لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
بې ځایه غرور
لیکوال: علم ګل سحر   نېټه: 05.02.2009   خپرونکئ:   علم ګل سحر  
په پخوا زمانو کې غوایان هم لکه نور صحرایي حیوانات په ځنګلونو کې اوسیدل ، د اوس غوندې به یې قلبه نه ورباندې کولې او ازاد به ګرځیدل.
د ورځو نه یوه ورځ د سیل او ساعتیري لپاره له ځنګله راووت ، یوه نږدې کلي ته ولاړ.
دکلي خواته یو خر په مخه ورغی ، خر ډیر ډنګر او په بد حال و . غویی د خره دې حالت حیران کړ پوښتنه یې ترې وکړه:
-        ولې داسې ډنګر او په بد حال یې؟
خره سوړ اسویلی له خولې وایست ویې ویل :
-        هی هی مه مې پوښته که ما وپوښتې ته به وتښتې ، زما له حاله دې خدای مه خبروه.
غویی نور هم حیران شو بیا یې وپوښتل :
-        زړه مې درباندې وسوځیده ،څه خبره ده ولې داسې یې؟
خره په خواشینۍ وویل:
-        انسان په ما باندې هره ورځ بارونه وړي ، چې بار نه وي له بل خره سره مې تړي او ځمکه راباندې شدیاره کوي.
      غوایي چې د خره خبرې واوریدې هک حیران شو . له ځانه سره یې وویل دا انسان څومره زوره ور دی چې په دې خره خوارکي دومره ظلم کوي . بیرته یې خره ته مخ ور واړاوو ویې ویل:
-        دا انسان نو څه شی دی ، مخ ته شه ما ته یې را وښیه .
      خر او غویی دواړه د کلي په لوري روان شول د کلي په خواکې یوه بزګر په کرونده کې کار کاوو . خره غوایي ته وویل :
- دغه انسان دی چې په موږ دومره زیات کارونه کوي.
غوایي چې انسان ولید په غرور سره یې خره ته وویل:
-        تاسې خره څومره بې غیرته یاست چې دا کمزوری انسان پر تاسې ظلم کوي او تاسې یې امرونه منی.
 
 
 
غویی مخامخ بزګر ته ورغی ورته ویې ویل :
-        ته ولې په دغو خرو خوارانو دومره ظلم کوې او درانده بارونه پرې وړې.
بزګر ورته وویل:
-        بس نو دا د دنیا ژوند دی ، خر خدای (ج) د همدغو کارونو لپاره پیدا کړی دی ، موږ په خرو بارونه وړو او خرو ته واښه او خوراک برابروواو ساتو یې.
غوایي د بزګر خبرې نه منلې په قار قار یې ورته کتل . وروسته یې ورته وویل:
-        ته چې دومره زورور ځان ته وایې له ماسره زور وازمایه.
بزګر وخندل ویې ویل:
- زه انسان یم ته حیوان زما اوستا زور خدای نه دی یو کړی زور ازمایي ته اړتیا نشته.
غوایي دبزګر خبره نه منله ، په غوصه یې وویل:
-        نه نه له ماسره زور وازمایه ، که ته زوره ور شوې زه هم ستا تابع کیږم او که زه زوره ور شوم ، نو خر به آزاد پریږدې او کار به نه پرې کوې.
       غوایي ځواب ته ونه کتل خپل غټ غټ ښکرونه یې بزګر ته اړم کړل ، خو بزګر یې ښکرونه ونیول ، پخپل قوت سره یې غویی په ځمکه را څملاوو ، غویی له کاره ولویده .
بزګر رسۍ را واخیسته د غوایي تر ښکرو یې را تاو کړه ، غویی یې ټینګ وتاړه .
له هغې ورځې وروسته غویی د ځنګله له اسوده او آزاد ژونده بې برخې شو .
 
 
                                       ۲۳/ ۶/ ۱۳۷۷

                                   کابل- څارندوی مینه

 
بېرته شاته