لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
شعر چاته لیکو؟
لیکوال: عزت الله شمسزی   نېټه: 08.07.2009   خپرونکئ:   سمسور  

کله چې مې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د شعرونو لومړنۍ ټولګه [ دشپې په غېږ کې] چاپ کړه، نو د هر شاعر په څېر زه هم دمخاطبینو یا مینه والو غبرګون ته په تمه وم، کله کله به مې یو نیم بیت په کومه مشاعره یا غونډه کې د ویندویانو له خوا لوستل کېده، خو چا پرې کومه ځانګړې تبصره نه وه کړې، یو مهال کلید راډیو د لونګو امیل په پروګرام کې زما پر چاپ شوي ټولګې یو پروګرام جوړ کړ چې په دې پروګرام کې د نورو کره کتونکو او شاعرانو ترڅنګ ښاغلی اسمعیل یون هم زما د شعرونو په اړه پوښتل شوی و، دښاغلي یون نظر دا و چې د شاعر [شمسزي] هر شعر که دوه او درې ځلې ونه لوستل شي لوستونکی په کې دخپلې طبعې مانا نه شي پیدا کولای.

دغه خبره ما و منله، ځکه زما په لومړنیو شعرونو کې داسې نمونې هم شته چې زه یې په مانا تر اوسه هم نه پوهېږم خو د لغمان ادبي شخصیت غلام نبي "ګل" به خوښول. مګر زما د ټولګې په اړه یوه خبره ماته د پوښتنې وړ وه هغه دا چې  ما خپل شعرونه تر چاپ دمخه ښاغلي یون ته ښودلي وو خو نه پوهېږم ولې یې هغه مهال راته د زړه خبره نه وه کړې. خیر! خبره که هر چېرته وه خو کور یې ودان زه یې خپلې نیمګړتیا ته متوجه کړم. تر هغې وروسته مې هڅه کوله چې کله شعر لیکم دلوستونکي یا اورېدونکي د پوهې او فکر کچه په پام کې ونیسم، له ډېرو هغو پیچلو سمبولونو او ترکیبونو ډډه وکړم چې لوستونکی او اورېدونکی دې ته نه پرېږدي چې زما له شعرونو خوند واخلي.

 د ۲۰۰۸ میلادي کال په پیل کې مې د شعرونو بله ټولګه [دژوند پاڼې] چاپ کړه، ددې ټولګې شعرونه داسې و چې د شعر د ښکلا نور اسلوب په کې پام کې ساتل شوي وو خو له ډېرو پېچلو سمبولونو، استعارو، ترکیبونو او موضوعاتو نه مې په کې ډډه کړې وه، خپلې تجربې مې په ساده ژبه انځور کړې وې. کله چې د بي بي سي راډیو په پیلوزي پروګرام کې ښاغلي مصطفی سالک پر دې کتاب راسره خبرې کولې نو هغه مهال راته دهېواد تکړه شاعر حاجي صیب پیرمحمدکاروان هم مخامخ ناست و، کاروان صیب په عمومي ډول په شعر کې لږ ابهام اړین وباله، دده په نظر که چېرې کوم شعر یو خوږ ابهام ولري نو لوستونکی یا اورېدونکی ترې دبل ځل مخامخ کېدلو په وخت کې بل خوند اخلي، هر څومره وخت وروسته چې یې بیا لولي کېدای شي نوی فکر، پیغام او مانا په کې پیدا کړي.

 دغو دواړو تبصرو زه دې ته اړ کړم چې باید دې خبرې ته په خپل فکر یو ځواب پیدا کړم چې هنر ته د ځان لپاره وده ورکړم، د هنر لپاره  او که د ټولنې لپاره، دا نو هغه جنجالي پوښتنه ده چې له کلونو راهیسې پرې بحث روان دی او کله کله همدغه لا ینحله پوښتنه زما په څېر شاعران دې ته وهڅوي چې ووایي " زه شعرونه د ځان لپاره لیکم، غواړم خپل دردونه پرې تسکین کړم" خو اوس چې فکر کوم دا ځواب راته معقول نه ښکاري، ځکه که چېرته یو څوک هرڅه د ځان لپاره لیکي نو بیا یې ولې چاپوي، که چېرې یې چاپوي دا په دې مانا ده چې ټولنې ته یې وړاندې کوي تر هغې چې د ټولنې خلکو سره خپلې تجربې او خپلې خبرې شریکې کړي، کله چې د ټولنې فکر هم ورسره دی نو باید دا فکر هم وکړي چې د ټولنې د ذهن کچه څومره ده، ایا له دومره پیچلو سمبولونو، ترکیبونو او ویناو به مفهوم واخلي او که نه. زه دا نه ردوم کېدای شي یو څه خلک به وي چې پر پېچلو موضوعاتو یې سر خلاص شي خو هغه به یوازې د ایرانیانو په اصطلاح حرفه یي مخاطبین وي، که چېرې غواړي د ټولنې زیاته برخه تر هدف لاندې ونیسي نو ټولنیز پیغامونه باید په داسې انداز کې وړاندې کړي چې مخاطبین یې انتظار لري.

 دلته ددې یادونه هم اړینه ده چې دمخاطب له بحران سره له پېړیو پېړیو راهیسې ځینې هنري اثار مخامخ دي او بیا به هم وي، خو دیوه ساینسپوه په وینا که موږ باران ودرولی نه شو لږ تر لږه په خپل سر خو چترۍ نیولی شو. موږ باید د پیړیو دغه جنجالي مسله داسې حل کړو چې نه سیخ وسوزي نه کباب. نه ځان دومره ټیټ کړو چې د مخاطبینو پښو ته ولوېږو او نه ځان دومره لوړ کړو چې د مخاطبینو پر سرونو وګرځو. که دا تمه لرو چې زموږ شعر دې لږ تر لږه ملي شي نو باید د لوستونکو او اورېدونکو ذوق او پوهه هم په نظر کې ونیسو او خپل هنر هم.

 همدا اوس زموږ په ټولنه کې زیاتره شعري ټولګې تر ۵۰۰ ګڼو زیات نه چاپېږي، خو د اروپایي شاعرانو د شعرونو هره ټولګه تر ۵۰۰ زرو زیات تیراژ لري. لامل یې څه دی، زه خو فکر کوم چې موږ له خپلې ټولنې ځان لرې کړی او په خپلو ځاني خیالونو او فکرونو کې ډوب یو او هغوی خپلو نقادانو دې ته هڅولی چې شعر یوازې ځان ته نه بلکې ټولو مخاطبینو ته یې ولیکي.

 زه زیاتره داسې شاعران پیژنم چې که د شعر د تعریف پوښتنه ترې وکړې نو ډېر ساده به درته ووایي: شعر هغه موزون کلام دی چې له زړه نه پورته شي او په زړونو کښیني، دا سمه ده خو که چېرې تا د زړه خبره لکه تاویز د الفاظو، کلمو، استعارو او تشبیهاتو په سرو او شنو پوښونو کې نغاړلی وي نو څنګه به د نورو تر زړونو ورسېږي. ځینې نور داسې دي چې تل وایي ما شعر خپل ځان ته لیکلی دی، خو زړه کې به یې دې ته هم تلوسه ډېره وي چې که خدای وکړي شعر یې د خلکو خوښ شي، که نړیوال نه وي لږ تر لږه ملي شهرت خو پيدا کړي، ملي جایزې واخلي، په غونډو او محفلونو کې یې خلک زمزمه کړي، لکه د ساغر صدیقي شعرونو یې د پوهنتونو محصلین او زده کوونکي په خپلو سینو کې وساتي. خو دغه کار کله کېدلای شي، دا هغه وخت کېدلای شي چې موږ له ځان سره سره د نورو په اړه هم فکر وکړو، زموږ شعرونه به هغه مهال په فرسنګونو لرې له تودو او سړو اوبو نه تېر شي چې موږ له اوبو نه د پورې غاړه خلکو حال د هغه په ژبه ورته تصویر کړی وي، نه په خپله پیریاني ژبه.

 زه خو وایم که شعر څه تازه خبرې، انساني تجربې او شاعرانه ژبه ولري نو کافر او مسلمان به یې دواړه خوښ کړي،  نه به په مخاطب پسې سرګردانه ګرځو، نه  کتاب چاپوونکو خانانو پسې او نه په نورو مخکښو شاعرانو پسې چې زموږ په شعر لیکنه وکړي، بلکې مخاطبین، لیکوال او تجاران به په خپله زموږ په شعر پسې راځي.

 په دې وروستیو کلونو کې په پښتو ژبه کې داسې شعري ټولګې چاپ شوې چې له یو څو کسانو پرته به یې چا وزرې هم نه وي خلاصې کړې، شاعران یې تل په لوستونکو پسې ګرځوي، غوړې غوړې خبرې په کې یوه او بل ته لیکي یانې که خدای وکړي تر پایه یې ولولي، خو له بده مرغه ددغسې مظلومو شعرونو مینه وال ډېر کم وي لوستونکی دداسې شعرونو د لوستو پر ځای د تولسي ډرامه ګوري او یا هم کومه په زړه پورې سندره اوري. مګر بالعکس داسې مجموعې هم راووتلې چې تر اوسه ورپسې لوستونکي سر او تندی ماتوي او زما په څېر ډېرو هغو کسانو چې د شاعر پر ځای شعر سره مینه لري پرته له دې چې څوک ورته ووایي  یو څو پاڼې پرې تورې کړې دي.

زما په فکر دمخاطبینو عکس العمل پر ځای دی، ځکه په یوه کتاب کې شاعریوازې له ځان سره خبرې کړي فکر  یې کړی چې د ګونګو تورو او لفظونو برحاله پاچا یوازې همدی دی او دده له مبهمو او پېچلو شعرونو نه پرته د هېچا شعرونه هم د لوستلو ارزښت نه لري، خو خبر نه دی چې دده شعرونه د لوستونکي ذهن د خړو اوبو داسې یو حوض ته بیایي چې د مانا یو کب هم په کې نه شته. بل ځای کې د محبوبې ټولګې شاعر هغه څه لیکي چې د ټولنې هر سړی ورسره که څو ځله نه وي نو یو ځل خامخا مخ شوی، هغه درد د تورو او لفظونو په رنګونو انځوروي چې هر لوستونکي او اورېدونکي باندې یو ځل تېر شوی او په پای کې په هغه ژبه یې ورته وایي چې هم ترې خپله خوند اخلي او هم مخاطب، دا نو هغه څه دي چې مخاطب یې  انتظار لري،  ددغسې شاعر کار له هغه بل سره توپیر لري او همدا یې لامل دی چې مخاطبین او مینه وال یې ډېر دي.

 
بېرته شاته