لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
د لنډې کيسې پېل او پرمختګ
لیکوال: عبدالهادي حېران   نېټه: 26.06.2009   خپرونکئ:   سمسور  

هسې خو کيسه، يا داستان، تراوسه پورې د ژبې او ليک په اړه د  لاس ته راغليو معلوماتو له مخې، د هغه وخت نه انسان سره د ژوند په سفر کې ملګرى دى د کله نه چې مونږ ته د انساني ژوند تاريخ رامعلوم شوى دى. خو "لنډه کيسه" د يو ادبي ژانر په توګه د نولسمې پېړۍ د لومړنۍ لسيزې په هغو شپو ورځو کې مخې ته راغلې ده چې کيسه د ريالستي ناول په بڼه د پرمختګ له مهمو پړاوونو تېرېدله. لنډه کيسه دغه مهال لومړى د ريالستي ناول د يو لنډکي جوړښت په توګه وليکل شوه او بيا يې د يو خپلواک ادبي ژانر په توګه وده وکړه.
ګومان کېږي چې الماني ليکوال اي. ټي. اى. هافمين (E.T.A. Hoffmann) (١٧٧٦-١٨٢٢) په دغه لومړني جوړښت کې لنډې کيسې ليکلې دي چې وروسته ورته امريکايي ليکوالو نتانيل هاتورن (Nathaniel Hawthorne) (١٨٠٤-١٨٦٤) او ايډګر الان پو (Edgar Allan Poe) (١٨٠٩-١٨٤٩)، روسي ليکوالانو نيکولاى ګوګول (Nikolai Gogol) (١٨٠٩-١٨٥٢) او انټون چيخوف (Anton Chekhov) (١٨٦٠-١٩٠٤)، فرانسوي ليکوال ګاى ډي موپاسان (Guy de Maupassant) (١٨٥٠-١٨٩٣)، او ځينو نورو وده ورکړې ده. د دې ليکوالو تر وخته لنډه کيسه بيا د يو خپلواک او پياوړي ادبي ژانر په توګه په ادب کې منل شوې وه، ټولګې يې خپرېدلې، مجلو ورته په خپلو پاڼو کې ځاى ورکاوه، او ډېر ليکوالان يې په ادبي نړۍ کې د شهرت لوړو درجو ته رسولي وو.
د يادونې وړ ده چې په ادب کې هر کله هم کوم نوي ژانر وده او پرمختګ کړى نو په شا يې د کوم مهم ادبي يا ټولنيز تحريک لاس پاتې شوى دى. په کومو درېو لسيزو کې چې لنډې کيسې هم په ادب کې د يو خپلواک ادبي ژانر په توګه ځان پياوړى کاوه نو دغه د روماني تحريک (Romantic Movement) هغه ورځې وې چې دا تحريک په اروپا کې د ادب د لوري په بدلولو توانېدلى و او په ټولنه کې ارزښتونه او معيارونه په بېخي يو نوي شکل راڅرګندېدل.
نو دا د لنډې کيسې او د هغې د ليکوالو لپاره يوه ښه موقع وه چې په دې بدلېدونکي ادبي چاپېريال کې ځان ځاى او د يوې مهمې ادبي شتمنۍ په توګه راښکاره کړي. ناول او شعر په دغه وخت کې هم د ټولنې د لوړو ژورو د انځورولو او د انسان د سوچ او احساس د څرګندولو لپاره خپل لوړ مقام درلود خو لنډه کيسه په دې بريالۍ شوه چې په منځ کې يې خپل ځان هم ځاى کړي. او دا کمال د الان پو، چيخوف او موپاسان په څېر د هغو لوړفکره ليکوالانو و چې لنډې کيسې ته په دغه مهمه دوره کې په لاس ورغلل.
له هغې وروسته تر دې دمه لنډې کيسې خپل سفر ندى درولى. د امريکا او اروپا د غټو ژبو په ادب کې د ناول او شعر تر څنګ د ځان ځايولو، او د پېغام رسولو د يوې بهترينې او په زړه پورې وسيلې له جوړېدو وروسته لنډه کيسه د نړۍ نورو ژبو ته هم ورسېدله.
پښتو او ګاونډيو ژبو ته لنډه کيسه د شلمې پېړۍ په پېل کې هغه وخت راورسېدله چې دلته هم د نويو سياسي بدلونونو د اغېز لاندې ادبي رجحانات بدلېدل او د اروپا د ادبي تحريکونو او شتمنيو څخه ګټه اخيستل کېدله. تر دې وخته د پښتو په ګاونډيو ژبو کې لنډې کيسې ډېر پرمختګ کړى و او د نړيوالې درجې ليکوالان پکې پېدا شوي وو چې په هغوى کې د اردو ژبې سعادت حسن منټو (١٩١٢-١٩٥٥)  او کرشن چندر (١٩١٤-١٩٧٧) د يادولو وړ دي. په دغه تسلسل کې د پښتو لنډه کيسه هم اوس د کميت او کيفيت دواړو له پلوه يو داسې پړاو ته رارسېدلې ده چې مونږ پرې خپله ژبه شتمنه ګڼلى شو.
د څه دپاسه دوه سوه کلونو په دې نړيوال سفر کې لنډه کيسه په يو ټاکلي او محدود جوړښت کې نده پاتې شوې. ډېر ځل په دې بحثونه او ليکنې شوې دي چې لنډه کيسه څه ته وايي او بايد څرنګه وليکل شي. چا وويل چې دا د پېغام رسولو تر ټولو سپېڅلې او موثره وسيله ده. چا وويل چې دا د لفظونو جادوګري ده. چا په دې ورختمه کړه چې لنډه کيسه ژوند دى او ژوند يوه لنډه کيسه. چا پکې دا د ناول يوه کوچنۍ بڼه وبلله او چا يې نور نور تعريفونه وکړل. ځينو بيا د دې لپاره د وخت او ځينو نورو د لفظونو حد وټاکه. چا وويل لنډه کيسه بايد په يوه ناسته کې وليکل شي. نورو وويل چې نه، بايد په يوه ناسته کې ولوستل شي. ځينو وويل چې لنډه کيسه په يوه کرښه کې هم ليکل کېداى شي، ځينو نورو دا دليل ويلو چې بايد لږه تر لږه يوه پاڼه وي، خو ځينو بيا ويل چې بايد له پنځو زرو زيات او له نهو زرو کم لفظونه ولري. د لنډې کيسې د مهمو عناصرو په اړه هم دغه ډول بحثونه کېدل او دليلونه ورکول کېدل. چا ويل پلاټ يا ځمکه يې غټ ضرورت دى، نورو ويل چې تلوسه پکې پکار ده، او چا يې د کرکټرونو لپاره حدونه ټاکل. همدغه راز د دې په موضوعاتو هم خبرې شوې دي. چا ويل پلانۍ موضوع د لنډې کيسې ده چا ويل نه د.
زما په فکر دغه ټول بحثونه دلته راوړل او د دې ليکنې پرې اوږدول کومه ګټه نه لري. ځکه چې لنډه کيسه تر دغه يوه حده هم نه پاتې شوې او نه چې تر څو دا سفر روان دى پرې پاتې کېدى شي. دليل مې دا دى چې ښو او هنرمندو ليکونکو په دغو ټولو جوړښتونو کې چې هر جوړښت خوښ کړى دى د کيسو ښې ودانۍ يې پرې ودرولې دي. مطلب دا چې دا خبره په ليکونکي پورې اړه لري چې هغه څومره د کيسه ليکنې په هنر برلاسى او د کمال خاوند دى. او د کيسې اوږدوالى او لنډوالى د موضوع په غوښتنې پورې اړه لري. که يو ليکونکى د کيسه ليکنې هنر نه لري نو هغه د ښې موضوع نه هم هيڅ نشي جوړولى. خو که ليکوال په دغه هنر برلاسى وي، د مطالعې او مشاهدې خاوند وي، خپل پېغام، احساس او جذبې ته د لفظونو د ورکولو په هنر پوهېږي، او د لوستونکو د نفسياتو او د معاصرو ادبي رجحاناتو نه خبر وي، نو هغه د يوې وړې موضوع نه هم غټه کيسه جوړولى شي، هغه د تلوسې نه بغېر هم داسې کيسه ليکلى شي چې لوستونکي ته به خوند ورکوي، او هغه د خپل پېغام او خپل هنر په زور د لوستونکي ذهنيت په داسې انداز بدلولى شي چې لوستونکى به پر ځان پوه هم نه وي. د خپلو دې خبرو د دليل په توګه به زه د موپاسان د لنډې کيسې "غاړه کۍ" (Necklace) حواله ورکړم چې لوستونکى په پاى کې يو ژور فکر کولو ته اړ باسي، د سعادت حسن منټو د لنډې کيسې "تور پرتوګ (کالي شلوار) حواله به ورکړم چې په غېر ارادي ډول يوې بدکرداره ښځې سره د لوستونکي همدردي پېدا کوي، د زيتون بانو د لنډې کيسې"کخى" حواله به ورکړم چې د ټولنې د يوې خاصې درجې د خلکو بدرنګ ذهنيت په خپله ټوله بدرنګۍ د لوستونکي مخې ته ږدي، د زرين انځور د لنډې کيسې "نوراني" حواله به ورکړم چې ښه کار په غلطه طريقه د کولو منافقانه سوچ ته څپېړه ورکوي، او د قلندر مومند د لنډې کيسې "صرف شرفاء کيلئے" حواله به ورکړم چې هيڅ تلوسه نلري خو بيا هم لوستونکي ته خوند ورکوي.
نو زما په فکر ښه دا ده چې مونږ کيسه ليکوال د فني جوړښتونو په خاصو دايرو کې بند نه کړو. دا د ليکوال خوښه ده چې هغه يوه موضوع په څومره ځمکه، کرکټرونو، او تلوسه کې لوستونکي ته رسوي او څومره ارزښت پکې پېدا کوي. که رښتيا ليکوال وي نو هر جوړښت چې يې وټاکه په کيسه کې به يې دومره زور وي چې لوستونکى به ځان ته راکاږي. او که ليکوال نه وي نو په يوه بڼه ترې هم څه نشي جوړولى.
خو دا يوه خبره بايد خامخا په نظر کې ونيول شي چې د کيسې بنسټ دې د ژوند په حقيقتونو او هغه منطق ولاړ وي چې د انسان د ژوند سره نږدې تړاو لري. همدا د عصري ادب سپېڅلى مقام او مرام دى.

 
بېرته شاته