لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
ښه شعر! له « ایزم » نه چې وي
لیکوال: ارواښاد اسحاق ننګیال   نېټه: 09.07.2009   خپرونکئ:   سمسور  

او موږ یوازې دریالېزم په خېټه کې څه لیدلي دي ،چې نوم یې تش پر ژبه راوړو خوله مو پرې څیرېږي؟ آیا شعر، مینه ، ژوند او هنر د همدغه « ریالېزم » په کولمو کې نغښتی را نغښتی دی، چې هره خبره یې د آسماني کتاب حیثیت راته لري او انکار ترې د کفر خواته ځي؟

په دې باور لرو چې هغه شعر او هغه هنر چې د انسان لپاره دانساني ټولنې لپاره او د ژوند لپاره نه وي وقف شوی، هغه شعر،شعر نه دی او هغه هنر، هنر نه دی خو مګر ژوند همدا څښل، خوړل او پاڅېدل دی؟ او که چې له انسان او له انساني ټولنې نه خبرې کوو، آیا موخه مو یوازې او یوازې د ټولنیزو تضادونو او د هغو پر اړوندو مسایلو د اندونو او ذهنونو راسپړل دي ؟راشو ژوند، انسان او انسانۍ ټولنې د هغو پر پراخ مفهوم سره وڅېړو او ژوند ته د ژوند په سترګه قایل شو

موږ عادت کړی، همدا شعر ته. کیسې ته  او ادب او هنر د نورو ډولونو د راهستولو لپاره قلم را اخلو حتما باید وږي او ماړه نسونه،بې عدالتي او ټولنیزي نادودې زموږ د ادبي او هنري هستونو مرکز وټاکي حتما باید په خپلو هستو نو کې د خپل وطن هسک او آسمانڅک غروونه او بهاند سیندونه سره ګز او راګز کړو او د خپلو بهادریو پر لاپو شاپو سر شو.

او که چیرې  هم په تغزلي او لېرېکو شعرونو لاس پورې کوو، نو که چېرې د هغه شعر حتی تخیل او ایماژ هم د علم، پوهې او منطق له عامو اصولو سره ډډه ونه شي لګولی، هغه دی بیا پر « کفر » متهم یو او د پېړیو د راپاتې شویو ادبي سنتونو پر ماتولو هم. هوکې !هنر د ژوند لپاره، او زما په اند هنر د هنر په نامه لپاره کېدای شي وجود و نه لري هرڅه چي د شعر په نوم او د هنر په نامه ایجاد شي او منځ ته راغلي دي همدغه  انسانانو د اند، ذهن، تجربو او حواسو سره په یوه ډول نه په یوه ډول عیني او ذهني اړیکې لري. که نه نو دا شعر او دا هنر څنګه او له کومه ځایه منځ ته راغی؟ او ولې منځ ته راغی؟ و موویل تر اوسه هر شعر او هره هنري پدیده چې د هرکوم ادبي مکتب پر بنسټ منځ ته راغلې د انسان او یا خود شاعر او هنرمند د تجربو،ذهني او حواسو محصول دي شاعر او هنرمند خو پېغمبر نه دی، چې نالیدلي  او نا اورېدلې خبرې له پورته پرې نازلې شي ، نو د دې لپاره چې د هغه ادبي او هنري هستونه د هغه د فکر او اند زېږنده ده، د هغه له خپل ژوند او په مجموع کې د انسان له ژوند سره نېغې اړیکې لري، خو موږ د شعر او هنر له دغو پدیدو سره بې رحمانه وچ او له ځبل نه ډک چلند کوو، یا خو له شعرنه سیاست غواړو، له شعر نه تاریخ غواړو او یا خوه شعر نه دلیل، منطق، برهان او حتی علمي ثبوت غواړو د هرې ادبې او هنري هستونې پر څټ چې د  « ریالېزم » ټاپه وه راته ( همه دې انتخاب ) او که خبره له دې نه ها خوالږ څه پر ذهنیت، احساساتو، ژور تخیل او ژورو سمبولونو او ابهامونو ولاړه وه، بیا نو دغه دی له واقعي ژوند او عینیت څخه لرې شوي یو  او د « ابهامونو » «بې منطفې » او « لیونتوب» په اتهام غږونه په ستوني کې راته وچوي، آیا موږ شاعران مجبور یو، نړۍ داسې وګورو لکه د نړۍ په مخ ټول عادي انسانان یې چې وینې؟

آیا موږ شاعران او هنرمندان د دې مکلفیت لرو، چې هر لوستی او نالوستی دې زموږ پر شعر او هنر داسې پوه شي لکه پر ځان چې پوهېږي؟ او آیا شعر او هنر ریاضیات دي چې ووایو دوه جمع دوه مساوي کېږي څلور سره ؟ دسمبولېزم د ادبي مکتب لارښود « بودلر » وایي « دانړۍ له علایمو او اشاراتو څخه ډک ځنګل دی حقیقت دعادي خلکو له سترګو څخه پټ دی او فقط شاعر د هغه ادراکي ځواک له مخې چې لرې یې کولی شي ددغو علایمود تفسیر او تعبیر په وسیلې سره هغه احساس کړي

دبود لر د نامه په یادولو سره خبره پر سمبولېزم راغله، سمبولېزم چې دیو شمېر « ادب پوهانو » په اند له حقيقي ژوند څخه لرې ګونګ او نا مفهوم دي همدغه شېبه چې دا څوټکي کاږم او د « مکتب هاي ادبي» له کتاب څخه مې د بودلر پورته خبره پور کړه، ومې لوستل چې لیکوال د سمبولېزم د ادبي مکتب لار ښونکی په دې نامه چې په شعرونو کې یې بشري روح نشته او دې شعر له ژوند څخه لرې کړی دی محکوموي او حتی د انار شېزم په توریې نیسي مګر د حیرانتیا وړ خبره داده چې په همدغه کتاب کې ښاغلی لیکوال د همدغو سمبولیستانو شعرونه راوړي، چې بشري روح لري، مینه لري او انساني لوړ اېډیالونه هم څپې پکې وهي.

خوښۍ هیلې غښتلې کوي، ای هیلې ته هغه زړه ونه یې چې لذت دی پيره ده، هر څومره چې دې پوټکی کلیکږې ښاخونه دي لا د دی لمر خواته لاره کوي، ای سروې ځینې زیاتې پایېدونکی وني ! آیا ته تل همداسې په لویېدویې ؟ ای عجیبو لارویانو! ستاسو يه سترګو کې چې د سیند په څېر ژورې دي زړه را کښکونکې کیسې لولو دخپلو خاطراتو پانګه چې په هغو کط د ستورو او فلک ګوهرونه شته موږ ته را پرنیزي!غواړو بې له هراسه او بې له باد بانه سفر وکړو. زموږ له ارو اوونه چې د بادبان په څير غوړېدلي دي خپلې خاطرې پورې باسي تر څو غمونه راته په خوښیو بدل کړي؟

ووایي څه مو لیدلي دي ؟

او فرض کړو چې د دې ډول شاعرانو په شعرونو کې بد بیني او ظلمت تیارې، سکوت او رویا هم څپې وهي ،مګر ژوند ټول له نیګمرغیو ډک دی؟ آیا زموږ نړۍ چې دا دی ژوند پکې کوو د ظلمت نړۍ نه ده؟ او آیا ژوند په خپله رویانه ده، چې سیوری یې راباندې اچولی دی؟ او زموږ ژوند او زموږ نړۍ له ابهامه ډک ژوند او له ابهامه ډک نړۍ نه ده؟ او رښتیا د سوریالېزم د ادبي مکتب اصول د شرق له عرفان سره ګاونډیتوب او حتی خپلوي سره نه لري؟لري یې خو موږ خپل شرقي عرفان ته د تسلیم ګونډې وهو مګر په خپله سوریالېزم ګونګ دی، نا مفهومه دی او زمو له حقيقي ژوند څخه لرې دی

زموږ د دې چمونو له فلسفي اړخونو سره کار نشته څوموږ د شعر په لټه کي یو، د هنر په لټه کې یو او د شعریت او هنریت په لټه کې پو هغه شعر هر چېرې چې وي. په ریالېزم کې او که په په سمبولېزم کې،په سوریالېزم کې او که په رومانتېزم کې.

سمبولېزم چې د ځينو په ګروهه یوازې « کلیمې » ته دارزښت ورکولو شعر دی او سوریالېزم چې د هغوی په فکر د انځورونو د انحراف شعردی او اګزیستا نسیالېزم چې د نا اومیدۍ او نا هیلیو شعر دي، په هر یوه کې څه شته او ډیر پکې څه شته چې څه ترې زده شي او زموږ ننېو ادبیاتو کې مروج هم شي. هوکې ! موږ د شعر تږي یو او موږ شعر ته سترګې په لاریو، او زموږ اوسنی پښتو شعر چې دا دی له کلونو کلونو سکون او له سینې ښویېدنې وروسته لږو ډېر پر ملاسیخ شوی دی ، نو یو تجربو ته اړ دي او نویو ازمایښتونو ته، موږ شعریت او هنریت ته اړیو. هغه شعر او هنرچې که له هر کوم ادبي ښونځي څخه اوبه څښي چې شعروي او هنر وي موږ ورته اړیو، ښه یې ترې  را اخلو، تجربه کوو یې او عاموو یې او څه چې دمنلو او زغم وړنه دي او منحط دي پر اوبویې لاهو کوو، مګر د شعریت لمنه هېڅکله هم نه خوشې کوو. 

 
بېرته شاته