لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
د زړه اواز
لیکوال: حنان حبیبزی   نېټه: 09.06.2009   خپرونکئ:   سمسور  

زما خواږه ملګري شهید عبدالصمد روحاني ته

د یوې یتیمې له سترګو د اوښکو روڼ څاڅکی د ګریوان په لور ورغښت ،یو چا خپل لاس  ور وغځواوو ، د یتیمې رڼه اوښکه یې پخپل اروغوي کې ونیوله.
یتیمې خپلې سترګې سرې سرې ور واړولې . ځوان دیتمیې پر سر لاس راکاږه او په تندې یې ښکل کړه. یتیمې خپل راسته لاس  په څیرې لمنه پاک کړ او بیا یې په ګړنګو ډکې پوزې راکش کړ  ، یو ځل  بیا یې  په ماشومو سترګو پورته ځوان ته وکتل . ځوان یتیمې ته مسکی شو او بیایې   یتیمه له لاسه ونیوله او د بل لاس په اروغوي کې یې د  هغې رڼه اوښکه  لا هم ځلیدله. دواړه روان شول . په مخه کې اوږده دښته وه .په دې دښته کې د انسانانو قصابي کیدله .ددوی  لار پر همدې دښته وه ، مخ په وړاندې  روان وو چې له دې دښتې تیر شي. د تیز باد بړبکۍ خاوره د هر چا سترګو ته وربادوله. د ځوان سپین کالي یې خړ پړ کړل. د یتیمې پر ویښتانو خاورې ونښتلې. دوی لوی لوی ګامونه اخیستل .دا لکه د لیلي دښته ارته او اوږده  وه .  هر ځای کې د انسانانو هډونه پراته وو .کټ مټ لکه د لیلي دښته.،دلته  په هر ځای کې د سړي خوړو دشتون خطر وو. دلته اوبه د انسان پر وینه رنګ وې.. هر شی د انسان پر وینه ککړ وو. د ځوان د لاسونو په څیر سپیڅلي لاسونه کمزوري وو. خو دې ځوان سره یو ځواک وو او هغه دده قلم وو . نور سپیڅلي ګونګیان وو. د قلم د کارولو چل یې هم نه وو زده. ځوان به ددوی په ځای خبرې کولې .د سړي خوړونکو داړې ددغو سپیڅلیو پر وینو سرې وې.ځوان  اصلا  ددغو سړي خوړونکو کړه وړه څارل او دزبیښل شو سپیڅلیو له حاله یې دنیا خبروله. سړي خوړونکي ده ته له غوسې ایشیدل. دی به لکه ولي  پر هر شي خبر وو. کله کله به یې داسې رښتیا تر لاسه کړي وو چې  دبندو دروازو تر شا به ترسره شوي وو. دې  حیرانونکي حالت ته سړي خوړونکي ګوته په غاښ وو. دوی،   ده پسې لګیدلي وو او زهرجن اسویلي  یې ځوان کله نا کله اوریدل. خو بیا هم ځوان ویره نه درلوده. ځوان هوډ کړی وو چې د سړي خوړونکو دزور زیاتي ټغر ورټول کړي او د مځکې پر دغه زخمي برخه د فساد جرړلې وباسي. ځوان به دفساد له قربانیانو سره  غږیده .  دی د هر مظلوم   د زړه اواز  وو.
ځوان د یتیمې لاس هماغسې پخپل چپه لاس کې ټینګ نیولی وو،ډیر مزل یې وکړ ،پر دوی ماښام خپله لمن خپره کړه .خو دوی  په توره تروږمۍ   کې  غټ غټ ګامونه اخیستل. د یتیمې رڼه اوښکه د ځوان د راسته لاس په اورغوي کې  لا هم  ځلیدله.
ګامونه یې ګړۍ په ګړۍ تیزیدل . لږ څه وړاندې یوه توره سیايي ښکاره شوه. دوی خپل ګامونه نور هم چټک کړل . توره سیايي ددوی خواته رانژدې کیدله. باد او بړبکۍ هماغسې چلیدله او خاورې یې بادولې. د تورې تروږمۍ په دې دوخړو کې  راروانه سیايي ورکه شوه. دوی ګړندي ګامونه اخیستل . ناڅاپه یې په مخکې یو نری زلمی راښکاره شو. دوی ودریدل. زلمی څو ګامه لیرې وو .  هغه  څو ګامه   د دوی خواته واخیستل.
دوی  هماغسې ځای په ځای ولاړ وو. زلمی راوړاندې شو .یو ځل یې ځوان له نظره تیر کړ او بیا یې ماشومې  ته وکتل . زلمي چیغې کړې . پیدا مې کړ ،پیدا مې کړ. ځوان یتیمې ته وکتل اوبیا یې زلمي ته وکتل . خوله یې په دې جملې پرانیستله : ته څوک یې ؟
زلمي وپوښتل ، ما نه پیژنې ؟ ځوان ځواب ورکړ ،نه .  زلمي وویل ،زه وزګار یم . ځوان سر وښوراوو،وزګار  ته  یې په مینه وکتل او بیا يې  ورو شانې   وویل موږ پسې راځه.
درېواړه روان وو. لږ مخکې لاړل چې د پښو اواز راغی ، دوی زیر شول چې  یوه ډله  سړي خواره له دوی لږ ور هاخوا چټک روان دي ، ښه یې ورته وکتل چې ګوتې یې هم په ماشه دي.
دوی یو دقه دلته په خاورو کې اوږده پریوتل چې هغه ډله لیرې شي.
ښه یې ځان ډاډه کړ چې د سړي خورو ډله لیرې شوه بیا راپورته شول. کالي یې وڅنډل ، د یتیمې لاس یې هماغسې کلک ونیوه او روان شول.  په لاره کې یې لویه هدیره مخې ته راغله . یتیمې  قرغه کړه . زما پلار ، پلار ! . ځوان دیخوا اخوا وکتل هیڅ نه ښکاریدل. یتیمې ته یې وویل ستا پلار چیرې  دی ؟ یتیمې دده پام یو قبر ته واړاوو  . د یتیمې پر خړو شونډو مسکا خپره شوه  ،په ماشوم انداز  یې وویل  زما د پلار پر قبر یو څراغ ځلیږي.   ځوان  هم رڼايي احساس کړه چې  دقبر شنه جنډه یې له ورایه څرګندوله .  په دې هدیره کې دهغو سپیڅلو مړي  پراته وو چې سړي خوړونکو یې وینې زبیښلې وې . ځوان لاسونه پورته کړل هدیرې ته یې دعا وکړه او بیایې  یتیمې ته وویل :هر چا چې ستا پلار وژلی ،زه یې لاس تړلی ستا مخې ته دروم . یتیمې وویل زه وږې یم. ځوان حیران شو، دوی سره ډوډۍ نه وه . هغه دیخوا اخوا وکتل . په مخه کې  یوه غونډۍ  ښکاره شوه ،د غونډۍ پر سر یو کور ښکاریده. ځوان یتیمه او وزګار  زلمی دغونډۍ لاندې کیښنول او خپله په منډه منډه ورغی چې له  دې کوره   یوه پرچه ډوډۍ او لږ اوبه یتیمې ته راوړي.
ځوان دوه ځلې نارې کړې .په دې کور کې څوک شته ؟ایا په دې کور کې څوک شته ؟ بیا یې خپل غوږ د کور دیوال ته نژدې کړ چې د زګیروي غږ یې تر غوږو شو.داسې لکه څوک چې خپله وروستۍ سا اخلي. ځوان ژر د کور د حولۍ پر دیوال ور واوښت. کور لوی انګړ درلود. د وینو ډنډ پکې ولاړ وو.
ځوان خپلې پایڅې  پورته کړې او په ډنډ کې پراته مړي یې وکتل .مړه  ټول ښځې او ماشومان ول. د کور برندې ته یې پام واوښت چې یو سپین ږیری سړی په وینو کې لت پت پروت دی .  سپين ږیري لا هم زګیروي کول . نژدې ورغی. د هغه سر یې پخپل زنګون کیښود . دسپین ږیري سینه سورۍ سورۍ وه. سپین ږیري په ډیر تکلیف خپله ګوته د ښار خواته ونیوله او وېویل، قاتلان دېخوا لاړل .

 
بېرته شاته