لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
10.01.2018 ارواښاد عبدالروف قتيل خوږیاڼی 22.12.2017 د ښاغلي ميوند قرار شعرونه 22.12.2017 د ښاغلي عرفان الله بیدار شعرونه 30.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 20.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه
 
د ځنګل باچا څوك دى ؟
لیکوال: سليم سليمان   نېټه: 05.03.2009   خپرونکئ:   سمسور  

كله چې پړانګ پرګيدړ حمله وكړه، ګيدړ چيغې كړې:  ته  د ځنګل پر پاچا باندې څنګه د يرغل زړۀ كوې؟
پړانګ په تعجب ورته وكتل، ويې ويل: چټې مه غږېږه، ته چا پاچا كړى يې!
ګيدړ ورته وويل: كه يې نه منې، دا ګز او دا ميدان، راځه راسره لاړشه، په خپلو سترګو وګوره چې حيوانات رانه څومره وېرېږي!
پړانګ ورسره روان شو. ګيدړ مخكې و
او دى ورپسې. چې څه لاره لاړل د هوسيو يوه ډله په مخه ورغله. هوسيو چې په پړانګ سترګې ولګېدې، منډې يې كړې، په ځنګل كې پټې شوې. لږ وروسته د بيزوګانو يوه ډله راښكاره شوه. بيزوګانو هم چې د ګيدړ تر شا پړانګ وليد، منډه يې كړه. دغه وخت ګيدړ پړانګ ته مخ واړاوۀ، ورته ويې ويل: څنګه دا دوه مثاله بس دي او كه نور مثالونه هم غواړې؟
پړانګ ورته وويل: زۀ ډېره بخښنه غواړم چې ستا له پاچا كېدو خبر نه وم. بل دليل ته هيڅ ضرورت نه شته. ته پاچا يې او مونږ دې صاحب رعيت يوو!

 
بېرته شاته