لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
اخبارونه د کليشو ځالې دي
لیکوال: اسد الله غضنفر   نېټه: 14.06.2009   خپرونکئ:   خلیل  

زموږ په ليکنو کې وژنې بې رحمانه او کمينونه ناځوانمردانه وي .معلومه نه ده چې په رحم سره وژنې او په ځوانمردۍ سره کمينونه په څنگه وي؟

زموږ په نثرونو کې غرونه دنگ وي، سيندونه څپاند وي ، خاوره سپېڅلې وي، تاريخ له وياړه ډک وي، ځوانان غيرتي وي، څېرې ناولې وي، هيلې بد مرغې وي، هڅې کرغېړنې وي، دودونه ناوړه وي، کروندې شنې وي، او بېرغ رپاند وي، بېرغ به رپېږي خو هغومره ډېر نه لکه زمونږ په بېکارو نثرونو او شعرونو کې

په ادبياتو کې هر هغه کلمه، عبارت، د ادا طرز يا مفهوم چې يو وخت نوى او جذاب وو  او اوس يې د ډېر تکرار او استعمال په وجه جذابيت کم شوى دى، کليشه Cliche بلل کېږي .
د ادب او کليشې رابطه د وري او لېوه رابطه ده، د ادبي ليکنې لوى کار دا دى چې د نويو حسي تجربو د انتقال لپاره د کلمو په منځ کې نوي تړاوونه او تناسبات ومومي او په دې ډول د خيال، فکر او احساس دنيا لا رنگينه او بډايه کړي.
په دې جمله کې چې وايو، په صحرا کې د سيلۍ اواز د وږي لېوه انگولا ته ورته وو، د سيلۍ د اواز په باب زموږ د خيال او احساس په دنيا کې نوې اضافه شوې ده، مونږ د دې تشبيه له لارې هغه وېره چې په صحرايي سيمه کې يې سيلۍ پيدا کولاى شي په يو نوى شکل احساسوو .
اوس که دغه تشبيه چې يو وخت طبعاً نوې وه، تکرار شوې او سولېدلې ده، تکړه ليکوال او شاعر يې له بيا استعمال تر وسه وسه ډه ډه کوي، تکړه شاعر او ليکوال هڅه کوي چې د کلمو تر منځ نوي تناسبات ومومي او پټې رابطې کشف کړي دى په دې ډول ادبي ژبې ته نوي څه وربښي. که څه هم نورې ژبې له کليشې سره هغومره حساسيت نلري لکه ادبي ژبه يې چې لري؛ خو په دې نورو ليکنو او ان عادي خبرو کې د ادا هغه طرز يا هغه مفهوم، چې ډېر سولېدلى وي، پيکه لگېږي او د کليشو افراط پکې بې خوندي راولي .
سولېدلې خبرې ممکن د ساده گۍ نښه وي .
ځينې خبرې ډېرې مشهورې شي، خلک يې بيابيا کوي مثلاً که وروسته له ډېر وخته د ملګري کور ته ورشې، هغه ممکن درته ووايي: دا لمر له کومه راوخوت ؟ او چې ملګرى ډودۍ ته د پاتې کېدو ست درته کوي، شايد ووايي: يوه غريبانه ښوروا به سره وخورو . ))
دا جملې ولې تکرارېږي؟ ځکه چې په اوله کې خلکو ته ښکلې ښکارېدې، جذابې وې، گڼو کسانو زده کړې، د ډېرو کسانو حافظو ته يې لاره وکړه، گڼو کسانو بيابيا واورېدلې، خلکو ته اوس په اسانۍ سره وريادېږي او څرنگه، چې د خبرو په حال کې مونږ دومره فرصت نلرو، چې د ذهن په تحويلخانو کې وگرځو او نوې جملې سره پيوند کړو؛ نو د ژر رايادېدونکو خبرو ويلو ته مجبورېږو ټولنې دا مجبوريت منلى دى، په دې وجه يې هم منلى دى چې بنيادم کله کله بالکل بې موضوع وي خو پټه خوله پاتې کېدل ورته نامناسب ښکاري. په راتلونکي کمکي اختر کې هم ممکن دا مکالمه واورئ :
- څنگه روژه په خير تېره شوه
- هو، خداى سړي ته توفيق ورکوي
- په اوله کې ولا ورته وارخطا وم خو هغه ستا خبره خداى سړي ته توفيق ورکوي
- چې چا وخوړې په هغو تېرې شوې چې چا ونيولې په هغوهم . ))
په سولېدلو خبرو کې که افراط ونکړو، بدې نه لگېږي؛ خو کومه وينا چې مهمه گڼو په هغې کې سولېدلې خبرې ښې نه ايسوو، کله چې چارواکي د خبريال د دې، پوښتنې په ځواب کې چې په ولسواليو کې روغتيا يې اسنتياوې ولې کمې دي وايي، چې : له بده مرغه د څو ويشت کلنو جگړو په نتيجه کې مونږ ډېر مهم فرصتونه له لاسه ورکړل، د ځواب په رښتياوالي کې يې شايد شک ونکړو خو اغېزمن ځکه نه دى ، چې ډېر تکرار شوى مفهوم اورو. په ليکنې کې کليشه تر مهمې وينا هم بده لگېږي .
ډېر کاله پخوا چې د ليسې زده کوونکى وم، يوه ورځ، چې ښوونکى په ټولگي کې نه وو، د زده کوونکو شور ماشور جوړ وو. په دې منځ کې د يو بل ټولگي زده کوونکى چې په دهلېز کې تېرېده ، راتاو شو، تختې ته ودرېد ، په جدي انداز يې وويل: گورئ، گورئ، مهمه خبره درته لرم ، لکه قهرجن معلم چې راغلى وي ټول غلي شوو. ده وويل: سبا چهارشنبه ده!
د دغه هلک معلومات غلط نه و خو بديهي وو، مونږ د هغه څه له اورېدو سره دلچسپي نه لرو چې ترې خبر يو خو د ده خبرې خوند راکړ، وې خندولو. طنز پکې ځکه پيدا شو چې نا اشنا خبره يې د اشنا خبرې په انداز وکړه، ده چې په لوى لاس دا کار کاوه، ځيرک او طناز رامعلوم شو خو که يې دا د زړه خبره واى بيا به څنگه وو؟ بيا به مو هم په کټ کټ خندلي وو مگر د ده په ساده گۍ پورې .
دوه ډله کليشې
د هغه چارواکي خبره مو په دې دليل کليشه وبلله، چې مفهوم يې سولېدلى وو، شايد وويل شي چې مفاهيم خو په لوى لاس نه شو نوي کولاى، که د مفهوم د تکرارېدو ضرورت وو نو مونږ به د کليشې په خاطر پټه خوله پاتېږو ؟ د دې پوښتنې ځواب دا دى چې دقيقه خبره نه کليشه کېږي، په کليشه شوي ځواب  به غالباً ابهام وي. يو داسې عمومي حالت به لري چې په گڼو مواردو کې به استفاده ترې کولاى شو. په تېرو دوه، درې لسيزو کې افغان سياستوالو او د سياسي چارو صاحب نظرو دا جمله ډېره وکاروله اوپه کليشه يې بدله کړه چې (( افغانستان له حساسو حالاتو تېرېږيږي )) د دوى خبره ناسمه نه وه مگر دقيقه هم نه وه ځکه که ته وغواړې هر پړاو ته حساس پړاو ويلى شې.
په معنا سربېره د چارواکي دا طرز او د ژبې بڼه هم سولېدلې ده،(( له بده مرغه )) ، (( په نتيجه کې))، ((  ډېر مهم فرصتونه )) او((  له لاسه ورکول)) ، کليشه شوي عبارتونه دي. کلېيشه له لويه سره په دوه ډوله وېشل کېږي: د مفهوم کليشه او د ژبې کليشه .
چېرته، څه وخت، څوک
د چارواکي په خبرو کې مې د ( له بده مرغه ) عبارت کليشه وباله، خو په دا بل ځاى کې کليشه نه راته ښکاري: ((د دوى موټر چپه شو خو له بده مرغه ژوندي پاته شول، ځانونه يې کلي ته ورسول او ټول کليوال يې تر تېغ تېر کړل. ))
دلته د ( له بده مرغه ) عبارت د طنز په خوند سربېره له لوستونکو سره مرسته کوي، چې پاتې خبره په دلچسپۍ ولولي او ځان پوه کړي چې د يو چا ژوندي پاتېدل نو ولې بد مرغي ده؟ په دا بله جمله کې هم ( له بده مرغه ) ممکن کليشه ونه بولو: ((  افغانستان له بده مرغه په وچه کې ايسار هېواد دى. مونږ له نورو سره په روابطو کې د گاونډيو خوښي ته محتاج يو. )) دلته د ( له بده مرغه ) عبارت په هغه ناخوښۍ باندې تاکيد دى چې ويونکى يې د افغانستان د جغرافيايي موقعيت په اړه لري. ده په خپله ناخوښۍ باندې تاکيد ځکه ضرور بللى دى چې ډېرو کسانو ته ممکن په وچه کې ايساروالى ستونزه ښکاره نه شي. په دواړو وروستو مثالونو کې ( له بده مرغه ) عبارت معنايې نقش لري خو د چارواکي په خبره کې د معنا په لحاظ غير ضروري دى‌. د کليشه شوي عبارت يوه نخښه دا ده چې په جمله کې شايد د معنا په لحاظ غير ضروري وي مگر خلک يې هسې د عادت له مخې راوړي.
دغه بحث مو دې نتيجې ته رسوي چې يوه کلمه ممکن په يوه متن کې کليشه وي، په بل کې نه وي، دغه راز يو عبارت يو وخت کليشه نه وي، بيا کليشه شي، بيا دومره وسولېږي چې د هر چا تر پامه بد شي، هېر شي، وختونه واوړي، يو څوک يې د پخوانو په ليکنو کې ولولي، دوړې ورنه وڅندي، تازه گي په کې وويني راوايې خلي، استعمال يې کړي.
له بلې خوا، يو کس شايد يو عبارت کليشه شوى احساس کړي او بل کس په دغه احساس کې ورشريک نشي. هغه کسان چې د يوې ژبې نظم و نثر ډېر لولي مگر ډېر څه ورته سولېدلي وايسي .
زياتېگي
ځينې خلک بې ضرورته د عات له مخې په خبرو کې ( زياتيگي ) وايي، دا کليشه ده ؟ ځواب منفي دى. په کليشه کې مقصد دا وي چې په لوستونکي يا اورېدونکي باندې اثر واچوي خو (زياتيگى) او نور تکيه کلامونه ( لکه: ياره نو، مړه، تاسره دې خداى ښه وکړي... ) صرف د عادت له مخې ويل کېږي .
کليشه او معنا
کليشه د کلام په معنا او ښکلا، دواړو، منفي اثر کوي. کليشه د ليکنې دقت او وضوع ته له درېيو اړخونو تاوان رسوي:
يو: د مبالغې سبب کېږي .
دوه : ابهام زېږوي.
درې: معنا بدلوي .
د ( په ترڅ کې ) کليشې د دې جملې معنا بدله کړې ده،(( د يوې غونډې په ترڅ کې د مور ورځ ونمانځل شوه. )) دلته اصلي مقصد دا دى چې ټوله غونډه د مور د ورځ په مناسبت وه خو کليشې يې معنا وربدله کړې ده او اوس ورنه دا معنا راوځي چې د غونډې په ضمن کې د مور ورځ هم ونمانځل شوه.
کليشې چې د ذهن د لټۍ پيداوار دى، اکثره وخت د ابهام سبب کېږي، اوس په دا لاندې جمله کې د ( خاص ) معنا څه ده ؟
- هغې يو خاصه ښکلا لرله
- هغې يوه خاصه موسکا لرله
- د هغې په سترگو کې يوه خاصه ځلا وه .
- يو خاص اثر يې راباندې وکړ .
شايد وواياست چې خاص يعنې له نورو بېل او استثنايي؛ خو بيا څه ؟ به دنيا کې د هر بنيادم بڼه بېله ده .
ايا د دې جملې، چې د افغانستان د چپې حکومت د دوران کليشې پکې راغلي دي، په معنا پوهېږئ : (( کله چې شاعر د ټولنې د ذهن او عيني شرايطو سره سم د اگاهانه درک او تحليل له مخې داسې شعر ووايي...))
 او بلاخره کليشه د مبالغې مور هم ده. د وينو تر وروستي څاڅکي پورې جنگېدل، وسپنيزه اداره، نه ستړې کېدونکې مبارزه او يوه نړۍ مننه، د مبالغو مثالونه دي. کله چې اناونسر د يوه شعر د اورولو په خاطر له يو چا يوه نړۍ مننه کوي، نو د هغه د واقعاً د لويو کارونو د مننې لپاره به کوم الفاظ مومي؟ په گڼو کليشو کې مبالغه وينو.
کليشه شوي فکرونه ممکن ناسم وي
( ١) افغانستان د اسيا په څلور  لاره کې دى. ( ٢) ښځې تر نارينه وو حساسې دي. ( ٣ ) افغانان مېلمه پال دي... دغسې مشهورې خبرې گڼو کسانو ته د کاڼي کرې ښکاري خو د فکر خاوندان په دې نه غولېږي چې يوه خبره دې يې بيا بيا اورېدلې وي هغه دې خامخا سمه وي. لوى ليکوال د فکر خاوندان وي .
کليشه او مجازي ژبه
د جانان قد ولې له سروې سره برابر وو او سر و قد ورته وايو، منظور مو واقعي مقايسه نه وي. دا مجازي خبره ده ، تشبيه، استعاره، او سمبول د مجاز مشهور ډولونه دي. معمولاً د ژبې هغه کلمې او عبارات چې موږ يې په مجازي معنا استعمالوو د کليشې د ناروغۍ له خطر سره ډېر مخامخ کېږئ مثلاً په دې جمله کې چې : قطبي خرسانو د ١٣٥٨ کال د جدي په شپږمه نېټۀ زمونږ د وطن زړه اشغال کړ، د قطبي خرسانو او زمونږ د وطن زړه تر کيبونه په مجازي معنا راغلي دي او څرنگ چې بيابيا استعمال شوي نو په کليشو بدل شوي دي، په مجازي معنا د کلمو کارول د ادبي ژبې خصوصيت دى. کمزوري ليکوال او شاعران چې د ادبي ژبې مجازي اړخ ته په شعوري يا لا شعوري ډول متوجه دي، ذکر شوې جمله ممکن په همدغه بڼه مناسبه او ادبي وگڼي، حال دا چې تکړه ليکوال که د نوموړي مطلب د بيان لپاره د مجازي معنا نوې او ناکليشه شوې کلمې مناسبې وگڼي خو پيدا يې نکړي، نو بيا نوموړى مطلب په غير مجازي ژبه ليکي. داسې : (روسانو د ١٣٥٨ د جدي په شپږمه نېټه کابل ونيو . ))
زمونږ د بيان په کتابونو کې د تشبيه او استعارې په ډولونو خبرې کېږي خو په دې شي تاکيد نه کېږي چې د کليشه شوې تشبيه او استعارې بيا کارول دوه توته ارزښت نه لري ، دغه کتابونه که په زړو استعارو او تشبيهاتو کې د نويو اړخونو د پيدا کولو په لارو چارو وغږېږي گټه به يې ډېره وي.
ترکيبونه او کليشه
زمونږ په پخوانۍ شاعرۍ کې د ترکيب جوړولو دود نه وو. دې کار ته په شلمه پېړۍ کې توجه وشوه. استاد حمزه شينواري د پښتنې سترګې او شرابي ورېځې په څېر نوي ترکيبونه ورغول. وروسته بيا دې نوښت غزونې وکړې په نظم و نثر کې ډېر ترکيبونه جوړ او ډېر يې په کليشو بدل شول. زمونږ د ادب کليشه شوې او کمزورې برخه له سولېدليو ترکيبونو مالا ماله ده . لکه پښتنې سترگې، د ازادۍ ناوې، د علم ډيوه، د سولې کوتره، د نظر غشى، د جنگ اهريمن، گلابي شونډې، نرگسي لېمې ، قاتل نظر، د شفق جزيرې، سندريز ماښام، د شفق جام، زخمي وطن . ...
د پاى ټکى ايښودل
کله چې له فعله بله او استعاري معنا واخلو، دغه فعل کې استعارې ته تبعيه استعاره وايو، تبعيه استعاره په فعلونو کې د تنوع د راوستلو په برکت ليکنه ښکلې کوي خو د مجازي ژبې د نورو ډولونو په څېر د کليشه کېدو خطر ډېر ور دوڅاره کېږي. د پاى ټکى ږدول د ((ختمولو)) د فعل لپاره يوه استعاره ده چې په وروستيو لسيزو کې پښتو ته راغلې او د ډېر استعمال په وجه په کليشه بدله شوې ده . تبيعيه استعاره د بل هر مجاز په څېر د تکرار تاب نلري.
هوکې
يو وخت چې د ادبي ټوټو بازار تود وو ( هو ) او ( هوکې ) کلمې په ادبي نثرونو کې ډېرې استعمالېدې، دا په مجازي معنا نه راتلې خو بلاغي نقش يې درلود، د ښکلايز اثر د شيندلو په نيت راتلې، ځکه خو د تکرار په وجه کليشه شوې، نه يوازې مجازي عبارت بلکې هره هغه کلمه چې د ښايست د پيدا کولو او د اغېز د شيندلو په خاطر يې استعمالوو، ممکن د تکرار تاب ونلري، په کليشه بدله شي.
رديف او کليشه
د شعر وزن او قافيه د کليشې له بحثه لرې ښکاري خو په رديفونو باندې د کليشې باد لگېداى شي. ( غزل به څه ليکمه )، ( غزل ليکمه ) او ( په کلي کې ) د پېښور د خوا د غزلونو هغه رديفونه دي چې نهه کاله پخوا راته د کليشې په موضوع د خپلې لومړۍ ليکنې په وخت، تر نورو ډېر سولېدلي ښکاره شول.
پيل او کليشه
کليشه معمولاً په لا شعوري ډوله ليکنه کې راځي. په همدې ليکنه کې هم چې د کليشې په خلاف ده يو بل کس شايد سولېدلي عبارتونه په اسانۍ ومومي. خو هره ښه ليکنه تر وسه وسه له کليشو پاکه وي، زمونږ د گڼو ليکنو چې پيل يې لا کليشه وي نو ولې به لوستونکي ولري؟ د کليشه( پيل) مثال: لکه څنگه چې ټولو ته معلومه ده.... يا  دا يو څرګند حقيقت دى...
کيسې او کلېشې
د واده په شپه شهيدېدل ، د مظلوم د بد مرغۍ په اوج کې د انقلاب بريالي کېدل يا په ډېره غريبه کورنۍ کې د اتل زېږېدل زمونږ د کليشه ځپلو کيسو د پلاټونو ځينې کړۍ دي. زمونږ د گڼو کيسو صحنې او منظرې هم کليشه يې دي.
مثلاً د ( بر کلي ) عبارت په سلگونو کيسو کې موندلى شو.
زمونږ د گڼو کيسو کلي يا د سين په غاړه وي يا د غره په لمنه، د بدمرغۍ په وخت ممکن منى وي او يخ باد لگېږي. د غريبې کورنۍ بچي معمولاً ډېر سم خلک وي خو د غريب سړي لور که تعليم يافته شي، ودې شي چې له مور او پلار سره جفا وکړي. د دغو کيسو په نثرونو کې ماښام توره کمپله غوړوي، واوره ځمکې ته سپين کفن ور اغوندي او يخ بادونه بې رحمانه وي، زمونږ د اکثرو کيسو په نثر، پلاټ او کرکټرايزېشن باندې کليشې غلبه کړې ده .
بې رحمانه وژنې
په ستاينومونو کې افراط د نثر د کليشه توب او کمزورۍ يو لوى عامل دى. زمونږ په ليکنو کې وژنې بې رحمانه او کمينونه ناځوانمردانه وي .معلومه نه ده چې په رحم سره وژنې او په ځوانمردۍ سره کمينونه په څنگه وي؟ زمونږ په نثرونو کې اکثره وخت، بې له څه ضرورته، اسمونه صفتونه لري او د وصفي ترکيبونو بې خاصيته کليشې تکرارېږي. زمونږ په نثرونو کې غرونه دنگ وي، سيندونه څپاند وي ، خاوره سپېڅلې وي، تاريخ له وياړه ډک وي، ځوانان غيرتي وي، څېرې ناولې وي، هيلې بد مرغې وي، هڅې کرغېړنې وي، دودونه ناوړه وي، کروندې شنې وي، او بېرغ رپاند وي، بېرغ به رپېږي خو هغومره ډېر نه لکه زمونږ په بېکارو نثرونو او شعرونو کې او بل ضرور نه ده چې د يو شي صفت او خاصيت همېشه ورسره ذکر کړو. لوى ليکوال دستاينومونو په راوړلو کې لا دېر احتياط کوي ځکه معنا يې ممکن دقيقه نه وي او کليشه شوي صفتونه چې د معنا په احتمالي ستونزې سر بېره بلاغي قدرت ( ښکلايز اغيز ) هم نلري، د ښه نظم و نثر لپاره بې فايدې څه چې مضر دي .
کليشو ته ولې مخه وړو؟
کله چې وخت ونلرو هماغه کلمې ليکو چې ذهن ته سمدستي راځي. په ذهن کې تيار عبارات معمولاً سولېدلي وي. دغه ټوکه په ژورنالستانو ډېره کېږي خو هغه ژورنالستان چې د قلم قدرت او له کليشو سره حساسيت ولري، هغه په لنډ تنگ وخت کې هم هڅه کوي چې د ليکنې طرز او عبارات يې سولېدلي نه وي.
بله دا چې که په مطلب سم پوه نه يو، بيا معمولاً د کليشو ابهام ته پناه وړو.
مونږ که د يو سيند په باره کې کافي معلومات نلرو او ليکنه ورباندې کوو بيا نو آسانه لاره داده چې مست يې وبولو، څپاند يې وبولو او تاوراتاو والى يې له مار سره تشبيه کړو . هغه سړي چې د شعر لپاره آگاهانه تحليل او عيني او ذهني شرايط يادول ، هغه غالباً د ويلو لپاره مطلب نه درلود. يو څوک ممکن کافي وخت ولري، له موضوع هم ښه خبر وي خو چې لټ وي او ذهن نه ستومانه کوي، د نثر انداز به يې خود د کليشې ښکار کېږي.
کليشو ته د مخ کولو يو بل علت د هغو اغوا کوونکى خاصيت دى . د کليشو ابهام، د هغو تکرار و شهرت او په جمله کې د هغو چست راتلل، ليکونکى غولوي چې ژوره معنا او مناسبه ښکلا يې موندلې ده.
د کليشو د پېژندلو ضرورت
يو زلمى چې غواړي ليکوال شي هغه ممکن مطبوعات ولولي او هورې ور معلومه شي چې غرونه پکې دنگ دي، د دښمن هڅې پکې کرغېړنې دي. د هېواد غليمان پکې قسم خوړلي دي او د هېواد بچيان پکې د وينو تر ورستي څاڅکي پورې جنگېمي. ده ته چې ليکوالي همدا شى ورښکاره شي د خپلو عادي خبرو دقت او فطري ښکلا د کليشو قربان کړي او هنر ته د نژدې کېدو په ځاى لا ډېر ورنه لرې شي. دى بيا نه ليکي چې کال نوى شو،  بيا ليکي چې نوى کال را دبره شو او له ځان سره يې نوي پېغامونه راوړل. دى نور له ځانه نه پوښتي چې کوم پېغامونه؟ د ده نور په خپل ذهن او خپلو تجروبو تکيه نه وي، تکيه يې د مطبوعاتو په سولېدلو ليکنو وي. څرنگه چې زمونږ اوسنۍ کليشې د جنگ د کلونو پيدا وار دى نو توندي او تيزي پکې زياته ده. زمونږ ليکونکي په عادي ژوند کې ارام او مهذب بنيادم وي خو چې قلم راواخلي غزله غره سره جنگوي، د عصبي بنيادم غوندې توندې تېزې خبرې کوي. زلمى ليکونکى داسې لارې ته سيخ شوى وي چې نه د فکر، نه د ښکلا او نه د اخلاقو په  لحاظ گټوره وي.
نو د دې لپاره چې خپلو ادبياتو ته خدمت وکړو او په فکري او اخلاقي لحاظ بهتر شو، د کليشو پېژندل او له هغو سره حساسيت لرل راته پکار دي.
د کليشې هنري ارزښت
کليشې د هغو کرکټرونو د انځورلو لپاره چې سولېدلي افکار لري، ډېره ښه ذريعه ده. سولېدلي عبارات د سولېدلي فکر د معرفي لپاره هنري ارزښت لري. په شعر کې هم شايد په کليشه يي ژبه د کليشه يي حالت بيانول نوې ښکلا پيدا کړي. د ادب په وينا کې د ترقۍ لېوال ليکوال او شاعر بايد له کليشو سره حساسيت ولري او د بې کليشو نثرونو او شعرونو په ليکولو باندې ځان عادت کړي. دغه مقصد ته د رسېدو لپاره دا لاندې کارونه گټور دي.
١- د ادبي آثارو مطالعه دې نه هېروي، دغه مطالعه د ذهن خلاقيت زياتوي، ليکوال له نويو ادبي ظرافتونو سره بلدوي او د هغه د لغتونو زېرمه پراخوي.
٢_ په گړنۍ ژبه او په تېره بيا مورنۍ لهجه کې دې پټو ښکلاوو او نا څرگندو وړتياوو ته ځير شي او دغه سير و سلوک دې د ځان عادت وگرځوي.
٣- يو متن دې ولولي او کليشې دې پکې ومومي، اخبارونه د کليشو ځالې دي.
٤_ څو کسه دې په شريکه يو متن ولولي، هر يو دې هغه کلمې او عبارتونه چې کليشې ور معلومېږي له ځانه سره نوټ کړي، بيا دې خپل لستونه سره مقايسه کړي. هغه کلمې چې ټولو يا اکثرو ته کليشې معلومې شوې دي، د هغو په کليشه توب کې شک لږ دى، هغه چې لږو کسانو ته کليشې ښکاره شوي، د هغو په باره کې دې نور غور وکړي.
٥_ که شاعران او ليکوال د کليشه شويو عبارتونو او کلمو لستونه جوړ کړي او له ځان سره يې وساتي، دا کار به له کليشو سره د دوى حساسيت زيات کړي.
٦_ په انټرنېټ کې ځينو کسانو د انگليسي ژبې د کليشه شويو عبارتونو لستونه خپاره کړي دي. دا کار شايد په ځينو نور ژبو کې هم شوي وي، پښتو ليکوال او شاعران هم کولى شي په انټرنېټ کې د لکيشه شويو عبارتونو لستونه خپاره کړي .

 
بېرته شاته