لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار د ښکلا مهالنۍ سره دوهمه برخه
لیکوال: توریال   نېټه: 13.04.2009   خپرونکئ:   سمسور  

 

7-ت: ستاسو ايډيولوژيکي او ګوندي ياران په بېلا بېلو نومو او څېرو بيا سياسي ډګر ته راوتلي دي، يا د راوتلو پر درشل دي، تاسو څومره تړاو ورسره لرئ، د دوى راتلونکې به څنګه وي او د کومو ارمانو لپاره به کار کوي؟

ز: ما خو مخکې وويل چې زه ((يورو سوشلېست)) اوبيا ((هومانېست))يم، په اروپا کې سوشلېست شوى يم او له همداسې يوې ډلې سره غاړه وړم. له هغو پخوانيو خلقيانو او پرچميانو چې د دوکتور نجيب اله پرضد يې کودتاوې وکړې او هېواد او هېواد وال يې دې اکرته راورسول، هماغومره بېزار يم، لکه له جهاديانو او طالبانو او نيواکګرو اېمپېريالېستانو څخه!

8- ت: دغو دوو غويو (کمونيستي او اخواني) انقلابونو، بيا ورپسې طالبي سېلاب پر پښتو ژبه، ادب او فرهنګ څه ډول اغېزي پرېښودې؟

ز: په کمونېستي پېرکي لومړى ځل وو چې فرهنګ پر مخ ولاړ، په پښتو کې ډېر ادبي او علمي کتابونه چاپ شول چې په شاهي نظام کې يې د چاپ چانس نه درلود او ليکوالو او شاعرانو له کلونو کلونو له ځان سره زېرمه کړي ول. دکيسو او شعرو ټولګې لاڅه چې زماپښويې( ګرامر) او نورو درسي کتابونو چې سوچه علمي منځپانګه يې درلوده، نه د ظاهراو نه هم  د داود په وخت کې د چاپ  کابو موندلې وه. ما به د ليک ماشين او ګېستېتنر په ډېر شاړ شډل  سېستم خپل لوستونه برابرول او بيا تدريسول. د انقلاب پر لومړي کال مې چې ترڅو چاپ ته سپارل، امينيانو بندي  کړم. مټې پر دويم کال  ما وکړاى شول چې د نوي ژبپوهنې په رڼا کې (پښتو پښويه(ګرامر)، پښتو ليکلار،پښتو ويي پوهنه، شعرپوهنه ...چاپ کړم او د زړې او دوديزې ژبپوهني اوادبپوهنې کمبله ور ونغاړم.
تر کمونيستي پېر راوروسته چې د پاکستان په مرسته((اسلامي)) کودتا کاميابه شوه او د يوې ولسوالۍ جهادي، په بله وينا،اخواني- ستمي ډله واکمنه شوه، نه يوازې د پښتني فرهنګ او پښتو لپاره هيڅ کار و نه شو، بلکې د خپل انتي پشتونېستي پلان پلي کولو ته يې مټې را ونغښتې او د دې لپاره چې د چاخبره خپلې واکمنۍ ته يې وطني رنګ هم ورکړی وي، له اړوندو ستمي ملېشه وو او کارملي ډلې ټپلې سره يې  يوه ناسپېڅلې درېګونې ((ټلواله)) رامنځته کړه او تنظيمي جنګونو ته يې لاره هواره کړه. لومړي يې کابل په اور و وينو کې ولاړه او بيا يې ټول هېواد را ونغښت او په پايله کې يې لازياته وحشي او خونړۍ((طالبي)) ډله را وزېږوله او په دې ډول ډېره علمي او فرهنګي پانګه له منځه ولاړه، کتابتونونه څه لوټ او څه د جهل و جنګ و جنايت  په اور کې وسوځول شول. د افغانستان د ژبپوهنې اتلس لپاره د هېواد د شپږويشتو ژبو په لړ کې يوازې زما څه له پاسه سل او بيا اويا پښتو ګړدوده( لهجې)  چې د هېواد له ګوټ ګوټه مې راټولې کړې وې او هرې يوې يې د يوه کتاب بڼه درلوده، له منځه ولاړې، د کابل پوهنتون او اکادېمۍ پښتو علمي او بيا قلمي آثار يومخيز و سوځل شول. همداسې د مرکز او ولايتو  په ځانګړو او عامه کتابتونو کې، که د نورو ژبو کتابونه لوټېدل،پښتو دا ګړ سره اور ته اچول کېدل. طالبانو هم هڅه کوله چې پارسي ياده کړي، په دوترو کې هماغسې پارسي روانه وه، دوى تر کمونېستانو هم ځانونه زيات جهاني بلل، دوى ته خپله خاوره دومره مهمه نه وه او بې له جنګ و مرګ و ژوبلو، ګروه پلټون(تفتيش عقايد يا امر معروف و...) او د ښځمنو پر مخ د ښوونځيو، کارځيو او روغتونو ... تړلو پرته يې  بله بريا نه درلوده.
که يې شعاري برخه يوې خواته کړو، نو شک نشته چې په انقلابي پېرکې پښتو ته ډېر کار وشو، خو دا ټول مجاهدينو له منځه يووړ، که مايا بل چاورته وخت او زغم درلودای، د داسې يو ليکلړ برابرول اړين برېښي چې پښتو فرهنګ ته څومره تاوانونه اوښتي يا اړول شوي دي، هغه هم د مسعود-رباني د ډلې ټپلې له خوا چې ((دويمه سقاوي)) هم بلل شوې ده.  د همداسې بدنامو بېلګو له مخې سياسي- مذهبي بنسټپالي ((توره ارتجاع)) نومول شوې ده ، دا له مذهب سره هيڅ اړه نه لري، له جهادي بنسټپالو نيولې تر طالبي  هغو پورې، له سياسي اسلامه همدا يوه موخه درلودلې چې واک و ځواک  ته ورسي او څومره يې چې له لاسه کېږي، ټولنه د ورته  وحشت او بدويت خواته پرشا بوځي!

9- ت :دا مهال د هېواد د ننه او دباندې د پښتو حالت څنګه ارزوئ؟

 ز: د پښتو ژبې او فرهنګ د غوړېدا لپاره  څه په انقلابي او انقلابي ضد پېر کې  او څه راوروسته ډېر کار وشو او لاکېږي. ډېريو پښتو مينو ليکوالو، رسنوالو او پوهانو په پېښور، پښتونخوا، اروپا، استراليا، امريکا او بېلابېلو کوربه هېوادو کې د نوې خبرتيايي تېکنالوجۍ  له اسانتياوو سره ډېر څه وکړل. نو دا په زغرده ويلای شو چې تېرو سياسي بدلونونو افغاني او بياپښتني ټولنه راوخوځوله او له يوه سخت اوښتون سره يې مخامخ کړه، او چې کله يوه انساني ټولنه پر خوځون راځي، نو فرهنګ او اقتصاد يې هم ورسره هرو مرو غوړېږي او سمسورتيا مومي.

10- ت:ويل کېږي چي دنننۍ تکنالوژۍ په برېښناييز سېلاب کي کوچنۍ ژبي په مخه پسي اخيستل کېږي، وايي چي پښتو به هم ژر وروستۍ سلګۍ ووهي، په دې اړه څه واياست؟

ز: دا ربړه يامسأله چې تکنالوژي يا کمپيوټري ټکنالوژي ټول جهان سره رانژدې کوي، او يو وخت به دا ټول ولسونه او  ژبې سره يو کېږي، ولې داسې و نه وايو چې د نوي ښکېلاک په لړکې پانګواکي نړۍ غواړي، د نيو لېبرالېزم او ګلوباليزم (نړيوالونې) تر نومونو لاندې  دغه ټول بېوزلي او پر مختيايي هېوادونه د خپلو ګټو په ولکه کې راونغاړي او تاسو ګورئ چې ګرد جهان يې سره د خپلو نيو کلونيالېستي پلانونو د پلي کولو په موخه دخپلو ګټو د سيمو په نومونو سره وېشلی دی. دوى يوازې د تېلو لپاره څومره ويني تويوي؟ څومره ولسونه راښکېلوي؟
تېکنالوژي او بيا پوځي تېکنالوجي يې هم د همدې موخې لپاره په خپله ولکه کې راټينګه کړې ده. په دې لړ کې د داسې ښکېلاکګرانه او زبېښاکګرانه ګلوبالېزم خطره يوازي پښتو ته نه، بلکي ټولو ژبو ته مخامخ ده. څه وخت مخکي په (ګارډين) ورځپاڼه کي ليکل شوي ول چې خپله انګريزي له دغه ګلوبالېزم سره زيانمنه شوې ده. نو سوچ وکړئ ، زموږ په څېر د يوې وروسته پاتې پښتني ټولنې ژبه به څه راتلونکې ولري چې ان له پرمختيايي ټولنو سره د علمي- فرهنګي سيالۍ جوګه لا څه چې يوې يوازېنۍ معياري ليکنۍ بڼې ته يې لا تراوسه پرمختيا نه ده موندلې؟
 له هرې تېکنالوژۍ څخه بايد د انساني ژوند و ژواک، پوهې، فرهنګ، پرمختګ او پرمختيا او د طبيعت له لا ښه ترا ښکېلولو لپاره ګټه واخېستل شي، هر علمي= تخنيکي برياوې په ګردې بشري نړۍ اړه لري او په دې لړ کې برېښناييز يا خبرتيايي- تېکنالوجيک سېلاب يا انقلاب هم. په يوويشتمه پېړۍ کې به نور پرمختګونه کېږي او دا اوسنۍ تکنالوژي به نوره هم پسي غوړېږي، خو که پانګواکي ځواک همداسي خپلسرى وي او پر وړاندي يې نا پانګوالي ځواک نه وي، نو دوى به دغه تېکنالوژي د خپلو ښکېلاکي او زبېښاکي ګټو لپاره پر کار واچوي، دغه ډېره خطرناکه ده، او دغه ګلوباليزم او نيولېبرالېزم چې پانګوالو يا پانګواکو (اېمپېريالېستانو) د مارکسېستي سيسټم پر وړاندي را اېستلى، د افغانانو په ګډون ډېری نړيوال داسي انګېري چې په مخکي يې ګوندې بل ځواک نشته او همدې يوه پانګواکي نړيخور زبرځواک ((امريکا)) د ګردې نړۍ برخليک په لاس کې اخېستی او هرڅه يې د خپلو لويو وړو انډيوالانو په ملګرتيا تر ولکې لاندې راوستي دي!

11- ت: ويل کېږي چې د ژبې د يووالي او کره توب لپاره يوه هراړخيز اکاډميک منځۍ (مرکز) ته سخته اړتيا وي، له دې پرته دا کار ناشونى دى، خو نن موږ وينو، د زيار پښتو بېله، د لطيف جان بابي دا بېله، د ګوهر رحمان ګوهر دا بېله او د . . . . دا بېله ده، دغسي ځان ځانته او نا همږغي چاري د پښتو راتلونکي ته په خير تمامېږي که په شر؟

ز: موږ څه له پاسه دېرش کاله وشو چې د نوې ژبپوهنې په رڼا کې غورځنګ راپيل کړى دى، او دا لومړى شرط دى چې دا کار بايدد ژبپوهانو له خوا وشي، د هر ليکوال واک ياصلاحيت نه دى، دغه نومونه چې تا واخېستل، په دوى کې پرته له (زياره) بل هېڅوک دا علمي-  مسلکي صلاحيت نه لري چي دا کار بې له کوم لارښوده وکړي.
پخوا به په پښتو ټولنه يا پښتو مرکه کې لاس به پورته کېده، که به د کندهاريانو لاسونه زيات شول، د کندهاريانو پښتو به شوه، که به د ننګرهاريانو دا زيات شول، د هغو به شوه. خو ما دا لياره پرېښووه او د ژبپوهنې په رڼا کې مې کار را پيل کړ او بيا مې وکتل چې اروپايانو د خپلو ژبو لپاره څه کړي دي، دوى د خپل ليک لپاره يوه معياري بڼه ټاکلې ده، د ليک، ادب، پوهې، فرهنګ او دېوان و دوتر لپاره (په تېره بيا په انګليسي، جرمني او فرانسوي کې)، له پښتو ټولنې سره زما کاردود بنسټيز توپير درلود. هغوی د يو څو لنډو تنګو بېلګو د ليکدودي يووالي لپاره له لاس پورته کولو او ريفرنډمه کاراخېست او وزير صاحب مومند د خلکو په خولو کې ژبه ورسموله چې داهم کېدونې نه وه او نه ده.  ما يوازې د ((يوې يوازينۍ، کره ليکنۍ پښتو)) ترنامه لاندې  د دوو غبرګو ((رغاونيز ياګرامري يورنګۍ)) او((لغوي رنګارنګۍ)) بنسټونو په هراړخيزه توګه دغه غورځنګ راپيل کړى دى، دا چي زموږ زياتره پخواني او اوسني ليکوال او پوهان  پر سټنډرډ يا معيار سم سهي نه پوهېږي او يونيم ژبپوه، لکه پوهاند تږي پرې له يوه وړانديز پرته نور هېڅ  سر نه ګرځاوه او ان ډاکتري تېزس يې په خپله کليواله پښتو يا ګړدود کښلی دی؛ ډاکتر پالوال چې ورسره لېوالتيا لري او د((معياري پښتو)) په نامه يې اوس اوس يو پنډ و پېړ کتاب چاپ ته سپارلی دی، نه څانګيز واک( مسلکي صلاحيت) لري او نه يې زما ليکلار او په سوونو ليکنې او بيا 35 کلن عملي غورځنګ او هاندو هڅې په پام کې نيولي دي، د تږي وړانديز لاڅه کړې چې د لرو برو پښتنو ليکوالو او پښتو ټولنو له پرېکړو سره سم يې د يوه سيمه ييز ګړدود پرځای د ټولو ګړدودونو يو غورچاڼ د يوازېنۍ- کره ليکنۍ پښتو بنسټ بللی، تر پښو لاندې کړی او يوازې يې پر خپله((کندهارۍ پښتو)) لنډ پر لنډه راڅرخېدلی دی!
يو نيم بل ناڅانګيز ليکوال، لکه ښاغلی معصوم هوتک چې د ((معيار)) په جاج و مانا يې يوڅه سر خلاصېږي، هم په پټو سترګو د پالوال کږه لار پسې اخلي او بيا د دويم معياري بنسټ((لغوي)) هغه هم په هسې اوتو بوتو ردوي. هسې خو ډېری ليکوال له معياريوالي څخه د وييرغاونې او نږونې(تصفيې) مانا اخلي!
حال داچې د معيار دواړه  ياد شوي بنسټونه يو له بله نه جلا کېدونکي دي. لومړی (( رغاونيز)) دا ماناچې ټول فونولوجيکي او ګرامري ځېولنه يا وارينټونه به يو کېږي او ويپانګه به که په هرځاى، ان يوه کلي کې هم ويل کېږي، هغه د پښتو ګډ مال دی او دودول يې په کاردي ، خو رغاونيز يا ګرامري وارينټونه په سرچپه ډول له چاڼ او غوراوي سره مخامخېږي، لکه په لاندېنيو ځېلونو کې ړومبنی دا غوره کېږي، په بله وينا، کره اومعياري ګڼل کېږي چې هم لنډ او تاريخ دی او ډېريو ويونکيو ته اسان  او نور ګرد له معياره غورځول کېږي:
احمد راورسېد
احمد راورسېدو
احمد راورسېدلو
احمد راورسېدئ
احمد راورسېدلئ
احمد را أورسېدو يا أورسېدلو...(پېښوريان ورسره ستونيز /همزه/ ملګرى کوي).
 په پانګه کې مو د بېلګې په توګه (ښاغلى) له کندهاره اخېستی، (اکر= حالت) له ننګرهاره او (ستونزه) له پکتيا نه.
 دغه دوه اَره يا  اصله، نه اکاډمۍ ردولای شي او نه ليکوال، دا د ژبپوهني زرين آرونه دي او څوک نه شي ويلاى چې ولې زيار په دې تله کې پښتو تلي؟
له دغو اَرونو سره سره مو ټوليز(( تړون)) هم له پامه نه دی غورځولی او هغه داچې پر1355 کال مو  د علامه استاد حبيبي تر مشرۍ لاندې  په يوه غونډه کې يوه چلند لار ياپروسيجر هم ورسره ملګری کړی چې پښتو ټولنې تر هوکړې وروسته د اړوند خپرني اورګان((زيري)) اوونيزې د 1356کال په لومړۍ ګڼه کې خپور کړى دى. د هغې چلندلارې له مخې هغه ګرامري ځېل (وارينټ) کره(معياري) ګڼل شوی چې  ويونکي يې ډېر وي، تاريخي مخينه ډېره وي، د ډېريو لپاره لنډ،اسان  او پر غوږو ښه ولګېږي. دا پروسيجر زما په (ليکلار 1360او ليکلارښود1386) کې په پوره توګه خپور شوى دى، په ليکلار کې دوه سوه مادې(توکه) راغلي دي د پښتو د يووالي لپاره، همدا کندهاري دي، هم ننګرهاري، هم پېښوري او د هر ځاى دي او د هر چا پښتو ده او د هېچا نه ده، د هېچا په دې مانا چې هېڅوک دا دعوه نه شي کولاى چې زما د سيمې ده!
د بېلګې په توګه موږ په ننګرهار کې د (چه-چې، مونږ- موږ) ستونزه درلوده، خو دمولانا خادم تر مړينې راوروسته چې د پروسيجر له لاسليک سره سره يې پر هماغو لومړنيو بڼو ټينګار کاوه، په((معياري)) ليکوالو کې يې ((معياري)) ځېلونه دود شول؛ که څه هم په خوله ((چه- مونګ)) وايي. ډاکټر دولت محمد لودين هم چې د ژبپوه په توګه يې د پروسيجر په برابرولوکې له ماسره برخه اخېستې وه، ژبپوهنه د مولانا له کليوالۍ نه ځاروبلهار کړه!

12-ت: ستاسو په نثر د لوستونکو سر ژر نه خلاصېږي (په بخښني سره) لوستونکى اړ وي چي لومړى ستاسو يا يوازي په تاسو پوري اړوندو وييونو ځان پوه کړي، بيا مو د ليکني په مانا او تاسو ته مالومه ده، چي نن سبا لوستونکي پر ځان دومره کړاو نه شي منلاى، نو دغه په زيات شمېر د نويزونو کارول ، ته وا تر ګټې به يې زيان نه وي زيات؟

ز: يوه کره ليکنۍ پښتو ژبه د جوړښت او تشکل په حال کې ده، د پښتو ليکنۍ ژبه تر پارسي ډېره وروسته پاتې ده، پارسي پېړۍ- پېړۍ له مخه خپل ليکنى معيار جوړ کړى دى، په ژبه وايي:((من خاد رفتم))، خو ليکي((من خواهم رفت)) او هماغسې يې لوستو نکي  هم هېڅکله دا پلپوټ(شکايت) نه کوي. همداسې عربان، اروپايان او نور درواخله. ځکه هغوی له دغه ګړني-ليکني توپير سره روږدي شوي دي او پښتانه ورسره تازه پر تازه مخامخېږي، نو هرو مرو به ستونزې لري، لکه څنګه يې چې له نورو نويو وسمهالو  مدني پديدو سره يې لري او تر بنسټپالۍ او ترهګرۍ پورې يې پر وړاندې درېږي!
 موږ په پښتو ژبه کې دغه څيز نه لاره، موږ له خپل غورځنګ سره د ژبپوهنې دغه آرونه په پام کې ونيول او له دې سره مو په معياري پښتو وييپانګه کې د نورو ژبو په څېر څلورګونې برخې په پام کې ونيولې: لومړۍ برخه يې ګړويز ونه يا ډايلکتېزمونه ، په بله وينا، هغه ورځني کارېدونکي وييونه او په تېره هغه ځانګړي او نادر وييونه چې په ځينو  ځينو ګړدودو کې ژوندي يا نيمژوانده پاتې دي او د نورو سيمو ليکوال ځنې خبر نه لري، لکه په کندهاري هغه کې: ((ښاغلى، اړيکی- اړيکي، سکاسه، سکته، پېخر، بخوله... او همداسې په نورو بېشمېرو ګړدودو کې بېشمېره بېلګې.
دويمه برخه يې ((ارکاييزمونه)) يا لرغونې پانګه ده چي هغه راته په زړو متنونو کې له امير کروړ نه نيولې ترامير حمزه شينواري او ملنګ جانه راپاتې ده؛ دغه پانګه چې هغوى جوړه کړې او يا يې د خپل وخت له ګړدود څخه را اخېستې ده او په دې ترځ کې ښايي،امير کروړ ((اتل)) د يوه ساده ويي په توګه د خپل مهال له ګړدوده را اخېستی وي او ((دريځ) يې د يوه مشتق په توګه جوړ کړى اوسي!
درېيمه برخه يې نويزونه يا نيولوجېزمونه دي، دلته موږ هم پر نيولوجېزمونو هغومره زور اچوو،څومره چې نورو خلکو اچولى دى، لکه دوه درې سوه کاله مخکې په پارسۍ، انګريزۍ، جرمنۍ کې له معيار ټاکنې راهيسې.  پارسي  په دې وروستيو کې د کمپيوټري تېکنالوژۍ  څه له پاسه شپږ لکه ټولې نومونې (اصطلاحات) او وييونه پارسي ته اړولي دي، پارسي چي زموږ ورسره يوه رغنده سيالي روانه ده، هېڅوک په پام کې نه نيسي، که پارسيوان له موږ سره منفي سيالي کوي، موږيې ورسره رغنده او مثبته کوو.
تاسو پخوانى او اوسنى پارسي متن سره پرتله کړئ چې څومره  توپير اوبدلون پکې راغلی، او څومره مخته تللې ده،نو دا نيوکه يوازې پر پښتو ده؟
ښه، څلورمه برخه يې اخيستني دي، په بله وينا، پاتي په سلو کې تر پنځويشت يې سلنه نه رسي. هسې خو يوازې ورځني کارېدونکې نومونې حکومت، دولت، کابينه، کمېسيون، ماشين، کمپيوټر... نه دي، بلکې ميليونونو ته رسي. يوازې طبي نومونې، لکه د درملو هغه چې په يوه عادي درملتون کې پلورل کېږي. اېرانيانو دا هم ژباړلى دى، خو موږ نه!
نو زموږ ډېرى ليکوال چې دغه کره ليکنى (سټنډرډ) پښتو يې سهلې (هضم) کړې ده، دغه ستونزې نه لري، هغوى زما پر ادبي دومره نه، خو پر رسنيز(ژورنالېستي) نثر باندې ښه پوره پوهېږي، هرګوره، څېړنيز-پوهنيز نثر خو په هره دودياله ژبه کې له څانګوالو پرته د هرچا د پوهاوي وړ نه وي، ځکه هره پوهنه او هره پوهنيزه څانګه ځانته جلا ترمينالوجي لري.
 لطيف جان بابي او ګوهر رحمان ګوهر ژبپوهان نه، بلکې هسې پښتو مينان دي، زه د دغو دواړو، په تېره ګوهر هماغه رغاونې سمې،سهي روانې او اسانې دي چې زما د وييپوهنې پر بنسټ يې تر سره کړې دي. خو چې خبره يې خپلسرۍ ته رسولې ده، هغه سمې سهي، روانې او اسانې دي او چې خبره يې خپلسرۍ ته رسولې ، نو هماغه خبره ځنې جوړه شوې ده ((چي زه پوهېدم، يو خداى پوهېده، اوس زه نه پوهېږم، يوازې خداى (ج) پوهېږي!)).
ګوهر رحمان  د بي بي سي د وياندۍ پر مهال  د رغاونو ترڅنګه بيا دا لوى کارهم کړى دى چې د خپلې سيمې ډايلکټيزمونه يې هم را دود کړي دي او لطيف جان نو يو څه ښنده (مبالغه) کړې ده او لا کوي يې، چې زه ورسره جوړ نه يم او ترې مې هيله کړې، نور ځنې لاس واخلي!
 د دوی او داسې نورو خپلسرو رغوونکيو پښتو زماتر دې ډېره ګرانه ده، که څه هم له کومې پوهنڅانګې او اړوندو نومونو سره يې څه سرو کار هم نه لري. له پخوانيو دوديزو رغاونو څخه هم هماغه بېلګې دود شوې چې له اوسنيو اَرونو سره اړخ لګوي، هغه هم زياتره په((-تون)) روستاړي، لکه: پوهنتون، روغتون، زېږنتون، درملتون، مرستون ....زموږ رغاونې ډېره رنګارنګي لري او له بېلابېلو تاړو(وندونو) بېلښتي او تړښتي(اشتقاقي او ترکيبي) لارو چارو څخه کار اخېستل شوی دی، لکه: ښکېلاک، زبېښاک، نيواک، بلوساک، چار واک، زورواک، بلواک، موراکي، پلارواکي، پانګواکي، اخځ، پيليځ، پوهنيز، څانګيز، څېړنيز، سيمه ييز، ټوليز، ټولنيز، ځمکوال، پانګوال، ژوند پوهنه، ټولنپوهنه، لرغونپوهنه، وييپوهنه، وييپانګه، وييزېرمه، بنسټپال، هېوادپال، ولسپال، توندلاری، منځلاری، ترهګر، ځانمرګی، ځانوژنه، ټولوژنه، ګڼمېشتی، مختاړی، منځتاړی، روستاړی،  لرواټنی، لنډ واټنی، لنډمهالی، اوږدمهالی، مهالپېر، پرمختيايي، بشپړتيايي، زېږدي، مخزېږدي(قبل الميلاد)... که موږ يې ونه رغوو،نو مخيز عربي، پارسي، اردو، اروپايي نيولوجېز- مونوته اړوځو، لکه: بنيادګر، انتهاپسند، حريت پسند يايې ناسمه رغاونه((ازادي خوښوونکی)) يا((ازادي غوښتونکی)) چې کره، لنډ او اسان يې ((ازاديپال)) راځي.
  (ټوپکسالار= ټوپکسالاري)  چې پښتو يې( ټوپکوال= ټوپکواله) او هم( ټوپکواک = ټوپکواکي) راځي، دا ټول موږ جوړ کړي دي. دا خو په عربي کي هم نه ول چې را اخېستي مو واى.
پاتې شوه، زما خپله څانګيزه نومونپوهنه(ترمينالوجي) زما سروکار له ژبپوهنې او بيا پښتو ژبپوهني سره دی، زه څنګه ((فاعل)) او ((مفعول)) وکاروم، څومره شرم دى، څومره بده ده، زه يو ښوونکی يم، په ټولګي کې ماته ګرانه ده، زه يو جمله جوړه جوړوم اويوه ته ووايم چي ته فاعل يې! اوبل ته چي ته مفعول يې! د دې سلا مشوره ما له استاد الفت سره کړې ده او هغه راته وويل چې ته ((فعل)) ته ((کړ)) ووايې، نو دا خو تر پايه همداسې راځي (تکرارېږي). همداسې ((کړند)) د((فاعل))، ((کړی)) د ((مفعول))، ((کړول)) د ((قيد)) پرځای  درواخله
 مورفيم زه له کوم ځايه راواخلم، مورفيم په عربي کې نه وو او له دې کبله زموږ په دوديز ګرامر کې هم نه وو. هغوی ان وييکو(، له، څخه، په، چې، کې، پکې، او، هسې،
داسې...) ته(( توري)) يا(( حروف)) ويل. نو که زه مورفيم ووايم که ((ګړ))  ووايم، ياسربل -اوستربل ته(postposition -preposition ) ووايم، هم پرې نه پوهېږي. ما د ګرامر په سريزه کې هم روښانه کړې چې دغه ټولي نومونې يا ټرمونه زما شاګردانو  په دېرش کلن استادي پېر کې پوره سهلې (هضم کړې) او بيايې د ښوونکيو په توګه تر دويم او درېيم پښته دود کړې ده.
13- ت: په دې کي شک نشته چې ستاسو ډېر نويزونه دود او ومنل شول، خو دا هم بايد هېر نه کړو چې تر دې ډېر وغورځول شول، ځيني د نظر څښتنان يې لامل دا ګڼي چي دغسي په پېخر نويزونه ژبي ته مصنوعي او پردى رنګ ورکوي او ځيني خو دا ټوکه هم کوي چې د پېرانانو ژبه ځنې جوړوي، له دغو نيوکو سره د روغې کومه لار وينئ؟
ز: ما وويل چې هر څيز او پديده ځانته علم لري او هغه ځانته نومونې، ژبه ځانته علم لري، چي هغه ته ژبپوهنه وايي، ژبپوهنې ټولې ستونزې هوارې کړې،هرې پوښتنې ته يې ځواب ويلى دى، دلته که هر سړى دا ووايي چې دا څيز زما نه خوښېږي، يو به وايي، روښه(حلوا) مي نه خوښېږي، بل به وايي فېرني مي نه خوښېږي او . . . . دا خو پاى نه لري، مصنوعي ژبه څنګه وي، مخکې مې وويل چې هره ژبه رښته(حق) لري، څلورمه برخه نويزونه او ترمينالوجۍ ولري، پښتو نويزونه تر اوسه پنځه ويشت سلنې ته نه دى رسېدلي، که اوس پوره وخت واى، ما به تاسو ته ښوولې واى،چي څومره پانګه مو له خلکو راټوله کړې ده، څومره له متنونو او کتابونو ، څومره مو جوړه کړې او څومره مو له نورو ژبوڅخه په پور اخېستې ده؟
له بده مرغه  موږ تر اوسه مو يو لوى سيند يا سمندر (قاموس، فرهنګ محيط) نه لرو چې د نورو ډولو تر څنګه يې ګړدودي  پانګه يو مخيزه راخوندي کړې اوسي. هدا دوې ورځې مخکې مې ستاسې له مهالنۍ دوه ټکي ((سکاسه)) او ((سکته)) راواخېستل او سم له سمونې مې په ليکنۍ پښتو کې راګډکړل، ځکه دا راز وييونه له پښتو پانګې جلا کېدای نه شي، که په يوه کلي او يا يکي يوه ويونکي هم اړه ولري. نو که زه د دغه څلورګون وېش له مخي پښتو وکاروم او نور يې نه کاروي، نو ورځ پر ورځ  اړوندو بې توپيرو ليکوالو ته د پېريانو ژبه ښکاري!
پارسي ژبي، له ايرانه تر تاجيکستان او افغانستانه هېڅوک دا نه وايي چې دا دومره پرله پسې زياتېدونکې، هغه هم زياتره نوې رغولې پانګه يې د خپلو پلرو نيکو له ژبې
لرې کوي او ورمصنوعي کړي يې. تر لاته وړمې ورځ يې((جريان)) باله، وړمه ورځ يې((پروسه)) کړه، پرون يې ((روند)) کړ او نن ورته ((فرايند)) وايي.  همداسې يې ((مجلس، جلسه))، ((کنفرانس))، ((ګردهمايي)) او ((همايش)) درواخله، ځکه پخواني هغه ورته پردي يا اوږده او ګران ښکارېدل. پښتانه چې لومړۍ پلا له کنفرانس او سېمنار سره روږدي شوي، غونډه، ناسته،څېړنغونډه، پوهنغونډه(استاد حبيبي) او داسې نور رغولي او کره کړي ورته ببو او سکاسه برېښي!
 دلته راته د پښتو مين مجاهد دوکتور فاروق اعظم داپخه خبره راياده شوه چې وايي:
((که زيار پښتو درنه کړې، نو درنه کړې يې هم ده!))، يوه درنه يې (ګرانه) مانا لري او بله (بډايه).

14- ت: ځيني وييونه وي چي تر ډېره په ليکوال او ژورناليست پوري اړه لري، که پښتو انډول يې پيداشي، ډېره ستونزمنه نه برېښي، خو ډېر بيا داسي مفغن وييونه دي چي اول خو پر دى ګمان نه پر کېږي او بل دا چي د يوه نا لوستي ولس د ذهن له هنداري څخه يې ايسته کول او پر ځاى يې نوي ټکي نسبول سخت او کله_کله ناشوني برېښي، په دې اړه مو څنګه پوهولاى شئ؟
ز: لومړی خو دا نيولوجيزمونه په نالوستي ولس پوري اړه نه لري او چې لوستي شول، هله به پرې پوهېږي. د ولس پر وړاندې موږ د څه شي ژمنه لرو؟ موږ هغه ټکي بايد په اکادېميک چوکاټ کې جوړ کړو چې که سبا ولس ته ورځي، نو ورته اسان او اشنا وي، لکه روغتون، پوهنتون... . زموږ  بزګر ښايي ((يونيورسټي)) و نه شي ويلاى، مګر ((پوهنتون)) ويلاى شي، همداسي له هسپتال او شفاخانې نه، روغتون ورته لنډ او اسان دى، داچې هسپتال او شفاخانه وايي، د تربرو ژبو فرهنګي برلاسی دی. د سوسيو لوژۍ يا علم الاجتماع لپاره مو ((ټولنپوهنه)) جوړه کړې ده، او زه باور لرم چې لوستو او نا لوستو ته زموږ رغاونه زياته سهنوړ(هضم وړ) او پوهاوي وړ ده!
له ماسره  نورو څانګوالو او مينه والو دادود خبره منلې ده چې په اروپا کي، لومړی يوناني او رومي اکاډميو علمي نومونې جوړې کړې دي،.  بيا وروسته چې اړوند ولسونه ورسره زده کړه وال شوي، ټوليز دود يې موندلی دی.
د بېلګې په توګه، چې دوه دوه نيم زر کاله پخواچې يوناني پوهانو((بيولوګي)) رغولې وه او زرۍ نيمه وروسته روميانو (( بيولوژي)) کړه ، يو نالوستی اروپا يي بزګر پرې نه پوهېده، خو له پېړيو راهيسې يې د ليک لوست له ټوليزوالي(عموميت) سره ټوليز دود وموند. مګر له بده مرغه، زمااو ستا ټولنه او ولس خو تر اوسه په سلو کې اته نيوي يا شپږ نيوي بې ليک لوسته دی، او هغه کسان چي له دغو علمي اصطلاحاتو لکه ټولنپوهنه، لرغونپوهنه، ژبپوهنه او...سره کار لري، هغه خو لاد ګوتو په شمار دي. دا خو د ولس غم نه دى، دا زموږ غم دى، دا برېښناليک(لنډاوکره: برېښليک) ولې کاروو؟ دا ترهګر ولې کاروو، ژبپوهنه مو ولې جوړه کړې ده؟ په دې باره کې موږ له بزګر نه پوښتنه وکړو؟ هغه خوارکی په دې څه پوهېږي، خو بايد داسې رغېدنه ومومي چې په راتلونکې کې دهضم وړ شي. که سبا د هغه بزګر لمسى او کړوسى ليک لوست زده کاندې ، ورته اسانه وي. نور بیا...

 
بېرته شاته