لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
10.01.2018 ارواښاد عبدالروف قتيل خوږیاڼی 22.12.2017 د ښاغلي ميوند قرار شعرونه 22.12.2017 د ښاغلي عرفان الله بیدار شعرونه 30.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 20.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه
 
ماشومان
لیکوال: حفیظ الله خالد   نېټه: 23.02.2009   خپرونکئ:   حفیظ الله خالد  

زموږهیــــلۍ مـاشـومان دي
دوي د دی خاوری بچیان دي             د راتلونکي شاه زلمیان دي
ټیت یی مه بولۍ په سترګو
د وطــــن د بـڼ ګـــلان دي              د ســبا ورځــی مشران دي

پوهه زده کړه د دوي حق دی 
نـجونــی یا کــه  هلکان دي
په پوهنه يی سمبال کړي
د خپل خاوری وارثان دي
ټیت یی مه بولي په سترګو
 د وطــن د بــــڼ  ګـلان دي           د سبا ورځـــی مشران دي

نن په ټولو باندی فرض دی
که مشران او یا کشران دي
چه تعلیم ور باندی وکړي
دوي د خاوری معماران دي
ټیټ یی مه بولي په سترګو
د وطـــن د بـــــڼ ګلان دي          د سبا ورځـــی مشران دي

نن که موږ ته ماشومان دي
سبا میندۍ بـابـا ګـــان دي
ماهــران او عالما ن دي 
ټیټ یی مه بولي به سترګو
د وطــن د بـــڼ ګـــلان دي          د سبا ورځی مشران دي

کوچنیان کرکه لرې جنګ نه

د جنـــګونو قـــربانیان               د جګړوسره دوي وران دي
دوی د سولی قاصدان دي 
دوی د پوهی پتنګان دي

 
بېرته شاته