لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
پوهنتون
لیکوال: ارش ننګيال   نېټه: 03.02.2009   خپرونکئ:   ارش ننګيال  

کله کله انسان ته په نا خودآګاه ډول د راروانې پېښې د پېښېدو الهام هم کيږي.په افغانستان کې خوداډول احساس هرکس ته پيدا کيږي.
خو زه په دې نه پوهېږم چې د کوم نېک عمل په بدل کې الله پاک را سره داډول احسان وکړ؟
د کا بل پوهنتون د شپې پوهنځي د انګليسي ادبياتوپه دريم سمسترکې مې تحصيل کاو، په ډېره مينه به پو هنتون ته تلم، خو اى کاش چې تر پايه مې رسولى واى.
په مني کې بيا پو هنتون ته ورتک څه اسانه کار نه و، بس د زړه وينې خوړل و. د ماښام شپږبجې به رخصت شو، څو چې به کورونوته رسېدلو اوه نيمې اته بجې به وې.
که له يوې خوا د نړۍ ټول پوځيان د افغا نستان د کرارۍ لپاره راغلي ول خو خلک ان په خپلو کورونو کې هم خوندي نه ول، ايا په داسې شرايطو کې تر نيمې شپې پورې په ښاراو کوڅو کې د يوې جينۍ ګرځېدل د وېرې خبره نه وه؟ څو چې به کورته رسېدم نه به زما په څېره کې سرخي پاتې وه او نه به د کورپه غړو کې، اخير تعليم مې کاو.
که څه هم چې موږد نا وخته رسېدو ستونزه يو څه حل کړې وه، خو افغانستان نه هم د ټګانو ښار جوړدى، سړى حيران پاتې کيږي چې په چا باور وکړي.
د هرې سيمې محصلينوپه ډلييزډول موټرونه په کرايي نيولي ول، سهاربه يې پوهنتون ته رسولو او ماښام به يې بېرته کورته بېولو. خو داسې بلا ډېر کېدل چې موږ به په تمه او دوى به بېغمه ول، سبا به يې انې بانې کولې. يو ماښام د تېر په څېر ترنا وخته پورې ورته په تمه ووخوهېڅ درک يې مالوم نه شو، نا وخته په دې شوه چې ځينو محصلينو د لارې د بندېدو خبرې کولې . کابل کې چې يو عادي مامورهم چېرته ورځي  سړکونه ورته پوره يو ساعت تش وي.
کله چې د موټر له راتګ نه نا هلې شولو نو څلوروجينکوچې کورونه موپه يوې لارې پراته و، يوټکسي موټر په کرايه کړ او کورونو ته روان شولو.
له عمومي سړک نه زموږ کورته د پښو پنځلس دقيقې لاره وه، موټرنه ځکه راښکته شوم چې زموږ د همَصنفۍ کوريو څه لرې و، ددې لپاره خو يې ان له سترګو اوښکې راغلې چې له کلي نه يې ميلمانه راغلي ول .هغه له خپلو خپلوانو نه پټه پوهنتون ته راتله.
زړه نا زړه موټر نه ښکته شوم، اسمان خړو ورېځوپوښلى و، سخته تياره وه يو، يو څاڅکى بارن هم په ورېدو، د سړک د غاړې هټۍ هم تړل شوې وې، ګړندۍ روانه وم. کله ‌به مې له وېرې نه شاته هم کتل او کله مخ ته، نه مې غوِښتل چې د خپلو پښوترپا واورم. په سړک به يو يو موټرهم تېرېده، خو زه د کورونوسيوريوته روانه وم ما وې چې چاته ښکاره نه شم.
د کابل د موټروالاو يو بد عادت دادى، کله چې کومه جينۍ د سړک په غاړه روانه او يا ولاړه وي نو هر موټروان ورته په خپل وار موټر ودروي، دا کارله سړيتوب نه، نه کوي،بلکې دا د هغوى سپک نظروي.
نه پوهېږم چې په کوموسوچونو کې روانه وم، يو وړوکى موټر مې له څنګ نه په ډېرې تېزۍ سره تېرشو.خو لږوړاندې يې سخت بريک وواهه او بېرته شاته راغى، له وېرې ځاى پرځاى ودرېدم، موټر زما ترڅنګ ودرېد، څلورهلکان ترې په بيړه راښکته شول او زما خواته يې رامنډې کړې، پښې مې سستې شوې، په سترګو مې تياره شوه او په ځمکه ولوېدم ولوېدم، څو چې په ځان خبرېدم د بوجۍ په څېرڅه يې را په سر کړل اوموټر ته يې پورته کړم، په ډېرې سختۍ مې سا اخيسته،موټرګړندى روان شو، هغوى په ټليفون کې يې څه ويل، خوزه داسې وم لکه خوب چې وينم، غږ مې نه پورته کېده، ژبه مې په ستوني کې وچه وه، لاسونه او پښې مې بې دمه ول، همدا چې موټر ودرېد زما زړه هم ور سره ودرېد.
اوبو مې په سترګو رڼا کړه، سترګې چې مې لوڅې کړې په سپين چت کې راته ګلان ښکاره شول. په بيړه له ځايه پورته شوم مخ ته راته دنګ پکولي زلمى چې په لاس کې يې د معدني اوبو بوتل نيولى وولاړ و.سر مې نه شو ټينګولى ګنګسه وم، زلمي سره چې سترګه په سترګه شوم مسک شو، مخامخ راته کيناست.
- څنګه يې نغمې؟
له دې سره مې په چغو شروع وکړه. د زلمي له ودرېدو سره مې له پښو را کلک کړ، بوټونه مې ورته ښکل کړل، زارۍ مې ورته وکړې.
- خداى ته وګوره ورور جانه، ما پرېده عذر درته کوم ورورجانه، پښې دې ښکلوم، ته زما مشر وروريې.
ما زارۍ کولې او زلمي رډې، رډې را کتل، يو دم يې چيغه کړه.
- بس بس ستا ورور دې مړشي بس.
له همدې سره يې د دل اغا چيغې پيل کړې . د زلمي له نارو سره زمآ ژړا په سلګو بدله شوه، ټول وجود مې په خپل اختيارنه و، ټوله رپېدم. دل آغا په منډه خونې ته راننووت، زلمي په قهر ورته وويل:
- موټر چا لان که !
خودل آغا کله ما او کله زلمي ته کتل، چې دې وخت کې يې بيا پرې غږ کړ.
- د ليوني بچيه تا ته وايم.
دل آغا په منډه له خونې ووت.
زلمي هلک زماچپټرونه او دستکول راپورته کړل زه يې له لاسه ونيولم، ژر مې ترې لاس راکش کړ او خپله پورته شوم، زلمى مخکې او زۀ ور پسې شوم، د باندې کوڅې کې کرولا موټر ولاړو، دوه کسه مخکې، زۀ او زلمى شاته سيټ کې کيناستلواو موټر حرکت وکړ، زلمي په کراره وويل:
- کور مو چېرته دى؟
غوښتل مې چې ځواب ورکړم، خو خبره مې له خولې نه راوته، په قهر يې راته ووې:
- تا ته وايم کور دې چېرته دى؟
په بنده، بنده ژبه مې ورته وويل:
- ده.. ده.. ده غه.. غه.. فورنديم(غفورنديم) ښوښوښونځي څه څنګه ته.
زلمي په خندا وويل:
- ښه ته خو بيا زموږګا ونډۍ يې .
له لږې شېبې چوپتيا نه وروسته موټر ودرېد.
-همدا ځاى دى؟
په بيړه مې شاوخواته وکتل چې خپل کور مې تر سترګو شو.
-هو هوهمدا ځاى دى.
زلمي رډې رډې راوکتل، سترګې يې سرې، سرې وې، د لمړي ځل لپاره مې ورته څېره لږڅه سمه وليده، غوښتل مې چې له موټر نه ښکته شم .چې نا څاپه يې له لاسه ونيولم، په کراره يې راته وويل:
- ته پوهېږې چې ستا د سر ويښتو په اندازه مې مرګونه کړي او تا غوندې جينکو باندې مې څو، څو شپې تېرې کړي، خو تر اوسه مې په هيچا هم زړه نه دى دردېدلى، خو تا راته ورور وويل ستا په څېر زه هم يوه ګلالۍخور لرم، ځکه مې رکه روغه خپل کورته راوستې. خو که چاته دې څه ويلي وبيا نوخپله خورهم نه پېژنم، ځه په مخه دې ښه.
ژر له مو ټر نه ښکته شوم، خو له ياده مې ووتل چې مننه ترې وکړم.
٢٠٠٩-١-٥
کابل

 
بېرته شاته