لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
ځوان شاعر عبدالرحمن غضري
لیکوال: عبدالباري جهاني   نېټه: 21.04.2009   خپرونکئ:   سمسور  

زه له غضری سره یوازي د  راډیو له لاری پېژنم.  ده راته ویلي دی چی د پکتیکا اوسېدونکی دی  او عمر یې  یودیرشو کالو په شاوخوا کی دی. زه په دې لا هم نه پوهېږم چی  د غضری معنی به څه وی. خودونه ضرور ویلای سم چی غضری د پښتو ژبی  د ځوان کول له هغو شاعرانو څخه دی چی  که خدای کول نوم به یې د پښتو ژبی د شعر له تاریخ سره  ثبت سی.
غضر   په ډېر کم عمر کی ډېر پوخ غزل لیکی. البته  دا کار زموږ په ځوانی کی چندانی معمول نه وو او چا به چی پاخه شعرونه لیکل نو په عمر به هم پوخ وو  او چی سړي به لیدی نو په زړه کی به یې ویل چی  یاره د دې انډیوال هم له ژوندیو سره چندانی ډېری شپې پاته نه دي.  خو نن ورځ  په پښتو ژبه کی  دونه ځوان شاعران پیدا سوي دي چی  که د سړي سترگي په مړې نه شي نولږترلږه د پخوا په څېر زلخوږي خونه پاتېږی.
غضری زیات و کم درې کاله مخکی د سعودی عربستان څخه  زموږ د امریکا ږغ د پښتو د شعر او شاعری پروگرام ته  ټلفون وکړ. ځان یې معرفی کړ، یو غزل یې ولووست. ښایسته غزل وو، بې اندازې می خوښ سو. له هغې ورځی وروسته دا دی  درې کاله تېر سوي دي او غضری صاحب کله کله ټلفون کوی، او خپل شعرونه چی زیاتره غزل وي او یو نیم ازاد نظمونه هم پکښې وي راته لولي.
دا دی اوس یې د خپلو اشعارو یوه مجموعه ،چی په اوسنۍ اصطلاح ټولگه ورته ویله کېږی، ترتیب کړې او چاپ ته تیاره کړې ده.  طبیعی خبره ده چی ډېر زیات نظمونه او غزلي یې ماته نوي دي. کلام یې پوره دروند او پوخ دی. د ځوانۍ مستي او نشه دورایه پکښی څرگنده ده، او چی سړی په دغه سن کی شعر لیکی  او پوخ یې لیکی نو باید چی زیاتره یې مضمون له دغه راز  رنگینو او شوخو کلماتو ډک وي.

له تورو څـــــوڼــــــــو دي را الـــــــــــوتــــــــې زمـــــــا په لوري
ځان یې عنبرو کی مینځلی وو وږمـــــــــــــــې غــــــږېــــــدې
خدای دې لري څومره هوښیاري وې ستا شوخی سترگي
هم یې غماز څـــــــــاره هـــــــــــم مـــــــــاته پسخېدې غږېدې
لېوني حسن دي د لمر په ستــــــــــرگــــــــــه وار کــــــــړی وو
زرینی وړانگي دي په غېږ کی تـــویېدې غـــــــږېـــــــــــدې
ښه مي په زړه دي چی اول ځل یـــــې زمـــــانــــوم اخیسته
په پستوشونډو دي بې درېغه انــــدېښـــــــنې غـــږېدې
په سپین باړخو چی دی را توی شوې درته څه یې ویل
چی غضری درڅخه تلم اوښکي دي مــــــړې غـــږېــدې

د غضری د غزلونو او شعرونو مضمون البته یوازي دغه راز شوخ او د مینی له اوره ډک کلمات نه جوړوی. په پردۍ مېنه کی یې  د خپل اولس خلک هېر کړي نه دي، د پښتو او پښتنو سره یې  مینه تازه ساتلې ده  او د ده په قول لا یې په په رگونوکی د وینوپه ځای اور بهېږی.

داچی پراته دي په میدان خواره واره ســــــــــرونـه
لکه چی بیا نذرانه شوي  پښـــــــــتانـــــــه ســــــرونه
قاتل پردی دی لیکن غشی یې ضرور اشــــــنا دي
ځکه په نښه لگېدلي ټول درانــــــــــــه ســــــــرونــــه
توره دی مه پلوره لاشته د پښتـــــنو غــــلیـــــمــان
په دې به  ژغورو په نړۍ کی دا پنــــــــــځه ســرونه
راځۍ دا سپینی ږیری وستایو په سپــینو زړونو
خدایږو که راشی بیا په نویو کــــــــی زاړه سرونه
بې له پښتونه دا خصلت وایه نړۍ کــــــــــــي د چا
زامــن په دار خېژوي ژغوري مېلمانه ســــــرونـــه
دلتـــه رگونو کی د وینو پــــه ځــــای اوربهـــــېږی
ســـــاړه به نه شي دا له شوره ډک تــــــــاوده سرونه

د غضری شعر ، لکه څرنگه چی مخکی می وویل ښه پوخ دی، او که دی په عمر پوخ هم سی  گومان نه کوم چی  په پوخوالي کی به یې شک وکړي او یا به یې پر چاپولو پښېمانه سي. د پوخوالي ترڅنگ  پوره رواني لري .  په نظم کی یې    سېلاب او قافیه  دونه دقیق  رعایت کړي دي  چی  د ویلو او خو  ځای پکښی نسته. یوازي په رواني  بسیا نه دی  او د ډېرو  خوږو او ښاسیتو ترکیبونوڅخه یې کار اخیستی دی .
د لمر په پیر می درته کښلی د سندرو تـــعـــویـــذ
په سوراوتال کی یې گنډم گوره چی ولاړه نه شې
ژړ مازیگر ستا د منگي د اوبو غـــــړپ کی څښم
دا توره تنده ماتوم گوره چی ولاړه نـــــــــه شـــــــې.

زه به نور د  غضری د شعر په باب څه ولیکم. څه چی زه باید ولیکم  د ده شعر یې پخپله  ښیی  او هر ښایسته ترکیب یې سړي ته  له لیری لاس ښوروی.  زه یقین لرم چی  غضری  به د  شعر لمن خوشی نه کړي ځکه  زه چی کله د ده نظمونه لولم د شعر سره د ده ژوره مینه له ورایه  راته ښکاری. د دونه ژوری مینی پرېښودل څه اسانه کار نه دی  ، او زه  یوازي دعا ورته کوم چی  خدای پاک دي  اوږد عمر ورکړي چی د پښتو د شعر د سینگارولو دپاره خپل رنگین قلم  همداسی ځغلنده وساتی.

عبدالباري جهاني
واشنگټن ډی سي
٢٠٠٧-١۴-٣

 
بېرته شاته