لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
کونړي زده کوونکي د پوهنتون له نشتوالي سر ټکوي
لیکوال: فضل یار   نېټه: 21.05.2009   خپرونکئ:   خلیل  

دکونړ ولايت ډېرى هغه زده کوونکي چې له دولسمو ټولګيو فارغ شوي له دولت غوښتنه کوي چې په دغه ولايت کې دې ورته پوهنتون جوړ کړي چې دوى په کې خپلې لوړې زده کړې پر مخ يوسي. په کونړ کې له ثانوي زده کړو فارغ هلکان او انجونې په يوه خوله له دولت غواړي چې د افغانستان د نورو ولايتونو په څېر دې په دغه ولايت کې هم د ځوان نسل د ښې روزنې په موخه پوهنتون جوړکړي.کونړ د افغانستان په ختيځ کې پروت يو غرنى ولايت دى چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره نږدې دوه سوه او پنځوس کېلومتره سرحدي پوله لري چې د پخوا په پرتله يې  اوس دنفوذو په شمېر کې هم دپام وړ زياتوالى راغلى .په دې وروستيو کې د يو شمېر نادولتي ادارو له لوري د ترسره  شوې سروې او د ځايي خلکو پر وينا شاوخوا شپږ سوه زره  تنه په دغه ولايت کې استوګنه لري چې دمګړۍ يي نږدې يو سل او پنځوس زره تنه نارينه او ښځينه  په دغه ولايت کې په يو سل او شپږ دېرش ښوونځيو کې پر زده کړو بوخت دي او هرکال يي په سلګونه تنه له دولسمو ټولګيوفارغېږي .ددغه فارغو زده کوونکو څخه ګڼ شمېر په دې نه توانېږي چې لوړو زده کړوته لاره پيداکړي .دکونړ ولايت له لېسو فارغ هغه کسان چې د کانکوردازموينې  له لارې د نورو ولايتونو پوهنتونونو ته بريالي هم شي د يو شمېر کورنيو او اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولاى چې په نورو ولايتونوکې خپلې لوړې زده کړې ترسره کړي .دوى له دولت غواړي چې دافغانستان د نورو ولايتونو په څېر په دغه ولايت کې دې  هم ورته يوپوهنتون جوړکړي چې پرته له کومې ستونزې خپلې لوړې زده کړې په اسانۍ سره په خپل کور ياولايت کې ترسره کړي او له لوړو زده کړو بې برخې پاتې نه شي . يوويشت کلن شريف الله چې دکونړله عمراخان لېسې څخه په ١٣٨٧لمريز کا ل کې فارغ شوى ، وايي که دولت چېرې په کونړ کې ورته د لوړو زده کړو زمينه برابره نه کړي نو دى د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولى چې په بل ولايت کې پوهنتنون ولولي .نوموړى وايي يواځې دى نه دى چې له دا ډول ستونز سره مخ دى بلکې پر وينا يي دده په شان په سلګونه تنه ځوانان شته چې زړه يي غواړي لوړې زده کړې وکړي خو د امکاناتو د نشتون له امله نه دي توانېدلي چې خپل دغه ارمان ته ورسېږي.يوازې دانه چې دکونړ له لېسو څخه فارغ شوي ځوانان په نورو ولايتونو کې دلوړوزده کړو دترسره کولو توان نه لري،بلکې دياد ولايت ګڼ شمېرهغه ښځينه زده کوونکې چې له ثانوي زده کړو فارغې شوي له ورته ستونزې سره مخ دي .د فاطمي د لېسې څخه فارغه شوې غزاله چې دوه ويشت کاله عمر لري وايي د سږني کانکورله ليارې د ننګرهار ولايت د ښوونې او رزونې پوهنځي ته بريالۍ شوې خو د کورنيو،اقتصادي ستونزو او کولتوري محدوديتونو له امله نه شى کولى چې په ننګرهارپوهنتون کې خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي.هغه هم له دولت غوښتنه کوي چې په کونړ کې دې ورته پوهنتون جوړ کړي چې دوى خپلې لوړې زده کړې تر سره کړي.غزاله وايي که دولت چېرې په کونړ کې د لوړو زده کړو اسانتيا برابره کړي نو ددې په شان سلګونه انجونې دې ته تيارې دي چې د پوهنتون په بېلابېلو پوهنځيو ته دبرياليتوب په موخه ازموينه ورکړي .د کونړ ولايت يو تن قومي سپين ږيرى استاد محمد امين خان بيا و ايي کله چې د اسدالله وفا د کونړ ولايت والي وو د لوړو زده کړو وزارت د کونړ لپاره چې کرنيز ولايت د کرنې او شرعياتو دوه پوهنځي منظور کړي وو خو تر دې دمه يي چا غم نه دى خوړلى .
هغه له دولتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د کونړ ولس ته دې هم د لوړو زده کړو په برخه کې اسانتيا برابره کړي

 
بېرته شاته