځینو پرمختللو هېوادونو کې پر ډېرو مشهورو شاعرانو داسې شکونه شوي، خو بیا وروسته هغوی خپل ځان او ځایګی په ادبي بهیر کې ثابت کړی، د بېلګې په توګه په ایران کې کله چې پروین اعتصامي ۱۶ کلنه وه نو خپل ابتدایي شعرونه یې د هغه مهال ځینو مجلو او ورځپاڼو ته لېږلي وو، د شعرونو له نشر سره سم ددې شاعرې د جنسیت په اړه شایعات مطرح شوي وو، د محمدقزویني، صورتګر، سعید نفیسی په نامه کره کتونکو پرې همداسې شکمنې لیکنې وکړې،  کله چې ملک الشعرای بهار یې پر لومړنۍ ټولګې سریزه ولیکله نو د ډېرو کره کتونکو چیغه یې پورته کړه چې ولې یې په نا اشنا  او نا پیژانده شاعرې  لیکنه کړې او دیوه متصوف شاعر شعرونه یې ورته منسوب کړي دي. ځینو نورو به ویل چې شعرونه یې له نورو کاپي کړي یوه برخه یې د دهخدا شاعري نه اخیستل شوې او بله یې د مشهورو صوفیانو رونق علي او فضل الله ګرګاني د شعرونو نه د چا خبره کټ او پسټ شوي دي. هغه مهال د ځینو منتقدینو نظر دا و چې د پروین اعتصامي شعرونه په خپله د شعر د ویونکي پر نارینه توب دلالت کوي ځکه شاعره په خپلو شعرونو کې په دې نه ده توانېدلې چې خپل جنسي هویت خلکو ته په اثبات ورسوي. د ایران مشهورې شاعرې فرخ تمیمي په تنده لهجه لیکلي و چې د پروین شعرونه د موروالي او یا ښځینه توب یو حس هم لوستونکي ته نه لېږدوي. یوازې نصیحتونه، پندونه په کې دي چې د نارینه سالارۍ ځانګړنې دي، له پروین نه چې څومره دیوې ښځې انتظار کېږي هغسې نه ده ځکه لکه د انسان په اړه بېلابېلې مفکورې وړاندې کوي، اخلاقي او اجتماعي مسایلو ته یې خپل فکر او قلم وقف کړی دی او نور...
ددغو ټولو ادعاو په ځواب کې پروین یوه څلورېزه ولیکله چې:

    از غبار فکر باطل، پاک بايد داشت دل
    تا بداند ديو کاين آ ئينه جاي گرد نيست
    مرد پنداريد پروين را چو برخي ز اهل فضل
    اين معما گفته نيکوتر که پروين مرد نيست
پروین په دې شعر کې خپلو مخالفینو ته وویل چې د باطل فکر له ګردونو باید زړه پاک وساتو، تر څو باطل فکر (دیو) په دې پوی شي چې هنداره د ګردونو ځای نه دی. پروین ته به ځینې خلک نارینه وایي او ځینې به یې د اهل فضل برخه ګڼي، خو دا معما به تاسې ته روښانه شي چې پروین نارینه نه دی.
په رښتیا هم همداسې وشول کلونه وروسته پروین اعتصامي په ایران کې د ډېرو خلکو زړونو ته لاره پیدا کړه.
له بده مرغه زموږ په ټولنه کې هم همداسې موضعګیرۍ له پخوا راهیسې شته، که چا کوښښ کړی چې په خپلو شعرونو کې ټولنیز فکرونه او اجتماعي مسایل له ښځینه لیدلوري نه ونه ګوري نو فکر کېږي چې یا خو د نارینه شعر دی او یا کوم بل نارینه ورته لیکلي، که چېرې د دودیزې ټولنې پر خلاف یوه عاشقه او سرکشه ښځه تصویر کړي نو په اخلاقي ټولنه کې پرې د تکفیر او تحقیر ټاپې لګېږي. 
زه په خپله که څه هم په شعر کې د ښځېنه او نارینه ترمنځ د پولو درولو پلوی نه یم، ځکه شعر شعر دی پولې نه مني، خو له دې نه هم سترګې نه شو پټولای چې ښځه بېل احساس لري او نارینه بېل، ښځینه شاعرانې باید د ښځو نظریاتو او احساساتو ته انعکاس ورکړي.
په تېرو څو لسیزو کې شرایط داسې وو چې یوه ښځینه شاعره باید د نارینه و فکرونه او غوښتنې په خپل شعر کې ولېږدوي، د زمان غوښتنه همداسې وه چې شاعره دې باید د خپلو لطیفو او نازکو افکارو پر ځای یوازې د طبیعت د ښکلاو مداح وي. شاعره دې باید د ټولنې د ظلمونو او ناخوالو تصویر په خپل شعر کې خلکو ونه ښیي او دیوه عدالت غوښتونکي انسان غوندې دې پر نارواو خلکو انتقادونه نه کوي او بالاخره باریکبیني او همدردي چې د ښځو له خاصیتونو څخه دی باید هېر کړي. شرایطو ناچاره کړي وو چې خپله ښځينه لطیفې خبرې دې په سینه کې وساتي  او د نارینه په شان دې خبرې وکړي چې  خبرې یې اغېزناکې پریوځي. هغه مهال به دوی د ټولنې د بدګمانیو او بدنامیو له ویرې داسې تخلصونه ځان ته غوره کول چې ښځینه والی یې محرم وساتي، ځکه هغه مهال د ټولنې غوښتنه همداسې وه، کله چې به مو کوم عاشقانه شعر مخې ته راغی له محتوا نه به یې داسې معلومېده لکه کوم نارینه خپلې معشوقې ته لیکلی وي.
زما په فکر اوس حالت د پخوا په څېر نه دي، ښځېنه شاعرانې باید په دې مسایلو سر ونه خوږوي، څومره چې کولای شي دوی باید په خپله شعري ښځینه ژبه کې د جنسیت توپیر خلکو  ته وښیي، خپلې هیلې او ارزوګانې دې په خپله ژبه ولیکي او په هنري ژبه دې دا قوت ورکړي چې نور یې واوري.  دوی باید داسې ښځینه ژبه وکاروي چې ددوی د دروني احساساتو ښکارندوی وي او ټولنه یې په کې په خپلو سترګو لیدلې او خپل فکر تصویر کړی وي، خپل ځان باید په خپله له سانسور نه خلاص کړي، خپل شتوالی په ټولنه کې ثابت کړي او د نارینه و د حاکمیت په مقابل کې هغو ټولنیزو ستونزو او دردونو ته په ښځينه ژبه انعکاس ورکړي چې زموږ ټولنه له کلونو کلونو ورسره مخ ده.

 
بېرته شاته