لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
دومره خپه خو پېښوره نه وې
لیکوال: باز محمد عابد   نېټه: 21.06.2009   خپرونکئ:   سمسور  

دا ځل چې مې پيښور ته د تګ تابيا نيوله، خداى شته زړه نا زړه نه وم. دوه درې شپې سر په سر راته ورونو ټيلفونونه کول چې پيښور کې هره ورځ بې شميره بمونه الوزي، پوليس هم تنګول کوي، خپل راتګ دې وځنډوه. خو ما به هر يوه ته ويلې چې روکى جانه که ګور ګران دى، نو د مړي هم ناکام دى. تر دې چې مورجانې مې هم راته په ټيلفون ويل چې زويه خير دى يو مياشت نور هم ماتل شه. خو ورته مې  ويلې وو چې مورجانې انديښنه مه کوه هغه شينوارى صاحب مې د لارې ملګرى دى.
د جمعې شپه  د ځينو فرهنګيانو په شمول زموږ د يوه بهيروال هارون پرهر په واده کې تر ناوخته پاتې شوم د بريالي صمدي تماشې ته ناست وم  چې ورور مې راته له پيښور نه ټيلفون وکړ. ويل يې د مازيګر راهيسې دا دريمه چاودنه ده. سهار څه کم شپږ بجې د زهير شينواري په ټيلفون راويښ شوم. راياد شول چې تيره ورځ مو پيښور ته د ګډ تګ خبره سره کړې وه. زهير صاحب ته مې وويل چې زه د تګ تيارى نيسم چې له کوره دروتلم، نو تا ته ټيلفون کوم. څه شل مينټه به تير شوي وو چې زهير صاحب ته مې ټيلفون وکړ او په دې سره سلا شوو چې هر يو به ځان د څرخي پل هډې ته رسوو.  له دې سره له اړيکو وروسته چرت يوړم. له ځانه سره مې وويل چې دا تيره مياشت چې پيښور ته تلم، نو سخت تلوار مې درلود. دا ځل خو داسې تګ را په غاړه دى لکه چا چې راکى پړى اچولي وي.
له کارت نو نه په يوه شهري موټر کې سپور شوم او په  جاده کې د څرخي پل د لين تونس ته ور وختم. په موټر کې تر دې دمه بل څوک نه وو. موټروان د تورخم هډې او پل چرخي ډيرې چيغې ووهلې خو څوک يې پېدا نه کړ او حرکت يې وکړ. د ډريور دې حرکت راته شک ځکه پيدا کړ چې يوه شپه مخکې زموږ يو کليوال د کارت نو له دويم سرک نه د تپې سر پورې په يوه کورولا موټر کې سپور شوى و او په همدې لنډ واټن کې يې ترينه موبايل او زر نيمې نغدې روپۍ هم اخيستې وې. او ما سره د پوره مياشتې معاش هم په جيب کې پروت و. ډريور ته مې وويل چې نورې سپرلۍ نه پورته کوې که څنګه؟ هغه راته وويل کيسه کې يې مه اوسه که پيدا شوې پورته به يې کړم او که نه نو تر تا ښه ځوان څوک دى؟ زما انديښنه لا نه وه کمه شوې چې زهير صاحب ته مې بيا ټيلفون وکړ. هغه ويل چې زه د عبدالحق څلور لارې ته نيږدې شوى يم. ما وى زه هم مصلح سره  در روان يم. په يوه تونس موټر کې سپور يم، دريور ډير ښه سړى دى. په يوازې ځان يې راسره حرکت وکړ. موږ څلور لارې ته ورسيدو، خو زهير صاحب لا نه و را رسيدلى. بيا مې ورته ټيلفون وکړ و يې ويل چې اوس پل  ته را ورسيدم. ما وى ز ه په يوه تونس کې يم او د دې غټې لوحې لاندې ولاړ يو.  په دې کې زهير صاحب راښکاره شو. ډريور په رښتيا هم ښه سړى و. هغه چې وليدل چې مشر سړى دى او په دروند ځان را په منډه دى، موټر يې ريورس کړ او د پل نيمايې ته پسې ورغى. هغه مو هم راواخيست او حرکت مو وکړ. يوه شيبه د هارون پرهر د واده په پروګرام سره وغږيدو. پرهر په واده کې د يوه هوټل څلور هاله نيولې و او څلور ډلې هنرمندان يې  هم په کې راوستي وو. تر هډې چې رسيدو نو تونس ښې ډيرې سپرلۍ خيژولې وې او ښه چاره يې شوې وه.
په يوه سوپر کشتم موټر کې سپاره شوو. د يوې ښې شيبې انتظار نه وروسته يو کس بل هم راغى، خپله په مخکې سيټ کې کيناست او يو ماشوم چې اوه کلن به و هغه يې زما مخې ته او د ډريور د سيټ شا ته چې تر لاندې يې ماشين دى کيناوه. زما يو عادت دى چى په سفر کې خامخا د يو کس نيم سره خوله ګډوم. په مخکې سيټ کې ناست حوان ته مې وويل چې له کوم ځايه راغلې چې د دې ماشوم غومبوري پړق پړق چاودلي دي. ويل يې له ګلدرې ولسوالۍ نه راغلي يو. هلته دا څويمه  ورځ ده چې سخت بادونه لګي. پيښور ته د يوې نسخې دوا پسې ځم. دا ماشوم مې په دې خاطر له  ځان سره کړى دى چې د پوليسو نه ويريږم، که و مې نيسي نو د دې ماشوم له وجې به مې خوشې کړي.
دبادونو د نوم له اوريدو سره مې پام شو چې نن په کابل کې له سهاره باد لګي، نورې ورځې خو له درې بجو وروسته بادونه را الوزي. د کليوالو پخوانۍ عقيدې ته مې پام واوښت. کله چې به داسې بادونه راوالوتل، نو کليوالو به ويل چې خوني باد لګي، څوک په ناحقه وژل شوی دی. او چې خلکو به کوج ولګاوه، نو په دوه درې ورځو کې به مالومه شوه چې په رښتيا هم څوک په ناحقه وژل شوی دی. نننی باد راته هوبه هو هماغسې خوني ښکاره شو.   
په سوپر کشتيم موټر کې مو کوم شل مينټه انتظار و ايست. زهير صاحب راته وويل چې نن سپرلۍ هم نه شته ورځ هم خپه خپه ښکاري وجه يې په پيښور کې له بې امنۍ پرته نور هيڅ نه شي کيدای. ما هم ورته د تاييد په ډول سر وښوراوه. په دې دوران کې ما زهير صاحب ته وويل چې داسې به وکړو موږ دريواړه به  يو کورولا ته وروخيژو او له مخې سره به موټر حرکت وکړي. ګلدره وال هم راسره ومنله. زه کيوتم او د يوه کورولا واله سره مې داسې خبره وکړه چې زه ملګرو سره مسلات کوم که خوښه يې راغله نو موټر دې راوښيه چې درشوو. هغه موټر راوښود او چې زه  د ملګرو خوا ته لاړم، نو يوه ډله اوزبکان چې پنځه کسه وو، په موټر کې يې خپل بيګونه پر ځای کول. ما په خپل سيټ د زهير صاحب څادر وليد چې ځای يې راته نيولی و. په زړه کې مې وويل چې بيا هم زهير صاحب  زنده باد. زه د کورولا ډريور ته ورغلم او ورته مې وويل چې دملګرو مې خوښه رانغله. کله چې په خپل سيټ کيناستم، نو يو  تن چې زما تر څنګه کيناست او ماته يې راوليدل. يو دم يې له خولې ووتل:
_ اوهو، پنجابي، کيا حال هی.
ما ورته په ستوغ نظر وروکتل. هغه بيا خوله پرانيسته.
زبان اردو، پنجابي؟
ما ورته وی:
انګليسي.
او بيا مې زهير صاحب ته وويل چې ټول کار په دې پاړسۍ کې دی، که پاړسي مې زده وه نو بيا به هيڅ خبره نه وه. ځوان زما په خبرو پوه شو. تر تورخمه يې هيڅ خوله راسره ګډه نه کړه او نه هم ما ورسره څه وويل. خو څه وخت راته زهير صاحب وويل چې هغه اوزبک خو په خپله خبره سخت پښيمانه مالوميده.
يوولس نيمې بجې به وې چې تورخم ته ورسيدو. له موټر نه چې ښکته شوو نو هماغه د کابل باد چې موږ به ورته خوني باد وايه، لګيده. مخکې به چې زه کله هم تورخم ته ورسيدم، نو داسې په خوند به تلم چې د کابل له هډې نه به د پيښور تر هډې پورې په مزل هډو پوهيدم نه، خو دا ځل مې چې ځانته او ټولو هغه کسانو ته چې مخښکته روان وو ټول د زړه په زور روان ښکاريدل. پورې غاړه تورخم ته چې څنګه ورسيدو نو د زهير صاحب په يوه هوټل سترګې ولګيدې، له مخې سره يې وويل چې راځه يو روش درباندې خورم. خو ما ځکه انکار وکړ چې ماته د بازار په ډوډۍ کې دا مرچکونه او مسالې  ښه نه دي، ده ته مې وويل چې ته روش وخوره او زما چاره په يوه پياله کاوه چای هم کيږي. زهير صاحب په موبايل کې وخت ته وليدل او ويې ويل چې ډوډۍ کورونو ته رسولی شوو. راځه دواړه به کاوه چای وڅښو. ما وی چې داسې ده نو راځه چې دلته زما د يوه ملګري کسټم ايجنسي ده. کاوه پرې زما قلنګ غوندې جوړ شوی دی. هغه هم راسره ومنله او د هغه دفتر ته ورغلو. له لږې دمې وروسته کاوه چای زموږ مخې ته ايښی و. زهير صاحب ته مې وويل چې زما دا ملګری سرحدار نوميږي. شل پنځه ويشت کاله پخوا په همدې تورخم کې ده صرافي کوله او موږ به ماشومانو او سپين سرو کليوالو ښځو ته په کميشن رختونه ورکول او هغوی به جلال آباد ته رسول. دا هم شينواری دی. په لواړګي کې اوسيږي. زهير صاحب هغه سره په خپله ژبه ورګډ شو. له دوه درې پوښتنو وروسته مالومه شوه چې سرحدار سره د زهير صاحب د سکه تره زوی څو کاله په يوه ټولګي کې زده کړه کړې وه. د زهير صاحب ډاکټر و او په همدې لواړګي کې يې معاينه خانه لرله. دواړو سره وپيژندل په دې وخت کې پرې ما غږ کړ چې تاسې خو خپل راوختئ لکه چې زه درکې ماينس شوم. دريواړو په ډکو خولو سره وخندل. غرمه هم رانيږدې وه سرحدار او د هغه پارټنر  قاري هدايت الله شله وو چې غرمه به ورسره تيروو، خو موږ انکار وکړ او د تلو اجازه مو ترې واخيسته. زهير صاحب ته په تلو کې سرحدار وويل چې دا دفتر ستا خپل ځای دی، هر وخت ستاسې په خدمت کې دی.
د حاجي کمپ په فلاينګ کوچ کې سپريدو چې ډريور وويل چې په مخکې موړ کې به مو بل فلاينګ کوچ ته حواله کوي، چې بيا مو غالمغال نه وي. همداسې وشول.
دلته مو وليدل چې له همدې ځايه لواړګي ته تللی سرک په ټراليو ډک دی او ټولې موټرې په دويم سرک چې له لواړګي نه پرې موټرې راښکته کيږي، روان وو. موږ هم په همدې بدلې لارې روان شوو. تر يو ځايه چې ولاړو، ومو ليدل چې د ميچنۍ چيک پوست نه له دې مخې تللي موټرې ټولې بيرته راوګرځيدې. زموږ ډريور هم موټر راوګرځاوه او پورته تلوونکي سرک چې په ټراليو ډک ښکاريده، ورننوتو. د ميچنۍ تر نيمايي چې ورسيدو، نور نو زموږ موټر په نورو موټرو پسې پوخ ودريدو. دلته مو تر يوه ساعته زيات انتظار وکړ. موږ دواړو له تورخم نه خپلو کورونو ته ټيلفونونه کړي وو چې تورخم ته رسيدلي يو. په دې دوران کې مې ماته ټولو ورونو ټيلفونونه کړي وو. ځکه په دومره وخت کې بايد موږ کورونو ته رسيدلي وو. هغوی مو په دې خبره مطمين کړل چې په موږ لاره بنده شوې ده او دا دی در روان يو. څه کم درې بجې وې چې زه او زهير صاحب په کوهاټ روډ کې له موټر نه ښکته شوو. هغه د يوې رکشې انتظار کاوه او زه په يوه سوزکي موټر پسې ونښتم او شيبه لا تيره نه وه چې دبالا ماڼې په چونګي کې ترې ښکته شوم. بالا ماڼۍ چونګی چې هر وخت په کې د خلکو رش جوړ وي، بيخي خاموشي پرې خپره وه. زياتره دوکانونه په کې بند ښکاريدل. د محلې په کوڅه کې روان اوم چې ورور مې راته ټيلفون وکړ ويل يې چې د مور درته سودا پيدا شوې ده، کورته يو ټيلفون وکړه.
سبا ته چې د شنبې ورځ وه، له زهير صاحب سره مې وعده کړې وه چې څلور بجې دانش خپرندويه ټولنې ته ځو. په پيښور کې دانش خپرندويه ټولنه داسې يو ځای دی چې هر فرهنګي يې خپل ځای ګڼې او چې کوم فرهنګي پيښور ته لاړ شي او يا په پيښور کې اوسيږي او دانش خپرندويه ټولنې ته سر ورښکاره نه کړي، نو دا به دا مانا ولري چې يو څوک مکې ته تللی وي او بې حجه او عمرې ترې بيرته راستون شوی وي. دانش خپرندويه ټولنه يوازې د برنو پښتنو بنډار ځای نه دی ، بلکې دکوزنو ليکوالو، شاعرانو او هنرمندانو  هم بنډار ځای دی او هم دمه ځای. که ووايم چې ډېر برکتی ځای دی، نو پر ځای به مې ويلي وي، شنې او تورې چای خو په کې هر وخت تيارې وي او که غرمه وي نو د دانش لالا لنګر خو له چا نه منع نه دی. دلته چې زه هر وخت تللی يم، د داسې يو دوست سره مخامخ شوی يم چې په خيال او خاطر کې به مې هم نه ګرځيده. او اکثر داسې پيښ شوي دي. کومو فرهنګي يارانو سره چې مې کله هم په پيښور کې ټيلفوني اړيکې نيولي دي او د ليدو هيله يا هغه او يا ما هم کړې ده نو وعده ځای مو دانش خپرندويه ټولنه سره ټاکلې ده. او هملته مو سره ليدلي دي.
څه کم څلور بجې وې چې له خوبه پاڅيدم په ځان مې اوبه تويې کړې. کله چې خپلې کوټې ته راغلم، نو مورجانه مې راپسې کوټې ته راغله او ويې ويل:
- زويه حالات ښه نه دي. کراره دې دا رخصتي په کور تيره کړه. که ضرور کار دې نه وي، نو بيخي له کوره مه ووځه. پرون يې دې بلې کوڅې ته د دوه ورونو مړي راوړل.
 زه هم په دې چرت کې اوم چې له صدر بازار نه مې د ورور ټيلفون راغی. راته ويل يې :
- صدر بازار داسې تش دی لکه غلو چې وهلی وي. په مارکيټونو کې نيمايي دوکانونه هم نه دي خلاص. داسې اوازې خورې دي چې طالبانو شفيع مارکټ هم ټارګټ کړی دی. په سپينو جامو کې انټيليجنس او سپيشل برانچ واله هم ګرځي او هر چاته د شک په نظر ګوري. ١٤٤ دفعه (احضارات نمبر يک) نافذ شوې ده، بس چې په چا يې شک قدرې راشي، نيسي يه او دا داسې دفعه ده چې په يوه مياشت کې يې څوک ضمانت هم نه منظوريږي. موږ  تر اوسه يو ګز ټوټه نه ده خرڅه کړې. ګاهک له سره ښکاري نه. بس دوکان بندوو او کور ته درځو.
زه نور هم د پيښور په حال خواشينی شوم. د پيښور د تيرو کلونو خواږه او غزليږه فضا مې په خيال کې راوګرځيده. له ځانه مې بلا ډېرې پوښتنې وکړې، دا پيښور چا له نظره کړ؟ دا څه ټکه پرې راولويده؟ دا فضا يې ولې غزليږه نه بريښي؟ زه ولې ونتوانيدم چې دا ځل دې هم د نور کله په شان پيښور کې شعر وليکم؟ څو پورې به دا حال وي؟ او داسې نورې ډېرې انديښنې مې په ذهن خورې وې چی د زهير صاحب زنګ راغی:
- چرته يې والکه؟
- لا خو په کور کې يم.
- خوب دې پوره شو؟
- نه واله.
- څنګه کوو، دانش ته ورځوو؟
- خوښه ستا خو دا اوس مې راته ورور له صدر نه ټيلفون کړی و. ويل يې چې په بازار کې بيخي چوپه چوپتيا ده. بيخي څوګ ګرځي نه. هره خوا په سپينو جامو کې پوليس ګرځي او هر چاته د شک په نظر ګوري. بله دا چې  د قيصه خوانۍ شاو خوا خو په دوه درې ورځو کې څلور پنځه بمونه وچاوديدل. هلته به نوره هم سيکورټي سخته وي. نوره ستا خوښه که ځې چې زه هم ځان تيار کړم.
- هو واله دا خو ده. حالات خو سم نه دي. سمه ده دانش ته به زه بله ورځ ورشم. نن ته هم د خوب نه مزې واخله.
ماخوستن و چې د دانش لالا فون راغی او له مخې سره يې په ډکه خوله خندا کې راته وويل چې څنګه دا ځل ووريدې او رانه غلې؟
- هاهاهاهاها لکه چې زهير صاحب درغلی و؟
- هو، همغه خو راته وويل چې عابد د پوليسو له ويرې د راتګ نه انکار وکړ.
په سبا د اتوار (يکشنبې) ورځ وه. د دانش لالا دفتر بند وي او د دوشنبې په ورځ زه کابل ته راتلم. په ټيلفون کې مو سره ګړه بړه وکړه او خدای پاماني مې له بخښنې سره واخيسته. او دا ځکه چې داسې هيڅکله نه و شوي چې زه دې پيښور ته لاړ شم او دانش خپرندويه ټولنې ته دې سر ورښکاره نه کړم.
له دانش لالا سره له خبرو وروسته مې زهير صاحب ته ټيلفون وکړ او چې څنګه يې هيلو ووايه نو له واره مې ورته وويل چې تا همدا غوښتل چې د دانش په خوله کې مې ورکړې او دا شرم راواړوې چې عابد د پوليسو له ويرې قيصه خوانۍ بازار پريښود؟
- هاهاهاهاها دا خو به منې کنه. زما هم زړه نه غوښتل چې له کوره ووځم، خو بس يو دم مې زړه وی چې راځه چې څه نوې زړې به دانش نه واورې.
- خو بيا به دې ماته هم ټيلفون کړی و کنه، يار.
- واله بيا درباندې ډاډه نه وم. ما ويل چې اوس به راته بله بهانه وکړي. هاهاهاهاهاها.
زه چې کله هم پيښور ته لاړم شم، نو ډېر داسې فرهنګي ياران لرم چې په پيښور کې نه اوسي، خو اړيکې ورسره خامخا نيسم. راشدخټک راياد شو. خو ټيلفون مې ځکه ورته ونه کړ، چې هغه بيا له اسلام اباد نه پيښور ته راتلو او ما دا نه غوښتل چې د يوې ورځې له پاره يې د پخوا په څير په عذاب کړم.
د يکشنبې سهار په محله کې يوې سقاوې ته د حجامت له پاره ننوتم. نمبر کې کيناستم او د صبح په نوم اردو ورځپاڼه مې راواخيسته او په لوستلو مې پيل وکړ. ټوله ورځپانه، د پيښور په بمي چاودنو ډکه وه. هرې پيښې په سلګونه مړي او زخميان لرل. ټولې چاودنې په ولسي وګړو شوې وې. زړه مې ورته راتنګ شو. په چرت کې لاړم. بيا له ځان سره اخته شوم. نو دا ظالمان ولې په ولسي وګړو خپله عقده سړوي. اخر دا د چا په امر او لمسون داسې کوي؟
د يوه مشر سړي سلام مې پام ورواړاوه. زما په شمول ورته ډېرو عليک ووايه. هغه راغی او زما تر څنګه کيناست. ورځپاڼې ته يې يو نظر وکتل او بيا يې مخ واړاوه. ما ورته ورځپاڼه ورکړه او غبرګه مې کړه کاکا واخله که ګورې يې. هغه ورځپاڼه واخيسته. پرته له دې چې سرټکي يې ولولي، راته وويل:
-  بچيه بيخي مې د اخبار د پړاوولو نه زړه تور شوی دی. نن په کې د زمونږ ورونو د مرګ او ژوبلې خبرونه راځي خو سبا په کې زما او ستا د مرګ او ژوبلې خبر کتل کيږي.
- نو کاکاجي دا به تر کومې وي؟
- دا به تر هغې پورې وي، څو پورې چې ما او تا خرڅيږو.
- کاکاجي دا خو دې منم.  
مشر سړي يو سوړ اسويلی و ايست. په دې کې راباندې نايي غږ کړ چې وار مې رسيدلی دی. ما خپل وار مشر سړي ته پريښود او په دې خبره مې سوج کاوه چې دې کاکا خو رښتيا وويل. ويره راسره پيدا شوه او په دې خبره مې پوخ باور پيدا شو چې  پس له دې نه به د ډېرو پښتنو مرګونه طبيعي نه وي، حادثاتي به وي. چيرته به په بمونو الوزي او چيرته به پرې له اسمانه د تندر په څير بمونه راپريوځي.
مازيګر څه باندې پنځه بجې وې چې بيا راته زهير صاحب ټيلفون وکړ. ويل يې چې د ورور کره مې راغلی يم. ته همدلته راشه، چای به درباندې وڅښم او بيا به داسې پټيو ته ووځو. له چايو څښلو وروسته د پټيو خوا ته ووتو. ښه ګڼه ګوڼه په کې وه. د هرې ونې سيوري ته به ډله ډله خلک ناست وو. کومه ډله کې به د زهير صاحب کليوال ناست وو او کومې ډلې کې به هم زما کليوال وو. ما زهير صاحب ته وويل چې نن خو په دې پټيو کې ښه ګڼه ګونه جوړه ده. هغه راته کړه چې دا اوزګار نه دي، ټول کاروباري خلک دي، خو ويره اوترهه خوره ده، څوک خپلو کارونو ته په ښه زړه نه شي تلای. دوه تنه د پټيو په يوه شنه پوله ناست وو. زموږ  په ليدو دواړه راپورته شول او ښه ګرم روغبړ يې موږ دواړو سره وکړو. زه يې هم په روغبړ کې په نامه ياد کړم. زهير صاحب راته وويل چې و دې پيژندو؟ ما ورته وويل هو، د خاموش صاحب مشر ورور دی کنه. هغه هم وخندل ويې ويل په کابل ننداره کې يوه شپه په يوه واده سره په يوه ميز ناست. هملته مو سره وپيژندل. ما هم ورته دتاييد سر وښوراوه. دوی سره تر ډېره ناست پاتې شوو. نيږدې ماښام و چې موږ ترې اجازه واخيسته. زه او زهير صاحب په کوهات روډ باندې د جوس يوه دوکان ته ننوتو، هغه د ام او ما د کيلې جوس نوش جان کړل او خدای پاماني مو سره وکړه.

 
بېرته شاته