لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
لنډې کيسې ته لنډه جوړښتي کتنه
لیکوال: عبدالله الهام جمالزي   نېټه: 21.05.2009   خپرونکئ:   سمسور  

پدې وروستيو کې د لنډې کيسې په باب کله کله څه ليکم، يا يې د نورو کيسه ليکوالو د کيسو په پلمه ليکم او يا يې په خپل ويبلاګ کې د ځان لپاره، خو دا څو ورځې وړاندې يو دوست راته په وېب لاګ کې ليکلي وو چې که له خپل نظره د کيسې په جوړښت څه وليکم، دا مې د کيسې په اړه خپل فکر دي او ما هم په کاغذ وليکه...
کله چې لنډه کيسه ليکل کېږي، د ليکوال په ذهن کې له هرڅه وړاندې ايده يا فکر خطور کوي او دا چاره د پلاټ، روايت، کشمکش، کرکټر، خبرو اترو ، هوډ، منځپانګې، پيغام او پاي بنسټ ږدي.
دا چې ايده يا فکر څرنګه روزل کېږي او تر قلمه رسول کېږي د ليکوال په ذهن کې پاتې توکي دي، د روايت ډول او د لوستونکي د راکاږلو او هغه ته د پيغام د رسولو لاره هم له ليکوال سره پاتې کېږي، خو د لومړني فکر، پلاټ، کشمکش د ځواک او پاي جوړښت د هر داستان او کيسې لپاره يو رنګ توکي دي. 
زه خپله د ايده يا لومړني فکر په اړه باوري يم، هر وخت به الهام نه راځي چې د ليکوال په ذهن کې د لنډې کيسې تخم وکري، بلکه د ژوند ورځنۍ پېښې، مطالعه او خپله ليکوال د لومړني فکر محراق جوړيږي.
لومړني فکر ځانګړي تعريف هم نلري، خو سړي ويلاي شي چې داسې فکر چې د طرحې او روايت لامل شي، د تصوير وړ وي، داستاني وي، نوي او هر اړخيز وي، د کيسې لومړني فکر دي.
له لومړني فکر وروسته طرحه پنځول کيږي. لومړني فکر خپله، طرحه رامنځته کوي، د کيسې بدن او هډ هډ پنځوي، يا په لنډو سره ويلاي شو چې طرحه د لومړني فکر ترسيم شوې بڼه ده.
د طرحې يا پلاټ (plot) کلمه د لومړي ځل لپاره ارسطو کارولې.
طرحه هم بېلابېل تعريفونه لري، خو په لنډو ټکو کې له ځانه ويلي شو چې طرحه د کيسې په اوږدو کې په يوه ليکه پېيل شوې منځپانګې ته ويل کيږي.
په طرحه کې د روايت او په يوه ليکه کې د منځپانګې د پېيلو د ډول مسله مطرح کېږي، چې زما په نظر ورته لېږد ويلاي شو، پدې پړاو کې د طرحې ډول او د ليد زوايه رامخته کېږي، چې دا د ليږد ډول په څو ډولونو ويشل کېداي شي.
لومړي د ليک په بڼه، ډېري کيسې د ليک له لارې تر لوستونکو رسېږي او د ليک بڼه لري، چې د ليک په وسيله پکې کيسه تر لوستونکي رسېږي.
د رپوټ په بڼه، چې پدې ډول کې ليکوال د يو رپوټ په توګه خپله کيسه غځوي.
دغه راز د ليکلو خاطراتو په بڼه چې ليکوال پکې هڅه کوي، د ليکلو خاطراتو له لارې خپل داستان پر مخ بوځي.
د پوښتنې ګروېږنې په بڼه، پدا ډول کيسو کې ليکوال د پوښتنو ګروېږنو په توګه خپله کيسه پر مخ بيايي چې ډېري بېلګې يې په پوليسي کيسو کې موندلاي شو.
د ذهني کشمکش له لارې، په دې ډول کې هم ډېري ليکوال يا له خپله ليده يا دريمګړي ليده ذهني کشمکشونه نندارې ته ږدي او خپل داستان پرې غځوي.
ګڼ نور ډولونه هم لري چې په ليکوال پورې اړه لري او خپل داستان پرې غځوي.
په ټول کې د داستان د طرحې په اړه څو برخې په ذهن کې خطور کوي، چې پدې برخو يې ويشلاي هم شو.
لومړي مقدمه ده چې ليکوال خپله کيسه پيلوي او هغه کلمې او جملې چې لوستونکي دې ته چمتو کوي چې د داستان لوستل پيل کړي.
دوهم ګام د لومړۍ پېښې پيل دي چې پدې پړاو کې ليکوال د کيسې په لومړۍ پېښه قلم ږدي او د کيسې غځولو ته ملاتړي.
بل ګام د غوټې يا بحران په لور يون دي، په دې ځاي کې ليکوال خپل لوستونکي د کيسې له بحران سره له ځان سره کشوي.
بل پړاو د کار پايله ده، چې د غوټې يا بحران د پاي ته نږدې کېدو او د غوټود خلاصېدو پړاو ښيي.
هوډ، هغه هڅه چې د کيسې په اوږدو کې ددې لپاره کېږي چې لوستونکي يا اورېدونکي تر پايه له کيسې سره پاتې شي.
دا کشمکش په څو ډوله په کيسه کې اچولاي شو، د ماجرا يا پېښې له لارې، چې پدې ډول کې په خپله پېښه داسې پېښه ټاکل کېږي چې په کې ځينې پټ ټکي، او پټ څيزونه چې په لومړي سر کې له لوستونکي څخه پټ شوي دي، بل د کرکټر يا د کيسې د اتل اندرواي يا کشمکش دي، پدې کې د کيسې اتل داسې ټاکل کېږي چې پکې لوستونکي له ځينو پټو ټکو سره مخ کېږي او هغه ددې لامل کېږي چې د کيسې تر پايه مل پاتې شي، دغه راز په ځاي او وخت کې، پدې ډول کې هم له داسې ځايونو کار اخيستل کېږي چې پکې داسې ټکي وي چې لوستونکي پرې د پوهېدو لپاره د کيسې تر پايه مل پاتې شي.
په ټول کې ويلاي شو چې په طرحه کې څو ټکي ډېر مهم دي، طرحه بايد دمنلو وي، قوي انځورونه او تصوير ولري، تضاد پکې وي، چې دا کشمکش غواړي او کشمکش له ګڼو لارو داستان ته لار موندلاي شي، لکه د کرکټر کشمکش له خپل ځان سره، يا هم د کرکټر کشمکش له طبيعت سره، په ‌‎طرحه کې شک او ترديد چې وکولاي شي لوستونکي يا اورېدونکي له ځانه سره تر پايه يوړلاي شي له بل مهم ټکي دي، دغه راز يې موضوع نوې او بکره وي، ساده وي او تر ټولو مهم دا چې موخه ولري.
د کيسې بل مهم ټکي د کيسې اتل يا کرکټر دي، کرکټر هم د کيسې په څير لومړني فکر ته اړتيا لري، يو لومړني فکر ددې لامل کېږي چې کرکټر وپنځول شي او د کيسې پېښې وڅرخوي، دغه راز دکرکټر انګيزه چې کرکټر ولې او څرنګه پنځول کېږي. کرکټر د کيسې اړخ اړخ روښانوي او د عيني والي سره يې مرسته کوي.
زه فکر کوم چې کرکټرونه په دريو ډولونو ويشلاي شو، اصلي کرکټرونه، فرعي کرکټرونه او بکرونډ کرکټرونه.
اصلي کرکټر ټوله کيسه څرخوي، منځ پانګه يا طرحه په مخ وړي، او د داستان ټولې برخې همغږې او پرمخ وړي.
فرعي کرکټرونه له اصلي کرکټر سره مرسته کوي، خبرې اترې زيږوي، اصلي کرکټر روښانه کوي او د داستان په القا کولو او د پيغام په رسولو کې مرسته کوي.
بک ګرونډ کرکټرونه هم، له دريو يا څلورو زيات يوځاي کرکټرونه چې په داستان کې برخه اخلي لکه لښکر، پوځ او يا نور...
په کيسه کې د ليد زاويه ددې معني لري چې کيسه د چا له ليد يا ژبې وليکو، يا په بل عبارت د ليد زاويه يعنې د کيسې د بيان ډول.
د ليد زاويه د ليد حالت، شخص او اړخ ښيي، خو په لومړي سر کې يې په د ننه او بهر باندې ويشلاي شو.
د ننه معنا دا چې د ليکوال له (زه) څخه را وتونکي ليد، چې پکې په هر څه پوه، په لږ څه پوه او عيني کتونکي شامليږي.
ويلاي شو چې د ليد کابو درې اصلي او بنسټيزې زاويې شته، (زه، ته ، هغه) خو د (زه او هغه) د حالتونو له جمعې څخه دوه نور ډولونه هم چې موږ او هغوي کېږي په لاس راتلاي شي.  دغه راز د (هغه ) په برخه کې هم مونث او مذکر ته په پام سره د بدلون په بڼه کې ځانګړې بڼې خپلولاي شي. اوس اوس کيسه ليکوالو د ليد د زاويو په يوځاي کولو سره بېلابېلې فرعي لارې موندلې چې له هغې لارې کولاي شي خپلې کيسې په ښه توګه بيان کړي.
دليد زاويې ډولونه
 الف:  زه
له خپل ليد يا د زه او راوي له ليده: پدې ډول کې د داستان اصلي کرکټر په خپله ژبه خپله کيسه بيانوي چې البته دا خپله ليکوال هم منظور ندي. لکه د استاد سعد الدين شپون شين ټاغي...
د فرعي کرکټر يا ملګري له ليده: پدې ډول کې د لومړي کرکټر ملګري د داستان راوي دي،
يو اړخيز ډيالوګ: پدې ډول کې راوي له يو چا سره خبرې کوي خو موږ يواځې د راوي خبرې اورو، يا لولو او د مقابل لوري د خبرو اغېز هم د راوي په خبرو کې  حس کوو.
د ذهن خبرې يا په بله وينا سوچ: چې پدې ډول کې يو څوک په لوړ آواز فکر کوي، حتي د هغه په افکارو د پېښو او تېرېدونکو صحنو اغېز هم حس کولاي شو.
ليک: دوه يا څوکسان يو بل ته ليک استوي او کيسه لدې لارې بيانوي، کله خو البته يواځې يو کس ليک ليکي.
د ورځني يادښت له لارې: پدې ډول کې راوي د ورځني يادښت يا د خاطراتو د يادښت له لارې داستان بيانوي.
د رپوټ په بڼه: پدې ډول کې ليکوال پرته د قلم او کاغذ څخه له بل ليد سره سروکار نلري لکه د ګابريل ګارسيا مارکز د يو مرګ راپور..
 ب: ته
پدې ډول کې راوي کيسه بل چاته په خطاب کې بيانوي. داسې ته وا چې له پېښې سره مخاطب مخامخ شوي.
 ج: هغه
د کرکټر له ليده: پدې ډول کې ليکوال کيسه د لومړي کرکټر له ليده تعقيبوي او پېښې هم د هغه په اړه وي.
د فرعي کرکټر له ليده: پدې ډول کې ليکوال د لومړي کرکټر له ليده نه ګوري خو په يو ډول نه يو ډول د هغه د ملګري يا دوست له ليده پېښې تعقيبوي.
له بهره ليد(سينمايي): پدې ډول کې بيا ليکوال لکه کمره غوندې يواځې څه چې ويني او اوري ليکي او له خپله ځانه هيڅ څه ته نه ورګوري پدې ډول کې يواځې خبرې اترې او پېښې راځي. لکه د همينګ وې، سړي وژونکي.
 موږ (زه + زه + زه+...)
پدې ډول کې بياليکوال کيسه تقريباً ټوټه ټوټه کوي او داچې د کيسې په هره برخه کې يو ښه ليدونکي او شاهد مومي د کيسې د کرکټرونو له ليدونو څخه د ښې ګټې اخيستنې لپاره  دهغه له ژبې يا د هغه له (زه ) څخه کار اخلي. چې البته دا ډول په اوږدو کيسو کې زيات موندل کېږي
 هغوي(هغه + هغه + هغه+...)
دا ډول چې ډېر مشهور هم دي، ليکوال لکه د کيسې د ټولو کرکټرونو له ليد  څخه چې خبر وي هسې پيښې تعقيبوي، د کيسې په هرڅه پوهېږي او د داستان په هرځاي کې شته وي. لکه د تولستوي جنګ او سوله.
وروستي يادونه غواړم د خبرو اترو يا ډيالوګ په اړه وکړم، خبرې اترې په کيسه کې تر ټولو ستر رول لري، خبرې اترې له يوې خوا خبرې اترې کوونکي را پېژني، له بلې خوا د صحنې، کشمکش، اټکلونو وړاندوينو او نورو موضوعاتو په روښانه کولو کې ستر رول لري، د خبرو اترو له سترو ځانګړنو کولاي شو دې ته اشاره وکړو چې خبرې اترې بايد لنډې وي، اشاره او تصوير ولري، پرې کېدونکې او ستړې کوونکې نه وي.

 
بېرته شاته