لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
دشعر په لټه
لیکوال: حبيب الله رفيع   نېټه: 15.03.2009   خپرونکئ:   سمسور  

او بند په بند مې "چكچكځاى" پكې جوړ كړ. "شعر" له نقشې سره سم مقطع ته ورسېد د بيا نظر كولو، كچ مېچ كولو او كنټرولولو لپاره مې يو ځل بيا ولوست! بيتونه او بندونه يې ټول روغ وو، سېلابي او څپه يي نيمګړتياوې يې نه درلودې، رديفونه او قافيې قالبي او شمېرلي وو. د هر اړخيز "چك" كولو لپاره مې بيا، بيا ولوست په پاى كې رامعلومه شوه چې ډېر ښه "شعار" مې جوړ كړى و خو "شعر" نه و!    بله ورځ مې په مغز كې ډېر انتقادونه راوګرځېدل ډېرو اصلاحي فكرونو مې ذهن مشغول كړ او ډېرو اخلاقي لارښودنو ته مې زړه وشو قلم او كاغذ تيار وو راوامې خيستل او شعر "جوړول" مې وپيلول د خوږو نصېحتونو د اغېز لپاره مې په زړه پورې تلميحات پكې ځاى كړل تاريخي او فولكلوري كيسو ته مې نغوته پكې وكړه، انسانيت او انساني خواخوږۍ ته مې د شعر لوستونكي راوبلل، د شعر هره مسرۍ او هر بيت مې په حكيمانه او فيلسوفانه خبرو ښكلي كړل د الفاظو او كلمو يوه ښكلې ناوې مې جوړه كړه په شعر كې مقدمه، مطلب او نتيجه ځاى پر ځاى شول او په دې توګه مقطع ته ورسېد يو ځل بيا پې راتېر شوم هر څه يې روغ وو خو په نتيجه كې راته معلومه شوه چې ښكلې "موعظه" مې جوړه كړې! او خوږه او موْثره "لارښودنه" مې كړې خو "شعر" نه دى!    بله ورځ په لاره روان وم ذهن ته مې يو خيال راغى د شعر ښكلي مارغه مې پر سر سيورى وكړ موزونې مسرۍ مې په مغز كې راوګرځېدې په جيب مې لاس وواهه قلم او كاغذ مې ونه موندل ودرېدم! تكل او هڅه مې وكړه د مات پنسل يوه برخه او د څيرې كاغذ يوه ټوټه په لاس راغلل څو مې چې د فكر دا مارغه "ښكار" كاوه رانه الوتلى و ډېرې مسرۍ بېرته هېرې شوې وې او يو څه مې يې ايله "قلمبند" كړاى شوې شپې او ورځې پرې تېرې شوې بيا، بيا مې ولوستې خوند مې ترې واخيست دوستانو ته مې واورولې هغوى هم خوښې كړې زه هم باوري شوم، چې دا رښتيا د شعر مېلمه و چې زما د ذهن كور ته راغلى و خو داسې مېلمه ډېر لږ راباندې پېښېږي نو ځكه زما د شعر په "دېوان" كې "شعارونه" او "موعظې" ډېر دي خو "شعرونه" لږ دي او ډېر لږ!.    چې مطالعه مې وكړه دا كار نه يوازې زما په دېوان كې شوى بلكې د ډېرو شاعرانو "پړسېدلي دېوانونه" ډېر لږ "شعرونه" لري او نور يې هغه نظمونه دي چې د موعظو او شعارونو په بڼه دي او په احساساتو يې اغېز ډېر اّني او زود ګذر دى. له همدې كبله په نړۍ كې د "نظم" پانګه ډېره زياته او د "شعر" دا لږ او ډېره لږه ده!.

 
بېرته شاته