لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
د ولسمشرۍ له نوماند سيدجلال کريم (نابغه) سره د نړۍ اونيزې مرکه
لیکوال: فضليار او رغاند   نېټه: 19.07.2009   خپرونکئ:   خلیل  

نړۍ: نابغه صيب! لومړى که ځان د نړۍ اونيزې لوستونکيو ته ور وپېژنئ او بيا ووايئ چې د کومې وړتيا له مخې مو ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړ؟
نابغه:زه سيد جلال کريم يم او انشا الله امېدوار يم چې زه کولاى  شم په افغانستان کې د پوره تغير راوستو سره د افغانستان د خلکو خدمت وکړم.
نړۍ:د کوم ضرورت له مخې کانديدشوئ؟له دې کاره مو موخه څه وه؟
نابغه:اول دا چې دلته يوملي زعامت وجود نه درلود،يانې ريس جمهور د يو مامور په صفت شته نه داسې چې افغانان ترې ګېر چاپېره تاو شي په دې مانا چې دولت په شمال،جنوب او ټولو سيمو کې هم پښتنو،هم تاجکو او هم نورو قومو کې مخالفين لري ،دويم دا چې افغانستان د يو بحراني جنګ په حالت کې دى درېيم دا چې بهرنيان په افغانستان کې موجوديت لري،څلورم دا چې د فقر او تعليم ستونزه ډېره لوړه ده،پينځم دا چې د تعليم سطحه ډېره ټيټه ده،ځوانان مو کار نه لري،همدا علت دى چې ماځان کانديد کړ د دې لپاره چې وکولاى شم په افغانستان کې د ملي وحدت سبب شم.
نړۍ:تاسې په دې برخه کې څه پلانونه او پالېسۍ لرئ او په دې باوري ياست چې دا ټاکنې به وګټئ؟
نابغه:که ټولټاکنې شفافې وي انشاالله د خداى په توکل امېد زيات دى چې دا ټاکنې وګټم ځکه چې زما پام د افغانستان مظلوم ملت ته دى.
نړۍ:يانې تاسې وايئ چې ممکن دا ټاکنې شفافې نه وي؟
نابغه:له همدا اوسه يې په شفافيت کې شک شته.
نړۍ:په کوم دليل؟
نابغه:په دې دليل چې کرزي صيب کمپاين منع کړى په پوهنتونونو کې ،په ښوونځيو کې په جوماتونو کې همدا د نه شفافيت دليل دى چې زه  خپل  غږ ملت ته نه شم رسولاى نو داسې چې وي ټاکنې کله شفافې دي ،شفافيت هغه وخت کېداى شي چې هر څوک خپل غږ پورته کړي او هر څوک وکړاى شي خپل غږ پورته کړي.
نړۍ:تاسو د ټولټاکنو کمېسون سره خپله دا ستونزه شريکه کړې؟
نابغه:بلې خو کوم عکس العمل يې نه دى ښودلى او ريس صيب خپل دليلونه وايي اما مونږ قانع نه يو.
نړۍ: دا د دې کمېسون مشروعيت تر پوښتنې لاندې نه راولي؟
نابغه:داسې ده چې مشروعيت نه ؛يانې زه فکر کوم ريس صيب خپله دا کمېسون تعين کړى د دې لپاره نسبتا شايد دا کمېسون د دولت تر تاثېر لاندې وي.
نړۍ:که د بهرني ملاتړ په اړه وغږيږو څومره باوري ياست چې دا ټاکنې د افغانانو په مټ تر سره کې
ږي؟خلک وايي د افغانستان راتلونکى ولسمشر د امريکا يا کوم بل هېواد لخوا ټاکل کېږي تاسې څه وايئ؟
نابغه:زه خو تر اوسه امريکا ته نه يم تللى نو د دې لپاره به ډېر ه ګرانه وي چې ما امريکا وټاکي.
نړۍ:د نورو کانديدانو په اړه څه وايئ؟
نابغه:انشا الله زما امېد هم دا دى چې د افغانستان مسلمان ملت دا ځل خپله خپل رهبر وټاکي او پرې نه ږدي چې رهبر يې د خارج لخوا وټاکل شي او دا د دوى په هڅو کېداى شي.
نړۍ:له دا ځله مو موخه دا ده چې اوسنى ولسمشر کرزى له بهره ټاکل شوى؟
نابغه:زه نه غواړم چې د تېرو ټولټاکنو په مشروعيت وغږيږم کرزى صيب که هر څنګه ولسمشر شو اوس د افغانستان ولسمشر دى او مونږ غواړو چې بدلون راولو او انشا الله بدلون د شفافو ټاکنو له لارې غواړو.
نړۍ:زياتره هېواد وال په دې اند دي چې ددوى رايې څه ارزښت نه لري او او دې چاره کې د امريکا ملاتړ مهم دى تاسې دا منئ؟
نابغه:نه زه وايم چې د افغان ملت غږ ډېر قيمت لري هر څوک چې خپل غږ ته قيمت ورکړي نو انشا الله مونږاو تاسې په دې ټولټاکنو کې يو تغير راولو ،زه يو ډېر واضح سياست لرم د افغانستان د راتلونکي لپاره زما سياست هم دا دى چې سوله او امنيت افغانستان ته راشي.
نړۍ:له کومې لارې؟
نابغه:غواړم د دولت له مخالفينو سره خبرې وکړم همدا چې ولسمشر شم يو عمومي اوربند اعلان کړم غواړم چې بهرني جېلونه په افغانستان کې وتړم پر افغانانو بمبار او د کورونو تالاشي يې بند کړم او د دولت مخالفينو سره خبرې پيل کړم.
نړۍ:مخالفينو ته راځو،هغوى وايي تر هغې چې بهرنيان له افغانستانه ونه وځي مونږ سوله نه کوو تاسو په دې اړه څه دريځ لرئ؟
نابغه:زه هم غواړم چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي توپېر په وخت کې دى راځئ چې مونږ او تاسې په واقعيتونو وغږيږو،هر افغان ،هر ازاد انسان چې د نړۍ په هر ځاى کې وي دايې نه خوښېږي چې بهرنيان يې په هېواد کې وي زه هم د ټولو افغانانو په څېر دا نه خوښوم خو واقعيت دا دى چې کومه هيله چې زه لرم دا يو خواهش دى ،زه غواړم له حقيقي لارې په تدريجي ډول خارجيان له افغانستانه خارج کړم،زه د افغانستان خلکو ته وعده ورکوم چې انشاالله په دې څلور پينځو کلو کې بهرنيو ځواکونو ته شواهد وړاندې کوم او معاهده ورسره کوم چې خارج شي او مخالفينو سره خبرې انشا الله زما همدا امېد دى چې مونږ وکولاى شو پوره بدلون افغانستان ته په همدې اهدافو راولو  او ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې ولرو.
نړۍ:ځينې خلک وايي په افغانستان کې اوسنى ناورين هم د بهرنيانو لخوا رامنځته شوى،بهرنيانو همدا موقع مساعده کړې چې د طالب او القاعده په نامه يې دا جنګ افغانستان کې پيل کړى او غواړي له دې لارې په افغانستان کې شتون ولري تاسې په دې اړه څه وايئ؟
نابغه:زه شخصا فکر کوم چې په افغانستان کې دېرش کاله کېږي چې زمونږ ملت په يو سياسي بحران کې قرار لري او بېدون له شکه چې د افغانستان په مساله کې د نړۍ دېرش هېوادونه دخېل دي او مونږ کوښښ کړو چې دا راکم کړو.
نړۍ:که د دې هېوادونو نومونه واخلئ؟
نابغه:ټول هغه هېوادونه چې په افغانستان کې سرتېري لري په مستقيم او غيري مستقيم ډول دخيل دي او مونږ کوښښ کوو چې دا دخيلتونه بېخي له منځه يوسو او دا ډول شرايط رامنځته کړو چې نړيواله ټولنه مونږ سره اقتصادي مرسته وکړي،د افغانستان د ملي اردو په تقويه کولو کې له مونږ سره مرسته وکړي د پوليسو په روزنه کې ،دامنيت په برخه کې او مبارزه له تروريزم سره،مبارزه له مخدره موادو سره،امنيت دې مونږ ته پرېږدي دا مونږ خپله کوو او که د بهرنيو ځواکونو موجوديت سره مخالفت د طالب او تروريزم ملاتړ وي نو ماغوندې طالب او تروريزم ټوله دنيا کې نشته.
نړى:هغه څنګه؟
نابغه : زه وايم هر هغه څوک چې د بهرنيو ځواکونو پرضد دى او د دولت پر ضد يې اسلحه اخېستې هغه ته ترورېست نه شم ويلاى هغه ته زه د بهرنيو ځواکونو او دولت مسلح مخالف وايمه زماله نظره ترورېست هغه څوک دى چې هر هغه ډله،هر هغه حزب او هر هغه دولت چې بې ګناه خلک وژني هغه ترورېستي عمل دى.
نړۍ: يو شمېر خلک وايي طالبان د ISI کسان دي،آيا ستاسې په نظر طالبانو د بهرنيو ځواکونو پرضد وسله اخېستې او که د دې خلکو خبره سمه ده؟
نابغه:زه شخصا وايم چې هر هغه څوک چې لاسونه يې د مظلومو په وينو او د بې ګناه خلکو په وينو سره نه وي زه هغوى ته ترورېست نه وايم
نړۍ:د طالبانو په اړه يوه بله خبره کېږي او دا اوسني يو شمېر کانديدان هم وايي چې دوى ځکه له دولت سره وران دي چې اوسني دولت کې قاتلين او ظالمان واکدار دي دا خبره منئ او که ولسمشر شئ په دې اړه به څه دريځ ولرئ؟
نابغه:  افغانستان کې دوه ډوله جرمونه شته يو سياسي جرمونه چې پکې د افغانستان اکثرو خلکو اشتراک لرلو او او همدې سياسي ډلو او بل دولتي جرم او فساد دى چې د مسلح ډلو جرم او فساد چې اختطاف کوي،مرګ کوي او....زه فکر کوم شخصا فکر کوم چې سياسي جرم کې د افغانستان ډېرې طبقې اشتراک لري.
نړۍ:ښه د دې جرمونو د عاملينو پر وړاندې څه کول غواړئ؟
نابغه:سياسي جرم غواړم عفوه کړم خو دا بﻻ جرم نه غواړم چې عفوه کړم يا يې هم پارلمان عفوه کړي زه غواړم دا موضوع لويې جرګې ته وړاندې کړم د ملت مخکې يې کېږدم که ملت يې بښي ودې بښي خو زه وايم هغه خلک چې مسلح ډلې لري،تښتونې کوي،وژنې کوي،خلک تهديدوي هغوى بايد هېڅکله هم ونه بښل شي خو فيصله بيا هم نه کوم ځکه دا حق يوازې زه نه لرم بايد قانون تطبيق کړم د افغانستان اساسي قانون،په افغانستان کې دولت قانون نه حمايه کوي او زه انشاالله شخصا دې ته ډېره توجه کوم چې قانون په ټولو تطبيق شي د هغو مجرمينو پر ضد چې اختطاف کوي کلکه مبارزه کوم او انشاالله دا فساد له افغانستانه لېرې کوم نه يوازې دا فساد بلکې غواړم اداري فساد ،اخلاقي فساد،سياسي فساد او نور ټول فسادونه له منځه يوسم.
نړۍ: د کومې پالېسۍ له مخې؟
نابغه:اداري فساد خو طبعا د رشوت او رشوت خوړلو له لارې وي زه غواړم يوه شفافه اداره ولرم،غواړم پارلمان خپل رول ولوبوي، غواړم وزيرانو سره محاسبه وکړم زه نه غواړم چې خپله يو وزير حمايه کړم،يو وزير بايد ډېر خوشاله وي چې هغه پارلمان وغواړي،استهزا يې کړي او هغه وغواړي محاسبه ورسره وکړي.
نړۍ:دا د ټيټو طبقو مامورين چې رشوت اخلي خلک يې لامل د دوى فقر او د معاش کموالى ګڼي تاسې پکې څه وايئ؟
نابغه:زه په دې اړه قناعت لرم او زه مخکې له دې چې هغوى سره محاسبه پيل کړم اول محاسبه له لوړ پوړو چارواکو سره کوم بغير له هغې يې له دوى هغوى سره هغه وخت پيلوم چې هغوى ته کوپون ورکړم حد اقل ډوډۍ خوړل خو ورته تهيه کړم.
نړۍ:کوپون خو هم د اقتصادي پالېسۍ له مخې ښه دى چې ورکړل شي خو چې دولت دومره اقتصاد ولري چې دا اسانتيا برابره کړي تاسې په داسې حال کې دا خبره کوئ چې افغان دولت دومره امکانات نه لري تاسې دا امکانات له کومه کوئ؟
نابغه:د افغانستان دولت سره شپږ ميليارده ډالره په کال کې مرسته شوې په تېرو پينځو کلونو کې د دومره پيسو له منځه دوه سوه ميلونه ډالره د معلمينو لپاره،د کونډو لپاره د افغانستان معيوبينو لپاره کوپون ته ځانګړي شوي او دوه نيم فيصده کوپون ورکړل شوى چې هېڅ ارزښت نه لري مونږ او تاسې علاوه له دې نه ٨٠٠ ميلونه ډالره فقط د امنيت وزارت په بوديجه کې تقريبا مصرف شوي نو ٢٠٠ميلونه ډالرو د څو ميلونه کسانو د ژوند د بهبود لپاره ماته عادي شى ښکاري زه غواړم د نړيوالې ټولنې دوباره باور خپل پاک او شفاف دولت ته را واړوم او بهرنۍ مرستې،توليدي پروژو،اجتماعي مرستو ته او د تعليم د سطحې لوړولو ته د امنيت په راوستلو کې انشاالله اکمال کړم.
نړۍ:تاسې مخکې کوپون ياد کړ چې په خبره مو له لارې يې فقر له منځه وړئ له کوپون پرته نورې ورته کومې لارې چارې وينئ؟
نابغه:دوهمه لاره دا ده چې زه پرې غواړم فقر سره مبارزه وکړم زه غواړم چې کرنيز بې ګټې پور ورکړم کرنيز پور چې د غنمو تخم او....همداسې نو بېدون د ګټې پور ورکړم زه غواړم چې خاصه توجه خفيفه صنايعو ته،ځوانانو ته او خويندو ته،معيوبينو ته،وکړم دوى پر کار بوخت کړم همداسې د دوى په وسيله خفيفه صنايع تقويه او د سهامي شرکتونو له لارې خفيفه صنايعو ته بازارموندنه وکړم بس له دې لارې غواړم د افغانستان معادن ته انکشاف ورکړم.
نړۍ: يانې ستاسو له خبرو ښکاري چې افغانستان کې داسې امکانات شته او د ښاغلي کرزي اداره ترې ګټه اخېستنه کې پاتې راغلې،د خپلې ناشفافۍ او فساد ککړوالي له امله ناکامه شوې ستاسو موخه همدا وه؟
نابغه:بلې ،سل فيصده دولت شفاف نه ودولت کې يې امکانات و خو کار اهل کار ته ونه سپارل شو،د دوستۍ او ملګرتيا له مخې کار وشو،قوم پرستي پکې وشوه،د شايسته سالارۍ پر ځاى د حامد کرزي ادارې قوم ته ترجيح ورکړه.
نړۍ:قانون دا وايي چې که څوک خپل کار په سمه توګه ترسره نه کړي بايد محاکمه شي او مجازات ورکړل شي تاسو چې ولسمشر کرزى او اداره يې په دومره ناسمو چارو تورن کړل که ولسمشر شئ نو پر وړاندې يې څه کول غواړئ حساب ترې غواړئ ؟محاکمه کوئ يې.او که کومه بله لاره ورته وينئ؟
نابغه:هر څوک چې په يوه دولتي اداره کې کار کوي قانون بايد وجود ولري او هرڅوک خپله محاسبه ورکړي هر څوک چې له خپلې محاسبې تېر شو زه ورسره محاسبې ته ضرورت نه لرم خو هغو چې د افغانستان د ملت يو ډالر پ ناجايزه توګه کارولى وي زه خپله ضرورت نه لرم چې ورسره محاسبه وکړم د افغانستان راتلونکى دولت به ورسره محاسبه وکړي.
نړۍ:که دا ووايئ چې اوس خو کانديدان زښت ډېر دي دا د افغانستان په ګټه بولئ که په تاوان؟
نابغه:زه شخصا ګورم چې دا ستونزه خپله ښاغلي کرزي رامنځته کړې ده.
 نړۍ:په کوم دليل؟
نابغه:په دې دليل چې ١٠٧تقريبا له دې نه هم ډېرو بکسي حزبونو ته يې په افغانستان کې اجازه ورکړې زه په کانديدانو کې عيب نه وينم او نه يې هم ډېروالي کې کوم عيب وينم خو فکر کوم چې که يو لوړ معيار د کانديدانو مخ ته اېښودل شوى واى نو د کانديدانو شمېر به کم وو،د لس زرو نومونو يا لاسليکونو ټولول ډېر لږ څه دي ډېر ناڅېزه شى دى د همدې لامل دى چې مونږ ٤١کانديدان لرو زه خپله د دې غوښتونکى وم چې يو کانديد حد اقل ٢٥٠٠٠زره لاسليکونه  بايد واخلي که مونږ کولاى شو چې دا سطحه مو لوړه بيولې وه حداقل يو کانديد بايد دوه سوه پنځوس زره ملاتړې رايې تر لاسه کړې واى په الجزاير کې چې نفوس يې افغانستان ته کم دى د جمهوري رياست کانديد بايد يو ميلون ملاتړې رايې تر لاسه کړي او بيا کانديد شي.
نړۍ:يانې دا د افغانستان معيارونه ناسم دي؟
نابغه:بلې ناسم دي.
نړۍ:د افغانستان د يو شمېر پولو په اړه څه وايئ لکه ډيورنډ کرښه او داسې نور ملي مسايل په د ې اړه مو دريځ څه دى؟
نابغه:زه د ډيورنډ کرښې په اړه وايم چې دا مساله تقريبا دا څوکاله کېږي چې روانه ده د افغانستان هېڅ ولسمشر يې په يوازې ځان په اړه پريکړه نه شي کولاى او بله دا چې افغانستان اوس په يو بحراني حالت کې دى زه نه غواړم چې يو بل بحران پرې را ډېر کړم خو دا وايم چې د داسې اساسي مسالو په اړه نه بايد ريس جمهور،او پارلمان بلکې لويه جرګه پريکړه وکړي زه ملت ته په مناسب وخت کې مراجعه کوم او هره پريکړه چې ملت وکړه ماته منظوره ده.
نړۍ:  وېل کېږي چې د افغانستان ګاونډيان د افغانستان چارو کې لاسوهنه کوي په دې اړه مو نظر څه دى او که ولسمشر شئ پر وړاندې يې څه سياست غوره کوئ؟
نابغه:زه غواړم لومړى خپلې کورنۍ معاملې پاکې کړم او زه نه غواړم چې خپلې ستونزې فقط پر ګاونډيو وروتپم زه وايم چې مونږ د ګاونډيو مرستو ته اړتيا لرو زه وايم چې مونږ بايد له ګاونډيوسره يوه نرمه پالېسي ولرو،زه هېچاته اجازه نه ورکوم چې د افغانستان له خاورې د ګاونډيو پر ضد کار وکړي.
نړۍ:خلک وايي ځينې کانديدان په ټاکنيزو کمپاينونو کې ډېر لګښت کوي د دوى په اړه څه وايئ او که د خپلو کمپاينونو په اړه ووايئ چې امکانات يې له کومه کوئ او تراوسه مو څومره لګښت کړى؟
نابغه:زه خپله يو تاجر يم او ځينو دوستانو راسره مرسته کړې له خپلو امکاناتو مې هم کار اخېستى او زما کمپاين په ډېرو لږو پيسو مخته ځي زما تر اوسه دا لګښتونه نه دي حساب کړي خو وعده درکوم چې له ټولټاکنو وروسته به په ٨مه يا ٩مه ورځ که زما وېبپاڼه وګورئ زما ټول مصارف به پکې ښودل شوي وي.
نړۍ:د ځينو کانديدانو په اړه وېل کېږي چې مخکې،له مخکې يې ځينو خلکو سره ايتلاف کړى چاته يې  ديوه وزارت،چاته د کوم رياست او چاته د بلې څوکۍ وعده ورکړې ستاسې نظر په دې اړه څه دى؟
نابغه:زه وايم د افغانستان وزارتونه،ښاروالۍ او نورې ټولې څوکۍ بايد د شايسته سالارۍ له لارې ووېشل شي.
نړۍ:تاسې مخکې،تر مخکې کومه کابينه ځانته جوړه کړې؟
نابغه:زه خپله کابينه د افغانستان د خلکو په مخ کې جوړوم او اوس هم مونږ تقريبا پينځه څلوېښت،پنځوس ورځې لرو ټولټاکنو ته او د شايسته سالارۍ په اساس يې جوړوم نه د قوم پرستۍ په اساس.
نړۍ:تاسې د کوم ډول سياسي نظام غوښتونکي ياست؟رياستي؟پارلماني؟رياستي پارلماني؟فډرالي او که کوم بل؟
نابغه:زه اوس همدې اوسني نظام غوندې نظام غواړم.
نړۍ:د هغو په اړه چې غواړي فډرالي نظام رامنځته شي څه وايئ؟
نابغه:زه شخصا په اوسني وخت کې فډرالي نظام افغانستان ته مناسب نه ګڼم په دې چې افغانستان پ امنيتي،اجتماعي او نورو بحرانونو کې راګېر دى  زه غواړم افغانستان يو قوي دولت ولري.
نړۍ:ستاسې نظر د کرزي صيب د هغې وينا په اړه څه دى چې وايي ځينې کانديدان دوه تابعيته لري څه دى؟
نابغه:زه شخصا دوه تابعيته نه لرم،نه مې لرلى.
نړۍ:که د نورو کانديدانو په اړه وغږيږئ؟
نابغه:له نورو کانديدانو خبر نه يم د افغانستان اساسي قانون چې څه ويلي هغه بايد تطبيق شي او احترام يې بايد وشي.
نړۍ:تاسې کوم کانديد خپل اصلي سيال ګڼئ؟
نابغه:زه شخصا حامد کرزى خپل اصلي سيال ګڼم د دې لپاره چې دولتي امکانات ورسره دي،امنيتي امکانات ورسره دي تلوېزوني امکانات او ګڼ نور داسې نو زه وايم شايد کرزى مې اصلي سيال واوسي.
نړۍ:آياتاسې به چا سره ايتلاف وکړئ؟
نابغه:زه له چاسره ايتلاف نه کوم خو که څوک ماسره ايتلاف کوي ښه راغلاست ورته وايم.
نړۍ:په کوم ډول.آيا هغوى سره سياسي معامله کوئ کوم پوست ورته وړانديز کوئ که په کومه بله بڼه؟
نابغه:که څوک غواړي ماته راشي د يو پروګرام په اساس دې راشي نه د سياسي معاملې په ډول د افغانستان د ودانولو د پروګرام په اساس دې راشي زمادروازه ورته خلاصه ده زه تاسو ته او د افغانستان خلکو ته ډاډ درکوم چې دا هسې غيبي اوازې دي چې کرزي او نورو کانديدانو خورې کړي چې ګوندې سيد جلال له کانديدۍ تېر شوى سيد جلال په افغانستان کې   يو بدلون ته چمتو دى نه کرزي ته ورځي نه ډاکټر عبدالله ته او نه کوم بل ته.
نړۍ:تاسې تر اوسه  ته چا د ايتلاف وړانديز کړى؟
نابغه: ټولو کړى.
نړۍ: له چا؟
نابغه: ټولو مخکښو کانديدانو  راته وړانديز کړى.
نړۍ: تاسو ورته څه ويلي او څه موترې غوښتي؟
نابغه: ځينو غوښتي چې مونږ ته راشي ځينو غوښتي چې مونږ ورشو
نړۍ: تاسو پر خپل بري څومره ډاډمن ياست؟
نابغه:زه پوره باور لرم انشا الله چې په افغانستان کې به يو بدلون راځي،زه کوښښ کوم له ځوانانو سپين ږيرو او ښځو غږونه واورم او انشا الله د خپلو خلکو په مرسته به بريالى شم،ځکه هره ورځ په هر ولايت کې له پينځه ،شپږ سوه خلکو سره يم په سړکونو،دوکانونو کې.
نړۍ:که دا ووايئ چې څومره باوري ياست؟
نابعه:زه پوره باورلرم.
نړۍ:احتمالا که بريالي نه شئ نو څه به وکړئ آيا په افغانستان کې به پاتې شئ که بهر ته ځئ او که پاتې شئ نو دولت کې به دنده اخلئ کنه؟
نابغه:که خداى مه کړه زما د ناکامۍ سبب تقلب کاري وي مونږ انشا الله قيام اعلانوو او که خداى مه کړه د ناکامۍ سبب مې دا وي چې کوم بل کانديد ټاکنې وګټي نو انشا الله هر څومره ملاتړ چې هغه راڅخه وغواړي ترې کوم يې خو دولت کې ګډون نه کوم.
نړۍ:د ډېرو افغانانو په اند افغاني کولتور اوس د ځينو پرديو کولتورونو تر اغېز لاندې دى که ولسمشر شئ په دې اړه څه کوئ؟
نابغه:دا يو حقيقت دى او زه د يو ولسمشر په حيث کوښښ کوم چې له اسلامي او افغاني عنعناتو دفاع وکړم.
نړۍ:د دې يرغل لامل څه ګڼئ؟
نابغه:په دې خاطر چې افغان ملت يو خاص خصوصيت لري او اسلامي اساسات لري ځينې خلک غواړي چې زمونږ دا اسلامي اساسات تر تاثير لاندې راولي.
نړۍ:ديموکراسي د افغانستان لپاره څومره مناسب ګڼئ؟
نابغه:هېڅ ستونزه ورسره نه لرو اما مونږ بايد ډېره شفافه ديموکراسي منځته راولو او دا يو سلو اووه جزبونه دا خپله له ديموکراسۍ سره مرسته نه کوي زه غواړم چې د جزبونو د جوړولو سطحه لوړه کړم د دې لپاره چې قوي احزاب ولرو .

 
بېرته شاته