لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
دکیسې موضوع څرنګه پیدا کولی شو؟
لیکوال: اجمل پسرلی   نېټه: 28.05.2009   خپرونکئ:   مړوند  

کیسه هغه وخت خوندوره وي چې موضوع یې ښایسته وي او له تخنیکي اصولو سره سمه لیکل شوې وي.زموږپه و‌طن کې د وروستيو درې لسیزو تحولاتو د داستان لپاره دومره موضوعات پنځولي دي ،چې کیدای شي پرهره ګړۍ یې یوه کیسه ولرو. همدغه علت دی چې یوشمیر کره کتونکي په دې باور دي چې له لویوپیښو وروسته سترهنررامنځته کیدای شي. دغه حوادث خلک روایتوي خو هنري کیسې هغه وخت ترې جوړیدای شي چې له تخنیک سره سمې ولیکل شي. یوازې له پېښو کیسې نه جوړیږي ، هرانسان په خپله د کیسودنیاګۍ ده. نجیب محفوظ لیکي(( کله چې له الوتکې یا له څو منزله ودانۍ خلکو ته ګورو ټول یو ډول ښکاري اما کله چې هغوی ته ورنژدې شو،ډیر توپیر لري،که  دغه فرق ته ځیرشوسربه مو وګرځي))دنوبل دجایزې وړونکی عرب لیکوال بیا څرګندوي چې هر لور ته موضوعات پراته دي او له تکرارموضوع هم بیا استفاده کیدای شي(( ځکه چې تکراري موضوع نوې کیږي،لکه خپله ژوند او هر( نوی ) همهغه موضوع نه ده چې پخوا کارترې اخیستل شوی و)).
د موضوعاتو په اړه  کره کتونکي وایي، په نړۍ کې هغه کیسې چې ښه موضوع لري او هنري نه وې لیکل شوې څوک یې نه چاپوي او هغه کیسې چې موضوع یې دکار نه وي خو لیکوال یې توانیدلی وي چې دلوستو پر وخت یې لږ ترلږه درې کاره ترسره کړي وي دچاپ وړ کیږي:
۱-  تلوسه یې پیدا کړې وي چې له کرکټر سره به څه کیږي
۲- لوستونکي ته یې دا فکر ورکړی وي چې څرنګه به کرکټر له دې ستونزې وځي
۳- دې فکر ته یې هڅولي یوو چې  غوټه به څرنګه ( منطقي ) هواریږي
 دغه درې کاره په موضوع کې حرکت پیدا کوي، سپړي یې، پيچي یې، تلوسه په کې ژوندۍ کوي او لوستونکی اړ باسي چې تر وروستۍ شیبې کیسه په خوند ولولي.
ځیني لیکوال له نورو اوریدلي نکلونه کیسه کوي خو ګڼ کره کتونکي په دې باور دي چې ترهغوغوره کیسه څوک نه شي لیکلی چې په خپله یې حس کړې نه وي. دغه احساس ښایي داسې نه وي چې مساله خپله لیکوال ته پیښه شوې وي، خو لیکوال ته د پیښې یوډول عیني او ذهني انتقال، کیسه د هغه خپله کړې وي.
کیدای شي چې دیوه روغ ماشوم له لیدو سره هغه بې وزله سوالګر چې دکابل په کوڅو کې لاس درته نیسي او خیرات غواړي ستاسو سترګو ته ودریږي ، سوالګر بیا بل ټپي کوچنی راپه یاد کړي او په دې ډول له یوې لیدنې دوې زړې پیدا کړو.دروغ کوچیني له لیدو ممکن بل روغ کوچینی هم راپه زړه شي خو ډیرکله الهام کټ مټ دلیدونکي شي په څېر نه وي.‌طبعت  هم مفاهیم زموږ سترګو ته دروي. زما دطبعت یوه تجربه داده چې یوه ورځ په( پراګ) کې څپک څپک واوره وریده ما دکړکۍ له شا ورته کتل که څه هم زه په خپله کوټه کې ګرم وم خو دواورې ورښت وطن ته بوتلم، دکابل( ده افغانان) ته یې وروستم، زوړ یومنزله رستورانت یې زما مخې ته ودراوه او دباندې په سړک باندې یو سوالګر. نور خلک مې ځکه سترګو ته نه دریدل چې په ماشومواله مې په یاد دي کله  چې به واوره وریده او کوڅې ته به مو سر ورهیسته کړ هیڅوک به په کوڅه کې نه ښکاریدل. دغه احساس دیوه سوالګر کیسه راباندې ولیکله. دا کیسه ددې مقالې په پای کې لوستلی شی.
 دکیسو د موضوع په اړه، همداراز که له بله اورو، هغه هم د خپل ژوند له نورو تجربو سره شریکولای شو او بیا کیسه لیکلای شو. دغه اشتراک کیسه د لیکوال مال ګرځوي او هغه د نړۍ دانځورګرانو د هنر کمال پکې پیدا کوي چې کله یې هم عکس نه شي لرلای. د بل دخولې کټ مټ اوریدلې کیسه زموږ په وطني کیسو کې ډيرځله له فني اصولو سره ټکر رامنځته کوي. په پیښور کې مې د افغان ادبي بهیر دکیسو په غونډو کې څو ځله یادیږي چې په کیسې که به له غیرهنري تصادفه کار اخیستل شوی و  ، لیکوال به استدلال کاوه چې دخدای دپاره ولې یې نه راسره منی یومخ همداسې پلاني ته پیښ شوي  دي.
 که څوک دیو چا کیسه ولیکي چې وسله والو پسې واخیسته، د مکروریانو دریم منزل ته  وختله، وسله وال پسې وروختل، دې له دریم پوړه را ټوپ کړل ، منډه یې کړه اوځان یې خلاص کړ.
ددې کیسې لیکوال ته به بل  ووایي دا نو امکان لري؟! لیکوال به ځواب ورکړي، له څو کسانو مې دا نکل اوریدلی دی، کټ مټ د نویمې لسیزې په جګړو کې همداسې شوي دي .دلته د کیسو تخنیک استثناءات نه مني او دا تصادف ګڼي چې په کیسو کې ناببره نتیجه غټ عیب ګڼل کیږي.ځیني کره کتونکي وړاندیزکوي چې هغه وخت ښایي له تصادف څخه استفاده وشي چې په خپله ناببره پیښه د کیسې داتل یا اتلې پرضد وي، نو که په پورتني مثال کې وسله وال نجلۍ تصادفا وویني، دا د کیسې له اصولو سره مغایره خبره نه ده.په دریو مواردو کې تصادف دکیسې له اصولو سرغړونه کوي:
۱- کله چې دمنلو نه وي
۲- کله چې په کیسه کې تصادف مهم نقش لري
۳- کله چې تصادف دکیسې په پای کې راشي
ددې لپاره چې د تصادف په برخه کې یا په نورو مواردو کې کیسه لیکوال تیر نه وځي، کره کتونکي نویو کیسه لیکوالو ته لارښوونه کوي او وایي،چې موضوع مو پیدا کړه ذهن ته یې وسپارﺉ، پخه یې کړﺉ، کرکټرونه او پیښه روښانه کړﺉ، بیا قلم راواخلی او کیسه ولیکی.
 امریکایی لیکوال (ادوارد هاورد) وړاندیز کوي چې کیسه لیکوال دې خپلې تجربې په کیسو بدلې کړي. ښاغلی ادوارد په دې کې دا ګټه ویني چې لیکوال دې ته اړوځي چې خپل ژوند ته ډیر دقت وکړي، ښې ورځې یې ورپه زړه کړي او ترخه حالات یې هم له نظره تیرکړي. هاورد زیاتوي، زما دیوه ناول له لیکلو وروسته پام شو چې خپله کورنۍ مې اوس سمه وپیژندله. د اداورد هاورد په وینا بریاوې او ماتې د کیسوښه مطالب جوړوي خصوصا که ستاسو مربوط وي او یا دهغو کسانو چې دهغوی په وړاندې د مینې او مهربانۍ ژور احساس لرﺉ.
هاورد وایي، کله چې مو موضوع په ذهن کې پخه کړه ، سترګې پټې کړﺉ، ورو ساه واخلی ، د خپلې موضوع وخت درپه زړه کړﺉ! څه وینی؟ څه اورﺉ؟ څه بوی کوﺉ؟
بیا مکان ته پام وکړﺉ، که بله کوټه وي ،هلته ورننوځی، هلته هم له خپلو حواسو کار واخلی، شیان راواخلی، لمس یې کړﺉ ، سترګې وغړوﺉ، بیا له ځانه وپوښتی، ولې مودغه وخت او دغه ځای انتخاب کړﺉ دی؟ اوس نو د سترګو د پرانیستلواو لیکلو وخت دی، چې څومره ژر کیدای شي لیکل کوﺉ. لومړی یو شی مفصل ولیکي، واړه جزییات لا مه کموﺉ، بیا ددې لیکنې اهمیت ته پام وکړﺉ. دغه تمرین له لسو ترپنځلس دقیقیو وخت نیسي. ناول لیکونکی هاورد وایي، ما دا تجربه کړې چې یو ځل مې یوه زړه راډیو وموندله، د لرګیو صندق یې درلود، ها خوا یو څراغ بل و. په خیال کې مې ګوتې وروړې، لمپه مې لمس کړه، پوزه مې ورنژدې کړه، بوی مې حس کړ، د راډیو صندوق مې خلاص کړ، دکوچنوالې د وخت یوه پروګرام ته غوږ شوم. بیا مې په خپل ژوند کې د راډیو د ارزښت په اړه فکر وکړ،هغه سړی مې را په یاد کړ چې راډیو یې راکړې وه، دغه راډیو مې په کیسه  کې یوه کرکټرته وبخښله.
دناول لیکونکي هاورد له لارښوونې سره سم اوس په کرکټرونو فکر وکړﺉ؟ کرکټرونه توصیف کړﺉ، که یو کرکټر بل ته راډیو ورکړي او له دوی پرته دریم هم ذهن ته لاره وکړه دهغه په اړه هم ولیکی، بیاد سوالونو وار دی:
۱- لومړي کرکټر ته ولې دا راډیو ارزښت لري؟
۲- ددې راډیو له لرلو څه پیښیدای شي؟
۳- دا راډیو یې چیرته موندلې ده؟
۴- ولې دوهم لومړي کس ته دا راډیو ورکړې ده؟
۵- اوس چې یې راډیو ورکړې څه به پیښ شي؟
۶- دریم کرکټر ولي راډیو غواړي؟
۷- که دریم کرکټر هڅه وکړي چې راډیو تر لاسه کړي څه به پیښ شي؟
دلته څو ټکره رامنځته کیږي. ښاغلی هاورډ لارښوونه کوي چې له څو ټکرونو یو انتخاب کړﺉ او بیا لاندنیو سوالونو ته ځواب ورکړﺉ:
۱- له دغه ټکر سره به څه پیښې رامنځته شي؟
۲- له دې ټکره څه داستاني عمل پیدا کیدای شي؟
۳- څرنګه دا ستونزه حل کیدای شي؟
کله چې دغې مرحلې ته د ناول لیکونکي هاورډ په وینا راورسیدو، ګورو چې اصلي شی دیوه دی خو له څو کسانو سره ارتبا‌‌ط پیدا کوي.
عرب لیکوال( حسین القباني) بیا دمضمون د موندلو لپاره د کلماتو دتداعي لارښوونه کوي لیکي، مثلا دکوټې کلمه رااخلو ددې لپاره چې یویاڅو کیسه ییز موضوعات ترلاسه کړو نو لومړی باید دکلماتو د تداعي لار تعقیب کړو،دا دارواپوهنې مشهوره طریقه ده. دکوټې دمانا تداعي په دې ډول عملي کوو:
کوټه،بالکون..کړکۍ..کور..کوڅه..ښځه..ښایسته..بوډۍ..کوڼده..مور..پلار..میره..او داسې نور.
کیسه لیکوال حسین القباني وړاندې لیکي، دکوټې کلمه ما په خپله پخپل ژوند کې عملي کړې ده او څو کیسې مې ترې جوړې کړې چې بیا مې خپرې کړې دي. لیکوال وړاندې لیکي، که امکان ولري چې دا کلمات لږ منظم ولیکل شي نو دکیسې دموضوع به څه روښانه شي..
کوټه..بالکون..کړکۍ..ښځه..بوډۍ..کونډه..کوڅه..خوشالي..دخپګان یاد..میره..
په دې ډول به دا موضوع لاس ته راشي:
(( بوډۍ کونډې دخپلې کوټې له کړکۍ سربهرکړی و او په سړک کې یې ډنګ او ډونګ ته کتل، دې ته پخواني وختونه ورپه زړه شوو..دواده شپه چې دمیرې له لاسه پرې پوه نه شوه)).
دګڼو کیسه لیکوالو په وینا د یوه لیکوال خپلې تجربې تر بل هرڅه د کیسود موضوعاتو ښې زیرمې دي خو دلته بیا هم هغه تیره خبره چې دغه موضوع  فني اصول صیقلوي. یوه ورځ یوه دوست کیسه راکړه چې ویې لولم. کیسې خوند رانه کړ، یوه بل ګران ملګري ته مې وویل، ددې کیسې خوند څه شي وړی دی؟! راته  ویې وویل، ترې ډیره شخصي شوې ده. دا خبره زما په فکر پخه خبره ده، هغه لیکوال نه و توانیدلی چې خپله کیسه له بل سر شریکه کړي.دشراکت او صمیمیت لپاره د کیسې روایت مهم دی.که چیرته لیکوال دکیسې پوه کرکټروي، ښایي لوستونکی یې ونه مني او د لیکوال او لوستونکي ترمنځ فاصله رامنځته شي.
یوشمیرکره کتونکي په دې باوردي چې بې موضوع لیکوال مترادفات سره کتاروي او دیوې صحنې داسې جزییات ممکن تشریح کړي چې هغه دکیسې له نورو عناصرو سره اړخ نه لګوي. که څه هم اطناب په افغاني کیسو کې دځینو په وینا حق الزحمې هم رواج کړی دی. خپرندویه مراجعو به دکیسې یا یوه مطلب پیسې لیکوال ته په صفحو ورکولې. په وطني کیسو کې دموضوع دفقر یوه نخښه ښایي داوي چې کله ناکله سره ورته مسایل په یوه ډول څیړو. په کابل کې دشپتمې لمریزې لسیزې ګڼې کیسې دخوارو شتمن ټکرانځوروي او په پیښور کې دشپیتمې او اویایمې لسیزو ګڼې کیسې له شوروي عسکرو سره جګړه، خو دغه دوه عمومي موضوعات هم که دکیسو له اصولو سر سم ولیکل شي او دیوه لیکوال دخپل ذهن محصول وي ښه شی ترې جوړیدای شي. نجیب محفوظ وایي( هره زړه موضوع بیاهم نوې کیدای شي، دغه نوښت هنر رامنځته کوي اودهنرپه برخه کې دامهمه نه ده چې څومره نوی دی بلکه دامهمه ده چې ګټه یې څومره ده او خوند یې څومره) دنجیب محفوظ په وینا خوند او ګټې دبشرهنري میراث غلبیل کړی دی، یوشمیرلیکني یې تلپاتې کړي دي او یوشمیریې هیرې کړې دي.
نجیب محفوظ موضوع ته ډیرارزښت ورکوي، دی وایي، کله چې انسان څه اصل ته پابند نه وي او څه ته ارزښت نه ورکوي نو بیا چې قلم راواخلي او لیکل پیل کړي، یوازې په فورم کې ځان غرقوي او په هغه کې خوند ویني. دتخنیک په اړه نجیب محفوظ وایي چې خپله کله هم د لیکلو پروخت په تخنیک پسې نه دی ګرځیدلی او له تخنیکي ستونزې سره نه دی مخامخ شوی ځکه چې دموضوع په اړه فکرکوي.دی وایي، دغه فکر ماته تخنیک خپله په ګوتو راکوي.

 
بېرته شاته