لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
د کونړ ادبي مافيا
لیکوال: فضل یار   نېټه: 19.06.2009   خپرونکئ:   خلیل  

هېواد وال – نړۍ اونيزه
دا يو ټولمنلى حقېقت دى چې په يوه مدني ټولنه کې ټولې خواوې اقتصادي،سياسي،فرهنګي....د بشپړتيا او تکامل ټکي ته رسېدلي دي او که دغه خواوې د بشپړتيا ټکي ته رسېدلي نه وي ښايي بيا هم ورته مدني ټولنه وويل شي خو خامخا به ستونزې ولري او ټولنيز نظام به له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي که په بله مانا وويل شي پورتنۍ ياد شوي خواوې د ټولنيز نظام د ماشېن هغه ابزار دي چې هر يو يې پخپل ځاى باندې کار کوي.د ټولنيز نظام ماشينونه لکه د موټر د ماشين غوندې دي چې که يوه پرزه يې هم له کاره ودرېږي هېڅ يون نه کوي خو د انساني ټولنې ماشېن بيا هم خپل کار څه ناڅه مخته وړاى شي او که چېرې کومه پرزه بې کاره شي يا له کاره ولوېږي بله پرزه ورته پيدا کوي،دغه بديله پرزه کله پر ځاى او د کار وړ وي خو کله کله د انساني زور په وسېله ور منډل شوي  او د کار وړ نه وي ،خبره را نه بله خوا ته لاړه نه شي خپلې آرې سکالو ته راګرځم چې د کونړ د ټولنيز نظام په ماشېن کې د فرهنګ او ادب پرزې ته تم کېږم،خير له دې څخه تېريږو چې د ټول کونړ پر فرهنګ او ادبي يون وغږېږم زما د ليکنې سکالو يوه ځانګړې ډله ده چې  د کونړ د فرهنګ په ډګر کې منډې تړړې وهي او خلک يې د فرهنګ او ادب رېښتيني خدمتګاران ګڼي خو په اصل کې داسې نه ده ځکه دوې د خدمت پر ځاى زيات د خپل جېب په غم کې دي دا چې دوې څه کړي؟څنګه يې کړي او ځاني ګټه يې په څومره ده؟په دې به وغږېږم:
١-کله چې د طالبانو دوره پاې ته رسېدله او د B٥٢ په مټ دولت رامنځته کېدو نو د هېواد په هر ګوټ کې خپلسرۍ او ګډوډۍ وې دغې ځانګړې ډلې له وخته په ګټې اخېستنې سره د کونړ د اطلاعاتو او کولتور رياست په دروازه کې موټر ودراوه او له کتابتون نه يې تلو کتابونه را ووېستل،په موټر کې يې واچول او خپل کور ته يې يوړل،دې کتابتون ته د فرهنګ زياتو مينه والو بېلا،بېل کتابونه راړوي چې عام خلک ترې ګټه پورته کړي خو.....
٢-د طاهر فرهاد ياد دې تل وي،خداى دې اروا په جنت کړي کله چې د نوموړي په ياد لومړى تلېن نمانځل کېده نو دغې ځانګړې ډلې دلته هم ګټه وکړه په ګرېن هوټل کې يې مېلمنو لپاره مېلمستيا برابره کړې وه چې له هغې څخه ورته ١٥٨٠٠روپۍ پاتې شوې،خېټه يې پرې واچوله او هېڅوک پرې خبر نه شول.
٣-د ارواښاد فرهاد(  له ياده نه وځي) کتاب د فرهنګي ملګرو په مرسته چاپ شول ټول ملګري کېناستل او په دې يې مشوره کوله چې څنګه يې ټولنې ته وړاندې کړي،زياترو ملګرو دا رايه وړاندې کړه چې داکتاب بايد خرڅ شي او په لاسته راغلو پيسو يې د کوم بل ملګري کتاب چاپ شي خو دغې ځانګړې ډلې يې مخالفت وکړ ويې ويل:موږ نه غواړوپر خپل مړه ملګري سوداګري وکړو،دا کتاب به مفت وېشو خو په خواشېنۍ بايد ووايو چې نو موړى کتاب اوس هم د اسعد اباد په کتابپلورنځيو کې په ٤٠کلدارو پلورل کېږي او ګټه يې همدوې ته ورځي ځکه د کتاب د خرڅلاو چارې د همدوې لاس کې دي.
٤-په کونړ کې دا اړتيا محسوسه شوه چې په کونړ کې بايد يوه فرهنګي ټولنه وي نو هغه و چې د دې لپاره کار پيل شو رايه واچول شوې او دغې ځانګړې ډلې پکې اکثريت رايې تر لاسه کړې،(ادرېس غروال)يې مشر شو او په ټولنه يې (دکونړ مېشتو فرهنګيانومتحده خپلواکه ټولنه)نوم کېښود او ترڅنګ يې(شونټۍ)په نامه يوه خپرونه هم رامنځته کړه خو مياشت وروسته (په جرمني کې د کونړ د ځوانانو کولتوري ټولنه) په مرسته (د کونړغږ)رامنځته شوه يو څو روپۍ يې غروال ته ورکړې او د ټولنې چارې او شونټۍ يې پر خپل ځاى پرېښوده،دايو بل ستر جنايت و چې دغې ټولنې تر سره کړه .ولې کونړ پرېږدې او د يو څو روپو لپاره د نورو خلکو لپاره کار کوې؟هغه د الفت صيب خبره(سوالګره!هرڅه خرڅوه خو خپل اېمان مه خرڅوه).
٥-د ارواښاد کبېر ستوري په ياد غونډ ه جوړه شوې وه خو غونډ ه په داسې ځاى کې وه چې تنګ،تياره او د مېلمنو له شان سره نا مناسب و د يو مارکېټ په ځمکتلي کې يې جوړه کړې وه چې ډېر لوند و دغه ځانګړې ډله دلته هم بې برخې پاتې نه شوه،نور کونړ مېشتو فرهنګيانو د ارواښاد  ستوري کورنۍ ته دا ډاډ ورکړى و چې تاسې يوازې راشئ غونډه موږ جوړوو خو دوې(ځانګړې ډلې له چا نه د ارواښاد ستوري د کورنۍ تلېفون شمېره پيدا کړې او ورته ويلي يې وچې غونډه موږ درته جوړوو خو تاسو د مېلمستون د پيسو مرسته وکړئ،د هغوې دې هم کور ودان وي د ٣٠٠مېلمنو د مېلمستيا روپۍ يې ورکړې او ورسره منلې وې خو باور وکړئ چې يو نېم سل مېلمنو هم شتون نه درلود او زياته ګټه يې تر لاسه کړه.
٦-د کونړ سېند مشاعرې لپاره تر شپږو لکو روپو پورې راټولې شوې وې خو څه شوې؟ډوډۍ خو يې هم چندانې نه وه ،ټول مېلمانه ترې خپه لاړل،کله به يې يوه هوټل او کله به يې بل ته وړل،له ننګرهاره په نه نقل او کاپۍ سره دوې پينځه مډالونه ورکړل،که په ننګرهار کې مډالونه ورکول کېدل نو هغه خو يو علمي سېمينار واو بله دا چې ټول مډالونه له هره پلوه سنجول شوي وو چې د چا مډال بايد چا ته ورکړي او څوک يې ورکړي؟خو دوې دا مډالونه د حفېط غونډاري په شان وغورځول،د مډال نوم ورکوونکي و اخېستونکي سره خپلوکې هېڅ تړاو نه درلود او په لونګيو خو مو هغه(....)په وينا چې د خوشال بابا هماغه خبره يې په اثبات ورسوله چې وايي(چې دستار تړي هزار دي....)نو دوې هماغه هزار ترې پوره کاوه.له دوې نه خو خوستيان هم ښه ول تر يوه حده خو يې مډالونه په ځاى ورکړل دوې څه وکړل؟د استاد پسرلي مډال يې استاد صمېم ته ورکړپه  کومه خوشالۍ کې او د چا لخوا؟په ادبي لحاظ د استاد پسرلي او استاد صمېم موقف او حيثيت يې هېڅ په پام کې نه ونيولى او بله دا چې دوې دواړو خپل منځ کې کوم تړاو درولود؟شاعراو ژبپوه شاعر او څېړونکى...
که دوې وايي چې په ننګرهار کې هم د استاد پسرلي مډال ساېل ته ورکړ خو نو هغه خو يې حق و،ساېل او پسرلى څومره سره تړاو لري،په دې خو ټول پوهېږي،استاد يون او اسد دانش ته يې د چا مډالونه ورکړل او پخپلو منځو کې يې سره څه تړاو درلود او ډېره د شرم خبره خو لا دا ده چې حسن حسام ته مو د چا مډال ورکړ؟د سيد شمس الدين مجروح!!!ړانده شئ چې دوې دواړو پخپلو منځو کې سره څه تړاو درلود؟په مډالونو مو ملنډې وهلې او که د مډالونو والا درته دومره سپک ښکاره شول؟زه نه پوهېږم چې په ځان ملنډې وهئ او که په جهان؟هغه متل دى چې يو ځان شرموي بل قام خو تاسو....
دانش او نوېد ته مو د چا مډالونه ورکړل؟سړى به کوم يو در يادوي؟او هغه مهمه خبره خولا  دا ده چې دا مډالونه د چا لخوا ورکړل شول؟مډالونه يوازې د دې لپاره و چې يوازې يو مډال تاسو والي ته په  ٣٠٠٠٠ روپۍ حساب کړى،حال دا چې کوم مډالونه تاسو جوړ کړي په ١٧٠٠ کلدارو جوړ شوي دي له تاسو خو هغه نور ولايتونه ښه دي مشاعره مو يوازې يو رېشخند و د سټېج ويندويان خو پوهان صيبان دومره ډېر و چې اوس يې له ما شمېر غط دى ګرانو لوستونکو!ډېر مو په تلوسه کې نه پرېږدم دا ځانګړې ډله څو کسان دي چې په سر کې يې ادرېس غروال دى چې د کوچنيانو په څېرې ترې کار اخلي او خپلې سياسي ګټې ترې پورته کوي د کنټرول رېموټ يې د بل چا په لاس کې دى څنګه يې چې زړه وغواړي هغه ډول يې اړوي خو چې کله په کومه ستونزه کې راګېر شي استاد يې لارښوونه هم ورته کوي د دوې د اصلاح په هيله

 
بېرته شاته