لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
دبلينده بدرۍ خبرې دسروپه تله
لیکوال: سعيد غښتلی   نېټه: 28.04.2009   خپرونکئ:   مړوند  

دشعردمفهوم په اړه تراوسه کره کتونکي اوليکوالان په يوخوله نه دي اونه کوم جامع اومانع تعريف ورته لري زما په اند ددې لامل دادي چې شعر دژوندانه له بيلا بيلو اړخونوڅخه خبرې کوي او نيغ په نيغه په ابداع او نوښت پورې تړلي او نوښت تل دتغيرپه حالت کې دي نوځکه دتعريف په چوکاټ کې نه ځايږي.
 له نړيوالې جګړې وروسته شعرله پخواني تعريف نه راووته چې ويل کيده به شعريو موزونه قافيه لرونکې وينا ده ازاد شعر اوبيا سپين شعر رامنځ ته شوو چې نه يواځې يې شعردقافي له غړوندې ازاد  کړ  بلکې دشعرپه  شکل  اومضمون کې يې د تفکيراوتعبير له پلوه يوستر انقلاب راوست اوپه ډيره لږده موده کې دنړۍ په ټولوژبواوادبيا تو برلاسي شو عربي جزيرې ته په لومړي ځل ازاد شعر نازک الملايکه او سيا ب راوړچې دغه دواړه د ازاد شعرمخکښا ن بلل کيږي اوپه همدغه ترتيب له سمندرونوراواوښت اوداسيا زړه افغانستان ته هم راورسيد په دې کې شک نشته چې يوهنرې صنعت ديوې ټولنې سياسي ، کلتورې ، فرهنګي ،ټولنيز اواقتصادې لاملونو په پايله کې منځ ته راځي چې په هم هغه سيمه اوټولنه  پورې نيغ په نيغه تړاو لري ازاد شعر هم لکه دلنډې کيسې په څيرچې په پښتوادب کې يې توکې خواره واره موجود وو رامنځ ته شو که ځينو پخوانيو شعرونو ته وګورو اويايې هم پوره څيړنه وکړو نوازاد شعر ته ډيرپاتې کيږي .
لکه څرنګه چې مو په سرکې يادونه وکړه له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته ازاد شعر دشعر په شکل اومضمون کې يونوي انقلاب راوست اوشاعر وکولاي شول په اسانې سره خپلو خيالونوته د لفظونو اوموسيقۍ جامۍ ورواغوندې اوخپل مفاهيم اوځانګړې تجربې نوروته وليږدوي  همدغه علتونه وو چې ټولو ټولنو په ورين تندي ومنه او په پښتوادب  کې يې هم لکه دنوروژبو په څير ښه وده وکړه اونن سبا په دغه برخه کې  ډيرپياوړې شاعران لرو ان داچې داسې شاعرانې هم لروچې يواځې يواځې يې په نا مه پيژنو خو تردې مهاله يې دژوند په اړه هيڅ ډول مالومات په لاس نلرو له ډيرې مودې راهيسې ديو ې ښځينه شاعرې شعرونه لولم اخبارکې، مجله کې ،ويبپاڼه کې  څوورځې وړاندې مې دميرمنو بهيرويبپاڼه کې د دغې شاعرې يو شعر ولوست بيا مې دنوې ښځينه شاعرانو په لست کې وکتله هلته يې هم کوم مالومات په لاس رانغله دغه شاعره بلينده بدرۍ نوميږي
داغلې بدرۍ په شعرونوکې ترټولوزيات ښځينه احساس ترسترګوکېږي هغه چې څه ليکې دخپلوځانګړوتجربوله مخې يې ليکې شعريې ډيرښکلي اوروان تصويرلري هغه نووکليموکې دهنرروح پوکي او په خبرويې راولي طبعا په ټوليزه توګه ښځې دنارينو په پرتله ډيرې عاطفوي وي خو دبلنده بدرۍ په شعر کې عاطفه لکه دطوفانې سمندر په څيرده چې دشعردساحل په غاړه هر تږې دخپلوڅپولاندې راولي ، دسمندرتل ته يې رسوي ترڅودتخيل څودانې ملغرې په لاس ورکړي موټي يې دفکر په پياوړې وريښمين تار ورتړي چې سندريزې څپې يې بيخوده نکړې  او له لاسونو نه يې ملغلرې ونه ښويږي بلينده بدرۍ دخپل چاپيريال ډيره ښکلې مصوره ده په شعرکې يې هنرې تصويرونه دسينما پردې ته ورته دي ، له شعرونو نه يې داسې ښکارې چې اسلامي زده کړې يې کړي اودخداي تعالي سپيڅلې کتاب يې هم په سينه کې پروت دي  دخبرومنطق او استدلال يې ډيرپياوړي دي تل هڅه کوي چې نوي څيزراپيداکړي اودنوې شيانو په لټه کې ده لکه څرنګه چې مو يادونه وکړه چې هغه ډيره عاطفوي او مصوره شاعره ده دبيلګې په توګه به يې په دغه بيت يوڅه رڼا واچوو
سلګۍ د چا نوعمره ووړکې چوپې کړي ماښام کې
ټپې څه په ښه خوند، څه په ښه رنګ مې بنګړي وکړي
که څه هم دبنګړيو يادونه ډيره کليشيې خبره ده خو شاعرې هڅه کړې دغې کليمې ته نوي رنګ ،نوي خوند او نو ې مانا ورووبښي سره له دې چې دشعر اوډون يې دومره خوږنه دي خو دنوښت له پلوه ترې سترګې نه شوپټولي بنګړې ډيروشاعرانو يادکړي پيرمحمد کاروان وايې :
پريږده پريږده چې ټول مات شي
سردې ږدمه په بنګړيو
 اجمل اند وايې:
نه پکې شوروو نه سندرې دبنګړو په ژبه
راته يې واچوو خالي ټپي مړوند په اوګو
شررساپي وايې:
يوشرنګ دشنو بنګړو ووسپينې ليچې تاويدې
څه مستې ښکلاګانې وې سندروباندې بار
اوياهم
مودې مودې ويده وي په ټپې ټپې مړوند
راويښ شه اوس دسپينو ليچوشرنګه ځوانيمرګه
اوپه دې اړه ډيرزياتې ټپې هم لرو چې دبنګړو يادونه پکې شوې په پورته بيتونوکې هر شاعر ابتکارکړي او يو دبل نه جلامانااومفهوم لري ،دټولوپه شعرونو کې نارينه احساس ډيرې پياوړې دي او دخپلو ځانګړو تجربولارويان دي.
خو دشاعرې امتياز او ځانګړنه په دې کې ده چې هغه دبنګړو په شرنګ ما شوم ويده کوي او دا نوې خبره ده که تاسې داسې يو منظر ووينې چې يو ه نجلۍ  دماشوم سرته ولاړه ده ماشوم ژاړي اوهغه ورته بنګړې شرنګوي دبنګړوپه شرنګار ماشوم غلي کيږي نو تاسې به ترې څومره لذت اوخوند واخلي  دغه منظربه مو په ژوند کې له ياده ونه وځې  .
زړه اودماغ هغه هڅه زردهيرې منګلوته نه سپارې چې په روح او زړه  اغيزوکړي او په ذهن کې دهغې دتکرارتلوسه  راپيداکړي اويا هم تکراريې انسان شپږم حس هم ولړزوي .شاعرې په خپلو شعرونو کې دماشوم کليمه په ټوليزه توګه ډيره کارولې ده کله يې ګلونه په لاس ورکړي چې خپل محبوب ته يې يوسي او کله ورنيږدې شوي دي چې کوکۍ ترې واخلي د بدرۍ په شعرونو کې ماشوم داسې انځورشوي لکه دعربي مشهورشاعر نذارقباني په شعرونو کې مور لکه چې وايې :
زما ملګرې
 زما دخبرې مفهوم دغه نه دي
په خپل شهوت کې نه ويلي کيږم
خوچې مې خوښه کومه ميرمن شي
دامې ارمان وي
چې مې شي موراومعشوقه دواړه
په ټوله مينه درته اوس وايم
که ته مې مورشي
بدرې له خپل محبوب نه هم داغوړې چې د هرڅه ترمخه بايد يو کوچنۍ ماشوم ووسي
په دغه بيت کې هم  د ماشوم کليمه د عاشق لپاره استعارتا راوړل شوې ده او ورته والې پکې معصوميت، پا کوالي او نازولتوب دي شاعرې دماشوم دويده کيدو لپاره دبنګړو شرنګ مناسب ګڼلي خپل سندريزغږ يې نه دي ياد کړي طبيعې خو داده چې ميندې اوخويندې ماشومان په الله هو  ويده کوي تراوسه لادانه دي اوريدل شوي چې چا کوم ماشوم دبنګړو په شرنګ غلي کړ شاعرې دالله هو پرځاي بنګړې له دې  امله يادکړل چې دبنګړو شرنګ يوداسې رمز دي چې يواځې پرې دبنګړوميرمنه او ټاکل شوي اوريدونکي پوهيږي لکه چې وايې (بنګړوله شرنګ ورکه چې ودې پيژنمه ) دويمه داچې بنګړي د شاعرې له جنس څخه  نه دي او غږدشاعرې دجنس هغه حاسه ده چې  ډيرژردنارينه فکرځانته راګرځوي نو دغه هم د شاعرې دسپيڅلتيا يو ښکاره ثبوت وړاندې کوي بله داچې شاعرې دماښام کليمه راوړې سره له دې چې شعرې اړتيا هم نه ده ولې يې سهار نه يادوو ؟ولې يې غرمه نه يادوله؟ چې ماښام يې يادکړ
لومړي داچې ماښام دستړيادلرې کولو او دخوب وخت وي  نو داطبيعې خبره ده چې ماشوم بايد په ماښام کې ويده شي دوهم داچې په ورځ کې شور ماشور ډيروي هغه غږبرلاسي وي چې څومره لوړ وي نو دبنګړو غږکه څه هم شوخ او خوند وردي خوديوکلن ماشوم خندا ته پاتې کيږي هغه څوک يې اوريدلي شي چې په غيږکې يې پروت وي اوياهم ډيرورلنډو ي ترلرې يې غږنه ځې  نودبنګړو دشرنګ سره ماښام مناسب وخت دي.
داغلې بدرۍ يو نظم چې (لونګين) ترسرليک لاندې دي  او دميرمينو بهير په ويبپاڼه کې هم خپورشوې غواړمه چې يوڅه شننه يې وکړم او ددغه پورتنيو ادعاوپه اړه خپله رښتنولي اوسپينوالي په ډاګه کړم خو په دغه نظم کې ښځينه نفسيات ډيرښه انځورشوي اوانسان ته د اموقع په لاس ورکوي چې په اړه يې نوره څيړنه هم وکړي کله چې نارينه شعرليکي اويايې هم وايې په دې نه شي توانيدلي چې مقابل جنس دنارينه کومه ښکلاخوښوي چې پرهم هغې دخپل تخيل نيلي وځغلوي په دې نظم کې نفسيات ښځينه دي خو تصويرونه دنارينه دغوښتنې اوهيلو سره برابرانځورشوي دي چې لوستونکي يوڅه ټکني کوي او په شاعرباندې يې دنارينه شک پيداکوي او دغسې انځورونه ددغې شاعرې اوياهم شاعرپه شعرکې ډيرکارول شوي دي که د غه يو فرضي نو م تصورکړو نوبيا هم دشعرښکلايې ارزښت ته کومه صدمه نه رسوي ځکه چې ډير پياوړې هنرپکې کاريدلي دي ،هسې خو دخپلونفسياتو څرګندونه اسان کاردي خو ستونزه داده چې دمقابل جنس دنفسياتو څرګندونه وکړي، په لنډکيسه ، ناول ... کې ترټولو سخت کرکټرونه دي اوهغه ځکه چې يو ليکوال د څو انسانانو دنفسياتو څرګندونه کوي اوښه هنر مند هغه دي چې دحيواناتو جامي واغوندې او دهغو نفسيات را څرګند کړي له دې خبرو مې موخه داوه که دا نارينه هم وي نو زه يې هنر ستايم بله ګټه به يې داوي چې نوروهغه ښځينه شاعرانوته به دخپلونفسياتو دڅرګندولو ډيره ښه زمينه برابره شي  چې تراوسه يې په سرباندې د ټولنې دناوړه دودونو مرغان غوټې وهي اوشعرونه يې دنارينه وشعرونو ته پاتې کيږي زه غواړم چې په دغه نظم باندې يوڅوکرښې تورې کړم
ما لونګين درته لوګي کړ تا حجرو کې ووې
چې د لر کلي د ښکلا ملکې دنګې بدرۍ
زما اتڼ ته نظرونه مات کړل


شاعرې خپل نظم دلونګين په لوګې کولوپيل کړي  اونظم يې بياهم دلونګين په سيځلوپاي ته رسولي هغې لونګين خپل عاشق ته نه دي لوګي کړي يو يتم هلک ته يې لوګي کړي دهغې کونډې موراوښکوته يې لوګي کړي دهغې خويندوته يې لوګي کړي اوپاي کې يې يوې سپيڅلې عاطفي ته لوګي کړي خو يتيم هلک چې تل دمحروميت ښکارشوي فکرکړي چې دغه نجلۍ ورباندې مينه شوه او دغه رازيې افشاکړي دي  شاعرې چې خپل پوښتنې ماحول اوچاپيريال يې ډيرښه لوستي اوپه ټولودوددونو پوهيږي دغه يتيم هلک ته تاديبا دخپل لونګين دلوګي کولو لاملونه په ګوته کوي او په ډيروخوږوکليمويې رټي 
په عرفي توګه دنذرماتې لپاره پښتانه سپينلې اوياهم ماڼوګان لوګي کوي لکه چې وايې:
 مورې ماڼو ورته لوګي که
اوياهم :حجرې ته چې راځې نوسپيلنوسره راځه
خاطراپريدي وايې
خاطره يار دې په خيبرکې اوسي
ټوله دره له سپيلنو ډکه شه
خو شاعرې دلته سپيلني ياد نکړل اونه يې دماڼو يادونه وکړه لونګ يې ياد کړل دهغې لوګي کول يې يادکړل چې زموږذهن ته يې يو نوي تصويراوانځوراروړه ، لونګ نجونې په غاړه ګرځوي ډيرخوږبوي لري ، ما ڼو اوسپينلي دنذردماتولوپه موخه لوګي کيږي چې يوډول روح تسکينونکي بوي ترې راخيژې ددغه دواړوبوينوترمنځ که څه هم توپيرشته خو د ورته والې لامل يې بياهم بوي  دي دشاعرې په خپلې تخيلې نړې کې دلونګولوګې کول کټ مټ دسپيلنواوياهم دماڼو لوګي ته ورته ګڼي ماڼو اوسپيلنې په بازارونو کې ډيراوارزانه دي بل څه ته په ښه  نه راځي خو لونګ چې  له سلګونو کلونو راهيسې په ټپو اوشعرونو کې ياديږي  ډيرارزښت لري او دغه ارزښت يې لاپسې ډيرشي چې کله ترې لونګين جوړشي هغه وخت يې ارزښت په ښکلابدل شي چې دپيغلې ترغاړې ورسيږي همدغه وه چې شاعرې  ته له دېنه ارزښتناک ، ښکلي اوپه زړه پورې څيزبل نه وو هغه يې هم ترې لوګي کړ نوځکه لونګين ترپايه يادوي داسې لکه دچانه چې يوډيرقيمتې شي ورک شوي وي دوهمه ښکلايې دلته ده چې لونګين يو محرم شي دي کله چې د لونګين نوم ياد شي دانسان ذهن لومړي يوې ښځينه غاړې ته لاړشي لکه دادوړاه چې سره تړلې وي خو په حجره کې دلونګين يادونه هيڅ ډول ښکلايې ارزښت نه لري اوبيا هم دحجرې پرځاي  دجمع کليمه راوړل خبره يو ې رسوايې ته وباسي شاعرې په قصدې ډول هڅه کړي چې موضوع لويه کړي ترڅويې اغيززيات شي اومقابل ته دموضوع پرتناسب پيغوراوزجرورکړي
په دوهم نيم بيته کې شاعرې خپلې محسوسي ښکلاته په ډيره هنرې توګه ګوته نيولې ترڅود لوستونکې ذهن ته د يتيم هلک دعوا او دمحروميت انځورورسوي (دښکلاملکې، دنګې بدرۍ) هغه ستاينومونه دي چې په بيت کې راغلي دي دلته (بدرۍ) کليمه هم راوړل شوې ده چې دشاعرې تخلص او دښکلارمزاو سمبول هم دي چې ډيره په زړه پورې توريه يې ګڼلي شوو که يې نو م واخلو نو په حجروکې ديوې نجلې نوم اخستل ډيربده خبره او له پښتنې  دودونو څخه په کلکه سرغړونه ده نوځکه پرې شاعرې هم دخپل زړه تڼاکې ماتې  کړي او که يې دښکلارمزتصورکړونوبيا هم له بريده اوښتي

ما لونګين درته لوګي کړ تا حجرو کې ووې
چې د لر کلي له بدرۍ نه مې زړه چور وړي ؤ
شايد چې تا به داسې خيال کړي وي
چې به دستا هغې مستۍ راباندې
يا دې ها تورو اوږدو څڼو پر ما
يادې هم تت ښايست اثر کړي وي
شاعره دلونګين د لوګې کولونه انکارنه کوي نو ځکه يې تکراروي اوپرې پښيمانه هم نه ده  اوس دلونګين دلوګي کولو لاملونه په ګوته کوي خو تردې مخکې  دمخاطب نفسيات راسپړي خپل ځان په مخاطب کې حل کوي چې داپه هنرکې يوسخت خوزړه راښکونکي کاردي .
( تابه فکرکړي وي چې بدرۍ نه مې زړه وړي يابه د ې دافکر کړي وي چې ستا هغه مستۍ ،تورڅڼواودغې تتې ښکلا پرې اثرکړي ،يابه دې داسې انګيرلې وي چې زموږپه چم کې ژڼې ښکلانه لري ، يايې هم دوه ديرش لوټه داتڼ نه وې زده )
له دغې يادونې وروسته بيا وايې چې ستا بخت خو دغلته کاروکړ چې زمو ږ له کلې ډولې وتله اوته دناوک سره راغلي وې پښتوداده چې له کوم کلې ډولې وځې دهغې کلې  ځوانان اتڼ نه کوي هغوې دويرپه ټغرناست وي
وګورﺉ يوځلې بيا مخاطب ته طعنه ورکوي  چې دراز دافشا کولو سربيره دپښتوپه دود اورسم هم نه دي خبر.
اوس هغه ټولې خبرې چې دغه هلک په حجروکې کړې په داسې منطقې استدلال ردوي چې ته فکر کوي داشاعر ه نه بلکې يوه وکيله اوياهم کومه ستره فيلسوفه ده .
په دغه بيت کې دوه ځلې دندا توري راغلي (اي دبرکلي ژڼکيه، اي يتيم هلکه ) دا يو مانوي تکراردي چې دتنبيه لپاره کارول شوي دي ترڅويتيم هلک په غورسره ورته غوږونيسي بل دهلک له کليمې سره  ديتيم قيد راوړل لوستوالوته دا جوته کوي چې مساله دغسې نه ده لکه څنګه چې يې ده په حجروکې يادونه کړې ځکه چې دغه هلک يتيم دي اوښکاره خبره ده  چې  يتيمولې محروميت رامنځ ته کوي اومحروميت تخيلې نړۍ پياوړي کوي اوس خبره په ډاګه کوي هغه له دې نه ده منکره نه ده چې زړه يې نه دي بايللي خو لامل يې هغه هم  نه دي کوم چې په کلې کې  ډنډوره شوي دي هغه وايې زما زړه دچارنګ اوننګ نه شي وړي زما زړه دخداي کتاب وړي اوهاغه قران چې زما زړه کې مکمل اوسيږي.
خو اي د بر کلي ژڼکيه ، اي يتيم هلکه
هو، ما زړګي بايللي
خو زما زړه نه د چا رنګ نه د چا ننګ وړي دي
د خداي کتاب وړي او هاغه قران
زما په زړه کې مکمل اوسيږي
راشه زه لاس درته په زړه مې ايږدم
چې قيصه داسې نه وه


پوښتنه داده چې زړه قران وړي اولونګين هغه ته لوګي کوي داخو منطقي خبره نه شوه  خو نه، دلته يوه ډيره باريکه نکته پرته ده اوهغه داده چې الله ج په خپل سپيڅلې کتاب کې ديتيم په اړه بندګانوته ډيره سپارښتنه کړې (واما اليتيم فلاتقهر) په پريتيم منت اوقهرمه کوه اوديتيم سره نيکه رويه کول په ډيرواحاديثوکې هم راغلي داچې دغه هلک يتيم دي نو دغې خواخوږې ته يې ضمنا  نغوته کړې داچې قران دهغې په زړه کې دي نو ځکه په مظروف لاس ږدي او موخه يې ظرف يانې قران دي او دا يوپه زړه پورې مجازدي  دغه يوخبريه جمله ده اوکله چې مخاطب له قضيې نه ناخبره وي نو هغه ته  له توکيداتو پرته خبره کيږي که چېرې مخاطب خبروي او باوريې نه راځې نوبيا په يوتوکيد موکد ه شي  همدغه ده چې  شاعرې هم دحال دغوښتنې اودمخاطب له نفسياتو سره سم قسم کړي چې خپله خبره ورته  يقيني کړي بله داده چې ضمنا ورته داهم ووايې لکه څرنګه چې مې ددغه کتاب په دې ايات عمل کړي ( اما اليتيم فلاتقهر) نو په دې يې هم عمل کوم چې (لعنه الله علي الکاذبين ) په دروغژن دې دخداي لعنت وي زه په دې پوهيږم او داته چې تا ته چې کوم شک په زړه کې لويدلي دي نو دغه شک دې له زړه نه وباسه  دلته لکه دکيسې يوه تلوسه هم نغښتې ده چې لوستونکې له ځان سره اخلي 
يا به دې دا وي زړه کې غوټه کړي
چې زمونږ چم کې ژڼي رنګ نه لري
يا به ېې دوه ديرشه لټونه د اتڼ نه وي زده
بخت دې په دې ؤ چې زمونږ له کلي ناوې وته
او په خوړه کې څوک اتڼ نه کوي

په لومړي سرکې يې دمخاطب ټول خيالونويوبل پسې وتړل او دپيغوردځنځيرپه شکل يې ورته وړاندې کړل اوس دخپل لونګين دلوګي کولولاملونه ورته په ګوته کوي :
(کله چې تا داتڼ ميدان ته ودنګل اوڅڼې دې واچولې کونډه موردې زموږ سره ولاړه وه هغه مسکۍ شوه اوبيا يې له سترګونه نه اوښکې راتوي شوي په وچوشونډوېې له ځان سره دالله نوم يادوو، ګرانه خوردې هم ولاړه وه هغې درته هم داسې کتل لکه يتيمه چې نه وي اوياهم لکه دغه ډولې چې ستاوي اوتاته يې درولي ، زړې نيادي په سپين سردرمنډې کړي سپيلني يې په لاس کې وو هغه وړوخويندو درته په زوره لاسونه پړقول خوددې ترڅنګ ستاسې دکلې دخانانو لوريانې هغه بدرنګه نجونې هغه جونې چې ځوانان يې هم ددوۍ په څيربدرنګه دي ولاړې وې په وږو سترګويې درکتلې زه وويريدم هسې نه چې دغه سترګې ددنظره نه  کړي دغه کونډه  مور بې ځويه دغه سپين سرې نيا بې لمسي او دغه کوچنۍ خويندې بې وروره نه شي ، ما دغه دکبراوغرورڅلې په خپلو سترګو ليدل چې دغه څلې څنګه ړنګ شي دغه مسکا څنګه تلپاتې شي  نو اي دبرکلي ژڼکيه اي يتيم هلکه  ما خپلو ټولوهمزولوته په غوږ کې وويل چې په زوره درته  لاسونه وپړقوي اوزه هم درغلم له هيچا ونه ويريدم دټولو په مخکې مې درته لونګين لوګي کړ )

شاعره اوس هغه تصويرونه په تفصيلي ډول  انځوروي چې ليدلې يې دي اوخپله ځانګړې تجربه موږته رانقلوي په مستقيم ډول مخاطب باندې غږکوي تاچې اتڼ ته څڼې واچولې ،اټن ته څڼې اچول مکنيه استعاره د ه چې اتڼ يې له ډول سره تشبيه کړي  (دلته دې کونډه هاغريبه مورمسکۍ شوه درته ) شاعرې (دلته) کليمه له دې امله راوړه ترڅو داخبره جوته کړي چې کونډه موريې له دوي سره ولاړه ده اوداتڼ سيل کوي ( کونډه ،غريبه ) هغه دوه ستاينومونه دي چې د مسکا توقع ترې ډيره کمه کيږي نو ځکه دمسکۍ قيد پراوريدونکي اولوستونکي خوږلګيږي خو دمسکا ترڅنګ يې له سترګو اوښکې هم لاړې داچې دشاعرې په نړۍ کې دغه کونډه اوغريبه ښځه يو ځانګړې ځاي لري نو ځکه يې دهغې اوښکې له ملغلروسره تشبيه کړي بل دکونډې اوغريبې اوښکې دملغلروسره تشبيه کول يوښه تلازم دي دخويند وخوشالي ، دهغوي چکچي داټول هغه څه دي چې دشاعرې په ذهن يې منګولې خخې کړي دي شاعره دمخاطب په اړه پوره مالومات لري ان تردې چې دهغې جزيياتو ته ننوځي
هم درته ګرانې خور دې داسې کتل
لکه چې پلار ېې چا وژلي نه وي
موږته دغه مالومات په لاس راکوي چې د دغه هلک پلار په خپل مرګ نه دي مړ هغه چا وژلي دي نو دانو ر هم د رحم اوزړه سوي وړدي  نوبيا وايې:
تاپه ډګر کې داتڼ چې څڼې واچولې
دلته دې کونډه ها غريبه مور مسکۍ شوه درته
خدايزده چې ولې ېې د سپينو اوښکو
څو ملغلرې تر ګريوانه لاړې
پټ ېې په وچو سپيرو شونډو نوم د خداي يادؤ
هم درته ګرانې خور دې داسې کتل
لکه چې پلار ېې چا وژلي نه وي
يا لکه دا ډولۍ چې تاته دروړي
ما لونګين درته لوګي کړ تا حجرو کې ووې
خو ما ليده هغه سپين سرې نيا دې
چې څه په منډه سپيلني ېې دروړل
ما دې ليدې هاغه وړوکې خويندې
چې ېې په زور درته لاسونه وهل
هم مې ليدې ستا د مالت ها د خانانو جونه
هاغه بدرنګې شنې شخټې پيغلې
هم ېې کاږه واږه زلمي اوږدې وتلې پوزې
درپسې ټولو شونډې بوڅې وې او وروځې چنګې

شاعره يواځې په دې بسنه نه کوي چې ته دکونډې غريبې ښځې ځوي وي هغه درته مسکۍ شوه اودخوشالۍ نه يې له سترګواوښکې وبهيدې اوياهم خويند و دې درته چکچې وکړي او فکريې وکړه چې پلاريې بيخې چا وژلي نه دي يانې ستاپه ليدو يې دخپل پلار غم هيرکړ او دومره خوشاله وي تابه ويل چې داډولې ستا ده.
که له يوه پلوه يې کورنۍ چې ډيره موده يې خوشالي نه دي ليدلې خوشاله ويني خو له بل پلوه يې دکلي دخانانو لورګانې چې ددغه يتيم هلک اتڼ نه شي زغملي يادوي شاعره چې ډيره عاطفوې ده اوس يې دصبرجام له مورګواوړي دخانانو دبدرنګو جينکو اودهغې دبدرنګه ځوانانو په يادونه بسنه نه کوي منډه  اخلي اوخپلوهمزولوته په غوږکې وايې چې لاسونه ورته ښه په زوره وپړقوي دلته که څه هم شاعرې له چانه ويره نه ده محسوس کړي خو له دې امله خپلوهمزولوته په غوږ کې دغه خبره کوي چې دکلې دخانانوپيغلې پرې نورې هم وزوروي که يې په ښکاره چيغه کړي وي نو کيداي شودغه بدرنګو جينکو انګيرلي وي چې دانو يوتصنعې کاردي  په دې هم بسنه نه کوي اوخپله منډه اخلي خپل هغه لونګين چې پرغاړه يې دي دغه هلک ته لوګي کوي خو هلک چې دمحروميت ښکاردي خبره حجروته وړي
نو ما د کبر د غرور ها بدرنګ څلي ليدل
چې څنګه وران شي څنګه لولپه شي
او دې غريبو ، خواروسترګو کې لا ورنګيږي
دا يوه شيبه مسکا تل پاتې انځورورنه راوړي
نو اي د بر کلي ژڼکيه ، اي يتيم هلکه
نو مې همزولو ته په غوږ کې ووې
چې درته چکې وهي تيزې تيزې
او زه هم درغلمه
د ټولو وړاندې مې په لوي ډګر کې
دستا اتڼ ته لونګين لوګي کړ

په نظم کې دشاعرې پنځګونې حواس:
په نظم کې شاعرې څلور حواسه کارولي دي
۱ـ دليدا حاسه
۲ـ داوريدا حاسه
۳ـ دلمس حاسه
۴ـ دبوي کولو حاسه
په ټولو حواسوکې يې دليد ا حاسه ډيره پياوړې ده خو نظم يې د دبوي کولو په حاسه پيل کړي ځکه چې خوشبود ښځو ډيره خوښه ده  ما لونګين درته لوګي کړه ،  دلونګين دلوګي کولوسره فضا خوشبوي نيسي اولومړي پوزه ده چې دغه حس کوي ورپسې د اوريد ا حاسه کاروي اودغه شاعرې ته ځکه ارزښت لري چې شوې کيسه په بل ډول تعبيرشوې او ددې غوږونو ته رارسيدلې ده نو ځکه وايې تا حجروکې وويل :
شاعره په ټول نظم کې يوځل دلمس حاسه کاروي اودادهغې دسپيڅليتا ثبوت دي هغه دهلک سره هيڅ اړيکه نلري هغه خپل لاس په خپله سينه ږدې اوهغه هم دځان دسپيڅلتيا دثابتولو په خاطر قسم يادوي
په نظم کې ترټولوپياوړې حاسه د ليدا حاسه ده چې شاعرې ډيره کارولې ده لومړي خو انسان په عمومي توګه دټولوحواسو په پرتله دليدا حاسه ډيره کاروي ماشوم چې پيدا شي لومړي يې سترګې کارکوي هرڅه ووينې تصويرونه راټولوي اولاشعورته يې سپارې شاعريواځينې اوځانګړي انسان دي چې له دغه تصويرونونه کاراخلي اوپه خپلوشعرونو کې يې ځاي پرځاي کوي همدغه ده چې په شعرکې تصويرچې دتصورزيږنده ده شعرته خوځښت اوحرکت ورکوي داسې حرکت چې لوستونکي فکر کوي دسينما دپردې مخ ته ناست دي او په خپله يې ګورې.
انځورونه
شاعرې ترپايه هڅه کړي چې لوستونکې ته موضوع په تصويرونو روښانه کړي په نظم کې تخيل دومره نه ترسترګوکيږي خو تصورپکې ډيرزيات دي ځکه چې دلته خبره ددعوې ده خبره دسپينولي دي اوخبره مخاطب ته دقناعت ورکولو ده نو ددغه ټولوشيانو د روښانه کولولپاره يواځني شي تصويراوانځوردي چې شاعرې وړاندې کړي په دغسې مواردو کې تخيل دتصور ځاي نشي نيولي . شاعره په دې هم بريالۍ شوې ده چې دغه تصويرونو ته يو منطقي تسلسل ورکړي داسې که مو ږ سترګې پټې کړو نو دغه ټول شيان يو په بل پسې ليدلي شو ، دتصويرپه انځورولوکې يې له ګلکارې نه کار نه دي اخيستې موضوع تراجيدي ده په ډيرو کمو رنګونو يې اکتفاکړې ده .
لفظې ښکلاوي
شاعرې کومه وحشي کليمه په نظم کې نه ده راوړې لفظونه يې روان ، ساده دي په ماناووې يې ورته ځانګړې موسيقي وربښلې ده نوي کلېمې يې شاعرانه کړي دي لکه دشخټې کليمه چې څومره بدرنګه کليمه ده خو شاعرې په خپل ځاي کې دومره ښايسته کړي چې تصوريې هم نه کيږي
عاطفه :
دهرڅه نه چې په شعر کې پياوړې ښکارې هغه عاطفه ده ( مالونګين درته لوګي کړ تاحجروکې ووي) دغه نيمه بيته وګوري چې څومره عاطفوي دي څومره تحسر اوافسوس پکې نغښتي دي( کونډه ، غريبه مو ر، دملغرواوښکې ، مسکا، دخداي نو م يادول ، سپين سرې نيا لخوادسپيلنو راوړل ، ورورته دخو رمعصومانه کتل ، يتيم هلک ، ديتيم هلک په اتڼ  دخانانودلورګانو رخه ، .... داهغه څه دي چې دشاعرې عاطفه په ډاګه کوي .
تکرار
په شعرکې تکرار دډيرومانولپاره راځي تکرار دموسيقت لپاره تکرار دښکلالپاره تکراردتنبيه لپاره خو شاعرې ( مالونګين درته لوګي کړ تاحجروکې ووي) د زجر لپاره تکرارکړي دي دندا توکي يې هم تکرار کړي چې هلته هم د تنبيه او توبيخ لپاره کارول شوي  لکه چې مخاطب بيخې خبرنه وي اوهغه يې ورته متوجه کوي ( اي دبرکلي ژڼکيه اي يتيم هلکه )
په پاي کې دومره ويلي شم چې دغسې نظمونه که ښځو لخوا او وليکل شي نوباورې يم چې په ډيره لږه موده کې به دپښتو په ادب کې يوه نوې اضافه وشي.

 
بېرته شاته