لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
داسې پېغلې هم شته
لیکوال: شهسوار سنګروال   نېټه: 05.03.2009   خپرونکئ:   سمسور  

د هغې سترګې د نورک په سرې ډولۍ ونه لګېدې  ادوکو یادوم د نورک مور .
د هغې د هیلو په بوخڅه کې تل دا هیله  د ژبې په سر وه چې وېلې به یې :
مرګیه دومره صبر وکړه   --  چې د نورک په ډولۍ واچوم شالونه
د هغه پوره نوم نور محمد وو خو کلیوالو به  نورک باله د مور له مړینې وروسته هغه ټول کلي کې ځان یوازې ګاڼه . د چا خبره نه یې په اسمان ستوری وو نه  په مځکه سیوری . ده سره د مور ډېرې خاطرې ژوندۍ وې  لا کله به چې په غوجله کې خپله ژېړه غوا ولیده نو د مور هغه وروستۍ خبره به ورته کپه په سترګو کې ودرېده : 
ادکو څه  دې ورک کړي دي چې یوه او بله خوا ګورې؟
ستا ډولۍ مې ورکه کړې ده!؟
زما ډولۍ ؟
هو ستا ډولۍ!  هغه خوسکی لټوم .
کوم خوسکی ؟ هغه خو مړ شو مورکۍ.
ړوند شې نورکه هغه دی نې  ګورې؟
ښه هغه د بوسو خوسکی یادوې چې پوستکی دې ورته له بوسو ډک کړی دی؟
هو زویه هغه راوړه چې پرته له هغه نه غوا پۍ نه پرېږدي ... غوا ته یې نږدې ونیسه چې ؛غولانځې؛ ته یې پۍ راشي.
ادکو دا زموږ غوا هم لېونۍ غوندې ده چې د بوسو په خوسکي غولیږي .
ته ډېرې خبرې پرېږده چې ځوانیمرګه ؛کټارې؛ ده  لغتې واروي چې ؛غوا لوڅه؛ ماته نکړي بیا به چېرته کولال پسې ګرځم .
ښایسته موده وروسته نورک  د کلیوالو د بسپنې په مټ د سرې ډولۍ څښتن شو. ولې د کونډې مور ډېرو مهربانیو ورته په زړه منګولې لګولې  او ترې نه هېرېده:
نورکه زویه ستا ډولۍ راڅخه ورکه ده ...
زویه د کوچو ټینګ شړومبی مې درته پرې ایښی دی ... د تناره توده ډوډۍ مې  په دسترخوان  کې  درته تاو کړې ده  . په کټوې کې مې مستې هم درته پرې ایښي دي ... ځه سبناری دې وکوه زویه !
نورک به د مور د ژوند په مهال هم کله کله د مزدورۍ لپاره هندوستان ته ته  اوس چې د واده له بابته پوروړی شوی وو نو وېپتېله چې له خپلو انډیوالانو سره هندوستان ته لاړ شي  خو د کټورۍ اندېښنو ته پښه نیولی وو.
سړیه که ځې نو بیا ژر راشه... هغه ماشوم خو مې زیان کړ او دا... 
دا ته څه  وایې کټورۍ ؟    وایم مه خواشینې کیږه بیخي ژر راځم... خدای به دې ماشوم روغ رمټ نړۍ ته راولي هو د درې میاشتو اځوکه مې درته تیاره کړې ده... دولسمنۍ د لاندی بنۍ مې له اوړو درته ډکه کړې ده . یوه ؛دبه؛ او یو ؛ژی؛له ژېړو غوړیو ډک پک دی... زېړه غوا لا ؛تندی ؛ ده پرېمانه پۍ کوي ... ته نو ولې وارخطا یې؟
سړیه ! زه نه وایم چې له ولږې به مړه شم... کور و کلي سره مې د وړو پور کړی پور به را سره کوي ، د غوړیو پور مې ورسره کړی ما به په ډاګ میدان نه پریږدي . شکر دی  روپۍ هم لرم ... له ټنګې نه یې نیولې تر غیرانه او له درې پولۍ او شپږ پولۍ نه راوخله تر شپاړس پولۍ پورې مې غوټه کړي دي ...  او شکر برجوره کلا هم راتاوده خو بیا...
خو بیاڅه ؟ وایم بېرته ډېر ژر راځم ...
دچا خبره نورک د هندوستان چرګوړی وو په ډېرو ښارونو کې بلد وو... کله به چې له ځوانانو سره په بنډار کې کېناست نو وېل بی چې یاره زه په غزني کې دومره بلد نه یم  لکه په بمبي او کلکته کې چې ګرځېدلی یم... دی ډېر غوریالی سړی وو د هندوستان بې شمېره کیسې ورته په زړه وې . د کلي واړه او زاړه به ترې راتاو وو . اوجره به توده وه د چلم دوړې به پورته کېدې... ده به تر هغې پورې کیسې ویلې یا به یې په رباب کې د ملوک او بدرۍ جمالې نارې غږولې چې د اوجرې په نغري به ایرې ور واړول شوې... ځینې کلیوالو به لا کله کله ورغبرګه کړه :
نورکه! د هندوستان د؛سپېرکونډکو؛ کیسه ډېره په زړه پورې ده ... هو د کسمت په نوم کیسه هم... پرېږده وروره د نورک له خولې هره کیسه ښه لګیږي ...
نورک لا په هندوستان کې وو چې څښتن تعالی ورته زوی ورکړ او خوارکۍ کټورۍ بلا ستونزې وګاللې او د کلي نارنجې ترور ورسره ډېره مرسته وکړه :
نارنجې ترور چې هېڅ څوک درنه خبر نشي ان نورک هم ... هو دا خبره دې زما او ستا تر مینځ  وي.
دا ته څه وایې کټورۍ زما زړګوټی خو لکه د رنجو بوخڅه داسې دی... مالا څه چې خېرګل ورور ته به هم ووایم چې چاته غږ ونکړي .
هو رښتیا دومره د اندېښنې خبره هم نده اوس خو تبیبان په نبځ ډېر ښه پوهیږي ... د دروغجن خبره  مړي  ژوندي کوي .
څښتن تعالی دې درسره ښه وکړي  نارنجی ترورې که ته نه وای زه به اوس مړه وم .
کټورۍ له پخوا نه ټوخېده خو دومره نه لکه څومره  چې د ماشوم له زېږیدونه وروسته  یې ټوخی زيات شو . په کوروکلي کې به خلکو دا خبره شاربله چې مور یې هم په نري رنځ اخته وه ... کټورۍ هم دغه ناروغي له ځان سره په ډولۍ کې راوړې وه .
نورک به تل ځان سره  لالاجي ته  روانه کړې وه . هر چا به وېلې  لالاجي ډېر ښه تبیب دی کاپر ډېر اوښیار دی ان د سړي د کلمو په ناروغۍ هم پوهیږي... خو نورک دا خبره نه منله تل بی وېلې که کاپر دومره اوښیار وای نو کټورۍ بی روغه کړې وای... ټول هندوستان مې پرې وخوړ. هغه ورځ مې هم پوره د درې شلو روپیو دوا ترې واخستله .
کټورۍ له دومره ناروغۍ سره سره هره ګړۍ د سیدوخیال ساته ... دی د مور او پلار یوازینی زوی وو. چښتن تعالی په ډېرو تاویزونو او زیارتونو همدا یو زوی ورکړی وو. مور به هېنډې او خوسي ته هم نه پرېښود او سیوري غوندې بی  څاره...  کله چې هغه د مرګ په بستر پرېوته نو همدا به یې له ځان سره وېلې  مرګ ته ډېره خپه نه یم خپه په دې یم چې زما له مرګ نه وروسته به  سیدو  سپېره مېره په کوڅو کې سرګردانه ګرځي... اوس خو دا دی د چرګۍ غاړې ته راته ناست دی پرې ډاډه یم.
کټورۍ له اوږده رنځ  نه وروسته مړه شوه خو د نورک هم ډېره مزه نه وه د هغې له مړینې نه وروسته بلا ناروغیو ورته مخه کړه ولې بیا هم  نورک کلیوالو دېته اړ کړ چې له خپلو خپلوانو نه یوې نجلۍ سره واده وکړي ...
نجلۍ کوتره نومېده . هغه ډېره بې وځلې وه یوازې یوه کونډه مور یې وه بس...  ولې کوتره خو هماغسې کوتره وه ، ښکلې هم وه مهربانه هم . هغې نه یوازې د خپل چښتن خیال ساته بلکې د سیدو پالنه یې هم په ډېرې خواخوږۍ سره کوله...
نورک نور د هندوستان له تلو نه پاتې وو. نه ورته د ځوانۍ هغه وس  پاتې وو او نه د زړه  زور نه یې ځوانه جهانه مېرمن یوازې پرېښودی شوه  او نه خپل زوی سیدو. د ډېرې خواشینۍ خبره خو دا وه چې د نورک په بدن کې  هم مړه تبه لکه توره لړمۍ خوره وه او هره ګړۍ یې د ده د زړه وینې زبېښلې د غزني تبیبان خو پرېږده ان د کابل د عاشقان او عرفان زیارت کیڼ اړخ ته یوه نامتو تبیب هم د هغه په درملنې ستړی شو...  په پای کې ده هم خپل ارمانونه له ځان سره تورو خاورو ته یووړل... 
لږه موده وروسته کوترې غوره وګڼله چې  خپل بنزايي ته واده وکړي تر څو د دې کور ډیوه مړه نشي نو هغه وو چې د خپلې ترور  لور زرکه یې د خپل کور ډیوه کړه.  زرکې هم د سیدو خیال ساته او هم د خپلې کوترې ...  کورو کلي هم کوترې ته د دې  د کونتون له بابته په درنه سترګه کتل... هغې د څارویو په روزنې او د چرګو، چرګوړو په پالنې د کور ګوزاره روانه کړې وه. خوارکۍ خپلې بېوځلۍ ، بې کسۍ او بېوسۍ ته دومره نه غمېده لکه څومره چې خپل بنزایي سیدو ته او د خپلې ترور لور زرکې ته خپه وه او کله بی چې د خوارکۍ تشه غېږ  لیده نو له زړه بی  یو چښتن تعالی خبر وو... یوه ورځ ورته خپلې ترور ووېلې:
کوترې لورې څه درته ووایم...؟ زرکه خوارکۍ خو تا په غم ککړه کړه... او کنه
اوکنه څه ترورې؟ له چښتن تعالی سره خو څوک منګولې نشي لګولی ما خو داسې نه وو غوښتي چې زه دې کونډه شم ، او زرکه دې بې بنیاده شي او د خوارۍ او بې وځلۍ تندر دې زموږ په سر را وولیږي... څه وکړم ترورې؟ ته ووایه!
کوترې لورې اخر زه هم یوه مور یم ، زړه لرم... ما خو زرکه ستا په سترګو سیدو ته ورکړه او کنه هر څوک  وایي  د دوی مېنه نه شنه کیږي.
ته رښتیا وایې ترورې زه بېشکه د کاڼو د ویشتو یم... زما نسیب دې خاورې شي او کسمت مې دې په اور وسوځي .
ته ژاړه مه کوترې لورې خو څه وکړم د خلکو خولې خو ګنډلی نشم...
ترورې ته اوس چپ شه لکه چې زرکه راغله د پښو څخهار یې دی... خوارکۍ وښو ته تللې وه. هو! هغه په دې خبرو خپه کیږي .
واښه مې  راوړل (له لرې نه) کوترې خور اوس یې غوا ته واچوم؟
وۍ زرکې راغلې؟ دغه دی زه درغلم  ته راشه له ترور سره مې کېنه.
مور مې راغلې ده؟
هو ډېره مخکې راغلې وه موږ په خبرو شو چای مې لا هم ورته ندی کړی.
مورې ستړې مشې.
لویه شې لورې! را نږدې شه چې چپ دې کړم... واښه دې راوړل لورې؟
هو مورې! هغه ورځ نپوهېږم غوا رانه په نهارې ؛شوتله؛ وخوړه او که ؛اخن؛ یا ؛مله؛ خدای  خبر خو ټنډه شوه...
وۍ در جار مې کړې په تا او کوترې به څونه خپګان تېر شوی وي.
دا لا څه کړې مورې له موږ دواړو نه سیدو ډېر خپه وو.
د تېر په څېرکوتره تل په زړه کې زرکې ته خپه وه خو کله چې ترور ورته کومې خبرې وکړې خپګان یې لا زیات شو او کله بی چې د چا ماشوم په زانګو کې ولید نو په زړه کې به ورتېره شوه چې کاشکې څښتن تعالی زرکې ته هم کوم اولاد ورکړی وای...
د ماشوم د آللو سندره لکه څنګه چې د کوترې په شونډو مړه وه دا رنګه د زرکې په شونډو هم دا خوبولې سندره ګونګه وه...
سیدو هم د دونیا له ناخوالو سره لاس او ګرېوان وو د کور دننه او بهر  د غمونو دروند پېټي د ده د زړه ستنې لړزولې وې د هرې ورځې په تېرېدو یې د ژوند پاڼه زېړېده ، خوب یې نه وو ،اشتیا یې ورکه وه ، خواړو ورته مزه نه ورکوله... کلیوالو به هم دا ګړنجوله چې د نورک د میراثي ناروغۍ بلا لکه چې د سیدو خوارکي په زړه هم ورننوته.
سره  د دې هم  سیدو  که له یوې خوا د دوکان چارې په مخ وړلې خو له بلې خوا یې له خپلې مېرنۍ مور سره هم مرسته کوله تل بی وزغنې یا مالوچ  خواته وو نو څرخه بی راکش کړه ؛دوک؛ بی سم کړ او په ورېسلو بی پیل وکړ کله بی چې ؛ورېسلي ریچکي؛ پوره کړل . نو بیا بی په هغه چا وپلورل چې له وزغنو بی شړۍ ،جوالونه او ټغرونه اوبدل او که بی سپڼسین تارونه ریچکي کړي وو نو بیا بی د ؛جولا؛ دوکان ته یوړل او خمتا بی ترې تیاره کړه.

زرکې به ډېر ځله چاته د دې وخت نه ورکوه چې له دې سره د اولاد په هکله خبرې اترې وکړي... دې به هر څه پخپل زړه کې اچول . خو یوه ورځ د دې  خپلې مور ورته غبرګه کړه :
زرکې لورې زه خو نن  بېوخته ځکه راغلم چې لتا سره د یوې خبرې په اړه وغږېږم
ووایه مورې!!
لورې دا سیدو لږ وپوهوه چې د ځاندوایي وکړي که خدای اولاد درکړي.
هغه پخپله پوهیږي مورې زما ویلو ته کومه اړتیا نه لیدل کيږي .
چې پوهیږي نو ولې غلی ناست دی...  دی نه ګوري چې ستا ټولې همزولې د اولادو څښتنې شوې او ته...
او زه څه مورې؟  آیا هغوی چې  د اولادونو څښتنې شوي مېړونو یې دوایي کړې ده؟
د هغوی مېړونه خو روغ رمټ دي .
خو زه به دې هم کوم روغ رمټ ته ورکړې وم . زه خو د سیدو پسې  شینګړۍ نه وم راغلې!
دا خو د کسمت خبره ده .
اولاد هم د کسمت پورې اړه لري مورې ! هره واده شوې مېرمن غواړي چې اولاد ولري .
چې داسې ده نو سیدو ولې سوټه غوښه ځای  په ځای ناست دی او...
مورې سیدو زما څه کیږي؟
هغه ستا څښتن دی..
نو که هغه زما څښتن  کیږي زه نه غواړم چې څوک دې زما څښتن ته سپکې سپورې ووایي.
لورکۍ نو تر څو به شنډه ناسته یې؟
زما خوږې مورې  په ګل خپه نشې... خو ماته ښه ښکاري چې د ځان  پت او د څښتن عزت وساتم.
وئ لورې زه خو ستا لپاره وایم  که ګوندې د اولاد څښتنه شې.
د سیدو په زړه کې یوه غوټه وه چې په پرانستلو یې نپوهېده ان خپلې مېرمنې ته یې هم په خولې نه راتلل ...  خو د لونګ اکا له ویلو نه وروسته د ده په زړه کې ګل شوې سکروټې  بیا وغوړېدې. شپه او ورځ به د چرتونو په سمندر کې لاهو وو... زرکې به لکه ماشوم هره ګړۍ  دلاسه کاوو خو د هغه پټ غم دده د زړه ماڼۍ لړزولې وه.
په دا سبا چې  خپل دوکان ته د شیانو د رانیولو لپاره د غزني بازار لاړ او د لونګ اکا په مرسته یې ډېر څېزونه دوکان ته راونیول. نو وېپتېله  چې شیان تر کچرې پورې ورسوي . لونګ اکا د نورک دیني ورور وو. د هندوستان د سفر خوږې او ترخې  یې یو ځای  ګاللې وې. نو ځکه د ده خواخوږي  له سیدو سره ډېره وه . نو بیا یې بوجۍ په شا راوړله او د کچرې په لوروخوځېد... سیدو ته ښه ښکاره نشوه چې هسې ولاړ وي نو په ځونډي یې غږ کړ:
ځونډیه دا بله بوجۍ را پورته کړه!
د څه لپاره ؟ دا ډېره درنه ده ... اوس  دستي مې پلار را رسیږي، ته یې وړلی نشې.
نانا وړلی شم... ته یو ځل دا د لونګ اکا لکړه راکړه...
ګوره ژوبل به شې ... هسې هم زېړ پېړ یې او هغه بله ورځ له مریضئ نه راجګ شوی یې.
ځونډیه اندېښنه مکړه یو ځل یې ته راپورته کړه چې زه په پښو ودریږم بیا یې وړلی شم .
خیر نو ډېر زور په لکړه وکړه چې ملا ته دې زور ونه رسیږي ... هو رښتیا که دې وس ونرسېد بوجۍ وغورځوه.
ښه زور کړه ځونډیه وایم زور... دا دی په لکړه مې زورکړ.
څنګه پورته کېدلی شې؟ ګوره چې لکړه ماته نشي .
اخ مړ شوم لکه چې د لکړې دړه مې په زړه کې ښخه شوه... ځونډیه زر مې پورته کړه.
پداسې حال کې چې بوجۍ په سیدو پرته وه او د لکړې تېرې دړې  د هغه د زړه دونیا دړې وړې کړې وه خو د خلکو په مرسته بیا هم  را پورته شو او تر تبیب پورې ورسول شو خو کومه ګټه یې ونکړه. ولې لونګ اکا چې زړه یې له ژړا نه ډک  وتش کېده د زېړي مازدیګر وړانګې لا د غرو په څوکو ښکارېدې چې سیدو یې کلي ته را ورسوه. خو خوارکی د دم او قدم نه وو یوازې  دومره یې وکولی شو چې زرکې ته د وروستۍ بښنې په توګه دومره ووایي:
زرکې زه مرم خو... خو ووایه چې مور مې چېرته ده؟
هغه خو د تاویز لپاره هغه بر کلي ته تللې ده... نپوهېږم چې لا تر اوسه ولې رانغله؟
خیر نو ته مې خبر واوره.
وایم د مرګ خبرې مکوه سیدو!ته خو زما د ژوند یوازینۍ هیله یې... زه نور څوک لرم.
هیله کوم  زرکې چې وروستۍ خبرې مې واورې... او په غور یې واورې...
ووایه څه وایې سیدو خو د مرګ خبرې دې راته مه کوه...
زرکې! زه درته وایم... او هغه دا چې ... ؛ما وبښه؛.

کله چې سیدو مړ شو، د ده د ښخېدو بندوبست ونیول شو او بیا د کلي ملا صاحب هغه ولمبوه... خو مخکې له دې چې دی قبر ته وسپاري د خلکو په مینځ کې پسپسکې شروع شوې ، هر یو به یو بل ته په غوږ کې بونګېدل ، څوک به چې خبر نه وو نو بل ته به ورکوږ شو څه خبره ده...؟
د جنازې له لمانځه وروسته یو ځای او بل ځای نارې شوې وا سړوکېنئ چې ملا صاحب تاسو ته کومه مهمه خبره کوي... بیا به چا نارې کړې ملاصاحب دې خپله خبره د قبر په سر وکړي . چا به ووېل: نا همدا اوس...
له دغو خبرو وروسته ملاصاحب داسې ښکارېده لکه چې له کومې لوې معجزې سره مخامخ شوی وي. نو بیا له ځایه پاڅېدپه ږیره یې لاس کش کړ کلیوالو ته یې مخ ورواړوه په لوړ اواز  یې  ووېل:
مسلمانانو وروڼو! زما د غاړه خلاصه وي ... ټول کلیوال یې واورئ... او د زړه په غوږو یې واورئ !!! او هغه دا چې : 

زرکه  پېغله ده

 
بېرته شاته