لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
د ميدان وردګ يونليک
لیکوال: رحمت الله زيارمل   نېټه: 02.07.2009   خپرونکئ:   خلیل  

نړۍ اونيزه
دويمه برخه
په همدې وخت کې استاد صميم د رحمت شاه ساېل پر دې بيت د فى البدېهه مشاعرې د جوړېدو غوښتنه وکړه:

لکه شبنم مې لږ د خپل مخ په ګلاب پرېږده
ما وبېدو ته د رنګونو په درياب پرېږده
له څه چوپتيا وروسته په پورته بيت فى البدېهه مشاعره پيل شوه او لومړى بيت معېد هاشمي وليکه چې د ليکلو د مسوليت دنده  فريدون خوځون په غاړه اخېستې وه که څه هم خوځون هڅه کوله چې د ټولو ملګرو بيتونه وليکي خو بيا هم ترې د معېد هاشمي او ځينو نورو ملګرو بيتونه له ليکلو څخه پاتې شول.
 
په همدې وخت کې احمدبختيار ساحل وويل که څوک د کوم شاعرد شعر پر ليکه شعر ليکي نو بايد تر هغه قوي وي خو د ساېل دا شعر داسې شعر دى چې هېڅکله به يې هم تر دې شعر څوک ښه شعر ونه ليکي په همدې وخت کې ارشاد رغاند خوله څه ويلو ته جوړه شوه خو  خداى شته په هغه وخت کې يې د ساحل پر دې خبره د استاد په مخکې د نزاکت له مخې څه ونه ويل خو په خاص ډول يې ما ته وويل چې زه د ښاغلي ساحل دې نظر سره  موافق نه  يم ځکه دا خبره د وروسته کېدونکې طرحيه مشاعرې لپاره کېداى شي خو په فى البديهه مشاعره کې چې شاعران يې د ساعت تېرولو لپاره کوي داسې نه کېږي او بله دې ته هم پوله نه شي درول کېداى چې ساېل صيب نه  به څوک پر دې طرحه ښايسته بيت ونه ليکي.
له دې خبرو وروسته په موټر کې ناست ځينې ځوانان ټکني شول چا د بيتونو پر ليکلو پيل وکړ  او څوک تر اخره  هماغسې چوپ پاتې شول.هغو ملګرو چې د ياد بيت پر ليکه يې بيتونه وليکل ټول يې درته کټ مټ په ليکلي ډول مخکې ږدم:

په دې پوهېږم چې په سترګو دې ښه نه لګېږم
که ستاراتله نه کېږي بل چاته ځواب پرېږده
نور مې هرڅه راڅخه لوټ کړه خو دا عرض مې واوره
زما په ګوتو کې قلم غېږ کې کتاب پرېږده
بختيار ساحل

د پښتنو همدومره بس دى نور پرې ولورېږه
دا ثوابونه دې ذاهده په پنجاب پرېږده
استاد محمد اصف صميم

ښه دټول کلي مخکې ښه شېبه راغاړې وځه
بيا که څه کېږي خير خو لږ دا انقلاب پرېږده
ارشاد رغاند

په دې مې هم زړه ټکوريږي او سکون پرې کوي
ماته جانانه د لاس نښه سور ګلاب پرېږده
فريدون خوځون

زه خو شبنم يم اوس د ګل به انتقام اخلم
ته راته دعا کړه ګله ما په لوري د افتاب پرېږده
نصرت الله

باده منت درته کوومه چې يې پورته نه کړې
دا پښتنه ده لږ يې مخ باندې حجاب پرېږده
حميد الله عابد

اوس چې راغلى يې نو تش لاسونه مه ځه بېرته
نور رانه هرڅه يوسه يو راته کتاب پرېږده
رحمت الله زيارمل

پس له مودو وينو درنه توى نه شي
خمارو سترګو کې دې ياره لږ شراب پرېږده
شفيع الله تاند

که خداى بښنه کوي ياره له دې غېريې هم کړي
راځه چې اړيمه  ګنا وکړه ثواب پرېږده
ملنګه!پاڅه کچکول کېږده،بغاوت په کار دى
پاچا رامات که په تاريخ کې يو بېل باب پرېږده
رغاند

چې ميرات مړى خوږ رنځور زړه مې ټکور واخلي
ګرانه مطربه يوه نغمه دې په رباب پرېږده
تاند

راشه لاسونه دې تڼاکې کړه په خپل وطن کې
نازبينه ياره مزدوري نور د پنجاب پرېږده
حميدالله عابد

د شعر د ليکلو پر وخت ساحل ژمنه وکړه چې د شعر په پاى کې به ورباندې د خپل ټلېفون له لارې د ساېل همدا شعر د همايون خان په غږ کې واوروم په همدې وخت کې ارشادرغاند انانس ورکړ:رېښتيا ساحل نوى ټلېفون اخېستى هغه به هم وګورئ او سندره به هم واورئ .د ژمنې سره سم د شعر تر ليکل کېدو وروسته ساحل خپل ټلېفون له جېبه را ووېست او له څه ګوتو وهلو وروسته يې په ټلېفون کې همدا سندره چالانه کړه خو خداى وهلي ټلېفون ورسره تر پايه ياري ونه کړه ځکه څنګه چې سندره شروع شوه څو ثانيې وروسته ټلېفون بند شو او په موټر کې ناستو ملګرو ور پورې ښه شېبه وخندل خو لږه شېبه پس ساحل خپل ټلېفون ته بله بطري ور واچوله او يو ځل بيا يې پکې همدا سندره چالانه کړه اوس نو زموږ موټر د ماهيپر له پينځو موړو څخه تېر شو ى و او په شپږم موړ کې روان و چې د ساحل د ټلېفون غزل پاى ته ورسېده،تر څه مزل وروسته د ملا برجان په نامه جومات ته ورسېدو،موټر چلوونکي د ملګرو په غوښتنه خپل موټر د دغه جومات مخې ته ودراوه،په موټر کې ټول ناست ملګري له موټر څخه راکوزشول او د ملا برجان په جومات کې يې د مازېګر لمونځ اداکړ،تر لمانځه وروسته ځينو ملګرو په ګډه انځورونه واخېستل او موټر بېرته حرکت وکړ، په موټر کې ناست ملګري پخپلو منځو کې په خبرو ول چې موټر د څرخي پله ته ورسېدو،د سړک په  منځ کې د موټر مخې ته د ملي اردو يو رېنجر موټر او څو سرتېري ودرېدل .موږ ترې پوښتنه وکړه:څه خبره ده؟د ملي اردو سرتېرو راته وويل:لاره بنده شوه ځکه چې د ملي اردو ګارنېزون څخه څو دولتي چارواکي راوځي،دولتي چارواکي لا پخپل ځاى کې و خو سرتېرو زموږ او زموږ په څېر په سلګونو نور موټر د نېم ساعت لپاره د سړک په مينځ کې درولي و،په همدې وخت کې يو غټ چاغ سړى چې کوم دولتي چارواکى مالومېده راغى او موټرونو ته يې د تلو اجازه ورکړه.زموږ د سفر له ملګرو  څخه يو تن شبېر احمد سباوون د څرخي پله د زندان پوښتنه وکړه،عبيدالله له ورايه ځايه د ګوتې په اشاره ور ورښوده  خو  حميدالله د موټر له وروستي سېټ څخه پر موټر چلوونکي غږ کړ:استاده!تېز شه،د شار والۍ موټر هم له تاڅخه مخکې کېږي!د سړک په بله غاړه کې د راغلو مېلمنو موټر روان و چې يو ناڅاپه يې زموږ پر موټر چلوونکي غږ وکړ :Stop(ودرېږه)!.موټر چلوونکي خپل موټر ځاى په ځاى ودراوه او په موټر کې ناستو ملګرو ښه خلاصه( ډچکه) وخوړه زموږ موټر تر هغې ولاړ و چې امريکايانو د تلو اجازه راکړه او موټر روان شو،لږ وروسته د هغې ودانۍ مخې ته ورسېدو چې استاد محمد اسماعېل يون پکې د ژوندون په نامه   يوه تلوېزون ته د ودانۍ پر جوړولو کار پيل کړى.شېبه وروسته هغه ځاى ته ورسېدو چې د استاد صميم په وينا شاوخوا يو نېم کال وړاندې ترې د مجاهدينوپه يوه جشن کې ولسمشر کرزى په تېښته بريالى شوى و او تر دې دمه ژوندى ژړنده ګرځي  د همدغه ځاى  ترڅنګ  د عېدګاه په نامه يو ښکلى او لوې جومات دى چې د استاد په وينا د امان الله خان پلار جوړ کړى استاد وايي په دغه جومات کې به د روژې په مياشت کې   هر ماښام د امان الله خان د پلار امير حبيب الله خان لخوا  درې زره روژه تيانو ته د ماښام روژه ماتى ورکول کېده  او د امان الله خان پلار به ورته اوبه په لاس ولاړ وزه لا په ليکلو بوخت وم چې ساحل راباندې غږ کړ: جانانه د ميوند واټ ته راورسېدو! ساحل وويل :دا چوک د افغان ملت   ګوند د بنسټ اېښودونکي او د کابل پخواني ښاروال غلام محمد فرهاد لخوا د يوه حشر په ترڅ کې چې هغه خپله به هم پکې ټوله ورځ بېل په لاس په کار بوخت و جوړ شوى   ساحل  وايي د خلکو په وينا  فرهاد ته په دغه چوک د کار کولو پر وخت لېونى وېل کېده خو کابل ښاريان يې اوس په ګټه پوه شول.شېبه ورووسته د پامېر سېنما ته ورسېدو د ساحل په وينا دغه سېنما تر پخوا ډېره ښه ده ځکه لږ ترلږه اوس پکې د هندي فلمونو پر ځاى پښتو فلمونه کتل کېږي ساحل خبرې کولې   خو  سترګې يې  د ښار په مينځ کې پر څو مستو جينکيو ولګېدې او وار له واره يې ما ته اشاره وکړه:زر کوه ،زر کوه هغه وګوره خو زما سترګې د جينکيو پر ځاى پر هغه دېوال ولګېدې چې د کابل شاهي په دوره کې د غرونو پر سر جوړ شوى دى،عبيدالله وويل:د خلکوپه وينا دا دېوال د هغه وخت واکمنو د دې لپاره جوړولو  چې له خطره ځان وژغوري،پردغه دېوال د هغه وخت  چارواکو  د کابل پر اوسېدونکو په زور کار کاوه ،د کابل اوسېدونکي به چې سهار له کټه پاڅېدل نېغ به د دغه دېوال د کار ځاى ته تلل او ټول به همدلته پر کار بوخت ول،عبيد الله وايي د پخوانيو خلکو په وينا که له کوم کس څخه به د خټې چم ولوېدو نو د هغه سر به يې په دېوال کې اېښودلو د عبيد الله کيسه همدې ټکي ته رسېدلې وه چې زما سترګې د ځوانې خو لويې  ادبي هستۍ  سيد نظيم سيدي دوې پر کور ولګېدې خو استاد مې پام ژوبڼ ته واړولو، ه استاد وويل په لومړي سر کې د دغه ځاى پر لوحه يوازې  ژوبڼ ليکل شوى وخو وروسته باغ وحش شو له نېکه مرغه په دې وروستيو کې د ادبي سټو دهلو ځلو له کبله بيرته پکې د ژوبڼ کلېمه ورځاى شوه،استاد خپله خبره تر همدې ځايه رسولې وه چې موټر د کابل پوهنتون له مخې تېر شو،مخامخ مې سترګې پر يوه موټر ساېکل ولګېدې چې يو ځوان پرې سپور و او له يوې کابلۍ  پېغلې يې غوښتنه کوله چې پر موټر ساېکل ورسره سپره شي پېغلې هم د ځوان غوښتنه ومنله او پر موټر ساېکل ورسره سپره شوه خو د سپرېدو پر وخت يې يوه پايڅه تر ورانه را وخته خو ډېر ژر يې ښکته کړه په همدې وخت کې موټر چلوونکي په يو ناڅاپي ډول ټايپ ته کسېټ ور خطا کړه او د خداى بښلې اېمن هوداس دا سندره شروع شوه:

نن را ته بيا ډېر رايادېږي جانان
مدام مې سترګو کې غړېږي جانان
سندره راباندې د کابل د کمپنيو کنډ و کپرو سړکونو خرابه کړه ځکه پر دې سړکونو موټر دومره درزېده چې هغه د چا خبره د سړي په کولمو کې .....يو هم نه پاتې کېدو

پاتې په راتلونکې ګڼه کې

 
بېرته شاته