لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
لغمان د اطلاعاتو کلتور رياست د گل پاچا الفت د زوکړې 100مه کليزه نمانځي
لیکوال: سمسور   نېټه: 08.02.2009   خپرونکئ:   سمسور  

دلغمان ولايت داطلاعاتو كلتور درياست په پام کې لري، چې د دوشنبې په ورځ د2009 د فبروري په 9، چې د 1387 دسلواغې له 20 نېټې سره سمون خوري سهار نهه بجې دلغمان ولايت د مهترلام په ښار کې د نامتو ليكوال، شاعر او ټولنپوه گل پاچا الفت دزوکړې 100مه کليزه دځانگړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځي دمراسمو په ترڅ کې به دمهترلام دښار يو څلور لارى دگل پاچا الفت په نوم پرانستل شي په دغه څلور لارې کې يو منار جوړ شوى، چې په کې دوه شمعې او يو كتاب انځور دى دلغمان داطلاعاتو كلتور رياست او دنوموړي ولايت په وړانديز او د اطلاعاتو كلتور د وزارت په منظورۍ دگل پاچا الفت مزار په نوې بڼه جوړ شوى، چې دا به هم ځانگړو مراسمو سره پرانستل شي.
مينه وال کولاى شي په نوموړې غونډه کې برخه واخلي او يا خپلې ليكنې دلغمان داطلاعاتو كلتور رييس ښاغلي عبدالوكيل اټک ته وروليږي.
گرځنده: 700606606 - 0093 يا
qadirandiwel@yahoo.com

 
بېرته شاته