لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د پښتو دنوي شعري بهیر په یون کې
لیکوال: زرین انځور   نېټه: 25.03.2009   خپرونکئ:   سمسور  

اسحاق ننګیال

د پښتو د معاصرې او نوې شاعرۍ په یون کې، اسحاق ننګیال کله څوک هېرولی شي! ننګیال د پښتو دنوي شعري بهیر د ښایست یوه نښه وه. ننګیال زموږ د شعر د نوي کتاب یوه زرینه پاڼه وه. ننګیال، هغه فقیر، هغه ملنګ شاعرو چې په همدغه لنډ او غم ځپلي عمر کې یې هم موږ ته هنرونو د ښایستونو دومره شته راپرېښودل چې زمونږ نوی ادبي بهیر پرې ویاړ کولای شي، خو که هغه مرګي داسې بې وخته، یو ناڅاپي او په ډېره بېړه له موږ نه وای اخیستی، په دې کې هېڅ شک نشته چې زموږ دولس ادبي هنري پانګه به یې نوره هم درنه کړې او ښکلې کړې وای.ننګیال د پښتو په اوسني شعري یون کې په عمومي توګه، دیولاس د ګوتو دشمېر له نومېالیو او وتلېو شاعرانو څخه ګڼلی شو او که دافغانستان د پښتو د نوي نسل د شعر په حدودو کې، یوازې دوه کسه هم تر نورو زیات ځلیدونکي، پیاوړي او د پاملرني وړوي، یو یې اسحاق ننګیال دی؛ او دایو ستر ویاړدی، یو لوی ارزښت دی،یو خورامهم هنري ادبي دریځ دی. د ننګیال شعر، په افغانستان کې په ډېرو کړ کېچنو، کږ لېچنو او غمجنو شېبو کې اوج او شهرت ته ورسېد. سره له دې چې هغه د لمریزې پنځو سمې لسیزې له پیلامې څخه شاعري راپیل کړې ده، خوداوج کلونه یې د ثور له غمیزې او بیا دروسي سروېر غلګرو، له یر غل وروسته، رارسېږي. داهغه کلونه دي چې په شروع کې یې دافغانستان په شاعرۍ کې، دهنرې-ادبي ارزښتونو پر ځای، دنظمونو په وړاندې دهنري شعري ارزښتونو لپاره هلې ځلې، نه یوازې داچي یوه لوړه هنري ادبي هڅه وه؛ بلکې دهغه وخت د حالاتو په رڼاکې په یو ډول سیاسي مبارزه هم بدله شوې وه. دسرو نظمونواو سرو شعارونو پلویان د ګوندي او دولتي واکمنۍ د فرمانونو او ستورونو ناظمان وواو یوازې پر همدغه اړخ یې ټینګار کاوه ،خو ددوی په وړاندې هنري- ادبي ارزښتونو لپاره هلې ځلې نه یوازې دا چې د یو هنري تقدس لپاره ټینګارو، دګوندي- دولتي دستورونو او فرمانونو په وړاندې یې، دیو ټولنیز-سیلسي ( ملي ) تقدس په توګه هم ارزښت لاره. ننګیال، سره له دې چې دشعري ژوند په څو لومړیو کلونو کې یې د شعارونو او نظمونو ځینې بېلګې هم وړاندې کړې دي، خو له شعارونو او نظمونو څخه دشعر - هنري ښکلاوو پر لور د هغه دورېښمینې لارې سفر ډېربیړنی او دپوره پاملرنې او ستاینې وړ دی. ددغې وریښمینې لارې له سفر وروسته، که هغه دمینې شعر لیکلی، که یې کومه عاطفي شېبه انځور کړې او که یې کوم بشپړ سیاسي شعر لیکلی دی، تر ډېره زیاته حده یې له هنري - ادبي ځانګړنو او ارزښتونو سره نغاړلي دي.
اسحاق ننګیال په وروستیو شلو کلونوکې، دافغانستان د شعري بهیر له څو فوق العاده او استثنایي شخصیتونو څخه دی .که وروستیو شلو خونړیو کلونو، غمجنو بهیرونو، موږ ته کومه ښه ډالۍ هم راکړې وي، ښایي یوه یې د ننګیال په څېر دیو شاعر ظهوروي، چې هغه یې هم یوازې یوه ورځ وروسته بېرته له موږه واخیست. داسې چې که ددغې خونړۍ غمیزې پیلامه د ۱۳۰۷ لمریز دغویي له اوومې پیل شي نو ننګیال د ۱۳۷۷ لمریز د غویي په اتمه ځونیمرګ کېږي. دلته به زه، پرهغو ټکو، هغو ارزښتونو څو خبرې وکړم، چې اسحاق ننګیال یې، زموږ په اوسني شعری بهیر کې ،تر نورو ډېرو، زیات ځلولی او د پاملرنې وړکړی دی. لومړی د افغانستان دوروستۍ شل کلنې غمیزې انځور ګري،ننګیال له بل هر چا څخه په ښه ژوره، هراړ خیزه او شاعرانه توګه کړې ده. هغه غمیزه چې د ثورو له اوومې پیل کیږي دجدي په شپږمه اوج ته رسياو څوارلس کاله وروسته د ثور په اتمه یو بل نوي غمجن پړاوته ور ړاخلیږي او د ننګیال تر مرګه هم لا دغه غمیزه پای ته نه رسیږي. ننګیال ددغې غمیزې په زړه کې پروت دی،همدغه غمیزه د ننګیال زړه  خوري او څاڅکي څاڅکي یې دویر ژړلیو شعرونو په توګه څڅوي. ننګیال د همدغي شل کلنې غمیزې ډېر پیاوړی انځور ګر شاعردی. هغه د غم ددغو کلونو ډېره زیاته برخه د افغانستان په زړه، کابل کې، تېروي او د ټولو غمجنو شېبو شاهد پاتې کېږي. دغه شېبې که غمګینې او له ویر او وینو هم ډکې دي، خو شاعرانه کیږي. ننګیال د همداسې یو یو غمګین برخلیک شاعر دی او ځکه خو هغه د افغانستان د شل کلنې غمیزې دویناوال په توګه راڅرګندېږي.
د ماښام ډمې مې بولي په ژوندون د مرګ بدلې
ای دویر پیغلې نغمه شه چې د شپو د جیل بند یم
راته وژني خوب په ګوتو د شوګیر پیغامبر راغی
مه ځه مه ځه راستنه شه چې د شپو دجیل بندي یم
غواړي ځان ته مې سجده کړي، زه په ټیټ سر بلدنه یم
د غیرت ناوې شمله شه چې د شپو د جېل بندي یم..( ۱ )
او یا داچې.
زما د کور هغه وړه هغه بېبا که فضا
زما د کور هغه زاړه هغه خټین بامونه
چې ډوبېدل به دماشومو خنداګانو سین کې
زما د کور وړه باغچه کې د سپرلي ښاپېرۍ
سرو ګلابو دشنو پاڼو جنتي تخت نه یې
چې شنو موسکاوو کې ډک جام د بد مستۍ راکاوه
زما د کلي هغه لویې، ها پراخې کوڅې
زما د کلي هغه شنه، هغه سمسور باغونه
زموږ د نجونو حرم
زموږ د سپین  ږ یرو دېرې
زموږ د ستړو کروند ګرو غرمو څپرې
دمرګ په ولوزانګي
اسمان دلویو خړوو وریځو او باروتو لوګی
ځمکه دوینو او دمړو له کوپړېوډکه
انسان دویر او ددردونو او مرګونو کوربه
کورمې دمړ اوو بېګناهو امیدو هدیره
دنیا مو ټوله نړوونکو توپانو نیولې
نو عقله!
نو عقله ای د تو پانو د غلو په لاس تښتول شوې بېړۍ
وایه چې چېرته لاړ شم؟
او پر دې ځان څه وکړم؟ ( ۲ )
او: ته راته ګورې چې محل مې له کار غانو ډک شو
او په وېالو کې دهېلیو بچي وسوزېدل!
او رموږ د کلي میندې
دمیلاد شپو کې « بې لاسو او پښو بچیان زیږوي »
ته راته کورې؟
ته راته کورې چې مې ټول کلی چاړه چاړه دی?
خلک په نو کو او برچو ديوبل  ستر ګې باسي
اودمالت خجو نې
به خپلو تورو تورو څڼو کې ځوزان ټک وهي
آه،
آه نازو لې سبوږمۍ!
آه درټا مورې!( ۳ )
ننګیال، په کابل کې د تنظیمي حکومت د ټوپکوالو د څلورنیمو کلونو دوحشت تر ټولو او څار شاهد شاعر هم دی. دننګیال د ناچاپې شاعرۍ زیاتره برخه ددغو وحشتونو شاعرانه انځور ګرۍ ته ځانګړې شوې ده.هغه د بدمرغیو په دغو بهیرونو کې د کابل « مینې » ته هم وایي چې نور درځنینې شرمېږم. د « انسان » په نوم له دغو « ناانساني » اعمالو شرمېږي او د « افغان » په نوم له دغو « افغاني ضد » اعمالو.
مینې له شرمه درکتلای نه شم
نورمو د کلي د ګلونو په کاله کې
پېغلتوب د ګل غوټیو چېرته هم نشته
او ابراهیم د خپلې ښکلې نازولې د جمال او د عفت
د لوټ کوڅو کې د غارت کیسې ته خوب وړی دی
نور مو دباغ نجونو ته « هسکې » او « کږې » شملې د ښمنې ښکاري 
مینې له شرمه در کتلای نه شم ( ۴ )
او یا لکه چې هغه د « کلي » په نوم شعر په یوه برخه کې وایي.
نه پو هېږم، نه پو هېږم
ای د کلي مازیګره!
ها زموږ د کلي چم کې
هغه سپینه کېږدۍ څه شوه
هغه شنې څپرې څه شوې
ها لوګرې جینۍ چېرې؟
***
تاته یاد شي مازیګره!
هغه شنې دېرې دکلي
په کې هسک د شملو غرونه
په کې ورېځې د چلمو
***
نه نه وران دی
کلی وران دی
یوه ځاله په کې نشته
ها د ښکلو توتکیو
یو نغری هم اباد نه دی
دا بیوه لاس نښه
***
لښتي وچ شول
ویالې ورانې
سین د تورو کاڼو غرشو
اوس حیران یم چې د کلي
داهېلۍ يه چېرته لامبي. ( ۵ )
ننګیال په خپلو دغه ډول شعرونو کې د جنګ هغه رښتینې و حشي څېره ډېره ښه تصویر کړې ده چې زموږ وطن خوري، زموږ اولس وژني اوزموږ د هېواد ټولو ارزښتونو ته ګواښونه کوي. ننګیال ددغو غمیزو په انځور ګزۍ کې شاعرانه او هنري ارزښتونو ته بشپړه پاملرنه کړې ده او هیڅکله یې دښکاره، بربنډو او څرګندو شعاري خبرو په څېر دغه مسایل نه دي راوړي، بلکې له شاعرانه ښکلا وو سره یې یو ځای کړي دي، او همدا د ننګیال ددغه ډول شعرونو دارزښت بنسټیز ټکی دی، همدغه خبره ده چې شعر له عادي او خبري مسایلو راجلا کوي.
دویم ننګیال د شاعرۍ یوه بله دارزښت وړ ځانګړنه داده چې د هغه شعرونه له عاطفي شېبو ډک دي. د هغه شعرونه لکه د عاطفې سیند، لکه د عاطفې سمندر، داسې دي. دهغه په زیار ترو شعرونو کې دیو خواخوږي، دیو زړه سواند ( انسان ) عاطفه په خپل اوج کې ځان را څرګندوي. ډېرو شاعرانو او شعر پو هانو په شعر کې دژورې عاطفې پر شته والي ټینګار کړی دی.عاطفه او په عمومي توګه احساسات د شاعرۍ له اساسي برخو څخه ګڼل کېږي او په دې کې د پاملرنې وړ خبره داده چې څنګه دغه عواطف په شعر کې دانتقال ځواک پیدا کړي؟ د ننګیال په شاعرۍ کې دغه ځواک وینو. د « داکلی مه ورانوئ » د شعر یوې کوچنۍ برخې ته پاملرنه کوو...
داکلی مه ورانوئ !
ګورئ چې هلته لکه زرکې زموږ د کلي نجونې
ګورئ چې هلته د بامو پر سر نورسې پېغلې
کتار، کتار
دلمر تر وړانګو خپل پیکي جوړوي
او په میینو ژبو
د پېغلتوب غوږ کې د ځوان کې د ځوان هوس سندرې بولي
داکلی مه ورانوئ
داکلی مه ورانوئ... ( ۶ )
ننګیال ددغه ډول عواطفو په باب، له « ډیوې » سره په یوه مرکه کې ویلي وو. « هغه چې ډېر عاطفي نه وي، زما په اند نه شي کېدلی چې ډېر ښه شاعر شي. دخپل ژوند یوه کیسه درته کوم:  داوړي یوه توده ورځ وه. په دېره کې ناست وم. یوازې او تنها له خپلو سوچونو سره لو بېدم چې یو ماشوم چې په یو لاس کې یې یو مړ ژواندی چرګ او په بل لاس کې یې تېره چاړه وه، راته راغی چې چرګ یې حلال کړم. نه مې غوښتل چې خپل لاسونه په وینو سره کړم، خو چرګ ناروغه و، مړ کېده او هلک زارۍ راته کولې، چرګ مې حلال کړ خو اوس چې له هغې ورځې نه درې کاله تېره دي، هغه چرګ مې خوب ته راځي، وسله وال وي، په ټوپک مې ولي، چاړه ږرسره وي، حلالوي مې، په اوونۍ کې یو ځل داسې خوب حتمآ وینم...» ( ۷ )
ننګیال د عاطفي شاعرۍ یوه ډېره مشهوره بیلګه « ښکاري ته » دهغه شعر دی.
... ای ښکاري اشنا درته سلام کوم
پرېږده چې داسپینې مرغۍ والوزي
لاړې شي جوړې جوړې ګلونه شي
ښګلي شي، ښایسته شي امېلونه شي
واخلي په وَ زرَو کې تنکي بچي
ومو ښي سینو کې ګلابي بچي
سپیني سرې مښوکې زرکني بچي
پام کوه،
پام کوه ماشې له ګوتې مه وروړه ( ۸ )
د اسحاق ننګیال په شعر کې دغه ډول عواطف، د هغو احساساتو په بڼه نه دي چې « شېبه یي » او « موقتي » ارزښت ولري. ننګیال عواطف دیو شاعرانه زړه دډېرې ژورې « انسانې» مینې څرګندوی دي. لکه چې په همدغو عواطفو کې دشاعر زړه هم څاڅکي څاڅکي راڅڅېده او ځکه خوبې داسې ژر هغه شاعر زړه ودرېده.دریم کو بل ټکی چې د ننګیال په شاعرۍ کې د پام وړ دی ، هغه د او چت شاعرانه تخیل لرل. د نویو مفا هیمو او شاعرانه تر کیبونو جوړول او د ښکلیو شاعرانه تصویرونو نوښت دی. هغه په شعر کې له دغو نو یو شاعرانه ترکیبونو، ژبې ته یوه نوې ښکلا وربخښي او د نویو تصویرونو له لارې زموږ د معاصرې شاعرۍ تابلو ګانې رنګینوي او دپاملرنې وړیې ګرځوي. کله کله خو یې په شاعرۍ کې داسطورو راوړنه او پر ځای کارونه هم د هېرولو نه ده او دغه رازیې شاعرانه او هنري سمبولونو ته غور په کار دی. دغه راز موږ وینو چې د اسحاق ننګیال د شاعرۍ دغه ګڼې ښکلاوې او دغه د نوې شاعرۍ بنسټیز ارزښتونه هم دهغه په غزلیزه شاعرۍ کې ځان راځرکندوي او هم په آزاده شاعرۍ کې. لومړی یې د ښکلي او روان بیان، خو او چت تخیل ننداره، په دغو
غزلیزو بـــــېـــــــلــــــــــګـــــــــــو کــــــــــــــــې ګــــــــــــــــورو.
ویلې ویلې په درګــــــــــاه کــــــــــې د صنــــــــــم مـــــــــــــــرم
پر سرو شونډو د ګلاب لکه شـــــــــبـــــنـــــــــــم مـــــــــــــرم
دسلګو مزل مې خدایه چې لـــــــنــــــــډ نـــــــــــــه کــــــــــړې
ستړی ستړی یې په هر ګام او قـــــــــــــــــــدم مــــــــــــــــــــرم
پاڼه نه یم چې په تش لـــــــــــوګـــــــي لمـــبــــــه شـــــــــــــــــم
لکه شمعه تر سبا قـــلـــــــــــــــم قــــــلــــــــــــــــم مـــــــــــــــــرم
وچو شونډو ته مې ست د خـــــــــمــــــارڅــــــــــــه کـــــــــــړم
ساقې! دلته چې په څنګ کــــــــــې د حــــــــــــرم مـــــــــــــرم
دځوانۍ شپې مې جنـــــــــت تـــه نیــــــــــسه مـــــــــــــه ږدئ
زه سر کښه په لمبو د جــهــــــــــــــنـــــــــــــــم مـــــــــــرم ( ۹ )
او. روڼ مې مستقبل شو خـــــــــــــــو تـــــېاروویــــــــــنــــــو
رب دپسرلیو مې اغــــــــــــــــــــــــــــــزو ونــــــــیــــــــــــــــــــو
ماوې چې مړوند به یې زر پـــــــــــــوشــــــــــــــه شـــــــــــــــي
مات په کې بنګړي شول هــــــتــــکــــــــړو ویــــــــــــــنــــــــو
چېرته یو سم جام د شـــــــــــرابــــــــي عـــــــــــــــــــــقـــــــــــــل
ځای د میکدو چې مــــــــــــــــــې کـــــــــعبــــــو ونـــــــــیـــــو
نور مې نو اشــــــــــــــــنا په پـــــــــلـــــــو مــــــــــــه راځــــــــــه
دلته هر قدم قصا بخانـــــــو ونــــــــــــــــــیــــــــــــــــو... ( ۱۰ )
او. بیا رانغلې لېمو ته په پستو پستــــو وزرونــــــــــــــــــو
زما د خوب کوترې ستا دسترګو لــــه بــــــامـــــــونــــــــــــو
څــلو وهلي ګوره څه خواره واره پـــــــــــــرې ګـــــــــرځــــــــي
د شونډو بوراګان مې ستا د شونډو پـــــــــــر ګــــــــلــــونـو
په خپل شرنګ به ویده شمه په خپل شرنګ به راویښ شم
بنګړي مې کړه دلېچو، ګرځوه مــــــــــې پـــــه لاســــــونـــو
زما مینه یو سیند دی او ستا زړه ورکــــوټــــی کــــــــلـــــی
دا سیند چېرته جانان او کېږدۍ د حبــــــــــابــــــــــــــونــــــو
لا ښکاري چې مو ده د لېونتوب مې پــــــــــــــوره نــــــــه ده
يو څوک راته نارې وهي دغرونو له ســـــــــــــرونـــــــو ( ۱۱)
همدارنګه د ننګیال په آزاده شاعرۍ کې دنویو شاعرانه مفا هیمو او ترکیبو نو او دغه راز دشاعرانه سمبولونو سیند بهاند دی. د ننګیال شاعري، د پښتو دآزادې شاعرۍ په عمومي مطالعه کې هم د پوره پاملرنې وړ ده. په پښتو آزاده شاعرۍ کې د ننګیال هستونې ښکلې او پیاوړې دي.
داد سپرلي د شینکي باد وزرونه چا تړلي؟
چې د تیارو په جهنم کې داغزیو لښکر
د بلاربو بوټو له شیدو نه ډک تیو نه شکوي
او د نرګسو داموسکۍ موسکۍ رنکینې سترګې
دلاس په نوکو باسي.... ( ۱۲ )
او د ېوې بلې آزادې شاعرۍ د بېلګې یوې برخې ته یې هم پاملرنه کوو.
.... بېګاه شپونکی باد ستا د څڼو له غروراغی
په پګړۍ کې یو ټکی د یو ګل نه و
له نرۍ ملا نه یې دلمر هغه زرین و مستنی نه وراتاو
چا یې په تشې اوریښې ریښې بخڅۍ یو د سنورو نانج نه وایښی
نور مې په کلي کې باد نه چلېږي، باد هم مسا پر شو ورنه
څومره تنها
څومره یوازې ده
زما دکلي ښکلې نازولې سپوږمۍ.
بېګاه مې خوب لیدلی.
زموږ د کلي د چنارو تر شنو سېورو لاندې
پر هغو نو یو پلنګي کټونو
بو څو کار غان ناست دي
ږلۍ د لښتو وروي پرې. ګدوي ځانته زموږ د کلي سپینې هېلۍ زموږ د کلي په دېره کې د چلمو د کږو وږو لو ګیو پر ځای خورې ورې دي د ښایسته هېلیو تکې سرې د پېغلتوب وینې.
کلي کې یو سېوری دبرېتو
او یو شرنګ د سپینو تورو نشته
رښتیا !
د کلي په دېره کې
دزلمیو څڼورو
داتڼ هغه سکڼی ماښام دریاد شي که نه ؟ ... ( ۱۳ )
څلورم د اسحاق ننګیال په شاعرۍ کې د شاعرانه ملنګۍ، شاعرانه لېونتوب، باغیتوب او یاغیتوب ګڼې بېلګې هم را تر سترګو کېږي. دغه شاعرانه لېونتوب او یاغیتوب، د هغه شاعرۍ ته یو جلا رنګ ورکړی دی. د مستې او باغي شاعرۍ نمونې یې د لېونېو شاعرانه ولولو څرګندونه کوي.
ملا څه مې دورځې په دې ډکو کا سو ولی
دازه د توبونه یم که تو بو کې اثرنشته؛
تویې مې زړه کې سوځي که توبوته مې زړه سوځي ( ۱۵ )
ښکل کړلې زاهدو د ساقي ګوتې
ماتې شوې توبې په هوا والوتې
دې بحر نو شۍ خو دې حیران کړمه
شیخه زنګېدې په هوا والوتې
تا چې کړې ښکاره له لوپټۍ سترګې
خلکو نه شملې په هوا والوتې ... ( ۱۶ )
د شاعر دغه ډول شعرونه کله کله د پښتني عنعنوي، کلتوري او ا خلاقي ارزښتونو په پام کې ساتلو سره، له هغو هم پښه اړوي او د نمونې په ډول، کله چې د « ګناه » په نوم شعر داسې پیلوي.
څــــومــــــره نـــېـــکمــــرغــــه یــــم ګنـــــاه کــــومــه
تمامه ورځ ورېځې دباد لـــــه ژرنـــــدو بـــــاســـــم
او د لمر په تناره کې پسرلي ته ترې ډوډۍ پخوم
څـــــومــــره نــــیــکمــرغـــه یم ګناه کومه ... ( ۱۷ )
نو شعر په داسې ډول پای ته رسوي چې د کلتوري، عنعنوي او اخلاقي ټکو په پام کې ساتلو سره یې یو لوی شاعرانه لېونتوب او یا غیتوب ګڼلی شو. دداسې څرګند او بربنډ بیان بېلګې به په پښتو شاعرۍ کې بیخي لږې وي. دننکیال بې وخته مړینه، دپښتو پر نوي شعری بهیر، تندر له ګوزاره کمه نه وه، او دغه ګوزار د پښتو یو ننګیال، بو بریال شاعر له دغه بهیره واخیست او دومره په بېړه لکه چې ترې پټ کړی یې وي. لکه تښتولی چې یې وي. ننګیال، یو ګل و، یو ملنګ و. دغه ګل لا بشپړ غوړېدلی هم نه و، چې پاڼې پاڼې شو. دغه ملنګ لا د خپل شعر کچکول د فطرت د ښکلا او رنګینو له ډالیو بشپړ نه و راډک کړی چې کچکول ترې چا پټ کړ. ننګیال به د خپلو شعرونو په کرښه کرښه کې ژوندی وي. خو کاشکې هغه د پښتو د شعر د لا ښکلې کېدونکې ناوې د سینګار لپاره لږ څه نوروخت هم لر لای.
 
 
دا مجموعه.
زموږ نو میالی شاعر اسحاق ننګیال دوران کال ۱۳۷۷ لمریز د غویي ( ثور ) په اتمه د ( ۱۱۹۸ ع داپریل ۲۸ ) دافغانستان د معاصر تاریخ په دغه توره ورځ له نړۍ سترګې پټې کړې. دهغه په مرګ د اغفانستان ټولې ادبي او کلتوري کړۍ غمجنې شوې . دهیواد په داخل او نړۍ په ګوټ ګوت کې افغانانو دهغه یادونه ولمانځل او دغونډو او محافلو په لړ کې یې د هغه پر مرګ خپله غمشریکي څرګنده کړه. په همدغه لړ کې د ۱۳۷۷ لمریز د غبرګولي په نهمه ۱۹۹۸ ع دمې په دېرشمه د جرمني د کولن په ښار کې « افغانستان د کلتوري ودې ټولنې » له خوا دهغه په باب یوه درنده یاد غونډه جوړه شوې وه. یادهشوې غونډه کې د شاعر پر ژوند، شخصیت او اثارو ګڼ شمېر مقالې ولو ستل شوې او یو شمیر شاعرانو دهغه پر بې وخته مړینه د شعر د اوښکو څاڅکي توی کړل. په همدغه غونډه کې « د افغانستان د کلتوري و دې ټولنې » غړیوو پتېله چې د اراښاد ننګیال د ناچاپو شعرونو مجموعه د همدې ټولنې په لګښت چاپ شي او د همغه نېک کار لپاره په هما غه ورځ یو شمېر دوستانو یو ولس سوه مارکه سره راټول کړل. څوکاله پخوا ګران ننګیال د خپلو ناچاپو شعرونو دوه کوچنۍ مجموعې زما په نوم له کابله پېښور ته رالېږلې وې او ورسره یې زما په نوم دغه لیک هم د خپلې مجموعې په پیل کې لیکی و.
ډېر ګران انځور صاحب!
هیله ده چې ژوند ډېر درته بدنه وي، او لکه پر موږ چې یې وکړل، هاسې میر څي یې درسره نه وي کړې، زموږ خو ژوند څه ژوند نه دی او باید همداسې هم وي، ځکه زما په اند ژوند پوچ دی ژوند رنځ دی، ژوند قاتل دی او ژوند له ژونده غچ اخیستنه ده. حتا ډېر ښه ژوند هم د شرابو هغه پیاله ده چې د پېغمبرانو له ستوني نه تېرېږي. څښل، خوړل، کار کول او ویدېدل، دادي هغه کلیمې چې خدای ( ج ) دژوند په نامه دژوند یو په ځولیو کې اچولي دي، او زما ژوند خو تاته له هر چا ښه څرګند دی، ټول عمرمې له هل دوو نومو نو سره ژوندوکړ.
ښیښه او شعر، سره وموژړلې او پر ژوند مو ناړې تو کړې. ښیښه یې رانه هم واخیسته، او اوس زه او شعر دوه په دوه سره ژوند کوو. ډېر کله هغه له ما مرور وي او زه له هغه « دریمګړی » نشته چې سره پخلا مو کړي، او که سره پخلا هم یو هغه تېره لېونۍ پخلا ینه نه ده، ټوله ورځ راته دعقل او منطق نا ندرۍ غږوي... ښیښه خو لاړه مګر شعر تر اوسه راسره شته. دوخت لوبې مې وېروي چې له ده هم خلاص نه شم. پخوا به مو هره ورځ د مرګ ننداره کوله، اوس یې هر شېبه نندارې ته ناست یو، مرګ مو په وینو اورګونو کې ځاله کړې ده. یوه شپه به سوچونو کې ډوب وم چې یو څه مې زړه ته راولوېدل، زړه مې راته وویل چې دا خپل څو خام او نیمګړي شعر ګوټي تاسو ته امانت درولېږم چې که څه وشول ضایع نه شي. ښیښه خو تر ما د مخه مړه شوه، وېرېږم چې شعر مې له ما وروسته هاسې نه شي. اوکه هېڅ هم ونه شول راته چاڼ خوبه یې کړې! څو شعرونه مې له « سپنتا» سپین ږیري سره پاتې شول او له ما سره یې اوس کوم نقل نشته، هغه غوښتا څه پرې ولیکي خو حالاتو وخت ورنکړ. که مې چېرې بیا وموندل نو دروبه یې لیږم
یوه ورځ به که خدای کول سره له نږدې وګورو.
ستا لېونی ننګیال
۱۲/ ۵ / ۱۳۷۱
کابل
ما هماغه وخت غوښتل چې دغه دواړه برخې په یوه مجموعه کې چاپ کړم، خو دابه د خدای تعالی ( ج )  رضا وه چې زه د اوږدو لارو مساپر شوم او اوس هغه مجموعه د ننګیال له مړینې وروسته خپرېږي ما د خپل اوږد سفر په پیلامه کې هغه مجموعه خپل ګران ورور او تکړه شاعر او لیکوال لال پاچا آزمون ته د امانت په توګه و سپارله. له ښاغلي آزمون څخه د زړه له کومې مننه کوم چې زما او د ننګیال هغه ګډا مانت یې، د یو ستر ادبي یاد ګار په توګه دغه څو کاله په ډېرو کړ کېچنو حالاتو کې له ځانه سره وساته او دادی اوس د شعر مینه والو ته وړاندې کېږي. دغه راز له خپل ګران ورورو، پیاوړي لیکوال او دپښتو له سوي ستي خدمتګار اسمعیل یون څخه هم زیاته مننه کوم چې دغه مجموعه یې چاپ ته چمتو کړه، له هغو یادو شویو مجموعو سر بېره یې د ګران ننګیال نور ناچاپ شعرونه هم ورسره یوځای کړل، دغه راز یې د هغه د چاپي شعرونو څو وتلې بېلګې هم ور سره ملې کړې او داسې یوه ارزښتمنه مجموعه یې ترې جوړه کړه. له نورو ټولو هغو دوستانو څخه هم مننه څرګندوم چې له ډولونو څخه په یو ډول یې ددې مجموعې په چاپ کې مرسته کړې ده.
 
په مینه او درنښت
زرین انځور
۱۳۷۷ امریز دوږی ۲۷
۱۹۹۸ ع دسپتمبر ۱۸
جرمني د کولن ښار
 
بېرته شاته