لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار د ښکلا مهالنۍ سره دریمه برخه
لیکوال: توریال   نېټه: 13.04.2009   خپرونکئ:   سمسور  

15- ت: نن سبا د پښتو ليکوالو ترمنځ دغه د ((په)) او ((پر))، ((لپاره)) او ((له پاره))، ((له)) او ((د))، ((نشته)) او ((نه شته))، ((نلري)) او ((نه لري))، ((نکوي)) او ((نه کوي)) او داسي نورو توپيرونو يو سرخوږى جوړ کړى دى، په دې اړه مو څنګه پوهولاى شئ؟

ز: څلېرويشت کاله مخکې ما ليکلار ليکلې اوخپره کړې ده او دغه مسايل مي ټول پکې شنلي سپړلي دي چې کوم  وييونه او وييکي(ادات) يو ځاى وليکل شي او کوم جلا، دا د ليکدود خبره ده. موږ ((نه لري)) او ((نه کوي)) ځکه بېل_بېل ليکو، چې ((نه)) ځانته دنده لري او ((کول)) ځانته، ((نه))د اړوند کړ يا فعل د نهې لپاره دى. ((پکې-کې)) چې ځينې يې لا تراوسه ((پکښې-کښې)) ليکي، بيا هم وايم چي لومړۍ بڼې، د لومړيو بېلګو په توګه، د علامه حبيبي په  مشرۍ په ياده شوې غونډه کې د پروسيجر تر هوکې وروسته کره منل شوې وې، هغه هم د همغې چلندلارې په رڼا کې دکندهارۍ لنډې(ي) پروړاندې د نورو ګردو ويونکيو له وينګ سره سم په اوږده(ې) کره راځي. ((لپاره،نشته، پکې)) د ((نه لري، نه کوي ...)) پر خلاف د يوه بل ژبپوهنيز اَر يا اصل له مخې يو ځای ليکل کېږي چې هغه په جمله کې تل يو يوازېنی ګرامري واحد جوړوي. همداسې((رامنځته، رامخته...)) کول، ((خدای مکړه))... هم درواخله.
((په))زياتره د يوه اَلي سربل (instrumental preposition) په توګه کارول کېږي، لکه: په قلم(سره) ليکل کوم او ((پر))د((باندې)) په ملتيا او مانا، لکه: پربام(باندې)، د توپير غوره بېلګه يې په دې غونډلو کې ليدای شو: زه پر پښتو ګرامر کار کوم(په باب) او په پښتو ليکل کوم(نه په بله ژبه)... . همداسې د(د= له) توپير سره هم کولای شو.

16- ت: تاسو کله د مذکر جمع تېر حالت ((وو)) ليکئ، کله((ول)) ليکئ، اوس يې کومه بڼه سمه ده او ولي؟

ز:ما تر اوسه د پښتو ټولنې د پرېکړې له مخې ((بود)) په ((و))  او ((بودند)) په ((وو)) ليکل، د ټکر د پرنسيپ له مخې خو څه ناڅه سهي وو ، خو د ژبپوهنې له مخې يووستوی ((و)) څنګه حرکت وکړي؟
نو د پښتوګرامر او ليکلارې په نوي چاپ کې مې  دواړه بدل کړل، لکه څنګه چې په سوېل لويديزه او منځنۍ پښتو کې ښايسته ډېر ويونکي لري او کندهاري ليکوالو له پخوا راهيسې همداډول دود کړي دي. ډېری ليکوال، په تېره د ښوونې روزنې نصاب والا چې زياتره ننګرهاريان او پکتيا وال دي، د(( ويشتل)) له وسمهالو ګرداني بڼو(ولم، ولو...) سره د ټکر په پلمه هماغه ((و) او((وو)) غوره ګڼي او کاروي يې.

16- ت: په پښتو ليکدود کي يوه لويه ستونزه د ((يې)) ګانو په کارولو کي ده، د ساري په توګه تاسو د مونث جمعي ته ((ې)) کاروئ، لکه پېښه (حادثه)، جمع يې ((پېښې)) ليکئ، په داسي حال کي چي د جمعي کولو دا بڼه د ږغ له مخي منطقي نه برېښي، ځکه ((پېښې)) د ((حوادثو)) مانا نه بلکي د ((ريشخندونو)) يا اکټونو مانا ورکوي. علمي دليل يې څنګه روښانوئ؟

  ز:  لکه څنګه چې د پښويې د درېيم چاپ په سريزه(15-16مخ) کې پرې رڼا اچول شوې، په کندهاري ګړدود يا ګړدودي ډله کې خجنې او ناخجنې اسمي او فعلي پايلې د خج(فشار) له لامله توپير مومي، حال داچې په نورو درو ګونو ډلو کې نه. د بېلګې په توګه: په کندهارۍ پښتو کې لاره(راه) پر زورکي پای ته رسي او جمع يې پر(ي)، لاره(نغمه) پر زور پای ته رسي او جمع يې پر(ې)، همداسې بڼه(شکل) او بڼه(پر)، پېښه(تقليد) او پېښه(واقعه) او داسې نور ډېر نومونه او فعلونه در واخله.  مانا داچې دغلته له غبرګو غبرګو فونولوجيکي او مورفولوجيکي ځېلونو يا وارينتونو سره مخامخېږو. نو د ويونکيو د ډېروالي، با قاعده والي او لنډوالي د پرنسيپ له مخې له معياره غورځي او د هماغو يووستوو وارينټه کره ګڼل کېږي. پر دې سربېره په کندهارۍ ډله کې يووستوي ناخجن وييکي او نومځري(ادات او ضميرونه) چې په لاتيني ترمينالوجۍ کې تر يوه نامه (enclitics) لاندې راځي، هم اړوندې پايلې(-ي) راځي، لکه: کتاب دي واخله، قلم مي ورک سو، چي، کي، پکي، داسي،هسي،ولي، چيري، همدي، د دي، غوندي، ګوندي... ! يا د استاد مېکنزي په بېلګه دوې بېلابېلې کړوالې پايلې، لکه((اوسې)) او ((اوسي)) دواړې((اوسي)) ويل کېږي او ليکل کېږي.  همدا خبره ده چې په سوېل لويديځ کې تر(ې) د(ي) ډېر پېښي (فرېکونسي) يا سلنه زياته ده او په سوېل ختيځ، شمال ختيځ او منځنۍ سيمه کې سرچپه. د پروسيجر څلور سره توکه له سوېل لويديځ سره په ټکرکې راځي: د ويونکيو ډېروالی، باقاعده والی، لنډون او اسانوالی. يو بنسټيز پرابلم چې ناپښتانه هېوادوال او بهرنيان تر پښتو، پارسي ښه ترازده کولای،لېنګوېستيکي پرابلم دی او هغه دا چې پښتو يوخوا غبرګژبيز غږونه (ټ،ډ،ړ،ڼ) له هندي را اخېستي او بلخوايې ډېرې پېچلې لرغونې ځانګړتياوې خوندي ساتلې دي. نو که د سوېل لويديځ دوه غبرګژبيز (ږ،ښ)او نور فونولوجيکي او بيا ياد شوي واوېلي هغه له اړوندوګرامري پايلو سره هم ورسر باري  شي، پښتو نوره هم پسې زياته پېچلې کېږي او نوموړی پرابلم دوه درې ګرايه کېږي. ان په نوي ژبني پېر کې چې پارسي زموږ لويديزو پښتني سيمو(بادغيس، هرات، غور، نيمروز...) ته را ننوتې، پرله پسې پرسنايز شوې دي، پلازمېنه کابل او نور ولايتي- ښاري مرکزونه خو لاڅه کړې، څه کړې

18 ت: د يوې ژبي د پرمختګ بنسټيز لاملونه کوم ګڼئ؟

  ز: ړومبی بايد ووايم چې (لامِل) پر (لامَل) در سهي کړم چې له بده مرغه بي بي سي والاوو دغه ناسم وينګ رادود کړی دی. د پښتو پرمختګ له ټولنوټيز(اجتماعي- اقتصادي) پرمختګ سره تړلى دى، بيا هم وايم چې اقتصاد بېخبنا ده او فرهنګ
مخبنا، که بېخ نه وي نو دېوال نه شي جوړېداى، که پښتني ټولنه له ټولنوټيز پلوه پر مخ ولاړه شي، فرهنګ پخپله پر مخ ځي، زما زياتې ستونزې چې دا دېرش کاله يې د يوې کره ليکنۍ پښتو لپاره ګالم، دا دي چې زموږ ذهنيتونه لا ټبرني(قبيله يي) دي، هيڅ اوښتون او نوي کېدون ته جوړ نه دي، دا ټوله ربړه مسئاله په دې کې ده چې تر اوسه لا په موږ کې سيمه ييز  ټبرني بنسټونه نه دي ړنګ شوي، ماته ارواښادالهام ويل چې صبر وکړه، کله چې زموږ ټولنه پانګوالي پېرته ورسېده، بيا به دا کار عملي شي، ځکه بيا به خلک د دې خيال نه ساتي چي داټکی يا لفظ زما نه دى، داوينګ يا تلفظ زما نه دى، زه دا نه غواړم... . ټول به بيا ګډه پانګه او ګډ مارکېټ لري، بيا به د ګړدودي او ان ژبني يووالي او کره والي ربړه پخپله هواره شوې وي!
د استاد الهام داخبره زما د زړه غټاوي(حوصله افزايۍ) لپاره وه، هسې خو پوهېده، هماغسې چې زموږ ژبنۍ ټولنه پښه پرځای ولاړه نه ده او ورځ پر ورځ  يوڅه پرمخ درومي او په همدې انډول ورسره ژبنۍ اړتيا هم پرله پسې زياتېږي. ليکلوستوال، ليکوال، پوهان اوڅېړنوال پکې مخ پر ډېرېدو دي او له دې سره يوې يوازېنۍ ليکلارې او پراخې وييپانګې ته اړوځي. نو د اړوند څانګوال په توګه يې د سمبالونې تاريخي پازه رسالت زما غاړې ته تر نورو زيات رالوېږي.  له دې پرته پښتو بايد نوې نړيوالې علمي- فرهنګي سيالۍ ته اوږه  نه شي ورکولای. د دې لپاره پښتو بايد چمتووالى ولري، کنه په دومره  بېشمېرو ګړدودي  بڼوتوپيرو سره چې هرڅوک د خپلې سيمې او خپل قوم ليکدود او ليکلار پر کار واچوي، نه يوازې د سيالۍ جوګه کېدای نه شي، بلکې د ((ګلوبالېزم)) پروړاندې يې زور و ځواک هم همداسې وېشلی پاتېږي!
زه وايم چې په هره برخه کې د ټولنوټيز پرمختګ لپاره کار کوي، هغه ځانته دولتي مؤسسې(نهادونه) او سازمانونه دي، د ژبې او فرهنګ چاره په موږ او تاسې اړه لري او بايد د پرمختګ لارې چارې يې ولټوو او د دې لپاره موږ د پښتو د يوې _کره _ليکنۍ بڼې لپاره اړتيا لرو او ورته هاند وهڅې مو ښه ترا پر مخ تللای شي چې زموږ د ټولنيزې سمسورتيا او ملت رغاونې بهير ګړندى شي او داهرڅه پخپلسري ډول نه کېږي، بلکې اګاهانه منډې ترنډې غواړي، له همدې لامله ورته موږ خپلو اړوندو هلوځلو ته د ((غورځنګ)) نوم ورکړی دی!

19 ت: وايي چي د ژبپوهني د آرونو پر بنسټ د يوه او معياري ليکدود د رامنځته کېدو لپاره اړينه ده چي يو ځل د ژبي ټول ګړدودونه سره راغونډ شي، په داسي حال کي چي يوازي په افغانستان کي تر نيمي زيات، لا ثبت شوي نه دي، په دې اړه ستاسو د نظر په هيله يو؟

  ز: مخکې مې وويل چې دا دېرش پېنځه دېرش کاله کېږي چې موږ د کره ليکنۍ پښتو بنسټ  ايښی دى. ما، څه نا څه پالوال او يوه برخه هم اڅک، موږ درې واړو د پښتو تر سلو زيات ګړدودونه ثبت کړي دي، او کله چې زه کډوال شوم، په ټوله لره پښتونخوا کې، له بولانه تر واخانه وګرځېدم او هلته مې هم ثبت کړل، پخوا هم لږو ډېر قاچاقي تللى وم، خو دا ځل له يو اويا څخه تر اووه اويا کال پورې دومره وخت پر لاس راغی چې د شمالي او جنوبي پښتونخوا همغه غوره غوره ګړدودونه وڅېړم.
نو زه که دې ته ناست واى چې دا کار به پښتو ټولنه يا د علومو اکادمي او ياهم پېښور پښتو اکېډ ېمي وکړي، نو دادومره پرمختګ به له کومه شوی وو. ما دغه هرڅه په يوه ځان ترسره کړي دي، نه  دغو ټولنوته لاس تر زنې پاتې شوی يم او نه يې دوديز کارډول، ټولپوښتنې ((ريفرنډم)) ته!
له بده مرغه چې زما هغو دوو ملګرو دا لار پرېښووه، پالوال توکمپوهنې(اتنولوجۍ) ته مخه کړه او اڅک په ژبپوهنه کې له دوو غبرګو ماستريو سره سره، له څوکلن تدريس وروسته پېښورته کډوال شو او نن سبا په خپله سيمه ورزګان کې له کومې انجوسره کارکوي او دکيسو پرځای پيسې ګټي.
لنډه دا چې ماپه يوازېني ځان د ټولو لهجو (ګړدودو) رغاونه رغښت او پانګه په پام کې نيولي دي او لکه چې پاس مې يادونه وکړه، ورسره ورسره مې(پروسيجر) هم پردوديزو او اکادېميک استادانو لاسليک کړى، او په هغه تله کې چې څه تلل شوي، د ټولو ګړدودونو استازي کوي. نو که  د پانګې راټولونه او په سيندونو(قاموسونو) کې يې خوندېينه  يو اوږد بهير دی ، خو د ګرامري رغښت له مخې ما ټول ګړدودونه په پام کې نيولي دي. سره له دې چې له تش په نامه ((اسلامي انقلاب))او بيا يې تنظيمي جنګونو او تالانونو په ترځ کې  د ژبپوهنې د اتلس لپاره د 26 ژبو له ګردو راخوندي کړو دوه سوه اتيا ګړدودو سره څه له پاسه سل  پښتو داهم له منځه ولاړل، خو داچې له ښه مرغه  په سويس کې ساتل شوي، نو د اړتيا پروخت ورځم او ګټه ترې اخلم!
دا د ژبپوهني زرين اصول دي چي کره ژبه د ټولو ګړدودو يوه ټولګه ده. که د فرانسي ژبې پاريسي ګړدود معياري ټاکل شوی، خو د ټولو کليو او بانډو ژوندۍ او ترڅنګه يې مړه هغه او همدارنګه رغولې وييپانګه پکې د پېړيو په پوړيو کې ورګډه کړشوې ده. همداسې انګرېزي هم درواخله چې که د اکسفورډ او کېمبرېج غبرګ ګړدودونه يې سره د يوې معياري بڼې لپاره پر کار اچول شوي ، خو را وروسته پکې هغه  نورې پانګې را ننه اېستل شوې دي او تراوسه پکې دا بهير پر مخ درومي. نور بیا

 

 
بېرته شاته