لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه 24.04.2018 د ښاغلي شرر ساپي شعرونه 27.03.2018 د ښاغلي فریدون فطرت شعرونه 22.03.2018 ښاغلي حيران شينواری شعرونه
 
د پاچايانو راتګ
لیکوال: سليم سليمان   نېټه: 19.05.2009   خپرونکئ:   سمسور  

 پاچا هوس وكړ چې د سهار ډوډۍ د ښار په يوه كافي كې وخوري. له باچهي ماڼۍ راووت، د بازار د منځ يوې وړې كافي ته ورغى، فرمايش يې وركړ چې هګۍ ورته  پخه كړي.
   كافي والا هګۍ پخه كړه، د كافي په وړوكي، خيرن مېز يې د باچا مخ ته كېښوده او ډېر عذر يې وغوښت چې ډوډۍ، لوښي او وسايل يې د باچا لياقت نه لري.
   د سباناري له كولو وروسته پاچا كافي والا ته وويل چې پيسې يې څو شوې ؟
  كافي والا وويل: صاحب، زر طلاوې.
  پاچا پوښتنه وكړه: هګۍ اوس دومره كم يافته دي چې دانه په زر طلا ده؟
  كافي والا وويل:  صاحب، هګۍ ، پيدا كېږي ، د اعلى حضرت راتګ نه پيدا كېږي

 
بېرته شاته