لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
دا زما د ژوند کيسه ده
لیکوال: سردارولي څرک   نېټه: 24.01.2009   خپرونکئ:   سمسور  

څه بايلل دي څه ګټل دي
زندګي تلل او راتلل دي
د دې دوه شېبو ژوندون نه
يوه نوره غلا كول دي

د ديارلس سوه دوه شپېتم كال د وري ۱ مه وه چې زما په ژړا دمرحوم سيدعلي د كاله خاموشي ماته شوه، او د ((وغ وغ)) نارو مې ټول كور په سر واخيست، خو مور، نيا او پلار مې له خوښۍ په جامو كې نه ځايېدل، د ملا صاحب راته په غوږ كې اذان كول، نوم ايښودل او ... هغه خبرې دي چې كلونه وروسته به مې د كورنۍ غړو راته كولې.
د ((وغ وغ)) له حالته را ووتم، خاپوړې مې پيل كړې او په نيمه ژبه، به مې د كور غړي يادول، ټوله ورځ به مې د مور غېږه كې لوبې كولې او د مازيګر په خړه كې به مې چې پلار ستړى له كاره راغى نو خپله سينه به يې راته د لوبو ميدان وګرځوله، د غمونو او كړاونو په دې نړۍ كه زه يو بې تاجه پاچا وم، نه مې د شرق پروا وه نه د غرب، شپې به مې مور د پلار د مزدورۍ له لاسه چاودلو ګوتو ته د خپل ټيكري له پيڅكو كڅوړې جوړولې، خو زه به د خپلې سرشارۍ  په اس سپور وم. په دې نه وم چې پلار مې ټوله ورځ د ژمې په سړه هوا او د اوړي په تاوده او سوزونكي لمر كې څنګه څو پوړيزه ودانيو ته ټاټكي پورته كړي وي.  له دې هم خبر نه وم چې نن مې پلار ته كار پيدا شوى و، كه نه؟    
ما لا د ژوند دريم سپرلى نه وليدلى چې په موږ د نورو افغانانو په شان د خپل كاله زمكه سره شوه او اړ شو ترڅو پېښور ه ته ګډه شو. چې لومړى مو  شين ډنډ او وروسته په شمشتو كمپ كې واړول.
د شمشتو په هغه سره ډاګ او ترخېمو لاندې اوسېدنې مو د ژوند شېبې پسې لا سختې كړې ځكه دا هغه مهال و چې خلك تازه دې كمپ ته راغلي و كورونه نه وو ودان شوي، ونې او بوټې نه وو، او يوه طبعي ستونزه چې خلك ورسره لاس او ګريوان وو هغه د هغې سميې زورور بادونه او جكړ و چې په را الوتلو سره به يې په ټول كمپ كې شور او زوږ پيل كړ او د خلكو خېمې، څپرې او... به يې له سره په هوا كړې چې په دې ډله كې موږ هم راتللو او بل  دكارو بار څه درك هم نه لګېده، خو ځه! هرڅه چې و  پرما يې څه، لكه مخكې مې چې وويل پلار مې ژوندى وو او زه ....
شپې ورځې تېرېدې  ما هم د خاپوړو پر ځا قدمونه اخيستل او د ژوندانه د دې ستړې لوبې  اغاز مې كړى و. له سپين سرې نيا سره به مې په اوبو راوړلو كې د خپلې وسې په اندازه مرسته كوله.
خو خير هرڅه چې وو وخت مخكې روان و او موږ ورپسې و، په موږ دلته څلورم لوى اختر راغى، سهار مو مور راته سترګې په رنجو تورې كړې، او هغه كالي چې موږ به يوازې يو اختر او بل اختر اغوستل او يوه ورځ وړاندې يې راته په تناره كې وتو كړي وو، راواغوستل. موږ لا كور كې و چې د سيمې ډله  ماشومان زموږ كور ته د مباركۍ لپاره راغله، مور مې كه څو سترګې كور كې واړولې را واړولې څه په لاس ورنغلل ترڅو ماشومانو ته يې وركړي، په همدې سوچ كې وه چې موږ ته يې له غنمو كړې نينې ورپه ياد شوې ، د دې په خاطر چې ماشومان زموږ له كوره بې نوا لاړ نشي نينې يې په جېبونو كې ورته واچولې. او موږ هم له دوى سره له كوره ووتو او د كور شاته ميدان كې په لوبو بوخت شو. تر غرمې مو ښه ځانونه په لوبو ستړي كړل. غرمې مو نيا په زوره كورته د ډوډۍ لپاره بوتلو، پلار مې د دې په خاطر چې د جمعې لمانځه ته ځان ورسوي، ډوډۍ ژر ژر وخوړله او لوټه يې واخيستله چې اودس وكړي. ده لا اودس نيمايي ته نه و رسولى چې وغورځېد، او ساه يې وركړه. دا ۱۳۶۸ كال و، له دې وروسته زما پاچاهي ختمه شوه، ځكه زه چې د چا په سر پاچا وم هغه له دې نړۍ نه سترګې پټې كړې وې، ماته اوس خلكو يتيم وايه، د غمونو او كړاونو په دې نوي دوران كې سره له دې چې كوچنى وم، ما هېڅ نه شو كولاى خو احساس راسره و. په دې هڅه كې وم چې څنګه وكولى شم خپلې كورنۍ ته نفقه برابره كړم، مياشت دوه په هېڅ هم ونه توانېدم، يوه ورځ راته يوه ګاونډي د يوې مدرسې (دارالفرقان) يادونه وكړه چې ته په دې مدرسه كې ځان شامل كړه، له درس نه علاوه تنخوا هم دركوي. ما چې دا خبره وارېده په منډه كور ته راغلم او له مور او زړې نيا سره مې دا خبره شريكه كړه، هغوى هم خوشاله شول، سبا هغه مدرسې ته لاړو، له څه مراحلو وروسته په مدرسه كې شامل شوم، ما چې شېبه هم له موره جدا نه وه تېره كړې اوس د اونۍ مسافر شوم. يوه پنجشنبه او بله به كور ته تلم، په دې ورځ به د كور غټو وړو زما لار څارله، له كال وروسته زما دويم ورور او دريم كال كې مې دريم ورور هم په مدرسه كې شامل شول، په همدې ترتيب مو په مدرسه كې شپږ كاله تېر شول، زه چې كله له شپږم ټولګي فارغ شوم، مدرسه هم ړنګه شوه او موږ اړ شو چې بېرته هېواد ته راستانه شو. موږ چې كله تورخم ته راورسېدو، طالبانو جلال اباد ونيوه، شپه مو په تورخم كې په موټركې تېره كړه او سهار ته راغلو، جلال اباد ته په رارسېدو سره مې ورونه په امام بخارى رح مدرسه كې شامل كړل او زه ننګرهار لېسې ته لاړم، په ننګرهار لېسه كې مې لا مياشت نه وه تېره شوې چې يو شمېر دوستانو مې مور ته مشوره وركړه چې زوى دى، له مكتبه وباسه او له يو مستري  سره يې شاګرد كړه، له درسه څه نه جوړېږي! زده كړه چې زما د پلار او مور ستر ارمان و رانه پاتې شوه او د سالار خرادۍ ته به تلم، په دې خرادۍ كې مې اتمه مياشت روانه وه چې بېرته مې زړه ښوونځي ته وتښنېده، له مور سره مې مشوره وكړه چې زه مكتب وايم، له ما دا كار نه دى پوره، په همدې ورځو كې مې كوچني ورور ته د قطر په يوه دفتر كې د يتيمۍ كتابچه جوړه كړې وه چې په درې مياشتو كې به يې اوه زره كلدارې وركولې مور مې هم راسره ومنله او راته يې وويل: ((اوس خو مو دا كتابچه شته ترڅو چې مو په دې پيسو سات تېرېږي ته مكتب ته ځه!)) ښوونځى مې بيا پيل كړ او په ۱۳۸۲ لمريز كال له مياعمر لېسې فارغ شوم. په دغه دوران كې مې كله ناكله لاسي كراچۍ، خټې او نورې  مزدورۍ  هم كړي چې يوه پلا  مې سر تر كراچۍ ښاره هم ورسېده، دا مهال چې زما عمر ۲۳ كاله دى هم د ژوندانه په دې سړې لوبه بوخت يم، او د ځان او كورنۍ د بقا لپاره هره خوا لاسونه اچوم. ما ته په دې ستړي ژوندانه كې كله ناكله يو شمېر دوستانو لاس راكړى، خو زه چې په دې هكله د چا د احسان پوروړى يم هغه زما مور ده چې همېشه يې په شا ټپولى يم او زما ملا يې راتړلې.

 
بېرته شاته