لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
زوړ ګيلن
لیکوال: محمد نعمان دوست   نېټه: 19.05.2009   خپرونکئ:   سمسور  

ان له سهاره د قوې ( کتار )  دراتلو اوازه وه ، دکلي پېغلې او ځوانې ميرمنې له خپلو ماشومانواو قيمتي شيانو سره ليکه – ليکه دغره په لور روانې وې .
   شيبه پس کلي له ځوانو ښځو او ميرمنو تش شو .  مجاهدين يو- يو  له خپلو کورونو  را وته او د ټوپک شپيلۍ يې لمر ځلولې . چنار لاندې سره راټول شول . چا خپلې وسلې پاکولې  چا  شاژورونه ډکول  او چا په چانټو ګوتې وهلې .
   قوماندان چې دچنار ډډ ته يې ډډه وهلې وه ، په خپله ماشينداره يې غوړه لته راتېره کړه ، دوه درې ځلې لټ راکش کړ او چې هر وار ترې  اخوا دېخوا مرمۍ ولوېدې نو بريتونو لاندې موسکى  شو .  بېرته يې شاژور کې کېښودې ، قيد يې وواهه راکټ يې له منځه راجګ کړ او بيايې وويل  :
   هلکو ! ماڅو کرته ويلي چې  ترڅو امر شوى نه وي  نو ډزې مکوئ ، خو تاسو هغه وخت په ځان نه پوهېږئ ، له قوماندې مخکې شاژورونه تش کړئ .
  داځل به داسې نه وي ،   اوازې دي چې قوه لويه ده ، که په تخنيک ونه جنګېږو تباه کېږو .
راکټ يې نور هم جګ کړ : او ل  ډز به  دهمده وي او بيا ... لايې خبره پوره کړې نه وه  چې توريالى راوړاندې شو :
 قو ماندان صيب ! څو کرته مې درته ويلي ، داځل چې هر څنګه وي راکټ به ماته راکوې  او بيا يې خپل پنځه ډزي  ټوپک ته چې په شپيلۍ  کې يې سور ځونډى  بند و لاس ونيو : زه  نور    دا  اوږده بلا نه شم ګرځولى . ابله قوه کې مې څو مرمۍ ټانک پرې وويشت دکاپر ځوى والله که پرې خبر وو ،  ترڅو ترې شنې لوخړې پورته نه کړم  زړه مې نه يخيږي .  
 قو ماندان خپلو مجاهدينو ته مخ واړو :
 توريالى له ډېره وخته راپسې دى . څو ځلې راته ويلي ، ښه زړوردي ، خو په راکټ مې زړه نه کېږي .  سم راته په سُر برابر نه ښکاري .
هسې نه يا ځان ژوبل کړي او يا مو له دې يوه راکټه خلاص کړي .
 توريالي سترګې سرې شوې ، ټولو ته يې بدې بدې وکتلې او بيا يې دستي  چانټه له ټټره خلاصه کړه ، ټوپک يې کېښود  او په تلو – تلو کې دګوتې په خوځلو سره وويل : يابه بې سُره توريالى نن خپل سرخوري اويا به ...
 قو ماندان څو غږونه ورپسې وکړل ، خو ده يواځې ( راکټ دې په تاسو مبارک وي )   وويل  او د ونو په منځ کې ورک شو .
 د ماسپښين اذانونو ته لا وخت پاتې وه چې ، د شوبلو ډوب – ډوب غږ ونه راورسېدل  .
 مجاهدينو د د عا لپې پورته کړې او بيا دسترګو په رپ کې ټاکلو ځايونو ته ورسېدل .
  د هغوي له رسېدو سره سم څو چورلکۍ  را واوښتې او په شاوخوا سيمو يې  دسکرټو باران جوړ کړ .
 څو دورې يې ووهلې او بيا بېرته له سترګو پناه شوې . دټانګونو غږونه رانږدې شول ، سړک ته د نږدې کورونو ښيښې په جړقېدو شوې .
 توريالي هم له خپل زوړګيلن سره ځان ور رسولى و او له سړک نه لاندې بوټو کې پټ و .
 دکتار د اول سر ټانګونه او څو پوځي موټر تېر شول ، خو لا يو خړ ټانګ له دوه موټر و سره پاته وو ، ورو- ورو رانږدې کېدل او د توريالي وينه هم په خوټېدو وه .
 لا پناه شوي نه وو چې دراکټ ډز نږدې غره داسې په شوق بدرګه کړ تا به وې ده هم په خپله لمن کې سورمخو  يرغلګرو ته زړه ډک و .
 ورپسې دماشيندارو غږونه پورته شول ، ځينې موټر به څو ګامه په يوه ډډه روان و او بيا به په ګړنګونو کې ورک شول .
له  پوځي موټرو شيبه په شيبه  شنې لوخړې پورته کېدې او پر سړک يې خولې خښولې .
 ورپسې ټانګانو کې ناستو کسانو چې د خپل سره انقلاب د پرمختګ ضد عناصر يې تورو کندو لېږل ، په سړک کې پاتې موټر يې هم کندو ته غورځول او په تېښته کې يې د پرمختک لاره  اواروله .
 شيبه وروسته ، دسړک دواړه غاړې له اوسپنيزو خوليو او اوږدو چرمي  موزو  ډکې شوې .
دګڼو ګروپونو له خوا ډزې روانې وې ، شنو لوګيو يو بل اسمان جوړ کړى و .
وروستى ټانګ زړه نازړه توريالي خواته راورسېد خو چې کله يې په هوا کې د لوګيو ننداره وکړه ، چاينونه يې سست شول ، دمخې تاوولو په لټه کې شو ، توريالي حوصله بايلوله ، د تکبير له زړه لړزونکى غږ سره پرې ور وخوت ،  ګيلن نه يې سرپوښ  لرې کړ  ، راټيټ يې کړ او بيا له اور لګيت نه پلته راوويسته .
 په ټانګ کې ناستو کسانو چې له خلاص سر نه دا ننداره وکړه ، سترګې سپينې واوښتې  د لاسونو په جګولو سره يې  د دوست دوست  چيغې  پورته کړې .
 توريالي چې  دګيلن خوله يې هماغه شان ټيټه نيولې وه ،  په اشاره يې ټانګ  ته له سړکه  نه دکوزيدو امر وکړ ، ټانګ لاندې پټيو کې ودرېد او په کې سپاره درې واړه کسان چې لاسونه يې جګ نيولي وو له هغه سره کلي ته راغلل .
 مازيګر لمر په پريوتو وو چې ډزې غلې شوې ، دقوې پاتې کسانو او موټر په تېښته ځانونه ولايت ته ورسول ، شيبه پس خړ پړ مجاهدين چې پر شونډو يې د غرور موسکا خوره وه له نوو ماشيندارو او لاس تړلو سور مخو سره راورسېدل .
  د قوماندان چې په پټې کې په ټانګ سترګې ونښتې  ودرېد ، راکټ پسې سترګې وګرځولې خو چې کله يې توريالى له نوو کسانو او کليوالو سره وليد مخکې راغى ، توريالى پرې غږ کړ : قو ماندان صيب ودې ليد بې سُره  توريالى ؟
 قو ماندان او مجاهدين هک پک وو ، ناستو درېواړو هم هرچاته شنې سترګې اړولې  او لړزېدل .
 قوماندان يو ځل بيا په پټي کې ولاړ ټانګ او توريالي ته وکتل  او لايې پوښتنه نه وه کړې چې  هغه ټوله کيسه تېره کړه .
 قو ماندان نور هم ورنږدې شو : ښه نو په دې لنډ او تنګ وخت کې دې پطرول  له کومه کړل ؟
 توريالى له خندا شين شو ، ګيلن يې پر سر واړو  او چې  کله يې ترې دوه درې غټ غړپونه وکړل  نو د سور مخو رنګونه لاپسې سره شول  ، يوبل ته يې مړې وکتلې او سرونه يې ښکته واچول .

 
بېرته شاته