لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
اول به کله کله غم و
لیکوال: نورالحق حداد   نېټه: 03.02.2009   خپرونکئ:   سمسور  

پورته تګ د محبت او مينې په وزرونو کېږي

درنو لوستونکو هارون پاچا ؛ خو تاسې  پېژنۍ، هغه څوک دي، چې د خوږې او مستې پښتو په وجود کې يې په خپل خواږه او جادوګر اواز د ژوند يوه داسې سا پو کړه، چې تر اخري منزله به پرې د خپلو ملګرو لارويانو سره پل په پل روانه وي.
هارون  پاچا د خپل اواز او انداز په څېر ښکلي دي، نوموړي له  يوې درنې کورنۍ سره تړاو لري او د هغو شمېرلو کسانو په ډله کې دي کومو، چې دا خبره د خلکو له زړونو و ايستله، چې ګنې هنر او موسيقي په ټولنه کې د يو شمېر خاصو خلکو کار دي.
د مينې يو تن خواخوږي حداد وکړاي شو، چې دسندرو تر دې پاچا ځان ورسوي او خبرې يې تر تاسې  راوړي.
راځئ، ويې لولو
اداره
 
مينه _ هارون صيب!  زما له پو ښتنو نه مخکې که د مينې لوستونکو ته څه ويل غواړې مهرباني وکړه.
پاچا -  نوم ؛ خو مې تاسې مخکې ياد کړ هارون پاچا يم، پېښور سره نېږدې د صوا بۍ په پنجپير کلې کې په ١٩٧٢ کال کې پيدا شوي يم،  تر اتم ټولګي پورې تعليم مې په خپل کلي کې کړي دي، لسم مې په پېښور کې وکړ او بيا مې پېښور پوهنتون کې د سلوشن ورک په نامه يو مضمون کې د استادۍ سند واخېسته، روسته مې په يو شمېر دولتي او نادولتي  ادارو کې دندې تر سره کړې، اوس مې دغه کارونه پرې ايښي او خپل کاروبار مې په پاکستان او افغانسان کې روان کړي.
مينه - مننه پاچا  صيب ډېرې خبرې له ما پاتې شوې وي، که راته و وايې، چې څنګه دې دنغمو نړۍ ته مخه شوه؟
پاچا- ښکلي او خوږ اواز د خداي پاک ورکړه ده، په سکول يا کالج کې به مې تلاوت، نعتونه او ترانې په ډېره مينه ويلې ؛ خو کله، چې ايډوډکالج ته لاړم هلته د زده کونکو لپاره تبله، ارمونه،رباب اود موسيقۍ نور الات موجود وو،  زه به ورتلم ځنې سندرې به مې ورسره زمزمه کولې بيا زما يو استاد و، چې  د ټي وي ډرامو هېرو پاتې شوې هغه زما اواز خوښ کړ، زه يې له ځانه سره ټيوي ته يوړم ؛ خو زما په زړه کې ډېره وېره وه ځکه پښتانه موسيقۍ ته راتله ښه نه ګڼي اوس که څه هم دغه دريځ ډېر نرم شوي ډېر تعليم افته ځوانان موسيقۍ ته راغله،  مګر زما کورنۍ يوه سياسي او مذهبي کورنۍده  د نورو په پرتله ما سره دا وېره ډېره وه،چې څه چلند به راسره کېږي، ولې بيا هم د خپلې کورنۍ ډېره شکريه ادا کوم ماته يې هيڅ خنډ پيدا نه کړ او د هغې وجه دا وه، چې زه چېرې هم په خپلو سبقونوکې پاتې نه وم راغلي او په دې مې خپله کورنۍ ډاډه کړې وه، چې موسيقي به زما په سبقونو منفي اغېزه نه کوي نو اجازه يې راکړه او په ١٩٩٥ کال ما په ټيليويژن  کې سندره ريکاډ کړه.
مينه: اوس هم کله نا کله ټي وي ته ورځې که څنګه؟
پاچا: ولې نه،  چې څه پروګرام وي ما خبروي ورځم.
مينه: هارون صيب ستاسې ددې دومره شهرت لاملونه څه دي؟
پاچا:دا ډېر لاملونه دي،چې يوسړي ته ځانګړي مقام ورکوي ؛ خوما، چې څومره احساس کړې هغه موسيقۍ سره زما بې حده مينه ده، زما د کورنۍ د غړو، استادانو، او ملګرو تشويق او همکاري وه، چې دې مقام ته يې ورسولم.
مينه:ډېر خلک ددې سوالونو ځواب غواړي، چې ولې ستاسې کېسټې کمې راځي او بله دا، چې ولې مو تر دې دمه کوم سندر غاړي يا سندر غاړې سره ګډې سندرې نه دي ويلي؟

پاچا: داد پښتو مشهور متل دي وايي(،چې ډېر شي نو ګنډېر شي) خپله ددې طرفدار نه يم چې څومره کېسټې مې برابرې کړې،  ددې ډېر پلوي يم،  چې څنګه کېسټې مې کړي ؛ خو بيا مې هم د کېسټو شمېر پنځه ويشتو ته رسېدلي،  پاتې شوه د ګډو سندرو خبره نو ښځينه سندرغاړو سره ګډ واليوم نه زه خوښوم،  نه يې زما کورنۍ طرفداره ده اونه ملګري، خيال محمد استاد سره مې ګډې ټپې کړي، چې هغه زه خپل افتخار ګڼم.
مينه: د خپلو هنري سفرونو په اړه دې راته څه و نه ويل؟
پاچا: تا پوښتنه نه ده کړې ما به څه ويلي وي..( په خندا) ولې نه بهر ملکونو ته تللي يم لکه امريکه شوه دوبۍ عربي عماراتو ته اوه اته ځلې تللي يم، قطر ته تللي يم.
مينه: ډېر مينوال مو په کوم ځاي کې دي؟
پاچا: په کوم ځاي کې، چې پښتانه اوسېږي.
مينه: دکومو شاعرانو شعرونه مو ډېر خوښ دي؟
پاچا: کوشش کوم، چې د هريو ښه شاعر غزلې واخلم؛ خو رحمان بابا، خوشال بابا، حميد بابا، غني خان، حمزه بابا، شمس القمراو سايل مې ډېر خوښ دي.
مينه: اوس په موسيقۍ کې ځان څنګه احساسوئ؟
پاچا:ډېر په موسيقۍ کې خوښ يم او کوشش مې دا دي، چې خپلو مينوالو ته ښې، ښې کېسټې وړاندې کړم.
مينه: هارون صيب کوم ډول موسيقي ډېره خوښوئ؟
پاچا: سوچه پښتو موسيقي مې خوښه ده هغه، چې له پخوا نه يې موږ اورو لکه عبدالله جان استاد، خيال محمد استاد، شاولي استاد په ښځو کې ګلنار بيګم، کشور سلطان دوي پښتو ته ډېر خدمت کړي زه کوشش کوم چې په موسيقۍ کې نوي رنګونه را پيدا کړم.
مينه: څنګه کولي شو پښتو موسيقي وړاندې بوځو او په خلکو يې و پېژنو؟
پاچا: دا کار  هغه وخت کېدو والا دي، چې په عوامو کې تعليم دود شي او حکومت ورته توجو وکړي؛ نو بيا به پښتو موسيقۍ خلک واوري او وبه يې پېژني.
مينه: هغه وخت، چې لر او بر پښتانه هنر مندان سره يوځاي شو( د هجرت په دور کې) په پښتو موسيقۍ باندې يې څه مثبتې اغېزې وکړې؟
پاچا: کله چې د افغانستان هنر مندان دلته پېښور ته راغله؛  نو د پښتو موسيقۍ ملا وتړل شوه يو نوي رنګ يې پيدا کړ.
مينه: په پښتو شاعرۍ کې ډېر صنفونه دي لکه غزل، چاربيته، لوبه، ټپه ستاسې کوم يو خوښېږي؟
پاچا: دا تاسې چې کوم صنفونه ياد کړه دا هريو په خپل ځاي ډېر ښکلي دي ؛ خو ټپه د پښتو هغه صنف دي، چې خداي پاک صرف په پښتو لورولې،  ماته يې هغه وخت زور مالوم شو کله، چې ماورته په ١٩٩٨ کال کې يو نوي رنګ ورکړ، هغه کېسټ( غونچکونه) نومېده طرز داسې و( اول به کله کله غم و....)؛  نو ټپه ډېر اورېدونکي لري زما ډېره خوښه ده.
مينه:  دلته د ځينو هنرمندانو لخواغوښتنه  شوې وه، چې د پښتو موسيقۍ ته بايد يوه اکاډمي جوړه شي...هغه څنګه شوه؟
 پاچا: زه ترې مالومات نه لرم ؛ خو بايد، چې جوړه شي ځکه ځوان نسل تل غواړي، چې زده کړه وکړي دا ډېره ښه ده، د حکومت مرسته پکار ده، بايدد حکومت  له اړخه دې خبري ته توجو وشي.
مينه: د نغمو له نړۍ نه به رابهر شو په دنيا کې قسم قسم خلک اوسېږي،  څوک يو څه سره مينه لري څوک بل... تاسې ډېره مينه څه شي سره لرئ؟
پاچا: زما مينه د همدې شوق سره ده کوم، چې ما روان کړي.
مينه: نوره وضعه دې څنګه ده؟
پاچا: درميانه شان ده،  ښه پکې خوشاله يم.
مينه: مصروفيت دې ډېر دي که سهولت؟
پاچا: نن سبا مې مصروفيت ډېر دي د کور کارونه، موسيقي او نور مې هم دوه سوه غمه په سر دي.
مينه:افغانستان ته د تګ خبره... تلاي شې که نه؟
پاچا: وايې اغيار چې د دوزخ ژبه ده + زه به جنت ته د پښتو سره ځم، افغانستان مې خپل کور دي هېڅوک مې ترې نه شي منعه کولاي.
مينه: پښتنو ته څه پېغام لرې؟
پاچا: پښتنو ته مې دا پېعام دي،چې د مينې او ورورۍ لاسونه ورکړئ، نن سبا بره تګ د محبت او مينې په وزرونو کيږي.
مينه: ډېره مننه هارون پاچا صيب زه درنه ځم....
پاچا: نه يار!  قسم دي که لاړ شې،  چاي کاوه به راسره خامخا څکې....

 
بېرته شاته