لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
سترګو د جانان كې زما ښكلي جهانونه دي
لیکوال: عبدالجبارڅپاند   نېټه: 23.11.2008   خپرونکئ:    

غني خان
 
د كائناتو پالونكي اود ښكلي طبيعت پنځوونكي ، ستر هنر مند په خپل ځانګړي او خارق العاده هنر د حقيقت او مجاز تر منځ  د يوې ظريفې او نظيفې اړيكي تار غزولاى.
د حقيقت د ستر او پاخه مقام لاره يې د مجاز له خاموښختوجوړه كړې او د حقيقت  د ناوې د ځلانده
مخ يې د مجاز په پيكه او خړ شال پټ كړى  دى ، دا د هغه ستر او لايزال هنرمند لاجوابه اوبې مثاله كړنه ده ، چې د نړۍ هيڅ يو پوه ، عالم ، فيلسوف، جادوګر او نابغه به يې مثال پيدا نه كړي او نه به څوك  له ده سره سيالي وكړى  شي.
د يادونې وړ ده چې د حقيقت دې ستر مالك په خپلو خاصو پيرزوينو خپلوناتوانو او بې وسو بنده ګانو ته په دې لاره د يون او هدف ته درسيدلو لپاره خاصې لارښوونې او اسانتياوې فرمايلي دي ، چې د هغو لارو اووظايفو په لنډ ډول يادونه كوم.
زهد ، تقوا، پرهيزګاري، پاكلمني، ذكر، عبادت چې مجموعې ته يې تصوف وايي . د پورته هدف د لاس ته راوړلو لپاره ترې ګټه پورته كيږي ، چې د تصوف مقام ته د رسيدو لپاره نفسي تكاليف ګالل حتمي خبره ده ، ځكه انسان ته خداى ج نفس وركړى ، چې تل د انسان د روح سره په ټكر كې وي او هڅه كوي چې روح مغلوب كړي او خپلې ټولې غوښتنې په دې كمزوري موجود ومني، خو قوي او زورور انسان هغه دى ، چې د روح ومني ، روح خوشحاله كړي او نفس مغلوب وساتي ، چې دا كار په پور ته ذكر شويو لارو كيداى شي اوبس .
ته يې په تسبو كې يادوه زه د يار سترګو كې
ځه شيخه ورځه رب منكرانو ته ور وښيه
د زهد ، تقوا او عرفان خاوند انسان ( صوفي) ته خداى ج د حقيقت سره د وصلت لپاره د مجاز وزرونه وركوي او د خپلو قدرتونو د جمالياتو په لورو مناظرو يې ګرځوي او دخپل شان او شوكت د واحد سلطنت په فضا كې ورته د الوت اجازه وركوي ، څو د حقيقت مقام  وګوري او سر ورته په سجده كيږدي.
خو وزر مې د مجاز دې پرې يريږم
ګني عرش مې يو قدم هغه پرواز يم
 
 
سترګو د جانان كې زما ښكلي جهانونه دي
واديخله دنيا زه وږى ستا د دنيا نه يم
دا د بغاوت چيغه د ياغي، باغي، زاهد ، عارف، صوفي او نازكخياله شاعر د ستر غني بنده خان عبدالغني خان د هغه غني فكر او خيال پانګه او د زړه اواز دى ، چې په ۱۹۱۴ زيږديز كال كې يې د ژوند له مستې ميخانې نه يوه پيمانه  په سر راواړوله ، چې د لرې پښتونخوا په  هشنفر كې د اتمانزو كلى يې په زيږدو اوس  هم د وياړ شمله هسكه وړي، دى د پښتو د ستر مشر ، سياسي، ملي او مبارز شخصيت فخر افغان خان عبدالغفارخان (پاچا خان) زوى دى او دهمدغه ستر شخصيت د شفقت او مرحمت تر سيوري لاندې را ستر شوى دى .
غني خلكو ليونى باله ، او په ليوني متخلص هم ؤ ،  ده په خپل ليونتوب وياړ كاوه او ځانته يې خپله هم تل د ليوني خطاب كاوه ، د خبري  د لا وضاحت لپاره بايد ووايو چې د ده دا جنون او ليونتوب مجازي نه ؤ ، چې خپلې تڼى به يې شكولې او يا  په لارو اوكوڅوكې به ګرځيدو، ماشومان به ورپسې ؤ  او تماشي به يې جوړولې ، بلكه  د ده ليونتوب حقيقي  ؤ ، د حقيقت په عشق كې ورته خداى دو صلت مقام ور په برخه كړى ؤ، د ده د بغاوت رازهم په همدې ليونتوب كې پټ دى ، ځكه خو يې د الفاظو او كلماتو سره په ډېرو ځايونو كې  احتياط نه دى كړى، څه چې ورته په زړه  شوي همغه يې په خوله  راوستي او هيڅ ويره يې نه ده كړې ، ځكه ده د ډاډ تكيه د تصوف پاخه ديوال ته كړې وه ، نو په ډېر اطمنان به يې لفاظي  كوله او په شعري تركيبونو كې يې له استعارو او كنايو نه تير شوى هر څه يې په ډاګه ويلي دي .
نوموړى  د دې شعري خصوميت  له مخې ډېرد پام او بحث وړ ګرځيدلى دى.
دلته به بې ځايه نه وي چې  د غني ليوني يوه بشپړه ليونۍ غزل و ارزوو او د ده د ليونتوب او صوفيت راز د ده د شعر په هنداره كې وګورو، نو ښه ده چې د نوموړي د دعا تر سر ليك لاندې د يو بشپړ غزل هره كوڅۍ را وسپړو او كه مناسبه وه نو د ده په نورو تصوفي او فلسفي شعرونوبه هم سلام وكړو .
 
دعا
سترګو د جانان كې زما ښكلي جهانونه دي
واديخله دنيا زه وږى ستا د دنيا نه يم
ګوره د فقير كچكول كې تاج د سكندر پروت دى
زه يم د سخيانو د شومانو ګدا نه يم
زه يې په غرور درته د مينې په نوم غواړمه
زه ملنګ بې نيازه ستا  د ويرواويلا نه يم
يو د سپوږمۍ څاڅكى درنه ټيك له د جانان غواړم
زه يم د خوبونو د لعلونو ګدا نه يم
هغه مستي غواړم چې يې مرګ نشي وژلى
زه دې د غمونو د بيګا او سبا نه يم
تشه دنياګۍ كه دې بښې نو اې اميره
ستا شوه ستا دنيا زه وږى ستا د دنيا نه يم
كه د دې شعر لومړى بيت ته وګورو، نو د غني د صوفيت غنا ترې په ډاګه ښكاري او د تصوف په دنيا كې دومره ورك شوى، چې دا ستره نړۍ يې هېره كړې د خپل جانان په سترګو كې هغه جهانونه ګوري كوم چې د ده د تصوفي ژوند وروستى هدف باله شي د جانان د سترګو په مجازي ښكلا كې د حقيقت انځورونه پيداكوي ځكه ورته له دې دنيا تيريدل اسانه او ساده ښكاري ، دلته ده چې غني په حقيقت د عقيدت غنا پيدا كوي او دا دنيا ومافيها ټوله ردوي او پر ځاى يې هغه دنيا غواړي ، چې ابدي ده او بيا زوال نه لري، د يادولو وړ ټكى دا دى چې د دې دنيا ردول او د نورو غوښتل د يوه مالك نه په يو وخت كې كوي ، خو دا جرئت هر څوك نه كوي ، د ده ځانګړتيا په كې د نوموړي تصوفي پوهه ګڼل كيږي .
ګوره د فقيركچكول كې تاج د سكندر پروت دى
زه يم د سخيانو د شومانو ګدا نه يم
د فقير يادونه په پورته بيت كې په اسانه او ساده الفاظو شوې ، خو دا دومره وړه موضوع ځكه نه ده چې د فقيرانواو شاهانو تناسب په فلسفي اصولو كې يو مناسب ربط او د بحث يو تړلى ستر باب دى.
نو په لنډ ډول دلته دومره ويل په كار دي ، چې د نړۍ هسك منازل له ټيټ حالته پيل شوي، د نړۍ ستر خلك  واړه راستر شوي او د نړۍ سترې حكرانۍ او پاچاهۍ په خوارو غريبو او فقيرانو ابادې دي.
زمونږ له رواياتو او عقيدوي بنسټونو نه ثابته ده ، چې  د دنيا د مشهورو فاتحانو سره يوازې لښكرې نه بلكې د فقيرانو دعاګانې هم ملګرې وې، چې دوى يې د فاتحينو په مقامونو وياړلي، بله دا چې د فقير صبر اوحوصله د شاهانو تر ټولو شتمنيو ستره او با ارزښته ده .
فقيران د خداى محبوب بندګان دي د ځان لپاره يوه ځانګړې دنيا لري د دوى دنيا د شاهانو او اميرانو له دنيا نه بيله ده ، دوى ځانګړي اصول او قوانين لري ، د دوى په دنيا كې ځينې
دنياوي ارزښتونه بې ارزښته دي ، نو غني خان هم دې ټكي ته په پام سره د فقير په كچكول كې د سكندر تاج ګوري او ځان د فقيرانو په جامه كې ګدا نه بلكې سخي بولي، ځكه ده ته د پاچاهانو نه د فقيرانو مقام لوړ ښكاري او په دې عقيده دى ،
چې په يو قدم تر عرش پورې رسي
ما ليدلى دى رفتار د درويشانو
په دې پوره باور لري او د سكندر تاج د خپلې فقيرۍ په كچكول كې ګوري.
زه يې په غرور درنه د مينې په نوم غواړمه
زه ملنګ بې نيازه ستا د ويراو ويلانه يم
د غني فطرت د سترو اوغني انسانانو دى د لويو خلكو وركړه عادت وي خو كه غواړې يې نو په ماته غاړه يې له چا نه غواړي ، په غرور او جګو سترګو يې غواړي دا چې غرور يې په څه كې وي؟ دا ابهام غني خان له منځه وړى او د مينې د سلطنت په مغرور اطلس كې يې خپل فقير جسم رانغاړلى او په ملنګه ژبه د غرور، جًالً اوجلال دستر او واقعي څښتن څخه د زړه مرام غواړي .دا چې غني خان دا غرور ولې ځانته منصوبوي؟ .ښكاره ده چې ده ته د غروراصلي مالك د مينې پيرزوينه كړې او د مينې سره يې هغه نازولى غرور هم ملګرى دى ، چې كه اوښكې نشي ايسارولى خو سر هم نه ټيټوي.
تاته سر ټيټي يو اوايت ووخو
زه سركشه نه وم خو افغان ومه
او يا دا چې
حسن كه وقار لري غرور د مينې هم شته
ستا په تندي ګونځې زما ګونځې په شمله كې دي
غني خان په لاندې بيت كې د انوارو په كشمكش كې ورك دى او د خپل جانان په نورانيت كې ځان لټوي تياره ورته د رڼا او رڼا ورته د تيارې حيثيت لري ، دى د جانان د سپوږميز ټيك په رڼا كې د ده د حسن د جهان ننداره غواړي او د خپلو مقامي تعبيرونو لپاره د خوبونو ګدايى كوي نه د لعلونو.
يو د سپوږمۍ څاڅكى درنه ټيك له د جانان غواړم
زه يم د خوبونو د لعلونو كدا نه يم
د دې بيت د يو معكوس تعبير سره د پښتو دا لنډۍ هم ډېر ښه اړخ لګوي.
د پټو سترګو قسم نه خورم
قسم چې سترګې غړوم تا يادومه
په لاندې بيت كې وګورى چې غني بيا هم د ژوند نه په ابد ډېره عقيده لري له مجاز نه تيښته كوي او د حقيقت غيږې ته ځان غورځوي.
هغه مستي غواړم چې يې مرګ نشي وژلى
زه د غمونو د بيګا او سبا نه يم
له مرګ سره نه جوړيږي ، خو په دې بې وسه ژوند يې هم باور نشته ، ځكه خو له ستر غني او لايزال ذات  نه د يوې ابدي مستۍ سوال كوي او په دې سره د مرګ تريخ مزاج او تور مخ ته د سيالۍ چلنج
( ننګونه) وركوي
تشه دنياګۍ كه دې بښي نو اې اميره
ستاشوه ستا دنيا زه وږى ستا د دنيانه يم
دغني خان د واقعي مينې دنيا د دې دنيا له مادي وزن نه ډېره درنه ده او هغه دچاخبره چې دا دنيا يې په زيري كې هم نه اخلي.او ددې دنياترمادي شتمني ځان ډېر بډاى او غني بولي .
د غني خان په شعرونو كې تصوفي رنګ ډېر بارز  دى دا بايد په باور سره ووايو ، چې كه د غني خان شعري كليات په غور وكتل شي او ګوټ په ګوټ يې ولټوى، نو دا به په ډاګه شي چې غني د تصوف پلوشي د خپل ديوان په هره پاڼه شيندلي دي.
ماشوم نه يم چې جنت پريږدم
ستاد سور دوزخ د يرې
جانانه ميخانه دركړم
واخلم ستا كندې كپرې
ښايي ډېر خلك د غني خان د شعرونو نه منفي برداش وكړي او د ده په شعرونو كې د شوخۍ ، مستۍ ، بغاوت او په ځينو ځايونو كې انحرافات هم په ګوته كړي، خو د غني د شاعرۍ دنيا د دې په تشو الفاظو ولاړه نه ده .
بلكې د ده په شعر كې د الفاظو او مفاهمو تر منځ يومغلق تړاو وجود لري ، چې پوهيدل پرې ډېر اسانه نه دي او پاتې شوه دتعبير خبره ، تعبير ترې په رښتيا هم يو څه ګران دى  دا چې هر شاعر سره د خپل شعر ځانګړى تعبير پروت وى او د نورو خلكو د تعبيرونو سره بشپړ توپير لري ، د دې اصيل نه د غني خان شاعري هم سر غړاوى نه كوي ، لكه په دې بيت كې چې وايي:
په ولله چې له جنته به شم ستون
كه كنځل په كې وا نه ورم د پښتون
او يا دا چې غني خان د خپلو ويناؤ او الفاظو په معناو كې ورك شوى او خپل هر لفظ ته له خپل خدايه معنا غواړي، خپلو خوبونو ته تعبيرونه لټوي او خپلې ټولې پوښتنې ترې مخامخ پوښتي، غني خان د خپل پرورديګار په وړاندې د دا ډول سلوك بنياد هم له ځانه نه بولي او د دې جرئت زمينه ساز هم خپل خالق بولي او ټول كړه وړه كه سم وي كه ناسم د يو انسان او بيا د خداى د يوضعيف او ناتوانه بنده په حيث له ځانه نه انګيري او نسبت يې د انسانانو خالق او پالونكي ته كوي ، كه دغني خان شاعري ښه په غور مطالعه شي نو ټولې هغه پوښتنې به ځوابونه ومومي چې په ناپوهۍ كې رامنځته شوي وي او د نوموړي په هكله به د منفي نظرياتو تله سپكه شي .
د ده دا شعر د موضوع ښه څرګندونه كوي .
خدايه عقل چې ؤ زړه دې ولې راكړ؟
په يو ملك كې دوه خود سره باچاهان
ولې ماته دې عطا كړ فكر او خيال؟
ولې ولې په رڼا ورځي خوبونه ؟؟
ولې جوړ دې د يار سترګوكې جنت كړ؟
ولې تريخ دې كړ بيلتون اوخوږ وصال ؟
خدايه ولې دې ځوانې هر چا له وركړه ؟
خدايه ولې دې پيدا كړل اميدونه ؟
ولې ماله دې د ولې طاقت راكړ؟؟
خدايه ولې؟ خدايه ولې؟ خدايه ولې؟
غني خان په ځينو شعرونو باندې نيوكې هم كيږي او ځينې خلك يې د شعر الفاظو ته لا په ښه سترګه نه ګوري او فكر كوي چې غني په بې خودى كې دا الفاظ له خولې را ويستي دي ، خو غني په خپلو كړو، پښيمانه نه ښكاري ځكه هغه الفاظ چې ځينې خلك ورته ګوته نيسي ده په كراتو كراتو تكرار كړي دي ، بيا هم تيرې خبرې ته ځو چې د پوهې او مغلقو مفاهمو ستونزه ده  بله دا چې هغه ته د واقيعت او ريښتيا الفاظ هم دا ښكاريدل ، هغه درد چې د ده په زړه يې د ناكرارى كلاوې جوړولې او دى يې تل ځوراوه ، د هغې درد د دوا لپاره ورسره همدا يوه لاره وه ، چې سپين او رښتيا ووايي او په دې لاره كې هيڅ بريد ونه ساتي او دخپل  زړه بار په همدې باندې سپك كړي.
ځه د ليوني د مرض خوشې دارو مه كوه
غم د مرګ غورځنګ د زړه سترګو د جانان وخوړ
له پورته بيت نه د غني خان ټول مجبوريتونه ښه څرګنديږي، د غني خان د ټولو كړو وړو ، بغاوت شوخۍ او سر شارۍ په وړاندې د خلكو نيوكو ته همدا پورته يو بيت د ستر ځواب او سپيناوي لپاره يو ښكاره ثبوت كافي بولم ، ځكه چې خپله غني خان اوس نشته هغه ډېر لرې تللى د نن نه  لس كاله وړاندې يې سپين ململ په سترګو راخور او په ابدي خوب ويده شوى دى .
روح يې ښاد او جنتونه يې ځاى .
 
چيغې وي اجل ملا ته اورې كه يې نه اورې
تشه خاوره نه ده غني، څنګه به شي خاورې
 
ماءخذونه :
د غني خان شعري كليات
د انټرنيټ مختلفې پاڼې
HYPERLINK "
http://WWW.KhiberWatch.com"
HYPERLINK "
http://WWW.KhiberWatch.com"
WWW.KhiberWatch.com
WWW.KhiberWatch.com
HYPERLINK "
http://www.zmang_afghanistan.com"
HYPERLINK "
http://www.zmang_afghanistan.com"
www.zmang_afghanistan.com
www.zmang_afghanistan.com
HYPERLINK "
http://WWW.Benawa.com"
HYPERLINK "
http://WWW.Benawa.com"
WWW.Benawa.com
WWW.Benawa.com
9بدالجبارؠ
عبدالجبار څپاند
كابل

 
بېرته شاته