لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
دصمد روحاني له غوښتنواوپيغورونوډك ټليفون
لیکوال: ميرويس افغان   نېټه: 07.06.2009   خپرونکئ:   سمسور  

سيند لويي لويي ځپې وهلې ، شپه وه آسمان كي دستورو رڼا لږ اوسپوږمۍ روښانه وه . سيند په خپلو څپوكي دسپوږمۍ انځور داسي ځنكاوه لكه ديوه ښكلي ماشوم څېره چې دځانګو په ټالونو كې لېري او نېژدې كېږي . ما ددې مكاري دنيا له ناخوالو دسيندغاړي ته پنا وړې وه . دخپلو فكرونوپه لړۍ كې زه هم له سپوږمۍ سره ځنګېدم .
چوپه چوپتياوه . هيڅوك نه ښكارېدل ، يوازي دهلمند دسيند ياغي څپو شور جوړكړى وو.
له ليري ځايه به دسپيوغپا وخت ناوخته دارامي فضا سكوت مات كړ.
دسوچونوو داخيالي دنيا مي دټليفون شرنګا راړنكه كړه. دټليفون شميره ناڅركنده وه . په ډېر احتياط مي دهوكې تڼۍ كښېكاږله او ورته وه مي ويل :
جوړ په خير.
غږ ګانګوړه غوندي ووخوپوى شوم چې اشنا غږ دى .
بيا مي وويل:
جوړ پخير! زه ستاسو غږ سم نه اورم تاسو څوك ؟
له هغې خواغږ راباندي وشو:
(جان) اوس زما غږ اورې ؟
ما وويل :
هو اورم ته؟؟؟
ولي هيران شوې روحاني يم ، صمد روحاني اوس خوموپوښتنه هم نه كوئ .
ما په حيرانۍ ترې وپوښتل ته ژوندى يې؟
هغه په خپله همېشنۍ خندا په كټ كټ وخندل راغبرګه يې كړه او په خپله هلمندۍ لهجه يې راته وويل :
دښادۍ خبريالان شئ مړوو ته ژوندي واياست او ژوندو ته مړي .
خود  ژوندى يم ، دخير پرغونډۍ درته ناست يم او تاسوڅارم چې څوك به دظالم په خلاف غږاوچت كړي . ګورم چې څوك به ظالم ته ظالم او مظلوم ته مظلوم ووايي.
څاركوم چې زما دبېوسه ولس ستونزي به كوم ليكوال،خبريال او دقلم څېښتن راوسپړي.
ماته يې دخبرو موقعه نه راكوله او خپله خبره يې لانوره اوږده كړه!
ټول مي وكتلاست يوۀ هم زمادناروغي بوډۍ مور پوښتنه ونه كړه.
ډېرناځوانه ياست چې زما دزړه ټوټه يوازينۍ لور(سپوږمۍ) پرسر موزما لپاره هم لاس ورتېر نكړ. هيچا زما بېوسه اومجبوره پلارته زما دنوي پيداشوي زوى مباركي ورنه كړه.
متل دى چې(حقيقت ترخه وي) ما دروحاني دګيلواوپيغورونولړۍ ورلنډه كړه او پوښتنه مي ځيني وكړه:
كه ته ژوندى يې نو چېرته يې ؟
هغه بيا يوځل داسي وخندل تابه ويل چې پوره كال يې نه دي خندلي ، په خندا- خندايې راغبرګه كړه:
ليونيه !
 زه دخپل ولس په زړونو اوفكرونوو كي ژوندى يم.
زه دخپلوخواخوږوپه وينه اواحساس كي ژوندى يم، زنه مرم او دلته ډېر خوښ يم. اوس  څوك پرټليفون ګواښنې نه راته كوي اونه هم دچا ښكنځل اورم.
ستاسوله نړۍ نه په راتګ سره مي غوږونه بېغمه شول ، دلته زما په راتګ ډېركسان خوشاله شول. اجمل نقشبندي زما په ورتګ دډېرونوروملګرو سره اشنا كړم. سږكال جاويد جوجو هم راغلو، اوس موږ ټول سره يوځاى يو.
دخداى دادنيا ډېره لويه ده او دهيڅ كمى پكي نشته . داجنت دى او دلته دهغوكسانو ډېرقدركيږي چې دخپل ولس اوخلكو لپاره يې كاركړى وي اوقرباني شوي وي .
زه له تاسو ټولوخبريالانو، ليكوالو،شاعران او دقلم له څېښتنانو هيله كوم چې له هرډار اوو ويري پرته خپلوكارونو ته دوام وركړئ . دخپل ولس او خلكو په لاركي كه قرباني هم شئ دتل لپاره به موژوند ارام وي .
مه ډاريږئ له هغو دوزخيانو چې ستاسو دكارونو خنډ ګرزي .
ددې خبري تركولووروسته يې غږ راباندي وكړ:
قربان دي سم ، نوري خبري به بيا كوو. او ما په زوره ورباندي چيغه كړه شمېره دي راكړه زه نوري خبري هم درسره كوم . له همدې سره مي سترګي روڼي شوې او په كټ كي پر بل اړخ واوښتم

 
بېرته شاته