لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
اغلې پروين ملال سره مرکه
لیکوال: محمد ابراهیم سپېڅلی   نېټه: 19.05.2009   خپرونکئ:   سمسور  

خوږو لوستونكو! د پښتو ژبي تكړه شاعره، ليكواله اود راډيو پروډيوسره اغلې پروين (( ملال )) چي تر اوسه يې څلور شعري او يوه د لنډو كيسو ټولګه د خپلي ژبي د بډايني لپاره وړاندي كړي دي او پوره لس كاله يې په افغانستان راډيو (كابل) كي د پروډيوسرۍ مهمه دنده پر مخ بېولې ده. په هيواد كي د ورستيو سياسي ناخوالو له كبله د نورو هيوادوالو په څېر هجرت ته اړه سوې ده دا يې څووم كال دى چي د پاكستان په كراچي ښار كي د هجرت تريخ ژوند تېروي، هلته يې هم د خپل اولس د بيدارۍ او د پښتو ژبي د بډايني لپاره قلم له لاسه نه دى غورځولى او لا د هيواد او هيوادوالو په غم كي كله نا كله د قلم په څوكه د شعر يا نثر په ژبه خپل د مسئوليت له مخي څه نا څه دې مظلوم ولس ته وړاندي كوي.

پ : د شعر ډګر ته مو د راتلو انګېزه څه وه؟
ځ : زما نه په يادېږي ځكه هغه مهال زما عمر لږ و، صرف دونده به درته ووايم چي زه چي په كوم محيط كي را لويه سوې يمه ماته زمينه مساعده وه ځكه زموږ كور ته به مجلې او ورځپاڼي مثلاً د كابل مجلې، اېرانۍ مجلې او ان د ډهلي څخه (شمعه) مجله هم راتله او زموږ په كور كي كتابتون هم موجود و، نو د هغه كوچنيوالي څخه مي د مطالعې سره ډېره مينه او علاقه وه آن چي هغه وخت لا زه د اخبار په مفهوم نه پوهېدم خو د خپلي خاصي ميني له مخي به مي لوستى او بله دا خبره وه چي زما د ناشناس ږغ ډېرخوښېدى نو د هغه ويل سوي غزلي به مي په كتابچه كي ليكلې دغه علاقه وه چي يوه ورځ نه پوهېږم څنګه مي يو شعر وليكى، تاسو باور وكړئ چي زه هغه مهال د شعر او ميني په مفهوم نه پوهېدم چي مينه څه شى ده؟ او زما هغه اولين شعر داسي و:
ستاپه مينه د هرچا يم منت باره راسه! راسه!
د خپل پردو وړم تهمتونه بې شماره راسه! راسه!
د شعرونو پيل مي داسي نه دى چي زه ورته كښېنستلې يمه او يا مي رياضت ورته كړى دى بس نه پوهېږمه چي څنګه داسي ناببره شعر راته راغلى و او ما ليكلى دى.
پ : ډېر پوهان د شعر لپاره پر يوه تعريف سره يوه خوله او يو زړه نه دي څوك يې يو ډول او څوك يې بيا بل ډول تعريفوي نو ستاسو په اند شعر څه شي دى؟
ځ : شعر خو زماپه اندخپله د شاعر د احساساتو او د هغه د زړه عكاسي ده، د هغه د احساساتو دروني كيفيت چي پر هغه باندي څه تېرېږي د هغه يو اواز يا تصوير د ىو بل ټولنيز، حماسي او يا سياسي شعرونه چي دي هغه د وخت او شرايطو سره منځته راځي.
پ: تاسو وويل چي ماته په اول ځل خپله شعر راغلى نو ايا اوس چي كوم شعرونه ليكئ دا شعرونه درته راځي او كه يې ځان ته راولئ؟
ځ : هيڅ وخت ما په شعر باندي زور نه دى وهلى او هيڅ وخت زور نه په وهمه دا څو كاله كېږي چي بېخي مي نه شعر او نه كيسه ليكلې ده كېداى سي ځيني نور عوامل به هم وي خو زما د كور مصروفيت ډېر دى زما د مرحومي خور(كريمې) د اولادونو تربيه هم زما په غاړه ده او روغتيا مي هم ډېر وخت ښه نه وي، شعر هم نه دى راته راغلى او ما هم كوښښ نه دى كړى چي پر ځان زور راولم چي ولاړه سمه يو ځاى كښېنم او په زوره ځان مجبوره كړمه چي زه بايد شعر يا كيسه وليكم نه يوازي دا ان زه په عادي ليكنه كي هم پر ځان زور نه راولم.
پ : د كيسو خبره مو وكړه نو كه راته وواياست چي كله تاسو يوه موضوع په خپلو سترګو ووينئ، يا يې د يو چا څخه واورئ او يا هم كومه ليكنه يا شعر ولولئ بيا يې د كيسو لپاره سوژه ګرځوى او يا شعر ورباندي ليكئ؟
ځ : په داسي وخت كي زه نه د چا شعر ګورم او نه د چا كيسه لولم ځكه زما په فكر كه په داسي وخت كي څوك د چا كوم شعر ولولي او يا يې كيسه مطالعه كړي نو ټول تخليق به يې د هغه شاعر يا ليكوال تر اغېز لاندي راسي، ما مطالعه كړې ده خو داسي كار مي نه دى كړى چي كوم وخت زه يو شى ليكمه نو د يو چا اثر ولولم او بيا دي د خپل نثر يا نظم ليكلو ته كښېنم.
پ: ځيني كره كتونكي د ښځو پر شعرونو باندي دا نيوكه كوي چي كه يې د شعر څخه نوم ايسته كړې نو د نارينه وو له شعرونو سره يې توپير نه كېږي نو تاسو په دې خبره كي څه واياست؟
ځ : ستاسو خبره صحيح ده او په رښتيا هم داسي خبري كېږي خو دا خبره زه شل پنځويشت كاله وړاندي منم چي د ښځو په شاعرۍ كي حتى د مذكر او مونث توپير نه دى سوى خو تر هغه ورسته زه دا خبره نه منم ځكه لكه څنګه چي نارينه احساسات لري همداسي ښځي هم خپل احساسات لري، زه هيڅ نه پوهېږم چي دوى څنګه شعر ته زنانه شعر وايي؟ كه د مخالف جنس ستايلو ته دوى زنانه يا مردانه شعر وايي نو دا كار خو هم ټولو نارينه شاعرانو نه دى كړى او چي له دغسي شعرونو څخه هم د دوى نوم ايسته كړې څوك نه پوهېږي چي دا شعر نارينه ويلى دى او كه ښځينه ويلى دى ځيني شاعران به وي چي داسي شعرونه يې ويلي وي مثلاً د (جهاني) په شعرو كي يا د (كاروان) په شعرونو كي به ډېر لږ داسي شعرونه وي خو زه خپله داسي شعرونو ته لڅ شعرونه وايم.
پ : ايا ستاسو په وينا دغه لڅ شعرونه زموږ پښتني ټولنه زغملاى سي؟
ځ : په افغانستان كي چي زموږ كومه پښتني ټولنه ده دا تر ليكي د هغي خوا د پښتني ټولني سره ډېر فرق لري، د دې سره_سره چي دلته جنګونه راغلي دي دا ملك وران سوى دى، ښوونځى سوځول سوي دي پوهنتونونه تړل سوي دي مګر بيا زموږ د خلګو ذهنونه د ښځو په وړاندي ډېر روښانه دي خو د ليكي د هغي خوا دا ځيني شاعران يا ليكوالان ما په مشاعرو كي ليدلي دي هغه ښځي چي دغسي څه وايي نو دوى يې مخامخ ستايي او د شا له خوا بيا ورپسي خبري كوي او پر اخلاقو يې تبصرې كوي چي دا كار ښه نه دى.
پ : اغلې پروين (ملال) ايا ستاسو مطلب دا دى چي تر اوسه لا زموږ ټولنه د دغسي شعرونو اورېدولو ته چمتو نه ده؟
ځ : بلې هو! زموږ دا اوسنۍ ټولنه ان د نارينه وو دغسي شعرونو اورېدو ته لا نه ده جوړه نو هغه د ښځو شعرونه خو لا پر لار پرېږده.
پ: د چا شعرونه مو خوښېږي؟
ځ : زما په كلاسيكو شاعرانو كي د رحمان بابا شعر ډېرخوښېږي يو خو ډېر ساده شعرونه دي او بل د ده له شخصيت څخه هم ډېره متاثره يمه همدارنګه حميد(مومند) مي د نازكخيالۍ په خاطر ډېرخوښېږي او په اوسنيو شاعرانو كي چي د كوم چا شعرونه پر ما يو ډول د خوشحالۍ حالت راولي او ډېر تاثير راباندي كوي هغه د كاروان شعرونه دي او دغسي مي نو د جهاني، ننګيال او اجمل خټك شعرونه مي هم خوښېږي او د دروېش دُراني شعرونه هم ښه اغېزه راباندي كوي لنډه دا چي ښه شعر چي د هر چا وي زما خوښېږي.
پ: ايا شعر په مطالعه پوري ډېره اړه لري او كه دا يو فطري استعداد دى؟
ځ: زما په اند په شعر كي هم استعداد ضروري دى او هم مطالعه لازمي ده تاسي وګورئ د رحمان بابا څخه اته سوه كاله تېرېږي خو بيا مو بل رحمان بابا پيدا نه كړ، نه مو خوشحال پيدا كړ او نه مو هم بل حميد بابا پيدا كړ دا ځكه چي دوى له فطري استعداد سره_سره ښې مطالعې هم درلودې او هسي عادي انسانان نه وو نو زه يو ځل بيا په ټينګار سره دا وايم چي د شعر لپاره له فطري استعداد سره_سره مطالعه هم ډېره ضروري ده.
شعر يو داسي شى دى مثلاً په دې كايناتو كي لوى څښتن داسي موجودات پيدا كړي دي چي ثابت دي لكه لمر، ستوري، اسمان او داسي نور. . . خو ځيني يې بيا داسي موجودات پيدا كړي دي چي نيمګړي دي هغه بيا تكامل كوي مثلاً انسان يا نباتات چي د وخت په تېرېدو سره ډېر بدلون پكښي راځي نو شعر هم داسي دى اول كمزورى وي مطالعې ته اړتيا لري، رياضت غواړي او د وخت په تېرېدو سره د كمال حالت ته رسېږي.
پ: اغلې پروين ملال زه چي ستاسو لومړي شعرونه ګورم او بيا مو سپوږمۍ په ځنګل زاركي لولم ډېر توپير پكښي وينم ايا تاسو هم دغسي كوم توپير احساس كړى دى او كه مو احساس كړى وي نو اغېزه يې څه شي بولئ؟
ځ: هو، ولي نه زه چي اوس خپل ځيني پخواني شعرونه وايم باور وكړئ چي په شرمېږم او د ځان سره وايم چي دا شعر مي څنګه ليكلى دى خو ځيني شعرونه بيا ښه خوند راكوي، ما تاسو ته مخكي وويل چي شعر په پيل كي نواقص لري بيا ورسته_ورسته مكملېږي نو زه فكر كوم چي دا به د عمر غوښتنه وي عمر چي ډېرېږي عقل هم ورسره تكامل ته رسېږي او نه يوازي مطالعه ور سره ډېرېږي بلكي مشاهده هم ورسره ډېرېږي ښايي چي دغه شيانو به زما پر شعر هم اغېزه ښندلې وي.
پ: څنګه شعر خوښوئ او غواړئ چي د كوم شاعر يا شاعري په ډول شعر وليكئ او يا كه خپله پوښتنه داسي وړاندي كړم چي ايا كله مو داسي فكر كړى دى چي كشكي مي د فلانكي شاعر او يا د فلانكۍ شاعري په ډول شعر ليكلاى؟
ځ: زه چي هر ښه شعر وګورم وايم كشكي دغه شعر ما ليكلى واى! خو تر اوسه مي داسي فكر نه دى كړى چي كشكي مي د فلانكي شاعر په ډول شعر ليكلى واى ځكه كله چي مي دروني كيفيت شعر ويلو ته جوړ سي او شعر راته راسي زه يې ليكم او په هغه مهال كي نو زما دا فكر نه وي چي زه يې د چا تر تاثير لاندي ليكم (خندا) .
پ: ما اورېدلي دي چي د شعر ليكلو هم خپل ځانته يو وخت وي د عمر په تېريدو او يا د پېښو په رامنځته كېدو بيا هغه سي شعر نه سي ليكل كېداى تاسو په دې اړه څه واياست؟
ځ: تاسو ښه واياست ځكه انسان ډېر عاجزه مخلوق دى ځيني وخت داسي پېښي راسي چي د انسان ټوله ذهن كار پرېږدي زه خپله هم چي ډېره خوابدې سمه شعر نه سم ليكلاى او دغسي هم سوي دي مثلاً كله چي زما (خاوند) خداى دي ښه ورسره وكړي، ما په ژوند كي ډېر درناوى ورته درلودئ او اوس خو يې تر هغه وخت زر چنده نوم او قبر ته درناوى لرم نو هغه چي وفات سو تقريباً مادوه كاله شعر و نه ليكلاى سو، دا ځكه چي زما ذهن ډېر په تشويش كي و بيا مي چي ځوانه خور وفات سوه په هغه كي هم ما ډېر وخت شعر و نه ليكلاى سو لنډه دا چي زه نه په ډېره خوشحالي كي او نه په ډېره خوابدي كي شعر ليكلاى سم او چي نورمال حالت وي كولاى سم چي شعر وليكلاى سم.

پ: په اوسني پښتو ادبي بهير كي د ښځينه شاعرانو او ليكوالانو د تخليقاتو څخه راضي ياست او كه لا ډېر مزل ورته پاته دى؟
ځ: ادبي بهير خو بيخي ژور دى او د ښځينه قلموالو هڅي خو لا تر اوسه په لومړيو پوړيو كي دي شعر بيخي ډېري مرحلې لري خو موږ په دې څو تنو ښځو چي شعر وايي او يا ليكني كوي حساب كوو او وايو چي زموږ شاعري دي د دنيا د نورو ښځو سياله شاعري وي چي دا يوازي يو خيال دى.
پ : او د خپل شعر په اړه كه څه راته وواياست چي څونده ځيني خوښه ياست؟
ځ : تاسو باور وكړئ كله چي زه اوس خپل كتاب را اخلم نو يو دوه يا درې شعرونه به مي پكښي خوښ وي، دا زما عادت دى چي كله نوى شعر وليكمه او يو څه وخت ور باندي تېر سي بيا مي نه خوښېږي خصوصاً چي چاپ سي بيا مي ګر سره نه خوښېږي نو ستاسو د پوښتني په ځواب كي بايد دونده و وايمه چي له خپل شعر څخه ډېره راضي نه يمه.
پ : تاسو د شعر څخه علاوه يوه د لنډو كيسو ټولګه د (سپيني پاڼي) په نامه هم خپره كړې ده كه په دې اړه زموږ درنو لوستونكو ته وواياست چي د كيسو ډګر ته بيا څنګه راغلاست؟
ځ : د كيسو ډګر ته زما راتلل يو تصادف و، دغه د افغانستان ورستۍ غميزي ډيري زړه دردونكي وې يوه ورځ ناسته ومه د (وفا) اخبار مي وايه تاسو باور وكړئ د هيواد په اړه ليكل سوو پيښو راباندي ډېره اغېزه وكړه ماله ځانه سره ويل كه چيري دا ولس سره يو لاس نه سي راتلونكى به يې څنګه وي؟ يوه ليكنه مي د (هديرې) په نامه وليكل تاسو باور وكړئ زه نه پوهېدمه چي دا لنډه كيسه وه كه څه شي وه هغه ما (وفا) اخبار ته ور واستوله كله چي ما په چاپي بڼه وليدله د لنډي كيسې تر سرليك لاندي يې خپره كړې وه كله چي مي وليدل چي زه خو لنډي كيسې هم ليكلاى سم بيا مي شروع ورته وكړل او په ځيني مسايلو كي به مي د طاهر (آفريدي) سره كله نا كله مشوره كوله د هغه ورسته مي په كيسو ليكلو پيل وكړاو دې ډګر ته راغلمه.
پ : زه چي د ځينو ليكوالانو او شاعرانو سره ږغېدلى يم او پوښتنه مي ځني كړې ده دوى زما د پوښتني په ځواب كي راته ويلي دي ((كله چي يوه موضوع په شعر كي نه سو رانغښتلاى هغه بيا په لنډه كيسه كي رانغاړو.) ) ايا تاسو هم داسي كوئ يا مو داسي كړي دي؟
ځ : هغه ښايست چي په شعر كي غواړې هغه په لنډه كيسه كي نه تر سترګو كېږي ځكه د نثر او نظم ترمنځ ډېرتوپير دى او ما هيڅكله داسي نه دي كړي چي د شعر موضوع په كيسه واړوم يا كيسه په شعر واړوم.
پ : ستاسو د لنډو كيسو ټولګه (سپيني پاڼي) ما ټول لوستى او يوه ليكنه مي هم ورباندي ليكلې ده په دې كتاب كي اكثره كريكټرونه ګونګ دي او تاسو د يو راوي په ډول يوازي كيسه كوئ چي د لنډي كيسې څېړونكي دغه ډول كيسې كمزوري بولي تاسو په دې اړه څه واياست؟
ځ : دا خبره در سره منمه ځكه دا زما لومړۍ ټولګه وه كېداى سي چي په نورو كيسو كي دغه ټكي ته پام وكړمه او رښتيا هم دا د لنډو كيسو لپاره يو كمزورى ټكى دى.
پ : تاسو خو په راډيو كي هم ډېر عمر كار كړى دى ايا راډيو ته مو تګ هم يو تصادف و؟
ځ : كه تاسو ته ووايم چي راډيو ته هم تصادفي ولاړمه نه پوهېږمه چي باور به وكړئ او كنه؟ زما د نطاقۍ سره له سره ډېره مينه وه په هغه وخت كي زما مور او پلار دلته په كندهار كي وو او ورڼه مي په كابل كي وو، زه د ورڼو سره كابل ته د دوى كور ته تللې ومه له يو څو عمر څخه ورسته مي ورور راته وويل چي، پرويني كه په كور كي دي نفس تنګېږي زه به يو مصروفت درته پيداكړم، ما ور سره خوښه كړه د ده له دې خبري سره ماته دا معلومه سوه چي موقع راته برابره ده يعني اجازه لرمه چي دباندي كار وكړمه په دې وخت كي يو اعلان سوى و، چي په راډيو كي د نطاقۍ شپږ مياشتنى كورس دى د ورور په اجازه مي په هغه كورس كي داخله واخيسته ډېره خواري مي وكښله او زما دمخه هم له مطبوعاتو سره علاقه وه او په كندهار كي د (طلوع افغان) د ادبي پاڼي مسئوله ومه
خو په دې كورس كي زه ځكه پاته سومه چي ما په كندهارۍ لهجه خبري كولې نو ډېره مايوسه سولمه په داسي حال كي چي زموږ د كورس يوه استاد (ابراهيم خېل) څو واري په ټولګي راته ويلي و چي ته بايد خپله لهجه سمه كړې ستاسو دي په ياد وي چي هغه مهال د مشرقي او كندهارۍ لهجې په اړه خورا ډېري خبري كېدې اخر مي هيواد ورځپاڼي ته د كار په هيله درخواستي وليكل له نيكمرغه رئيس زه پېژندلمه ماته يې له مجيد سربلند سره د خبرو كولو موقع چمتو كړه چي هغه مهال د اطلاعات او كلتور وزير و، ما هغه ته وويل چي زما نوم پروينه ده د كندهار څخه راغلې يمه غواړم چي په هيواد ورځپاڼه كي دنده اجراكړمه، ده راته وويل ولي په راډيو كي كارنه كوې؟ لنډه دا چي په راډيو كي مي د دوى په همكاري لومړى په سياسي او اجتماعي څانګه كي كار پيل كړ، بيا وروسته د هنر او ادبياتو څانګي ته ولاړمه هلته مي مختلفي خپروني پروډيوس كړي دي، د راډيويي مجلې پروډيوسره ومه چي هره د جمعې په ورځ به خپرېدى او د هنراو ادبياتو له ښو خپرونو څخه و، يو بل پرګرام و چي په فارسي يې ترازوى طلايي ورته وايه او په پښتو يې كره كتنه بللى هغه مي هم پروډيوس كړى دى همدا ډول څو نوري خپروني وې لكه جمعه او زموږ ډالۍ، از هر چمن سمن دا دوه پروګرامونه مي ليكل او يوه بله خپرونه وه چي هفتا زرنګ نومېدئ د هغه انانسري مي له خداى بخښلي ملال سره په ګډه كول او په لومړي وار چي ميكروفون ته كښېنستمه ډېره تر تاثيرلاندي ومه چي تر اوسه مي په ياد دي او هيڅ مي نه هېرېږي.
پ: اغلې پروين ملال! داسي ويل كېږي چي څوك په راډيويي ژورناليزم اخته سي نور تخليقي كارونه لكه شعر، لنډه كيسه او داسي نور. . . ور څخه پاتېږي تاسو دې خبري ته په كوم نظر ګورئ؟
ځ : زه په شخصي نظر دا خبره چنداني نه منمه ځكه زه چي راډيو ته ولاړمه ماته د ډېركار زمينه مساعده سوه هلته مي ادبي خپروني ليكلې او د پوهو كسانو سره مي وپېژندل يعني زه د ځان په اړه داسي ويلاى سمه چي پر ما باندي ستاسو د خبري برعكس راډيو ښه تاثير كړى دى.
پ : د كندهار اوسنی فرهنګي بهيرڅنګه ارزوى؟
ځ: زه د كندهار د ټولو قلموالو څخه ډېره راضي يمه خو په ځانګړي ډول د ځوانو شاعرانو او ليكوالانو څخه ډېره مطمئنه يمه باور وكړى دغه ښكلا مجله چي كله كراچي ته راسي او په دې مجله كي د دغه ځوانو شعري او نثري مرغلري ګورم ډېره مي خوشحالوي او پر اعصابو مي ښه تاثير كوي يعني زما په روحي حالت كي يې تغير راوستى دى زموږ په وختو كي ډېر لږ كسان وو، خو زه له دې هر ځوان څخه دا هيله لرمه چي د ټول افغانستان ادبياتو ته به ډېركار وكړي او د هر يوه څخه به په راتلونكي كي د هيواد تكړه ليكوال او شاعر جوړ سي.
هيله : اغلې پروين ملال كه د دې ښايسته مركې په ورستۍ برخه كي مو په خپله يوه نه هېرېدونكې خاطره ونازوئ خوشحالي به مو څو چنده نوره هم زياته سي؟
ځ : خاطرې خو بېخي ډېري دي دا اوس زما عمر پنځوسو كالو ته نيژدې كېږي لاكن هغه مهال چي په لومړي ځل مي شعر په طلوع افغان كي خپور سو تر اوسه مي په ياد دي او دا به مي د مرګ تر ګړي پوري په زړه کي وي او هيڅ به مي دا خاطره د زړه له كلي څخه و نه وزي او تل به مي پر زړه باندي طواف كوي

 
بېرته شاته