لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار د ښکلا مهالنۍ سره څلورمه برخه
لیکوال: توریال   نېټه: 13.04.2009   خپرونکئ:   سمسور  

20- ت:په يوه ژبه کي ژباړي ته څومره اړتيا شته او غوره آرونه يې کوم دي؟
ز: ژباړه خو ځان ته يو فن او تخنيک دى، ځانته خبرې لري،خو د ګردو پرمختيايي هيوادو او ژبو او بيا زموږ غوندې تر ډېرې وروسته پاتې ژبنۍ ټولنې لپاره ژباړه خورااړينه ده، چې د ليکنو څېړنو ترڅنګ له دغې لارې هم د نورې نړۍ له پوهې، فرهنګ  او تخنيک، په بله وينا، ساينس او تېکنالوجۍ څخه خبره شي. دا خو ناشونې ده چې ليکوال دې پر ټولو ژبو پوه شي، اوس که څه هم ډېر افغانان کډوال دي او په څلورو لويو وچو کې خپاره شوي، خو موږ بيا هم شاته ټولنه لرو او ټولنه مو دې ته اړتيا لري چې له انګرېزي، جرمني، فرانسوي او . . . ژبوڅخه ورته ژباړې راوشي او زموږ پانګه ورسره بډايه شي، ما هم تر خپله وسه د ژباړې ونډه ترسره کړې ده. د دغه کار هيله له هغو ښاغلو اواغلو څخه ډېره کېږي چې زما په توپيرورته څانګيزې او هغه هم ژبپوهنيزې څېړنې تر غاړې نه وي، خو پر بهرنيو بډايو ژبو، لکه انګرېزۍ، المانۍ او فرانسۍ يې د جلاوطنۍ له برکته لاسبری پيداکړی، خو په دې شرط چې پر خپله کره پښتو پښويه او ليکلار هم لږوډېر لاسبري اوسي.
21- ت: په ژبه کي د څېړني او پنځوني انډول بايد څنګه وي او په پښتو کي اوس بايد کوم اړخ ته زيات پام وشي؟ 
  ز: زه خو څېړنه په دې مانا اخلم چې  پر پوهه، فرهنګ او ساينس و تېکنالوجۍ راڅرخي او پنځونې ياهستونې د دود له مخې ادبي او هنري هستونو يا ايجاداتو ته ويل کېږي، ادبي پنځونې، لکه: شعر، داستان، رومان، طنز، نندارمه(ډرامه)، فېلمنامه ... چې زاتي ښکلاييز څوب(ذوق) او وړتيا غواړي. په خوا کې يې علمي، فرهنګي او فني(تخنيکي) څېړنې لا ډېرې اړينې دي. د نورو انساني ټولنو په څېر پښتني دا هم پنځونو ته هماغومره اړتيالري، لکه څومره يې چې  علمي څېړنو ته لرو او دواړې برخې په ټولنيز پرمختګ او پرمختيا کې په لږوډېر توپير ونډه اخلي. د دې منښته هم په کارده چې په پښتنو کې لا تر اوسه، د پنځونو پله، هغه هم زياتره له څومره والي له پلوه، درنه ده. له همدې کبله زه پخپله تر ادبي هستونو پر څانګيزو((ژبپوهنيزو)) ليکنو څېړنو ډېر زور اچوم او همدا ورته سپارښت نورو ښاغلو او اغلو ته هم کوم. له ماسره شعري او داستاني سوژې او اډانې پرله پسې رادلۍ کېږي،خو څانګيزې- څېړندويي بوختياوې او ناوزګارتياوې مې په اسانه دغو زېږندويي(ايجادي) چارو ته نه پرېږدي!
22- ت: ځيني د نظر څښتنان وايي، تر هغه چي د ټولو پښتني سيمو (لر و بر) ګړدودونه اصطلاوي او وييونه ثبت نه شي، نو بايد پر نيولوجيزم کار ونه شي پرته له نوو راتلونکو نومونو څخه)، ځکه کېداى شي نن موږ کوم (ويي) ته پښتو انډول وټاکو، هغه په کومه سيمه کي خپل کره نوم ولري، دوى دا هم وايي چي ډېر داسي وييونه شته چي تاسو ژباړلي خو ګوهر رحمان ګوهر  يې انډول په بېل نامه له ګړدوده را اخيستي وي؟ 
  ز:  دا خبره بېخي سمه ده او زموږ د ژبپوهنې له آرونو سره سمون لري، ما هم تل تر رغاونې ګړدودي انډول ته لومړيوالی ورکړی دی. کله چې زه پر 1972کال له بهره هېواد ته ستون شوم، نو د خپل غورځنګ په پيلامه کې مې د لوى استاد حبيبي ورته وړانديز هم د پوهنځي په پښتو خپرونه (وږمه) کې ترکتنې تېر کړ، چې پښتو پانګه بايد له کليو، بانډو څخه راټوله کړو او تثبيته کړو چې څومره ده او وروسته بيا رغاونه وکړو. په دې ډول ما تر وسې وسې له هغې ټولې ثبت کړې ګړدودي  پانګې څخه کار اخېستی او رادود کړې مې ده چې څه د اړوندو ټولنو او بېلابېلو ليکوالو له سيندونو (پښتو سيند، پښتوقاموس، افغان قاموس،تشريحي قاموس، درياب، قاموسونه انلاين...)، څه د يادې شوې ژبني اتلس پروژې او څه له خپلو او نورو پښتو مينو له ځانګړو سيندګيو، ليکنو او يادښتو څخه لاسته راغلې، هم له پامه نه ده غورځولې.
نو په دې ډول، چې له هر چا او هرې لارې لورې کوم نوی ګړدودي ټکی(ډايلېکتېزم) پرلاس راشي، د اړوند رغولي انډول ځايناستی کوم يې. له بده مرغه دګوهر يا سيال کاکړ غوندې پښتو مينو شمېر ډېر کم دی چې د خپل خپل ګړدود پانګه خپراوي ته وسپاري، ګران ګوهر چې د بي بي سي وياندۍ په څوکلن پېرکې څه را ميدان ته کړي ول، له يو لړ  سهي تخنيکي  وييرغاونو(پلاوی، تشيال، هېڅنا، سرپوراينه...) سره مې  ځنې  رايادښت کړي او دود کړي دي. لنډه داچې په ټوليزه توګه د دروګونو برخو (ډايلکتېزمونو، ارکاييزمونو او او فارنېزمونو يا اداپتېزمونو) پر وړاندې نويزونو(نيو
لوجېزمونو ټاکلې پېنځه ويشت سلنه( 25٪ ) هېڅکله او په هېڅ ډول تېری نه کوي، ان که زرګونه کمپيوټري نومونې(اصطلاوې) هم ورسره په پام کې ونيسو!
23- ت:د پښتو وڼيڅي (ترينو) ګړدود، پوهان ډېر ارزښتمن بولي، خو زيات څېړونکي مو ځني نا خبره دي، په دې اړه که مالومات راکړئ؟ 
  ز: دا زوړ پښتو ګړدود دى، چې دوه زره کاله مخينه لري او لومړى ځل زما ارواښاد استاد (ګيورګ مورګنستيرن)= همدا پرون يې په اوسلو((ناروې)) کې د يو سلو ديار لسمې زېږکاليزې له غونډې راستون شوم= دا رابرسېره کړه چې دا د پښتو د تاريخي څېړنو لپاره ډېر ارزښتمن ګړدود دى او دا چې پخوا په دې هېوادکې پښتو شته وه ، پخپله د دې يو زباد ګڼل کېږي چې موږ منځنۍ پښتو هم درلوده، ترڅنګه يې نژدې خويندې، لکه((خوتني)) او((يپتل=کوشاني)) يا ((باختري)) ورسره په شمال او سوېل کې  ويل کېدې. يوه ګړدود يې اوسنۍ پښتو ته پرمختيا موندلې او دويم ګړدود يې چې د کسې غرونو په سوېلي څانګو خرانګو (هرنايي او لورلايي...) کې پر وڼېڅۍ اوښتی دی. اوس نو زياتي ګړدود نه بلل کېږي، بلکې جلااو خپلواکه ژبه ده، ځکه د ژبني آر له مخې تر دېرشو نه کم پرې  پښتانه پوهېږي.
څلوېښت _پېنځوس کاله مخکي چې استاد مورګينستيرن دا را پيدا کړه او څېړنې يې ورباندې وکړې، نو جوته يې کړه چې دغه د پښتو ډېر پخوانى ګړدود دى او لږ تر لږه دوه زره کاله مخينه لري. دوه زره کاله پخوا پښتو منځني پېر(مرحلې) ته راګډه شوې وه، زوړ پېر يې هم((ساکي پېر)) وو او هغه داچې داوسنۍ پښتو او وڼېڅۍ ګډه انا د ((ساکي)) په نامه يادېده. هغه مهال پښتو او پښتون ته ((پښتو او پښتانه)) نه ويل کېدل، لکه څنګه چې ما د استاد د شپېته کلنو پښتوڅېړنو پر بنسټ په خپل ژبتوکميز تاريخ ((پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې)) څرګنده کړې ده، له پنځو ژبو پېژندل شويو اَرياني ژبو څخه يوه ((ساکي)) ژبه وه. دغه ژبه د اوستا ژبې ترڅنګه په شمال ختيزې اَريانا، په بله وينا اَريانا وېجه اړه درلوده او تر درو نورو(زړې پارسۍ، پارتۍ او مادي) څخه اوستاته ډېره ته نژدې وه.
له دې کبله دارمېستېتر لومړى سړى وو چي په ١٨٨٨ کي د ژبپوهنې په دوه ګونو ساينتيفيکو څانګو(فونولوجۍ او اېتېمولوجۍ) له مخې رابرسېره کړه او ويې ليکل، څنګه چې پښتو ((ځ)) په اوستا کې نشته، نو  ښايي، چې پښتو په يوه بله باختري مورينې اړه و لري. راوروسته استاد مورګنستيرن دې پايلې او پرېکړې راورسېد چې هغه بايد ((ساکي)) اوسي.  هغه تر خپل مرګ درې کاله مخکې چې د وروستي ځل لپاره، هغه هم د پښتوڅېړنو د نړيوال مرکز د پرانېستې په اړوند نړيوال سيمېنارکې د ګډون په موخه، افغانستان ته راغلی وو، دا خبره نوره هم پسې باوري کړه چې پښتانه له ساکانو پرته په بلې ژبتوکميزې(اتنولېنګوېستيکي) ډلې ټپلې پورې اړه درلوداى نه شي او اړوند لښتيليک(جدول) يې په خپل انګرېزي شاګرد دانييل مېکنزي جوړ کړ او بيايې پوهنغونډې ته وړاندې کړ، بې له دې چې زموږ دوديزو پوهانو ترې يوجاج هومره اخېستی وي!
روسي پښتو پوهاند دووريانکوف هم همدغې پوهنغونډې ته په راستولې ليکنه کې د يوه هسې تړاو د زباد لپاره ((سکه)) ويی، لکه په سکه ورور، سکه خور، سکه مور، سکه پلار... کې يوه بېلګه راوړې وه. ما په همدغه تړاو بيانور لرې نژدې ځاينومونه او ټبرنومونه، لکه: ساک ، سهاک(د غلجيو يوه پښه)، ساکزي، ساکيستان ياسيستان (استاد مورګنستيرن)، دله زاک(مولانا خادم)...   کاس(کوثرغورياخېل)،کاسی،  کسې، کاسمير،کاشمير يا کشمير، کاشغر، سينکيانګ، کانسو(ظفرکاکاخېل)، کاسپين يا کسپين، کوکاسوس(قفقاز) رالړۍ کړي. دسهاک عربي کړ شوې بڼه((ضحاک)) د ګردو پښتنو د ګډ نيکه په توګه هم همداسې درواخله او تر ټولو پوخ لاسوند قفقاز ته د لېږدېدلې اوسېتي ژبې په ګډون  له 12-13 پاميري ژبو سره د پښتو خورا نژدې اړيکي دي چې وار له مخه له خپلو ويونکيو سره يوځای ((ساکي)) زباد شوې وې!
نو د منځنۍ پښتو لپاره  سم له لاسه موږ دا دوه لاسونده لرو، يو ((وڼېڅي)) ده او بل د جېلم په نندانه کې د دويمې زېږدي پېړۍ د يوه ساکي ګورنر ډبرليک دی.
استاد مورګنستيرن په هغه کې راغلی ويی ((چشتنه)) له اوسني ((څښتن)) سره همريښه جوت کړی چې هرګوره، په منځنۍ پښتو کې به يې د نرينه او ښځينه جنسو توپير نه کېده. ګرد متن داسې مانا کېږي: ((زه د دې سيمې څښتنه يم)) چې راوروسته پخپله دسيمې نوم((کاس+ مير))، په بله وينا،  کاسمير، يانې دکاسانو مير(ګورنر) په ماناکارول شوی او بياپرکاشمير او کشمير اوښتی دی.
 استاد حبيبي دغه ډبرليک د کومې ژباړلې بڼې له مخې هسې سرسري ياد کړی، بې له دې چي له پښتو يا پښتنو سره يې کوم تړاو وښوولای شي، ځکه ده ساکان هم د نورو اَريانيانو غوندې د پښتنو د خپلوانو په توګه ياد کړي، نه د نيکونو په توګه. همداسې يې د سره کوتل ډبرليک((مادر زبان دری)) راپېژندلی، حال داچې ختيځپوهانو کوشاني- يپتلي ييکې(سېکې) او ورپسې نور ډبر ليکونه، لکه د ناور او رباطک هغه، دمنځنۍ ساکي ((باختري)) ژبې اړونده زباد کړې چې د منځنۍ  پښتو سکه خور وه.
له وڼېڅي سره د علامه استاد پېژندويي هم د اويايمې زېږدي لسيزې په لومړيو کې د استاد مورګنستيرن تر څېړنې کلونه کلونه وروسته د هغه د انګرېز شاګرد ښاغلي اېلفنباين د څېړنې د پښتو ژباړې له لارې پيدا شوې وه چې د کوټه وال((عسکر)) له خوا شوې وه او ورپسې لنډ پر لنډه سيال کاکړ هغه د ((وڼېڅي يا ترينو)) په نامه خپراوي ته سپارلې وه.
24- ت: په غونډلو (جملو) کي د ((ځني)) او ((ترې)) ګرامري وضاحت څنګه راته کولاى شئ؟ 
  ز: ((ځنې)) او((ترې)) دواړه ورته ګرامري توکي((اداتي ضميرونه)) چې لومړی يې له((ځني)) وينګ سره په سوېل لويديځ اړه لري او دا بل په نورو سيمو. پارسي انډول يې
 ترکيبي((ازش، از نزدش)) راځي. په کره پښتوکې دواړه دود شوي دي، لکه: ماترې قلم واخېست يا ماځنې قلم واخېست واخېست))
25- ت: زموږ د ځينو ليکوالو (چي تاسو هم پکښي راځئ) د مفرد مذکر په اړه ليکل شوو غونډلو (جملو) په پايله سړى پوه نه شي چي دا مذکر و که مؤنث؟ بېلګه:
ګلالى (مفرد مذکر) بيرته د خپل کور پر خوا را وګرځېده.
که په پورتنۍ غونډله کې وګورو ((ګلالى)) يو مذکر نوم دى چي د غونډلې پايله (خبر) هم بايد مذکر واى، چې داسي نه ده او د ((راوګرځېدئ)) پر ځا‌ى ((راوګرځېده)) کار شوى دى، په دې اړه څه واياست؟

ز: د معيار ليکنۍ پښتو له مخې ((راوګرځېدئ)) نه بلکي، ((راوګرځېد)) منل شوی چې د سوېل لويديځ په ليکوالو کې يوازې استاد بېنوا همدا اَر و معيار پسې اخېستی دی. زما په پښويه، ليکلار او ليکلارښود کې، پر دغو ټولو رڼا اچول شوې ده او په دې لړکې دکندهار ((ګلالی راوګرځيدئ )) پر((...راوګرځېد))او ((ګلالۍ راوګرځېدل)) پر((...راوګرځېده)) کرول کېږي او کارول کېږي.په ((رسېدل)) کې هم همداسې درواخله چې په يوولسمه پوښتنه کې يې بېلابېل ګړدودي ډولونه و ښوول شول.
هرګوره، په ځينو کړونو(فعلونو) کې دغه ګرداني بڼه په زورکي هم راځي، لکه: وليکه، ورېبه اوياهم له واوېلي بدلون سره، لکه: و نمانځه، وښکانځه او داسې نور. داچې زياتره منځني پښتانه په هر نرينه ګردان کې د زورکي لپاره((ه)) زياتوي، هم ناکره ګڼل کېږي، لکه په((زمری را وګرځېده))، ان که د پېښوريانو په پېښو يې(-ۀ) هم وکاږي!
 
26- ت: د ځينو نظر څښتنانو په اند ((کې)) په مجهوله ((يې)) د((کي يې))، ((باندې)) د ((باندي يې))، ((لاندې)) د ((لاندي يې)) او ((داسې))  د ((داسي يې))، مفهومونو لنډيزونه دي، چي په اوسني معياري ليکدود کي په همدغه اختصاري بڼه، خو يوازي د ((کي، باندي، لاندي او داسي)) په ماناوو کارېږي، چي د دوى په اند ژبني فصاحت ته زيان رسوي، تاسو په دې اړه څه علمي دليل وړاندي کولاى شئ؟ 
 ز: دا هم ګړدودي لانجه ده، نه معياري، دا خو موږ په لږکيو کې راوستي چې زموږ په سوېل لوېديځ ګړدود پوري اړه لري او يوازې همدې ګړدود والو لپاره اسان اوفصيح دي. دغو ته ناخجن کوشني وييونه يا وييکي(enclitics) وايي =زه ((کوچني)) ته  د ((کوشان)) او ((کنېشکا))  اوبيا د سوېلي پښتونخواد وينګ په لاسوند((کوشنى)) وايم.
 ((ځني)) او((ځيني))په نورو ټولوګړدودونو کې  په اوږده ((-ې)) ويل کېږي،. دا له بده مرغه يا له ښه مرغه د همغه پروسيجر له مخې چې ما يې مخکې يادونه وکړه، ((-ي)) انډول يې له معياره اېستل شوی دی. }پښويه 15-16او ليکلارښود 53مخ{
27 -ت: ستاسو د يوه کتابګوټي (پټه خزانه_لغوي خزانه) په اړه ځيني د نظر څښتنان وايي چي تاسو په پټه خزاني کي د زړويزونو(ارکايزمونو) پر ځاى د نويزونو څرک لګولى دى، ياني ځيني وييونه مو نوي بللي دي چي د دوى په اند دا کار د پټي خزانې له دروغولو سره مرسته کوي، تاسو په دې اړه څه واياست؟
ز: د ((نظر څښتنان)) سم نه دي پوهېدلی  او يايې نظر سم نه دی لګېدلی، ما هغه د اړوندو شاعرانو نيولوجېزمونه ښوولي چې په خپل نوښت يې رغولي دي، لکه (ستايوال، دريځ، هريوال، ودنه...) داميرکروړ د وييرغاونو په توګه.
ما په نوموړي اثر او نورو پښتو او الماني ليکنو کې د پټې خزانې پښتانه نټيالي(منکر)، لکه قلندر مومند، سعيد ګوهر، محمود ظفر،پوهاند تږی، استاد نوميالی... او يو شمېر ايران پلوي او ستمي هغه تر نيوکو لاندې نيولي او پر وړاندې مې تازه پر تازه د منلي ليکوال عبدالکريم بريالي تر ټولو بريالی اثر له هره پلوه لوړ ارزولی دی. د يادونې وړ ده چې زموږ دسوګندخوړلو ستمي تربرانو لومړی لوى دښمن ((محمدګل خان مومند)) او دويم يې پټه خزانه)) ده!
 دلته د ژبپوهنې په رڼا کي د پټې خزانې مسئله ده، پټه خزانه د ژبپوهني مسئاله ده، نه د ادبپوهنې.  انور نوميالي بيا په ((د ټولنپوهني مبادي)) کې دا خبره کړې ده چې د لر غونو شاعرانو پر مهال په پښتنو کې ليک لوست نه وو، ما د دغو ټولو هر اړخيز ځوابونه وړاندې کړي دي. ځينې پر مورګنستيرن حواله ورکوي چې د پښتو لپاره يې شپېته کاله کار کړى دى، د هغه ليک ما پيدا کړ. هغه چې په ١٩٢٤ يا ٢٦ کلو کې يې په اسلامي انسايکلوپېډيا کې کوم شک شوپيان څرګند کړی وو، را وروسته سم کړی دی. پر 1967کال يې  په هغه ليک کې چې ايټاليي پښتو پوهاند بوساني ته يې ليکلى وو، له خپل هغه نظره ګرځېدلی او يوازي يې دوياړنې ژبه  تر کره کتنې او پوښتنې لاندې نيولې ده. زه بايد دا خبره وکړم چي مارګنستيرن په ټوله لويديزه  ختيځپوهنه کې د پښتو ژبي او ادب يو باوري اخځ دى، خو له بده مرغه زموږ د خپلو پښتنو په ګډون يې هماغه پخوانۍ ليد توګه را ټينګه کړې او پر نوموړي ليک يې سر نه دی ګرځولی. حال داچې ما درې لسيزې پخواپه کورنيو او بهرنيو رسنيو کې خپور کړی دی!
دا خبره د پښتو ژبپوهانو ته کوم نه، قلندر مومند، سعيد ګوهر يا محمود ظفر ته، ځکه دا خو ژبپوهان نه دي او هيڅ اعتبار نه لري. نو ما يې د اووه شپېتم کال نوى ليک ژباړلى دى، دوى چي وايي دا ټوله پټه خزانه جعلي ده، حال داچې هغه په دغه ليک کې نه دا تور پرعلامه حبيبي تپلی او نه هم پر محمدهوتک او نه بل چا، خو هغه وخت د نشنلزم يوه جذبه وه، کېږي چې محمدهوتک به دا تاريخونه شا و مخته کړي وي يانې زاړه تاريخونه يې ورته ليکلي وي، يا به يې د اټکل له مخې ورکړې وي. ښايي دا اټکل يې سم و نه خېژي، خو په هر ډول له ((د پښ يو ټک او د زرګر سل ټکه)) متل سره سم  بياهم له ژبپوهنې پرته د پټې خزانې خبره نه څېړل کېږي، پرمورګنستيرن له ا مريکا  څخه نيولې تر افغانستان او پښتونستانه ټول حواله ورکوي، ما، لکه چې پاس مې وويل ، د دغه نوميالي پوهاند هغه رښتينې خبره را اخېستې ده. هغه وايي يوازې د وياړنې پښتو ور ته پخوانۍ نه ښکاري، او دا يو نظر دى، په پټه خزانه کې خو يوازې اميرکروړ نه دى، له محمد هاشم سرواني تر راټولوونکي((محمد هوتک)) پورې  يې د نورو پېنځوسو ويناوالو شعرونه هم را خوندي کړي دي!
قلندرخېلو خو دغه ټول جعلي بللي دي، او ماد خپل استاد په تاييدهغه يوه ګنجينه بللې ده.  ما داستاد په نوموړې ياد غونډه کې  پردې هم رڼا واچوله  چې علمي نړۍ ته يې د وڼيڅۍ په ګډون پښتو او پښتانه له هراړخيزو وسمهالو او تېر مهالو څېړنو سره ور پېژندلي. د نوې پښتوژبپوهنې د بېلابېلو ربړو او سکالوو په ترځ کې يې زموږ د نن سبا د يووالي او معياريوالي ربړ ه هم له ياده کښلې نه ده او د څلورګونو ګړدودي ډلو د غورچاڼ پر بنسټ يې خوراعلمي لارې چارې وار له مخه  را په ګوته کړې دي.
28 ت: د شعر په اړه څه نظر لرئ چي آيا د ورځي له نرخ سره سم وليکل شي، که د سباني ژوند غم يې هم وخوړل شي؟
ز: ډېرو دوستانو ته دا پته لګېږي چې دا دېرش پېنځه دېرش کاله ما يوازې د پښتو د ستاندرد لپاره کار نه دى کړى، دغسې پخوا له دې چې ژبپوهنه ولولم، خلکو د يوه شاعر په توګه نومولى وم، اوس هم شعر وايم، له نوي نسل سره هم سيالي کوم. د دې لپاره چې په خپله سيمه او هېواد کې مو له پارسۍ سره سيالي کړې وي، نو ما ډېر ځوانان دې ته راوهڅول چې پښتو شعر د قافيو له زندانه راازاد کړي او ورسره له تړليو بېخرته کرغېړنو(مبتذلو او متحد المالو) پارسي او عربي وييونو او انځورونو را وژغوري. بېقافيه يا آزاد دامانا چې له قافيې او مسره ييز انډول پرته وزن، تول او تال ولري. په وروستيو لسو شلو کلو کې مو دا هڅه وکړه چې که وکولاى شو، سپين شعر هم را دود کړو، ځکه په نوره نړۍ، اروپايي ټولنو او پارسي کې سپين شعر دود شوى دى، چې په پارسۍ کې يې ((احمد شاملو)) نوښتګر دى. ما يو سړى پيدا کړ او ورته مې وهڅاوه او ډېري برياوي يې په برخه شوې چې هغه ستا همنومی اسحاق ننګيال وو، دى له لومړۍ ورځې نه ما تر روزنې لاندې نيولى وو، او زه ډېر وياړم چې د ده په شهرت، اوڅارتيا او پرمختګ کې ما د يوه ښوونکي په توګه ونډه اخېستې ده، خو له بده مرغه چې  ژر ځوانيمرګ شو، نو اوسني ځوانانو ته مې دا هيله ده چې دوى هم هماغه لار پسې واخلي، په يوه قافيه وال شعر کې به پښه پرځای نه پاتېږي. غزل دې هم ووايي، خو وګړنيز- ګړنيز(ولسي) او دوديز ډولونه، لکه څلور کړيزې يا چاربيتې، دوييزې، درېيزې،پېنځيزې ،شپږيزې... يا د پېښوريانو په وينا، اوږده-اوږده نظمونه، نه چې نور يې دود و مود پای ته رسېدلی دی. اوس پښتو شعر په دوه لوريوکې پرمخ درومي: يو خوا  آزاد، سپين او منثورشعر او بلخوا نوى غزل. زه پخپله هم کله-کله نوى غزل ليکم او کله آزاد، سپين او ناپېيلی شعر ليکم، آزاد په دې مانا چې قافيه نه لري، وزن لري، بل سپين شعر دى چې نه وزن لري، نه قافيه، بل منثور شعر دى چې پخوا يې ورته ادبي ټوټې ويلې. موږ له پارسي  اواردو شعر او بيا پر نړيوال کچ له پرمختللو هغو سره په همدغه نويو فورمونو سيالي کولاى شو او بس.
د نوي يا نومهالي شعر ځانګړتيا تر هرڅه له مخه په ازاد والي او بيا نوي انځور کې نغښتې ده. انځور پخوا عيني وو: شونډي له لال سره او سترګي له بادام سره تشبيه کېدلې، دغسي تشبيه ګاني اوس نشته، اوس ډېر زور پر ذهني انځورونو او سېمبولونو اچول کېږي. په ذهني انځورونو کې کېداى شي چې سترګې له ډبرې تشبيه يا ګولۍکړو. دغسي نا اشنا څيزونه او ښکارندې(پديدې)چې وجه تشبيه ياوجه استعاره يې ډېره لږه وي يا بيخي نه وي او زياتره د شاعر د ذهني نړۍ زېږنده وي، نه دعيني هغې. هغه هم په دې شرط چې مړه نه وي، ژوندي وي. که نه هسې خو يې په کلاسيک او نوي غزل کې هم لږ و ډېرڅرک لګولای شو.  خو په انځورونو کې يې د ټولني لپاره  کوم ژوندی پيغام او ارمان نشته. حمزه له دې سره سره چې تر ډېرو وسمهالو غزلبولو يې غزليزه شاعري دومره پېچلې نه ده ، خو ښايسته ډېر انځورونه يې د ټولنيز ارمان هېندارې دي، لکه:
وروځې لېمه، زلفي باڼه پښتانه
څنګه يو ځاى شول پښتانه، پښتانه؟
دا لويه خبره ده چې انځورونه ژوندي وي، له ټولنې سره تماس پيدا کړي، يا لکه اجمل اند چې وايي:
پردي_پردي سرونه دې، شينكۍ لمن كې ګرځي
همدغه ورځې شپې دې دي، پاميره كه رالوېږې!
موږ او تاسو پوهېږو چې په پامير کې څومره خبرې دي، پښتني- افغاني ضد شمالي ټلواله ، سېکتريزم، سېپراتېزم... دا ټولې خبرې رانعاړي. زه د پښتو شعر ژب-ښکلاييزه او ژب- انديزه سيالي په همدې کې وينم.
  29- ت: له بدو سترګو دي په امان وي، د څومره والي له مخي مو پر پښتو شعري ډګر ريکارډ ټينګ کړى دى، خو که دا راته وواياست چي دا مو د کوم نرخ له مخي ويلي دي او د څومره ژوند هيله ورته لرئ؟ 
  ز: که تاسې دغه پاسنۍ علمي- افاقي ليد توګه لږ په ځير اورېدلی وای، دا تورو پيغور به مو پر ما نه وو لګولی، زما زياتره شاعري پر يادکړي اَرومعيار برابره ده!
 ټولو شاعرانو لومړى له ساده شعرونو را پيل کړې ده او ورو ورويې وده وش ور کړي دي. ماهم د کړاو( مشق) او بيا پېښو پړاو تر شا پرې اېښی، مينه، ستاينه، غندنه... هرڅه مې پکې رانغښتي دي. راوروسته مې خپله لاره موندلې او ژمنتيا مې ورسره په پام کې نيولې ده؛ ژمنتياهم د ټولنيز ارمان او هم د ښکلاييز ارمان پر وړاندې. په دغه پړاو کې  رانه ټولنيز پر ښکلاييز هغه زياتره  برلاسی موندلی او ډېر سياسي- انتقادي شوی دي. ټولواکي مې غندلې،جمهوري او ورپسې انقلابي نظام مې که ستايلي ، خو غندلي مې هم دي.  هرګوره، ورو ورو پردې بريالی شوی يم، دواړه ارمانونه سره په يوه انډول غاړه غړۍ کړای شم او خپل سياسي- ايډيولوجيک پيغام په داسې ذهني انځورونو او سېمبولونو کې ونغاړم را ونغاړم چې هغه هر راز مانا کېدلاى شي، لکه زما يو غزل چې يوه ډېر دينپال او صوفي شاعر(( مولانا فاروق چشتي)) له خپل صوفيانه سبک سره سم پېنځيز(مخمس) کړی دی:
څاڅکی څاڅکی لکه ستوري د سپوږمۍ له جامه څاڅم
پرخه پرخه پر ګلونو د اسمان له بامه څاڅم
د څو تنو پرهرژلو وينه نه يم چې تويېږم
د زخمي زخمي ماحول له اندام اندامه څاڅم...( ٧-١-٧١)
يا يو بل غزل په بشپړ ډول:
درېغه که د لمر د الماسونو څانګې ماتې شي
سم به ورسره د سهارونو څانګې ماتې شي
خداى مکړه د شپې د بوږنوړو تور تمو په لاس
نورې د سپېدو د سپېدارونو څانګې ماتې شي
نه چې باغ د هسك د سپوږمۍ تندره توره دښته كړي
مه شه چې د ستورو د ګلونو څانګې ماتې شي
پرې، ازمون بټۍ نه  د زمان مخسور راووځي
رامه شه ها ورځ، د مرجانونو څانګې ماتې شي
   (د مرجانونو څانګې- ټولګه) 
ما د شعر جوهر کارولى دى،له (( شعر )) سره مې ناروانه  ده کړې، د شعر چې کوم د ذوق خړوبول دي، ښکلاييز راښکون دى، هغه مي کارولى دى، همداسي مې يو ازاد شعر هم درواخله:
که ستا د ناز په شونډو
د لمر پيغام نڅېداى
ما به مات کړى وو د شپې د اوږدېدو طلسم...
هله نڅل به مې د څلېر له سپوږمۍ ستورو سره
او ستا دمينې په دروږ کې به مې، زرځله ځان بلهاري کړی وو خپل!
خو، زه خواشينی يم چې،
  ته يې لاهسې په درشل کې د مزدک د ښاڅ غرور ولاړه
او زما خوله د بېژبۍ له تورو خاورو ډکه!!؟
((نوې پېړۍ او نوې زرۍ))
دا او داسې بېشمېره شعرونه چې زما د شاعرۍ ډېری برخه جوړوي، هم دورځې په نرخ اخلئ؟ زه ګومان نه کوم، په ګرده پښتو شاعرۍ کې تردې نورې پخې او پياوړې بېلګې پيداکړای شئ او يايې هم څوک د کره کتنې يا ارزونې جوګه شي،که مو پيدا کړل، داګز او داميدان!
ما د همدې لپاره له هرشعر سره مهال و چاپېريال  کښلى چې کره کتونکى زما پرله پسې شاعرانه پرمختيايي بهير په پام کې ونيسي او د کره کتنې زرين اَرونه تر پښو لاندې نه کړي. داسمه ده چې له دېرش کلنۍ راهيسې له چپي- سياسي اندتوګې له راخپلولوسره زما په پېيلې او ناپېيلې وينا کې، لکه څنګه چې استاد بېنوا هم ورته په خپله سريزه کې نغوته کړې، سياسي رنګ راګډ شوی دی. خو ما پکې ورو ورو پرنړيوال کچ د اړوند بهير پر لاروۍ او سيالۍ شعار پر شعر اړولی، په بله وينا، سياسي ترين شعر مې هنري ترين  شعر کړی دی. دا پته يوازې هغه رښتينی کره کتونکی لګولای شي چې په ټوله مانا پر نومهالې ادبي تيورۍ او علمي کره کتنه يا کرېتېسېزم لاسبری ولري. که رښتيا رښتيا درته ووايم، زما شعر له پخېداسره سياسي-
ايډيولوجيکي رنګ راخپل کړی،يا په سرچپه توګه،له همدې ژمنتياسره پوخ و پياوړی شوی دی!
په پښتو سياسي – انقلابي يا چپي- سياسي شعرکې اجمل خټک او بيا د هغه لاروی سلېمان لايق مخکښان بلل شوي، خو پر خپل خپل وخت؛ په ورپسې پښت کې يې يوازېنی ننګوونکی زه يم. څومره چې ما سياسي- ټولنيز ارمان او ادبي- هنري ارمان سره اخښلي را اخښلي، تر اسحاق ننګيال پرته مې بل زوړ يا ځوان دراننګونې جوګه شوی نه دی. نو که داسې شعر په يوه مهالپېر يا د ورځې په نرخ راتلئ او  تلپاتوالي ته يې د شک په سترګه ګورئ، سخت به تېر وتلي ياست!
رښتيا کله چې په هماغه لومړيو کې ما ننګيال له اوږدو اوږدو نظمونو څخه لنډو او ازادو شعرونو ته را هڅاوه، نو لنډنوم مې هم له ننګيالي څخه د ننګيال هومره ورلنډکړ او داسې برېښي چې تاهم د هماغه تر اغېز لاندې له خپل اسحاق نامه سره د توريالي پرځای((توريال)) را ملګری کړی دی!
که وخت و زغم وای، مابه در زباده کړې وه چې پر ملي او جهاني کچ ادبي او بيا شعري شاهکارونه زياتره په چپي- انقلابي سټو اړه لري چې يو لاسوند يې هم د نوبل جايزو ډېروالی دی او چې دا ځنې وباسې، په نړيوال ادبي ميراث کې به نور څه پاتې شي. دا پوره زباد ته رسېدلې چې بشرواله يا انساندوستي(هومانېزم) يوازې په چپي ادب کې سترګې غړولای شي، ولسپال(نېشنلېستان) له خپل ولس يا ټبر پرته د نور چاپروا نه لري، کټ مټ ، لکه دينپال چې يوازې د خپلو همګروهو خيال ساتي. داسې هم نه چې ګوندې چپي ليکوال د خپل ټاټوبي او ټولنې غمونه او دردونه، نه ژاړي، بلکې تر څنګه يې نوره نړۍ او نړيوال هم نه هېروي، ځکه د ګردو انسانانو برخليکونه سره يو له بله بېلېدای نه شي او لکه دانن سبايې چې پېخر پېخرنښې نښانې په غړولو سترګو ګورئ!
زه يوازېنى پوخمنګی (سپين ږيرى) شاعر يم چې تر اوسه له ځوان پښت سره نه يوازې سيالي کوم، بلکې پرله پسې په دې هڅه کې هم يم چې که وکړای شم، د يو لړ تازه ازمېښتونو او نوښتونو په را منځته کولو سره ورته مخبېلګه او لارښود هم شم. په تېرو څو کلونو کې مې چې څه د ټولګو او څه د اوبپاڼو له لارې خپاره کړي دي، تر اوسه يې چا، نه د څومره والي ځواب ويلى او نه د څرنګوالي!
زه دا نه وايم چې نور پښتو شاعران ياد شوي غبرګ ارمانونه سره نه غاړه غړۍ کوي او ښايي له دې پلوه ترما خورا ښې بېلګې ولري، خو اړوند انځورونه يې تر سمونپالۍ
(رېفورمېزم) وړاندې د کوم بنسټيز مثبت ادلون بدلون پيغام نه رانغاړي. حمزه صاحب
له ټولې پښتو او پښتونولۍ سره يو ښکلی انځور له پښتني- انساني ضد پاکستاني تعرضي پاليسۍ بلهاروي:
ګورم اوربل ته د سپين مخ په تمه=زه له هندوانونه کشمير غواړم!
30- ت: د شعر د آفاقيت او تلپاتوالي ضمانت څه شي کولاى شي؟
ز: که څه هم دا پوښتنه تکراري برېښي او پاس مې تر ډېره، سيده او ناسيده در ځواب کړه، خو بيايې هم  په نورو ټکيو کې در غبرګوم.  يوازې هماغه شعر دغه ځانګړتيا در لودای شي چې نه يوازې  هنري جوهر ولري، بلکي په سهي مانا((هنري ارمان او ټولنيز ارمان)) ، په بله وينا،((ژب انديز او ژب ښکلاييز)) رنګ و خوند پکې يوځای  غځونې وکړي. ددغې دويمې ټولۍ(مقولې) په دواړو اړخونوکې ژبه ځکه راغبره شوې ده چې ادب او بيا شعر يو ژبنی هنر دی او په دې توګه يې بې ژبې نه هنري اړخ سمبالېدای شي او نه انديز. د همدې ژبې په مرسته اند و واند(فکروخيال) اوعاطفه سره همغږي کېدای  شي، داسي نه چي يوازي خيال ولري او فکر نه وي، له همدې پلوه ما ځينې ټولګې (وينه او مينه، اندوژوند،اندو واند، رزم و بزم، سوزونه او سازونه، ساندې او سندرې) نومولې دي.
 نو که پاسني اړخونه ولري، هغه به هرو مرو تلپاتى وي، ځکه غبرګ ارمانونه او پيغام يې نه زړېږي، لکه د ستر خوشال، البته ټول يې نه، ځکه  په ځينو کې يې خو هسې سکالووې( تاريخ، جغرافيا، طب، حکمت ...) را اخېستې او رحمان باباهم څه ناڅه همداسې، خو د حميد او بيا شيدا هنري يا ښکلاييز اړخ پر دابل برلاسی برېښي، مګر هماغه لږې لږې بېلګې يې د ګردو سکينده(جبران) کولای شي.
 حميد وايي:
لکه سر د پسه پر اور غاښونه سپين کا= ماته هسې له ډېر غمه خندا راغله
اوکاظم شيدا، که څه هم ټولنيز ارمان و پيغام پکې دومره سترګې نه غړوي، خو د دويم ارمان له پلوه تر هغه هم وړاندې تللی، په يوه بيت او يوه ښکلي ذهني انځور کې يې څومره خبرې رانغښتلي او تلپاتوالی يې ور بښلی دی:
د غوټۍ د رباط ور په واکېدو دى  = قافله د رنګ و بوی درومي سبا شو
تاسو وګورئ پخوانى تاريخ يې پکې څه ښه رانغښتی ، قافلې به تللې، په رباط کې به يې اړول، بيا به سبا دروازه بيرته کېدله او قافله به ترې کوچېدله.
نه، لکه په پښتو او پارسي پسرلنيو(بهاريو) کې چې له پسرلي نه يې راپيل کړی ( بهار دی،پسرلى دى، ګل غوړېږي، وږمې يې خپرې دي، بلبل نغمې وايي، ابشار ژاړي يا فرياد کوي...))!
يايې دا بېلګه چې ټولنيز ارمان يې په څومره ښکلاييزه جوله کې وړاندې کړی دی:
د افتاب پر کمند نه خېژم اسمان ته = نه ږدم بار له شبنم پر دوش د ګلو
چې مايې ژبه داسې ورپښتو کړې ده:
(( زه د لمر پر کمند نه خېژم اسمان ته= لکه پرخه نه ږدم بار د ګل پر ولو))
31- ت: د شعر او شعار ترمنځ بريد پوله څنګه ټاکلاى شئ، پر اړتيا او نه اړتيا يې نظر غواړو؟ 
  ز: زموږ ټولنه ډېره وروسته پاتې ده، له همدې کبله زه دا نه وايم چې زموږ شعر دې له سېلمې په  يادشوي کره کاڼي کره اوسي. زه پخپله ځينې انتقادي او طنزيه شعرونه د خپل ولس لپاره يا د خپل ولس د پوهې پر کچ وايم. که کره او پاخه له خپلو او پردو  سره د سيالۍ او بيا يو کم شمېر مينه والو لپاره وايم، نو د ټولنې کم زده کړی ډېری هم کورټ له ياده نه کاږم او په ساده ((شعاري)) جوله کې ورته د نوي مهال پيغام اورونګ هم اړين بولم. د يوه انديال(متفکر) په خبره،کله ناکله يو شعار تر زرو شعرونو هم زيات اغېز من پرېوځي او هغه هم يو داسې پياوړی شعار چې زړښت نه لري. که زړښت هم ولري، يو مهالپېر خو راخوندي کوي، ځکه هنر وادب او بيا شعر هم بايد د تاريخ هېنداره اوسي، لکه دخوشال بېشمېره بېلګې:
 نوره درسته پښتونخوا پر ځای مېشته ده =  يو دازه دې زمانې پکې منصور کړم
.د افغان په ننګ مې وتړله توره = ننګيالی د زمانې خوشال خټک يم
اجمل خټک بيا درې- درې نيم سوه کاله وروسته پکې پاړکيزې ناخوالې انځوري:
غټان غټان، لويان لويان پيدادي= دوی خو له ځايه جنتيان پيدا دي
ځئ، هغه خوارو ته جنت و ګټو= څوک چې له موره دوزخيان پيدا دي!
لايق انقلاب او جهاد سره داسې پرتله کوي:
انقلاب څه دی؟ يو حرکت دی = دبدلولونو يو ضرورت دی
که د ولس وي، د خدای رڼا ده =که د کوم کس وي، طوقِ لعنت دی!
جهاد بل څه دی، مسابقه ده=د لوټولو بربنډول
د وطنپالو د سپکولو=د وطن پلورو د غټولو!
زيار: سم په سيندکې به ډېر ولامبي مخکښته - نر هغه چې پکې ولامبي مخپورته
       دابچي د زمانې مور زېږولي= چې ټينګېږي د وختو ناړامه زورته
 زمانه راته چپه غوندې ښکارېږي = چپ ته ښی او ښي ته چپ چې ويل کېږي
  (( لېونی خاندي پر کلي، پرده کلی)) = د ويښيارو دا متل دلته جوړېږي!
يا: اور دمينې هسې پوخ کړم = چې خامي راکې هېڅ نشته
    نور د ژواک لپاره ځواک شوم = نور مې ډار نشته له نشته!
سپينه بېلګه:
واده
يو د مينې تړون دی
      چې په زړونو اړه لري،
نه په ملا
               يا بلې بلا!
او داسې نور.
  له دې ګردو څرګندونو سره سره د مخنيو څرګندونو پر پله او تعقيب د يوشمېر نورو غوندې زه هم د شعر پر کيفيت او شعري جوهر ډېر زور راچوم او ورسره ورسره داهم اړينه ده چې ټولنه په ځان پسې را څکوم، نه داچې له سېلمې په ټولنې پسې ولاړ شو. بلخوا داهم د لمر په څېر روښانه ده چې. دساده شعر اوشعار يا ولسي او نيم ولسي شعر  ويونکي خو بې له هغې هم تر دې نورو ډېر دي او په نالوستو او کملوستو پرګنو کې يې منښت او ګرانښت هم څو برابره. نو غوره به دا وي،ورځني شعرونه او شعارونه همدوی (ښيو او کيڼو) ته پرېښوول شي او کره او پاخه، کره او پخو وينا والوته،چې که داوسني پښت لپاره دومره دپوهاوي اومنښت وړ نه وي، له خپل تلپاتوالي سره خو به د راتلو- نکيو د سهنې او پوهېدنې جوګه وګرځي!
32- ت: د اوسني ځوان فرهنګي پوړ ډېرکيو، ټول پام و تخليق ته اړولى دى او د څېړني حوصله څه چي د يوې څېړنيزي ليکني د لوستو زغم هم نه لري، د دې لامل څه ګڼئ؟ 
  ز:  دغه تخليق يا زېږندويي يا پنځونه، د چا خبره بې له لوړي زدکړي او ځانګړي څانګي څخه، د ليک لوست په زدکړه سره هم کېداى شي، چجې سړى شاعر شي، طنز او داستان او ډرامه ليکونکى شي، تر ډرامې ليکنې پوري ارواښاد منان ملګرى را ياد شو چيې هغه دوه درې کاله ښوونځی لوستی وو ، خو کيسې او طنزونه، او ان يو شمېر خوراښه شعرونه يې ليکلي دي. (علمي)ليکنې څېړنې خو ځانته ځانګړې زده کړې غواړي. داسې خو نه شي کېداى چې  هرڅوک دې څېړنه وکړي، که څه هم يو شمېر دوديز او اماتور ليکوال او څېړنوال لرو چې د ډېر کاراوکړاو له مخې يوڅه پر پښتني پوهې او فرهنګ ورزياتولای شي، خو زياتره پر متنپوهنه او ژورنالېزم راڅرخي. که هغه ادبي دي، که تاريخي، ژبنۍ او  داسې نورې. له بده مرغه څه څانګوال او پوهان، چې که زه هم په هغو کي وشمېرل شم، له هېواده راوتلي او ترشا يې دومره څوک پاتې نه دي. کومې پوهنيزې ليکنې څېړنې هم که کوي او په خپل لګښت خپروي، دننه په هېواد کې له کوم هرکلي سره نه مخامخېږي. هلته پوهنتوني استادان هم زياتره پر هماغه نيم نيمګوري تدريس بسيا پاتې دي. اکاډمي او اړوندې پښتو څانګې اوس دومره واک او ځواک، په بله وينا دومره علمي او مسلکي کادرونه نه لري چې ليکنې څېړنې وکړي او خلک وروزي او وهڅوي. نو هرو مرو به ترڅېړنو د هستونو پله درنه وي.
33- ت: تاسو شعر موزونه مخيله وينا بولئ اوقافيه واله  وينا بېخي کرغېړنه بولئ او زموږ نژدې ډېره شاعري په تېره بيا کلاسيکه خو ټوله پر موزون قافيه واله  بنسټ ويل شوې ده، په دې اړه که څه راته وواياست؟ 
  ز: ما قافيه وال شعر نه، بلکې هسې بې انځوره نظم او شعارکرغېړن بللی. شعر بايد شعر وي، هغه شعر چې په ادبي نړۍ کې ټولمنلی او پېژندلى  دى، زموږ شعر ته شعري فن يا تخنيک زياتره له عربي = ديني زدکړو سره راغلى دى او تر ډېره پورې ډېرو پردې باندې  زور اچولی چې د خليل بن احمد عربي عروض (مفاعيل) راخپل کاندې. دا يو ډېر بېځايه کار وو، استاد رشاد صاحب چې ټول عمر يې پکې ښوونه، ليکنه او څېړنه کړې وه، په وروستيو کې يې پخپله د دې منښته(اعتراف)کړی چې پښتو يو((تونيک )) شعر دى، نه عروضي، ما بياپه ((پښتو شعر څنګه جوړېږي؟)) ((سېلابيک)) هم ور زيات کړ او((خجيز= څپيز)) تړنګ يا مقوله مې ځنې جوړه کړه. ياني پښتو شعر پر خج  يا آهنګ او څپه ولاړ دى، له دې لامله موږ پر خوشال، رحمان او شيدا دا انتقاد نه شو کولاى چې ولې يې عروضي شعرونه نه دي ويلي، په هره توګه،شعر بايد شعريت ولري. کاظم خان شيدا، خوشال بابا ، حميد ، رحمان با با که له ديني- اخلاقي وعظ و نصيحته يې تېر شو، هم ډېر ښه شعرونه ويلي دي او له شعري جاج او تعريف سره سم يې د شعريت په پساله پسوللي دي ، د پندونو  ورمونو نظمونه يې هم په پښتني فرهنګ کې يو ارزښت و منښت لري. د پښتو ډېر ساده شعرونه،لکه حافظ الپوري، نور نامې، قصيدې يا د ملا نعمت اله پېيلي داستانونه دا هم نه ردوو، چې ډېر واى، لا به ښه وه، که قافيه وال شعر څوک ښه وويلاى شي، ښه تر ښه، خو نن سبا ازاد ته زيات پام ور اړول په کار دي. په پرمختللي نړيوال شعرکې قافيه له منځه تللې ده. نو کلاسيک،کلاسيک دى، هغه خپل ځاى لري، خو موږ بايد قافيه وال شعر ته څوک و نه هڅوو چي ورم (نصيحت) ووايي، که يو ځاى ((اسمان)) راغلی وي، نو بل ځاى به ((ريسمان)) راولي، هغه ورسره که سر خوري اوکه نه!
پخپله عربو شعر مخيٌله کلام بللی چې پارسي، تورکي، پښتو، اردو، تورکي...  هغه يې پليوني (پيرو)ګڼل شوي دي.  نوي عربي شعر هم ځان د ((مفاعيلو)) له زندۍ او زندانه ازاد کړی چې فلسطيني انقلابي شاهکارونه يې خورا ښه استازي کوي. مخيٌله داماناچې خيال او انځور وي، نو په شعر کې قافيه، رديف او وزن دومره ونډه نه لري، دلته د موسيقيت خبره ده، نه د شعريت. دا د سندرغاړي لپاره ګټه لري چې دواړه هنره سره په اسانه و اخښلای شي، که نه، آزاد څه، چې سپين شعر هم په لويديزه نړۍ کې له ډېر مهاله موسيقۍ ته لار پيدا کړې ده. په پښتو کې ددې ازمېښت او نوښت په لاسوند چې د سردار علي ټکر غوندې يو تکړه سندر غاړي د غني خان ډېر بې تول و تاله شعرونه پر تول و تال راوستي، ورته شونتيا در لودای شو. په فولکلور کې هم نه يوازې بې قافيه ، بلکې سپينې بېلګې بدلې(کيسه يې نارې)هم لرو؛ او ستاسې له وينا سره سم موږ ازاد و سپين شعر د عربو، پارسيوانو ... په توپير د اروپايي پېښو پرځای د همدغو خپلو وګړنيو مخبېلګو پر بنسټ راخپل کړي او رادود کړي دي!
۳۴- ت: ويل کېږي چي آزادشعرله اروپاڅخه اېران ته راغئ په اېران کي يې جنډه نيما يوشيج اوچته کړه له اېرانه افغانستان ته را تېر شو، په دري کي خو يې بيخي نيمايي شعر بولي، خو تاسو يې مخينه په ولسي ادب کي وينئ، که په دې اړه څه راته وواياست؟ 
  ز: ما خو ليکلي او خپل دلايل مې وړاندې کړي چې ((پښتو شعر څنګه جوړېږي))، خو که چا ته دا کتاب نه وي رسېدلى نو دومره ورته وايم چي پښتو لنډۍ قافيه نه لري او مسرې يې سره هم پر يوه کچ نه دي، که قافيه يې پکې چېرې راغلې وي، هغه يوه ناببري يا تصادف دی. په آزاد شعر کې هم کله-کله قافيه راځي، سروکي هم پرله پورې يا منظمه قافيه نه لري:
په انتظار کي دجانان ولاړه يمه
بارانه مه راځه ماښام دى
خو سپين شعر يوازې په ځينو نارو او متلو کې شته. ما له همدغو ځنې د پښتو شعر قوانين را اېستلي دي، پر نړيوا کچ  له جوليز= تخنيکي پلوه نوی شعر درې ډوله دى:
يو آزاد دى چې وزن لري، قافيه نه لري.
بل سپين دى چې وزن او قافيه دواړه نه لري=داروپايي (( بلانک)) پارسي او پښتو انډول ((سپين)) نه، بلکې ((ازاد)) دی.
بل ناپېيلی يا منثور دى چې هغه يو لږکى تول وتال او وزن هم نه لري.
په پښتو کې، لکه وړاندې چې يادونه وشوه، د سپين شعر بېلګې د کيسو يا نکلونو غږونه او نارې دي چې اړوند نکلچيان يې له بېوزنۍ سره سره په خپل خواږه اواز سره انګازه کوي!
په هره توګه، موږ بايد له زمانې سره ځانونه سم کړو، که زمانه راسره نه سمېږي، موږ بايد ورسره سم شو، هغه هم تر ښايسته ډېرې کچې په خپل رنګ و خوند کې!
۳۵_پ :تاسو د شعر څلور رغنده توکي (ژبه، وزن، خيال او فکربولئ)، د دغو څلورو توکونو انډول، بايد په يوه شعر کي څنګه په پام کي ونيول شي؟ 
  ز: هغه دا دى چې ژبه يې بايد کره وي، داسې نه چې له لومړي معياري((رغاونيز)) بنسټ پلوه ناکره کليوال ګړدودوي، لکه يو خوستى ولسي شاعر چې وايي:
دا څنګه خلګ دي بېدينه
چې زما وهي بريدينه
له بريدينه څخه يې موخه ((بريدونه)) دي، نو دا خو نه شو منلاى او پر يوه يوازېنۍ ادبي معياري  پښتو ټينګار کوو.  پردې سربېره بايد لنډه او کېښکلې وي او تر وسه وسه له اوږدوالي څخه يې ډډه وشي. بله برخه يې وزن يا تول و تال دى، دابه ښايي تر ډېر مهاله پاتې وي، دا چې ناپېيلی يا منثور شعر او ادبي ټوټه يې بولي، په هغه کې له اندو واند پرته نور ه کومه قاعده نشته. په لويديزه نړۍ کې داهم له موسيقۍ سره کمپوزوي. بل  رغنده ټوک يې په ولوليز او عاطفي مزي د خيال او فکر( ( اند و واند))  تړښت دى.
 د بېلګې په توګه د اجمل اند(( پاميره چې را لوېږې))  يوازې خيال نه دى، داهم خيال اوهم فکر او بيا دواړه سره په عاطفي او ولوليز مزي تړل شوي چې  رواني اغېز و خوند هم وښندلای شي.
36- ت: تاسو د نړۍ ادبيات لوستي دي، زموږ دپښتو کوم فورمونه ورسره د پرتلې وړ دي؟ نه دي؟ يا څنګه کېداى شي چي ځان پسي ورسوي؟ 
  ز:  تر هرڅه له مخه،همدا تخنيکي خبره اړينه ده چې اوس قافيه وال شعرونه له دوده وتلي دي، پخوا په ټوله نړۍ کې، د يونان له وخته قافيه وال شعر وو، متريک، يا عروضي سېستم يې درلود، چوکاټ يې جوت وو، په هغه چوکاټ کې بايد سړي شعر ويلى واى. دا په انګرېزۍ، جرمنۍ، فرانسۍ او نورو اروپايي ژبو کې تر نومهال پېره راپاتې وو. اوس قافيه او تول و تال هماغه فولکلوريک وزمه شاعرۍ کې نيم نيمژوانده پاتې دی، نور ټول آزاد او بېخي سپين شعر دى، ځکه ما پر دې ټينګار کړى او کوم يې چې موږ کولاى شو، شعر له تخنيکي جوليز،هنري او هنري ژمندويۍ پلوه له نړۍ سره د سيالي جوګه کړو او په دغه کاروان پسې ځان ورسوو.
37-ت: استاده ډېره بخښنه غواړم، خبري ډېري اوږدې شوې او تاسو ډېر ستړي سولاست، که په پاى کي د بېنوا فرهنګي ټولني او د مرکزي خپروني (ښکلا) په اړه يې کوم نظر، نيوکه او لارښوونه لرئ، مهرباني وکړئ؟ يادونه : دامرکه دبېنوا ويجلې په و
ز: دا يوه نېکمرغي ده چې د پښتو د چوپړ لپاره دومره ټولنې جوړې شوې دي او په دې لړ کې بېنوا فرهنګي ټولنه ده چې له ستر استاد بېنوا له نامه سره تړون او تړاو لري او د هغه د الهامونو په رڼا کې پښتو ته چوپړ وهل کېږي. د ((ښکلا)) مهالنۍ په باره کې به ووايم چې دا ډېره بريالۍ چاپي رسنۍ ده او کومه نيوکه چې ما درلوده، هغه مې په خپل ليک کي درته څرګنده کړې وه. او هغه داچې هغه ليکنې يا کتابي اخېستنې مه را مه خپروئ چې د پښتنو تاريخ بيا له سره له پوښتنې سره مخامخوي، لکه د عاطفي صاحب ببولالې چې پر وړاندې مو زما لومړی غبرګون خپور کړ، خو هغه هم د دې پرځای چې زماعلمي دک و دليل، په دک و دليل را غبرګ کاندې، زما په سپکاوي پسې  را اخېستې او تاسې هم ټکي پر ټکي هغه ګردې بې سروبولو اپلتې او سپکې سپورې ور خپرې کړې او په ځواب کې يې بيا زما پر رسنيزو اَرونو برابر سپيناوی نه، نو له همدې لامله مو نور زه له همکارۍ څخه بېزاره کړم.
له دې سره سره، زه باور لرم چې د پښتني پوهې او فرهنګ د غوړېدا او سمسورتيا لپاره ستاسې ګردې هلې ځلې  لوړې ارزوم  او لا ډېر بري او برياوې درته غواړم!
په نږه علمي- فرهنګي او پښتني-افغاني مينه او مننه


    ستاسې پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار

 
بېرته شاته