لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار د ښکلا مهالنۍ سره لومړی برخه
لیکوال: توريال   نېټه: 13.04.2009   خپرونکئ:   سمسور  

يادښت: دا مرکه دوه دوه نيم کاله وړاندې راسره ښاغلي توريال د ((ښکلا)) مهالنۍ لپاره کړې وه او اوس اوس ګران خليل سمسور د خپلې پاڼې لپاره رابرېښليک کړې چې له کره ليکلارې او ليکدود سره سمه يې ورکره کړم. څه چې ډېر وخت و زغم را ولوټه، هغه زما په ځوابونوکې تر هرڅه له مخه د زرګونو اوږدو(ې) ګانو بيرته راسمول وه چې ګران توريال له ټايپ څخه د رالېږدولو په ترځ کې د خپل ګړدود پر بنسټ لنډو هغوته راړولې وې.همداراز بيا بيا راغبرګونې(تکرارونه) او په سرکې وراچول شوی ژوند ليک هم لرې کړشو، هرګوره دمرکې منځپانګه تر ډېره خوندي پاتې شوه- زيار.

پوهاند زيار وايي:
 په نړيوال فرهنګ کې چپی ليکوال او چپی ادب، پرمختللی(progressive)بلل کېږي هر بېخبنايي اومخبنايي بدلون،چپی غورځنګ اوانقلاب غواړي او په دې لړکې((ژبنی= فرهنګي)) داهم!

1-ت: تاسو د كمونيسټي ايډيولوژۍ بېساري پلوي او چوپړوال واست، اوس ويل كېږي چي دغي ايډيولوژۍ په نړيواله  كچه ماته خوړلې ده، ايا دا رښتيا ده، كه داسي وي نو د خپلي ايډيولوژۍ لورى مو په كومه سيخ شوى يا يې كوم لوري ته اړول غواړئ؟

ز: له ژورناليستيک پلوه دا پوښتنه ماته څه بل ډول ښکاري:((تاسي د کمونېستي ايډيولوژۍ بېسارى پلوي او چوپړوال واست))، دا ((بېسارى پلوي)) او ((چوپړوال))ما په چورت کې اچوي، که يې زه داسې ((بېسارى پلوي)) واى، نو تر پايه به له((ا.خ.د.ګ)) سره پاتې وم!
له دغې ايډيولوژۍ سره زما لېوالتيا په سويس کې د زدکړې له مهاله راپيلېږي، هغه هم په هغسې يوه هېوادکې چې د بورژوازي (پانګوال) نظام ډېره  نوموره بېلګه ګڼل کېږي، هلته ماته دا سوچ پيدا شو چې طبقاتي (پاټګيزې) مبارزې ته يوه سخته اړتيا شته او دا هغه د شپېتمو کلونو مهال وو چې ټوله اروپا خوځېدلې وه او لار يونونه (مظاهرې) يې نورو څلورو لويو وچو ته غځېدلې وې، د پوهنتوني زده کړيالانواو کارګري ډلو ټپلو له خوا يو پانګوالي ضد خوځون او پاڅون  رامنځته شوی وو. د مارکس، لينن، ماو،کاسترو، هوچيمېن،... له انځورونو، سرو بيرغونو او شعارونو يې داسې ښکارېده چې تا به ويل، ګرده نړۍ او بيا  اروپا،کمونيزم پر سر اخېستې ده!
 دغه مهال، له شپږشپېتم څخه تر دو اويا پورې چې زما د زدکړې کلونه ول، په دې لويه وچه کې ډېر بدلونونه راغلل، تر دې پورې چې په فرانسه او نورو هېوادو کې کار فرمايان او پانګوال دې ته اړوتل چې کارګرانو ته په کارخانو، فابريکو او نورو توليدي برخو کې وړيا ونډې ووېشي، نو زه هم پر دغه نړيوال غورځنګ ورګډ شوم. زه بختور وم چې ورګډ شوم، ځکه زما هېواد دومره وروسته پاتې وو، هغه وخت چې د پاکستان له جوړېدو مټې د پېړۍ څلورمه برخه تېره شوې، له ما څخه چې به چا وپوښتل:
 د کوم ځاى يې؟ ما به ويل: د افغانستان، هغه به ويل: د پاکستان؟ بيا به ما ويل د افغانستان... دوه درې ځله به يې دا پوښتنه راغبرګوله، په پای کې به يې راته وويل، افريکيستان؟
له دې نه ماته يوه غوټه او ګروم راپيدا شو چې افغانستان ولې دومره بې نوم و نښانه  او دومره ورک نومى دى چې له پېنځزرکلن تاريخ سره يې نوم په الفبايي لړ کې تر ټولو هېوادونو له مخه راځي، بيا يې هم څوک نه پېژني، خو پاکستان چي پرون پيدا شوى او يو مصنوعي هېواد دى، هرڅوک يې پېژني!
 ماته د دغي سيالۍ يوه ولوله پيدا شوه چې د دغي پرمختللې اروپا ځوان پښت انقلاب غواړي او د نظام پر ضد راپاڅېدلي دي، نو ولې زه دومره بې توپيره اوسم. نو دې پرېکړې ته ورسېدم چې په افغانستان کي هم له پاټکيزې(طبقاتي) مبارزې پرته بله لار نشته. همهغلته مې د برن پوهنتون له چپي محصلي ډلې((فوروم پوليتيکوم)) او دکارګر ګوند له غړيو سره اړيکي ټينګ کړل . کله چې افغانستان ته ستون شوم، تر ډېره پورې کوم ګوند ته نه تلم. د (خلق او پرچم) دواړې ډلي هم زما له ايډيال سره سمې نه وې.  ځکه زه يو (ايرو سوشلېست) وم او ورسره ورسره يوهو مانېست.  له ماو ېستي شعله يي ډلې مې خو ګړ سره کرکه درلوده چې د (ستالينيزم) يوه بترينه بېلګه وه. ښيلاسې ملي ډلې ټپلې، لکه افغان ملت هغه مې هم د خپلې مبارزې لپاره ايډيال نه ګڼله، ځکه په هغه کې ډېر شتمن خلک هم ول او تر ما ډېر بېوزله هم.  زما يوازېنۍ ليد توګه هم دا وه چې بايد پاړکيزه مبارزه وشي، نو چې ما وليدل، له ((خلق او پرچم)) پرته بله داسې مترقي او پرمختللې ډله نشته او په هغو کې هم ((پرچم)) ډله زما له اروپايي خورمنځ سره يوڅه ښه ترا اړخ لګاوه، د چا خبره، مارکسېستي فرهنګ يې تر ډېره راخپل کړی وو، کال يونيم  وروسته يې غړيتوب ته  اړوتم. هغه وخت چې زه د يو پېنځوسم کال په پسرلي کې راستون شوم، نو پوهنتون هم لا په هماغه لاريونو کې  راښکېل وو، چي اروپا پکې له درو کلو راهيسې رانغښتې وه. نو  په هېواد کې مې بې ډلې ټپلې نه رغېده، دې ته اړوتلم چې په يوه ډله کې بايداوسم، او که نه اوسم، نو کېدای شي چې پوهنتون يا بل هغه ځاى چې پکې اوسم، راته سور اور شي او څوک مې د پلوۍ او ملا تړ و نه اوسي!
داربړه مسأله چې دولتي=کمونېستي ايډيولوژي په شوروي يا روسيه، افغانستان يا ختيزه اروپا کې له منځه ولاړه، په ټوليز ډول له منځه نه ده تللې. که په شمالي کوريا، ويټنام، چين، کيوبا کې په دولتي بڼه پر مخ روانه ده، په نادولتي او علمي_ تيوريکي بڼه د نړۍ پرمخ تر ې  داسې هېوادونه ډېرکم پيداکېږي چې اړوندې ډلې ټپلې پکې نه وي. ايډيولوژي، يا په سهي مانا چپيواله له منځه نه ده تللې او شته، او دا هغه څه نه دي چې موږ يې له (سويتېزم) يا ماوېزم سره يو راز وګڼو يا د افغانستان له شعلې، پرچم او خلق سره. په نړيوال فرهنګ کې ((چپی)) تل دپرمختللي يا مترقي(( progressive))  په جاج او مانا اخېستل کېږي. لکه څنګه چې په بشري تاريخ کې ليدل شوي، ګرد بېخبنايي يا ټولنوټيز(اجتماعي=اقتصاد) او ورسره تړلي مخبنايي ياسياسي= فرهنګي او داسې نور پاڅونونه او انقلابي بدلنونه دنړۍ او بېلابېلو ولسونو او هېوادونو پر کچ د کيڼلاسو په سيده او ناسيده مخکښۍ او لاربنۍ رامنځته شوي او له له همدې کبله د ټولنې د بشپړ تيايي بهير ((لوکوموتيف)) بلل کېږي. دوی د سمونوالو(اصلاح طلبانو) بر خلاف له ټولنې سره اوږه پر اوږه نه، بلکې ځنې مخکې درومي، په سهي جاج و مانا له ټولنې سره نه، بلکې له تاريخ سره همګامي او هميوني دي!
 زه د (امين_تره کي) په وخت کې بندي شوم، کله چې د هغو پېر پای ته ورسېد او له زندانه راووتم، پرچميانو د غچ په توګه دا شعار پورته کړ:
((څوک چې د امين_تره کي په ژبه خبري کوي، هغه زموږ دښمن دى))، نو ما له ګوند سره خپل اړيکي وشلول، مګر په کابل کې پاتې شوم، ماته پاکستان، اېران يا بل ځاى چې د مجاهدينو چاپېريال وو، هلته ما ته له غلامۍ او بيا د غلام له غلامۍ، جهل، ناپوهۍ، خيانت و جنايت پرته نور د افغاني ټولنې د مثبت  بدلون، پرمخيون ابادۍ او سوکالۍ کوم پلان پروژه لا څه چې يوه نښه نښانه هم پر سترګو نه لګېده. دا جهاد ټولو ته څرګند وو چې د چا له خوايې لاربني کېده. جهاد د داسې چا په لاس کې وو چې هغه د وطن خلک نه ول، دوى دا نه غوښته چې افغانستان نيول شوى دى، نو آزاديپاله مبارزه وکړي، بلکې دوى ويل چې اسلام په خطر کې دى!
(( اسلام په خطر کې دى))، ((وطن په خطر کې دى)) سره يو له بله ډېر توپيرلري. پر دغه توپير زموږ ډېر هېوادوال نه پوهېږي، زموږ ډېر ليکوال او فرهنګيال، يا په بله وينا، تش په نامه((روښاندان)) او((ولسپال)) پرې نه پوهېدل يا يې باندې ځانونه ناګارول.
هغه ګروهيز(عقيدوي) جهاد چې مخکښان يې سوګند خوړلي بنسټپال(ګلبدين،سياف،  رباني، خالص، نبي، حضرت... ول، ټولن=وټيزه(اجتماعي=اقتصادي څه چې ولسپالې او سمونپالې هومره ازاديپاله مبارزه هم نه وه. د هغو د ډبر پېرو شاګردانو((طالبانو)) جهاد خو لاڅه کړې چې لربره پښتني ټولنه د ځان غوندې دډبر پېر وحشت او بربريت پر لوري شاتګ ته اړباسي!
يوازې ډېری خاموشې پرګنې دا پرتله کولای شي چې کمونېستانو يا چپيانو څه غوښتل او جهاديانو څه غوښتل او دا جوته شوه، کله چې د مجاهدينو حکومت د پاکستان په(ګورنر هاوس) کې جوړ شو، افغانستان ته راواستول شو او په لږو ورځو کې کابل وران شو، خلک مړه شوه، دا تباهي، دا ټولوژنه، دا بې عزتي، بې ناموسي، دا کډوالي ... ايٌا دا خبري هم سړى پر کمونېستانو ور واړوي؟ دا به څومره بې انصافي، بې نياوي وي، ړومبی خو دوه ميليونه خلک نه دي مړه شوي، دا ډېره ښنده(مبالغه) ده، خو په هره توګه که څو لکه هم وي،  د دې پړه پر چا ده؟
ښوونځي ، روغتونونه، چا وسوځول، دا دومره وژنې او ترورونه چا وکړل، اقتصادي او فرهنګي مؤسسات، کانونه او بيا ټوليزې اوځانګړې شتمنۍ چالوټ کړې، پلونه، سړکونه، بندونه چا ړنګ کړل، فابريکې چا تارومارکړې او پاکستان ته يې ولېږدولې، کتابتونونه، لرغونتوکي، موزيمونه... چا له منځه يوړل او قاچاق يې کړل؟
 دا اوسني ټوپکوال، قاچاقبران، جنايتکاران، مافيايي ډلې ټپلې...او همداراز ډبر پېري(دورحجر) طالبان څوک دي، ايا له شعله يانو پرته پکې کوم خلقی پرچمی يابل چپی شته؟ دا ګرد د لمر په څېر هرچاته څرګنددي!
چپيانو يا کمونېستانو د خپلې واکمنۍ او ځواکمنۍ په وخت کې چې د وطن د آبادۍ لپاره کوم پلانونه لرل، اَيامجاهدينو  چېرې يوه خښته بر بله اېښې ده؟ دوى يوازې خلک په دې غولول چې: ((موږ درته له سعودي او پاکستانه سوچه اسلام راوړ او غواړو په ټوله نړۍ کې داسلامي خلافت جنډه لکه کړو، نو په دې ډول موږ ته افغانستان چېچنيا،کاسوو، کشمير ...يو شى دي.)) ان تر دې چې فلسطين يې هم کله ياد کړی نه وو!
د اسلامي خلافت نظريه  د انسان او په خپله د اسلام پر ضد ده. عيسويت دا ترخې تجربې په منځنيو پېړيو کې هغه مهال تر شا پرې اېښې دي چي د عيسويانو ټول واک او ځواک د کليسا په لاس کې وو، د انسانانو هېڅ ډول خوځښت نه وو، چا به چې ويل، ځمکه ګرځي او لمر نه ګرځي، د هغه سر به غوڅېده او يا به ژوندى په اور لمبوکي اچول کېده، دغه ناخوالې چې په منځنيو پېړيو کي د مذهب له سياسي اړخه منځته راغلې وي، فکر کوم چې همدغه شى په مسلمانانو کي اوس رامنځته شوى دى. حال داچې د عيسوي نړۍ په هماغه پښه پرځای ولاړ مهال کې اسلام له يوه انقلاب سره رازېږېدلی وو او بشري نړۍ ته يې د يو هراړخيز او بنيادي پرمخيون او اوښتون يو زېری له ځان سره درلود. مانا داچې زموږ بنسټپال خپل هغه رښتيني اسلامي تېر مهال ته نه، بلکې هغه عيسايي تېر مهال ته پر شا تلل غواړي!
 دا چي خلقيانو او پرچميانو کودتا وکړه، نو د لکونو هېوادوالو وژنې، بې ناموسۍ، ورانۍ ،بدمرغۍ، ناخوالې، بخولې، ناتارونه، ناورينونه د انتي کمونېست امين او اشرارو پر ځای ... پر دوى تپل کېږي. دا مسأله د اندېښنې او تامل وړ ده، ځکه د داود خان په وخت کې همدا چپي (خلقي او پرچمي) او ښۍ (اخواني) ډلې وې، که دوى دا انقلاب نه واى کړى، نو اخوانيانو کاوه، هغوى له مخه لا په درې پېنځوسم کې د داودخان پر ضد راپاڅېدل، په لغمان، پنجشېر او خوست کې يې د کودتا په هڅه پر دولتي ودانيو او بانکونو يرغل وکړ، او وينې يې توی کړې، خو ناکام شول او له هماغه مهاله يې له پاکستان اړه تړه راونښلوله. د چترال او بدخشان تر منځ((سليم کوتل)) په غرنۍ سيمه کې د بوټو له خوااحمد شاه مسعود لپاره د څلوزرو کسانو د روزنې لومړی پنډغالی جوړ شوی وو. تر هغو غښتلى دويم منظم ځواک د خلکو دېمو کراتيک ګوندوو. په اردو کې يې هم هماغه ناراضي پوځي افسران تر شا ول چې د داودخان په کودتا کې يې هم برخه اخېستې وه او بيا يې له ځانه بېزار کړي ول. داچې نظام يې بې له هغې هم له منځه تلونکى وو، نو پر سپينه  رڼا ورځ يې ورباندې ((سپينه کودتا)) وکړه. خو له بده مرغه د دې پرځای چې له خپلې برنامې يا مرامنامې سره سم يې يو انساني او پرمختللی نظام رامنځته کړي،کار بل ډول شو چې پړه يې تر هرچا له مخه دCIA   د ټول څرګند استازي حفيظ الله امين پر غاړه اچول کېږي. همدغه انتي کمونېست امين ناامين وو چې د ګوند له متنه يې د يادشويو ناخوالو او بخولو پيلامه راونښلوله او ولس يې راوپاراوه!
.امين يو ډېر خطرناک پلان لاره، هغه غوښتل چې يو(( سوچه پښتني)) نظام منځته راوړي، دى يو سخت ايکسټرېمېست (فنډمنټلېست) پښتون وو. د خلکو دېموکراتيک ګوند د اړوندو پوځيانو په وسيله انقلاب وکړ او هغه هم د همدغه ګوند په بيه. ځکه ټولو وليدل چې څنګه يې پرچميان  او بياخلقيان له مخې لرې کړل. غوښتل يې، په خپله نومونه(اصطلاح) (( لوى پښتونستان ))، هغه هم  تر بلې هرې ژبتوکميزې ډلې ټپلې له مخه پخپله د پښتنو په بيه را منځته کاندې!
هيتلر که دا کار کاوه، هغو خو ورته يې خپل مادي_تخنيکي ځواک لاره. خو ده غوښتل چې د دواړو زبر ځواکونو په مرسته  ياګپ ور کونه، هغه هم د دوى پر ضد کار وکړي، چي هغوى په يوه ټلواله کې له فاشېستي نظام سره جنګېدلي ول او  مټې يې ځنې تازه سا اخېستې وه  او بيا د ساړه جنګ ترخو پايلو سره پر دوو مخالفو زبرځواکونو يا قطبونو وېشلي ول. هغوى څنګه دا شى منلى شواى؟ د غرض خاوند تل وايي لېونى وي، نو امين له ټولي زرنګۍ سره په دې کې غولېدلى وو چې روس د امريکا او امريکا د روس پر ضد وکاروي او دى يو لوى پښتونستان جوړ کړي، د همدې لپاره يې ټولوژنه( قتل عام) پيل کړ، دا شعار يې ورکړ چې که څوک مو  د شپې پر وړاندې راپورته کېږي، د شپې يې له منځه وړو، که د ورځي راپورته کېږي، د ورځې به يې له منځه وړو، مچ په توپ ولو او...!
 او بيا يې هېواد پر پنځو برخو ووېشه، تنګ نظره ناسيونالېستانو، فيوډالانو، خانانو، اشرافيانو ((پرچميانو)) ، اخوانيانو ووېشه، هغه يې هم په خپله څه نه ويل، بلکې د تره کي په خوله يې ويل، تره کي نور واک اختيار نه درلود، هغه يې په ارګ  کې کښېنولى وو، د شرابو کليکسون يې ورته برابر کړى وو او له چا سره يې د تماس نيولو اجازه نه درلوده. هغه يې  اوولس مياشتې همدغسې وساته، درې مياشتې بيا د امين زور واکي وه. په هرډول، انقلاب ورته وايي ياکودتا،پر دغه دېموکراتيک ګوند باندې چې د چپيانو (خلق او پرچم) له يو ځاى شويو ډلو څخه جوړ شوى وو، وتپل شول. او کله چې انقلاب وشو، نو  پر ړومبۍ ورځ يې مشرانو پر دې باندې سره خبرې کولې چي دا انقلاب د چا په بولۍ شوى؟ ولي شوى؟ او څنګه شوى دى؟ تره کي امين ته مخ واړاوه، امين ويل چې يو وخت ما تاته ويلي وه چې هر وخت تاسو بنديان شواست، زه به انقلاب کوم، تاسې يې بنديان کړئ او ما دانقلاب بولۍ ورکړه!
 ټوله بدمرغي په نا پانګوالۍ کې نه، بلکې په پانګوالۍ کې ده. شوروي لښکرې چې افغانستان ته راغلې، او موږ د امين له لاسه بنديان وو، ځينې يې تورې تېښتې ته اړاېستلي ول او چې پاتې ول، له شيطاني اګسا اوجلادانو يې په امن کې نه ول. خلک بېګناشکنجه کېدل، بې پته کېدل، سپکېدل، لوټېدل او وژل کېدل. په کندهار، هرات، خوست، پکتيا، اورګون، لغمان، ننګرهار،کوڼر اونورو پښتني سيمو کې ټولوژنې او بمبارونه کېدل، په شمال کې هم يوازې پښتني سيمې او کلي بانډې تر موخې لاندې راتلې ، نه په پنجشېر، نه دايکوندي، نه باميانو او... کې!
 دا کټ مټ هماغه ته ورته وه، لکه چې هيتلر تر هرڅه مخکې خپل المانيان، چپيان او هغه چې يې مخالف ول، له منځه وړل، په نهو ميليونو کې يې شپږ يهود او درې ميليونه سوچه المانيان ول. ده هم د سر سړی نه پرېښووه، نور خلک يا هوښيار ول، يا کمزوري!
امين سوچ کاوه چې د روس او سرو لښکرو په خيرات به پښتونستان آزاد کړم، روسان همده راوغوښتل، کارمل خو د امين د راپرځونې لپاره له ورغلي ګډ نهه کسيز خلقي-پرچمي پلاوي په سلا هسې پر ټانک سپور راغی.
په همدې نيت و نمات يې روسانو ته ګپ ورکړى وو چې تاسې به تودو اوبو ته ورسئ او ماته به پښتونستان راخپل کړئ. ويل به يې چي يو ميليون زما بس دي. کودتا يې د هېواد په څېر پر ټول ګوند هم په زوره را تپلې وه. ګوند، په تېره پرچمي څانګې دومره بيړه نه کوله او خپل ستر تيوريسن استاد خيبر يې چې پوځي کودتايې يومخيزه ردوله،   هم ځنې ځارو بلهارکړ!
CIA په دومره مهارت سره روس وهڅاوه چې د يو کال مخکي امنيتي تړون له مخې د افغانستان مرستي ته راودانګي، CIA دومره يو مانور وکړ چې نن سبا امريکايان په شمال کې يوه اډه او د اخوانيانو په مټ يو موقتي حکومت جوړوي او کمونېستان تشپاڼي(خلع) او تارومار کوي!
 روسانو چې وليدل، خپلې خاورې ته يې خطر دى، پاتي لا افغاني انقلاب ته، نو دې ته اړوتل چې له امين سره خبرې وکړي، ځکه کارمل او ډله خو يې نه وه، څوک سفارتو ته استول شوي ول، څوک بنديان او څوک فراريان ول. نو  شورويانو يو خوادخپلې اوېجې  يا قلمرو د دفاع او بلخوا د خپلو پلويانو د مرستې لپاره امين ته وړانديز وکړچې د کال مخکې امنيتي تړون او دده له پرله پسې غوښتنې سره سم يې کومک ته راودانګي. که څه هم د هرات په بلوا کي ترې امين دا مرسته غوښتې وه، خو روسانو نه وه کړې، مګر دا پلا ورته خپله روسانو وړانديزوکړ، هغو ته خو دا پته لګېدلې وه، چې امين خو نه کمونېست دى او نه د دوى خيال ساتي، هغه د امريکا او خپلې فاشېستي ګټې په پام کې نيولې دي او غواړي، د امريکاتر سيورې لاندې يو شوروي ضد نظام جوړ کړي، سره له دې چې امريکا هم په دې پوهېده چي دى يو سخت پښتونېست يا افراطي نشنلېست پښتون دى، خو سره له دې امريکا داسي پرېکړه کړې وه چي د هريسن په خبره دده نظام ته يو څه زغم ولري. کله به چې امين خبرې کولې، پرله پسې به يې په رياکارانه ډول د شوروي د مرستو يادونه اوستاينه کوله او همدابه يې بيا بيا را غبرګوله، چې که خطر پېښ شو، نو موږ ته ځواکونه را استوي. امين له دې سره سره داهڅه کوله چې هم امريکايان خوشاله وساتي او هم روسان ، او خپله  ناشونې افراطي موخه پر مخ يوسي!

2- ت: ستاسو د نظام او د واکمنۍ پر مهال ستاسو تيوري انټرناسيوناليستي او عمل مو ناسيونالېستي وو، تر را پرځېدو وروسته مو، تيوري او عمل دواړه ناسيو ناليستي بڼه خپله کړه، لنډه بېلګه يې ژبپالنه ده چي له انټرناسيوناليستي چوکاټه وتلى تمايل دى او.... اَيا دغه يوضد او. نقيض حالت نه ګڼئ؟

ز: ما د خپلو زده کړو او اروپا کي د پاتېدو کيسه درته وکړه، او له هغې نه اوس پېنځه دېرش کاله تېرېږي، ما دغه   ايډيولوجي له اَره د خپل ولس د هېواد د ټولنوټيز (اجتماعي-اقتصادي) او بيا پښتني فرهنګ او پښتني ټولنې د اوښتون او په ترځ کې د يوې يوازېنۍ پښتو ليکلارې  په موخه ځانته غوره کړې وه او ده. زه به لومړى سړى يم چې ما له مارکسېستي- ليننېستي آرونو سره سم خپلي ژبې ته چې د افغانستان  ډېرى او بومي ويونکي لري، کار کړى دى. او د دغو آرونو له مخې خپلي ژبې ته کارکول ګناه  نه، بلکي ګټه لري، او زه يو چپ نېشنلېست يم، نېشنلېست خو په دې مانا نه دى، چې هيڅ بلې خوا ته و نه ګوري. زه پښتون يم، افغان يم، خو ښى نېشنلېست نه يم. زموږ ښيلاسي نشنلېستان چې د پاکيستان پنډغاليو اوکمپونو ته ولاړل، نو د دې لپاره چې له اخوانيانو سره په پونډو، ډالرو، ينو، ريالو، درهم و دينارو او نورو ګټو وټو کې شريک شي، نو خپل ګوندي غړي به يې استول او ښوونځي به يې سوځول. د خوګياڼيو د ښوونځي سوځول د پښتونيار او ستانه ګل د پېرکيسه ده، ډاکترپښتونيار په خپله راته زما په خپل کور، پېښورکې په ډېر وياړ وويل چې دا کار دوى وکړ، ما ويل د ښوونځي سوځول نو د روسانو په راتګ پورې څه اړه لري؟ ده ويل، ((موږ اورېدلي ول چې دا هلکان بيا روسان کېږي!))
ستاسو خبره نو دا مانا لري چې په اروپا، امريکا او نورو پرمختللو او پرمختيايي هېوادو کې کمونېستان او نور کيڼلاسي به خپلې ژبې ته هيڅ کار نه کوي؟ دا خو زما رښته او حق وو، زه د زړو او ځوانو آريايي او اَرياني  ژبوڅانګپوه يم، ما کولاى شول چې د پارسي، زړې پهلوي يا سنسکريت ژبو په خدمت، هغه هم په لويديځ کې ډېره ښه روزي پيدا کړم، خو دا مې و نه غوښتل او د خپلې پښتو لپاره مي کاروکړ او کله چې زه پوه شوم، د پرچميانو يوه نوې ستمي او ماوېستي ډله د کارمل او بريالي په مشرۍ، له پارسۍ سره د پښتو دسيالۍ او برابرۍ  لپاره زما د هاندو هڅو مخه نيسي، نو ګوند مې ور پرېښووه. پر دانشګاه باندې د پوهنتون د اړونې شخړه يې خو لاوار له مخه را پلمه کړې وه او دوه درې کاله يې د مېلمه استاد په توګه ختيز المان ته شړلی وم.
3- ت: پرون افغانستان ته د شورويانو راتګ او نن د امريکايانو دا څنګه پرتله کوئ، او په اوسني حالت کي د افغان ولس مسئوليت څه دى؟
ز: زه، نه د روسانو د راتګ پخلى کوم او نه د امريکايانو، خو زه خواشينى په دې يم چې زموږ ښي لاسي نېشنلېستان تر اوسه د شورويانو پر ضدنارې نارې سورې وهي او دامريکايانو د بې تړونه او خپلسري راتګ او نيواک پر وړاندې چوپه خوله پاتې دي. دسياستوالو خولې خو يې په څوکيو ور بندې کړې او ليکوال، رسنوال او شاعران يې ورته ډنډورې وهي. بې پلوه هغه خوارکيان په تېره رسنوال جزاوې ويني چې ولې د نيواکګرو پانګوالو ناخوالې او د اړوندو ګوډاګي چارواکو غلاوې بربنډوي، يايې پر جنګ ځپلي ولس غبرګ((امريکايي او طالبي)) ناتارونه او بيا يې ولږې، بېکورۍ، بېوزلۍ، بېکارۍ ... په سترګو کې ور ننه باسي؛ نو په دې ډول د امريکا په سروالۍ اوسني نيواکګرتر شورويانو زيات غندم. تر کوم ځايه چې ماته په دوو ښوونيزو سفرونو کې له يولړ سيده پوښتنو ګرويږنو زباده شوې ، چوپه خوله ډېری(اکثريت خاموش) هم هغه پېر ارماني او له اوسنی دې بېزاره دي. ځکه هغوی د ډېريو(اکثريتي) زيارکښو او بېوزلو پرګنو غم خوړ او  دوی لکه په نورو وروسته پاتې هېوادو کې دغلته هم د يوه لږه کي د بډايولو او واکمنولو په هڅه کې دي. داچې بنسټپال او ولسپال تر روسانو امريکايان غوره ګڼي، د پرګنو نه، بلکې خپلې ګټې يې ورسره شريکې دي او پوهېږي چې پانګواک د همدو غوندې څوشتمن کړي او راخپل کړي ګوډاګيان په واک و ځواک کې ساتي، لکه چې وايي: ((ملک له ځان سره ملګری کړه، کلي ته اور واچوه))!
دا څومره خواشينوونکې او نهيلوونکې ده چې له دغې کړۍ بهر ډېری شاعران، ليکوال او سياستوال هم د پرون په څېر دهماغه ناپانګوال زبرځواک، يا د چاخبره، د مړه ښامار لکۍ هماغسې ټينګه او ترينګه نيولې اوداوسني رښتيني نړيخواره پانګوال زبر ځواک  پر وړاندې له دومره افغاني ضد او انساني ضد جنايتونو سره هېڅ نه وايي چې بې له کوم تړون او پوښتني اښتنې افغانستان ته راغلی دی. هلته خو لا تړون شوى وو؛ که وايې، هغه پرديپاله دېکتاتوري وه، تر اوسنۍ دې خو بتره نه وه!
په همدغه تېر جشن کې  د اوسني جهادي- اېمپېريالېستي دولت ګوډاګيانو پر دې اپلتو شخوند واهه چي مجاهدينو روس پر مخه کړى دى، وطن يې آزاد کړى دى. بلخوابيا وايي دا بې مسؤوليته ټوپکسالاران دي چې سياسي بې ټيکاوي او بې امنيتي، اداري فساد، او بيا مافيايي ډلې ټپلې يې رازېږولې دي. اَيا ټوپکسالاران، کمونېستان يا د کمونيستانو پاتشوني دي، که په همدغو واکمنو جهاديانو اړه لري چې دهمدوى په پشتوانه يې اوسنی دولتي واک و ځواک په برخه شوی او ټينګ يې ساتلی دی؟
دلته ماته دا شعر راياد شو چې:
((سرو)) غوښتل چې يې مخ سور کړي په نړۍ کې
 ((تورو)) سور په اور و وينو کړ هېواد مې
 سپيناوي ته د تاريخ يې سپارل بويه
وران دينپالو، که بېدينو کړ هېواد مې؟
زياتره د انتقاد پرځای دولتي چارواکو او نيواکګرو ته ګېلې ماڼې يا پلرني نصېحتونه کوي چې د ولسي وګړو د مرګ و ژوبلو مخنيوی وکړي. طالب پلوه هغه بيا اړوند ترهګر ازاديپال ملي اتلان بولي(!)

4-ت: تاسو د افغاني ټولني د ځينو مذهبي ارزښتونو پر وړاندي ولاړ ياست، طبعي خبره ده چي ټولنه به درڅخه خوابدې کېږي، لومړى ولي داسي کوئ، او بل د ټولني دغي خوابدۍ ته په څنګه سترګه ګورئ؟

ز:  ولې دا بېځايه تور؟  له نورو ډېرو چپيانو او ګونديانو سره زما توپير هم همداوو چې ما هېڅکله د دين و  مذهب سپکاوى نه کړی او نه يې کوم. خو هغه برخه، لکه پاس مې چې يادونه وکړه، په مذهب پوري اړه نه لري او نن سبا په دې باندي ټول پوهېږي، هغه سياسي اسلام چې عربو، اخوانيانو او پاکستانيانو روان کړى دى، دا هغه مذهب نه دى چې حضرت پيغمبر (ص) راوړى دى، زه چي کله خپل کلي ته ځم، نو تردې کچې راته کليوال ګروهه لري چې کله ملا نه وي، نو په ما پسي لمونځ کوي، زه لمونځ ورکولاى شم، زه د خپلو خلکو د ګروهې، چې نور مې ورته هيڅ نه دي ورکړي، ډېر درناوى کوم او زه هيڅکله د دوى پر ضد پروپاګند نه کوم، يوازنۍ ګوتڅنډنه او غندنه چې ما په شعر، نثر او وينا کې کړې او کوم يې، هغه د دغوديني سياستوالو او بنسټپالو پر وړاندې ده چې اسلامي ايډيولوژي يې تر کمونېستانو بتره د خپلې ځواکمنۍ لپاره وسېله ګرځولې ده. زه د يوه روښاندي او فرهنګي  په توګه هم دا منښته کوم چې زموږ د افغاني_پښتني فرهنګ يوه زياته برخه پر اسلامي ارزښتونو ولاړه ده، دغو ارزښتونو تل زما په ليکنو او ويناوو کې سترګې غړولې دي!
زه له هغه چاسره چې مذهب له سياست او ساينس سره ګډوي، ناباندې يم او سېکو لرېزم د افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو لپاره ډېره ښه لاره ګڼم چې مذهب او سياست دې  سره جلا وي، ان ساينس دې جلا وي، او څوک چې وايي، ساينس او مذهب سره جوړېږي، په قرآن کې دا راغلي او داراغلي، دا هسې د قرآن او مذهب سپکاوى دى، مذهب اوعقېده د زړه څيز دی او خلک پرې خپلې نهيلۍ او بد مرغۍ اراموي او چي دا ګروهه عقېده  يې هم له ساينس و سياست، يا چپۍ او ښۍ ايډيو- لوژۍ ځارشي، نوربه څه ور پاتې شي؟

5 ت: اوسنۍ دېموکراسي او د وينا ازادي ته په کومه سترګه ګورئ، آيا شرايط يې برابر دي او رښتيا په عمل کي پلې هم ده، او موږ څنګه ګټه ځنې اخيستلاى شو؟

ز:  په دې پورې ماته د شهيد موسى شفيق دا شعر راياد شو چې
يوه ښکلې شان ليلا د سعادت ده = چې پلو يې په مغرب کې نيمکښو دی... .
ته فکر وکړه چې په مغرب کې دېموکراسي ده
هغه څه ډول دېموکراسي ده؟
آيا امريکايي دېموکراسي؟
انګرېزي دېموکراسي؟
جرمني، فرانسوي...کومه دېموکراسي؟
 پر 1343کال چې په افغانستان کې له اړوند اساسي قانون سره، د لږه کيانو په خبره دېموکراسۍ لسيزه راپيل شوه، وزير صاحب محمدګل خان مومند د خپل يېبرور اند و ژوند پر وروستي کال ((ډموکراسي)) يا ((د ډمانو حکومت)) وباله!
 هلته په عراق کې وليدل شوه چې څه لوبې وشوې، له بنديانو سره يو بوږنوړی انساني ضد سادېستي چلند او بربريت وشو، نو دا د امريکا دېموکراسي ده، چې په دومره بې بندوبارۍ به دلته راځي اوګرد هسکېرلی چوپه خوله ولس له څو بډايو، ځواکمنو او واکمنوګوډاګيانو بلهاروي. نن سبا زموږ جنګ و جهل ځپلې پرګنې هم پردې پوهېدلې چې دلويديزې دېموکراسۍ موخه اومانا ((بډای نورهم بډايول او خوار نورهم خوارول)) مانا لري!
 روسانو چې خپل نظام له لاسه ورکړ، نو لومړى شى چې دوى له لوېديځه واخيست، هغه ((مافيا)) وه. د نړۍ په هغه بډايترين هېواد کې  څوک له لوږي مري او څوک له ملياردونو سره لوبېږي ، نو دغسې ديموکراسي که راځي، هېڅ دې را نه شي. تش همدومره وايم چې زموږ خلک زده کړه او کار تر لاسه کاندې، بسيا او هوسا شي، روزي پيدا کړي، دژوند شرايط يې يو څه برابر شي اودغه کار هله شونی دی چې هو بهو او بيا يو واريز ډول ازاد بازار او يو مخيز ځانګړي سېکټورته پرې نه ښوول شي او تر ډېره ورسره دولتي سېکټور هم ملګری پاتې شي؛ لکه څنګه چې تر جهادي او طالبي اړودوړه مخکې له يوې پېړۍ راهيسې دود وو!

6- ت:د افغانستان سياسي راتلونکې او د پښتو دا په ځانګړې توګه څنګه وينئ؟

ز: سياست او ژبه خو په ټولني پورې تړلي دي ، که ټولنه سمه شي، سياست، پښتو ، فرهنګ او هرڅه يې سمېږي. سره له دې چې د افغانستان راتلونکې لا تر اوسه په تور تم کي ده، او لرليد يې پوره نه ښکاري. بيا هم هيله ده چې په افغانستان کې د همدغو ښکېلاکګرو او نېواکګرو او پانګوالو له خوا يو څه لاره هواره شي، اوس بله لار پاتې نه ده، د ناپانګوالۍ لار خو دهمدغو پانګوالو له خوا ناکامه شوه، نه زموږ د اشرارو له خوا، نو چې هغه نسخه و نه چلېده، او  اوس د پانګوالۍ نسخه څومره چلېږي، دا بېله خبره ده، خو په هره توګه، پانګوالي  تر فيوډالي او ملايي نظامه ګام دوه پرمختللې ګڼل کېږي. همدا چې ټولنه له دغه وروسته پاتې اکر بکره راووځي، نو دخپلې توکيزې يا مادي ژوند توګې له ادلون بدلون او هممهاله څه ناڅه ملي سياست سره به يې د خپلې ژبې او فرهنګ پرمختګ او پالنې ته هم پام ور واوړي.  په دې لړکې به د((يوې يوازېنۍ-کره ليکنۍ پښتو)) بشپړتيااو رښتياينه ومومي او يوه منځۍ او  مرکزيت به پيدا کاندې. څېړني به پکي وشي او له نورو ژبو سره به  يې د سيالۍ لپاره زموږ  اوسنۍ هاندوهڅې چټکوالی او ټوليز والی ومومي!نور بیا...

 
بېرته شاته