لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د پويان منصوري چيغې يا د وينې او مينې انځور ګري
لیکوال: پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار   نېټه: 23.11.2008   خپرونکئ:    

څه ناڅه نيمه پېړۍ اوړي چې د پروان له ګلکڅونو څخه د دغه خوږ غږي چوڼي ساندو او سندرو  سره اړخونه بدل کړي، خو ترڅو چې يې ترې له را کډوالېدو سره ((منصوري چيغې)) جوړې کړې نه وې، تر ما پورې يې له اندو خونده ډېر مينه وال بې برخې پاتې ول.
 که څه هم د ده زوکړه د موسهي غوندې په يوه ښېرازه دينپاله او فرهنګپاله سيمه کې شوې، خو په هماغه وړکينه کې له خپلې کورنۍ سره د چاريکارو بايانو ته لېږدېدلی، همدغلته را لوی شوی دی او لوړې لاڅه چې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې هم په مورنۍ ژبه نه دي ترسره کړې.  لرو بر بايان هم پر پښتوژبيو او پارسي ژبيو ويشل شوي  او  ورڅېرمه ګاونډيان سيد خېل که له اَره او سېلمې پښتو ژبي هم دي، خو پښتو يې، لکه د کوهستان د ساپيو د هغې په څېر ترې لاس پر لستوڼي پارسۍ له ښايسته  ډېر مهاله ((کنډيباغي)) کړې ده او نوي پښت خو يې ګرد سره يوژبی شوی برېښي.
په دې توګه ښايي د ډاکترې شريفې شريف او څه ناڅه ډاکتر جنيد شريف ترڅنګ پويان صاحب د هغې سيمې له استثنايي دوه ژبيو شاعرانو او ليکوالو څخه وګڼل شي.
په هر ډول  زموږ پوخ او پوخمنګی دوه ژبيز شاعر او داستان ليکونکی، که په هېواد کې څه ناڅه له يو راز غبرګ ژبني- فرهنګي چاپېرياله برخمن وو، په اوسنۍ جلاوطنۍ کې، ګومان نه کوم، له ګران مفتاح الدين ساپیاو يو نيم بل ليکوال پرته نور څوک خوالګر ولري. بياهم، دغلته يې له نويو او رنګينو بېلګو څخه  پوره جوتېږي چې د پروان د ارغوانو او غاټولو غوندې يې شاعرانه انځورونو د هالينډ له نړيوال نوميولاله زارونو هم د ورته وينې او مينې رنګ اخېستی دی !
 کېدای شي، يو نيم سختچاری کره کتونکی يې ډېری شعرونه له ژب- ښکلاييز پلوه دومره لوړ و نه ارزوي، خو  ژب- انديز اړخ يې دومره پوخ و پياوړی دی چې ډېر بې پيغامه هنري هغه ورسره د سيالۍ جوګه کېدای نه شي. پويان  په ټوله پاکزړۍ او  رښتينولۍ د ساده ژبې او انځورونو په  هېنداره کې له خپلو پاکو سپېڅلو او مينه وړو ولولو سره د خپل هېوادوال او بيا هر انسان دردونه او ارمانونه سره غاړه غړۍ کړي اوراځلولي دي.
 زه باور لرم چې هر پورژلی هېواد وال به پکې د خپلې خوښې او خورمنځ ډېر څه و مومي او په هم دې مينه او ولوله به يې له لوستلو او اورېدلو خوند و اغېز واخلي.
ما خو يې  ټول ((دېوان)) سر تر پايه په خوند خوند ولوست او ټولو شعرونو يې پر زړه منګولې راولګولې، مګر ازادو او  سپينو هغو يې په ځانګړي ډول. له همدې لامله يې دا يوه  ښکلې بېلګه له نورو مينه والو سره شريکوم:
چې بالښت يې د تاووس له بڼو جوړ وي
 او بړستن يې د سمورو له پوټکو...
  په څه توګه به د کبر لور اګاه شي
   چې خواران او بېوزلان زموږ د کلي
    - د طالب اد مجاهد په واکمنۍ کې-
     د ځوځانو، مارکونډو له پاسه خوب کا!
د خپل مهال و چاپېريال د وينې او مينې د ژمن او هڅاند شاعر، منلي عنايت اله پويان  د لا  رنګينو او زړه راکښونکو شعري او ادبي پنځونو په هيله!
  په ګرده پښتني ـ افغاني مينه

 
بېرته شاته