لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
فرمان
لیکوال: صديق الله بدر   نېټه: 14.01.2009   خپرونکئ:   سمسور  

سيما د خپل مېړه په ليدو، چې په دوو چګسونو، په ډېرې خوارۍ ستړى اوستومانه پر دروازه راننوت، په منډه د كور د خاوندې له كوټې د هغه مخې ته ووته، هغه يې له لاسه ونيو او كرار كرار خپلې كوټې ته وخوځېدل.

په تګ تګ كې سيما له ځانه سره لګيا شوه:(( ښه شو، هغه دې په دار كړي، زجر كشه دې كړي.))

مېړه يې ځاى په ځاى ودرېد:(( څوك دې په دار شي، د چا خبره كوې، كه د هغه ظالم خبره كوې، هغه څوك په دار كولى نه شي، دا چې بندي شو، دا هم لويه خبره ده.))

د خاوند له دې خبرې سره، د سيما د څو شېبو مخكې نيمه خوشالي يو دم په غم بدله شوه، په سترګو كې يې اوښكې ډنډ شوې او داسې ورو ورو او په ډېر زحمت يې د كوټې په لور ګامونه اوچت كړل،  ته وا ډېر دروند پېټى پر ولو وړي.

د كوټې په يو كنج كې غلې كېناسته او په ژړا سر شوه. خاوند يې هم نږدې ورسره كېناست او ويې ويل: (( ژاړه مه، مه خپه كېږه، هسې په ناپامۍ كې مې دا خبره له خولې ووته. ما ته خپل سوګند په ياد دى، زه به بيا هيڅكله هغه خبره نه در په يادوم، خو تا څه داسې خبره وكړه، چې ما ويل د هغه خنځير زاني خبره كوې.))

سيما، چې د خپل خاوند په څېره كې د خپګان نښې ولېدې، خپلې اوښكې يې پاكې كړې او ويې ويل: ((نه! ما د هغه خبره نه كوله.))

- نو د چا خبره دې كوله، څه شوي دي؟

سيما سره له دې، چې غم او خپګان يې په څېره كې ښكاريدل، په يو څه خوشالي يې وويل: (( د كور خاوندې ويل، چې يو چا په بل ځاى كې يوه وړه نجلۍ بې عزته كړې او رئيس جمهور حكم كړى، چې هغه زاني ژر ونيول شي. كاش، چې اعدام يې كړي، كاش نور د ژوند هيڅ څكه ونه كړي.))

سيما تر څه شېبې چوپتيا وروسته، وويل: (( د كور خاوندې ويل، چې خلك وايي رئيس جمهور ډېر په غوسه دى، خپل حكومتيان يې، چې په دې خبره چپ پاتې وو له وظيفې ايستلي دي. ډېر يې ښه كړي، وايي، هغه زاني هلك د يو زورور سړي زوى دى، د چا وس پرې بر نه دى، خو خداى پرې دى بر كړ، كاشكې تل همداسې بر واوسي او داسې خلك له دنيا تېر كړي.))

خاوند يې هم لاسونه په دعا پورته كړل:(( اى خدايه! زموږ مشر ته نور قوت هم وركړې، چې دا ظالمان نيست و نابود كړي، چې نور زموږ په شان د چا په عزت لوبې ونه شي.))

له دې دعا سره، چې اوښكې يې په سترګو كې رغړېدې، ها خوا د يخوا يې وكتل او له سيما نه يې وپوښتل: (( لښته چېرې؟))

- هغه د كور له خاوندې سره كالي مينځي. خداى دې خير وركړي، ډېره ښه ښځه ده، موږ په زوره په كار كې ورسره لاس كوو.

- ښه كوئ، خداى دې ورسره ښه وكړي، كه دوى ځاى نه وى راكړى او مرسته يې راسره نه كوله، څه به مو كول، زما د لاسه خو هيڅ نه كيږي، د جوارو د پوليو په خرڅولو خو هيڅ هم نه شي.

د شپې د ډوډۍ تر خوړلو او د ماسختن تر لمانځه وروسته همدا چې تياره ښه په خورېدو شوه او ټول خپلو بسترو ته ولاړل، سيما بيا دعا ګانې شروع كړې: ((خدايه! زموږ مشر، زموږ پاچا ته نور زيات قوت هم وركړې، دومره قوت، چې داسې زانيان او ظالمان له تېغه تېر كړي.))

له همدې دعا ګانو سره د دوو كلو مخكې پېښې يې زړه ولړزاوه او هغه شېبه يې ورياد شوه، چې د سيمې قوماندان مازيګر مهال سره له خپلو څلورو ټوپكوالو د دوى پر كور راننوت او همدا چې د دې پر څوارلس كلنې لور لښتې د هغه نظر پرېوت، خپل يو ټوپكوال په اوږه وټپاوه او ورته يې وويل: ډېر بد يې، رښتيا دې ويلي وو، نجلۍ ډېره ښايسته ده، د ګلو لښته ده، لښته. او كله يې چې، دې ته وكتل ورغبرګه يې كړه: خود به ښايسته وي، چې ښايسته مور لري.

د دې شېبې په يادېدو سره ورېږدېده، لړزې ونيوه، سترګې يې رډې رډې راووتې او د نه نه! مه كوئ! په ويلو سره هغه شېبه يې په سترګو كې انځور شوه، چې قوماندان د دې لور لښتې ته ورلنډ شو، غېږه يې ترې چاپېره كړه او هغې كوټې ته يې، چې پلار يې شل او شوټ او زبون وهلى ناست و، ننويسته. خو همدا چې پر توشكه يې څملوله، دې پرې ور ټوپ كړه، خو د قوماندان ساتونكو راكلكه كړه. قوماندان خپلو ساتونكو ته مخ ورواړاوه او ويې ويل: دا يې ستاسو، خپلې مزې وكړئ!

 قوماندان او ساتونكو يې تر ماښامه پورې د لور او مور پر عزت لوبې وكړې. دوى كه څه هم ډېرې چيغې وكړې خو هيچا هم لكه چې وانه ورېدې.

 قوماندان دوه درې كسان د كوڅې په سر او اخر او يو دوه د بام په سر درولي وو. مېړه يې په يو كنج كې ناست و، دا هر څه يې كتل او ژړل يې. يوه پلا يې سره له دې، چې له ځايه نه شوى پاڅېدى، لږ څه وخوځېد، خو يوه ټوپكمار د ټوپك په ديپچيك وواهه او په سر يې وينې راماتې كړې.

هغې ته ور په ياد شول، چې په سبا يې سل زړونه يو كړل او پر قوماندان يې عريضه وكړه. له ډېرو منډو ترړو وروسته يې غږ واورېدل شو او قوماندان سره له خپلو ټوپكيانو ونيول شو. د زړه اور يې هغه وخت لږ سوړ شو، چې په قوماندان دولس كاله بند وخوت،  خو دغه خوشالي يې يوازې هماغه ورځ او هماغه د محاكمې شېبه وه. ځكه له محاكمې نه  تر راستنېدو سمدستي وروسته په كلي او كوڅه كې خلكو ورته په بل نظر كتل او ځمكې ځاى نه وركاوه. اخر مجبوره شول، چې خپله كډه بار او ډېر لرې لاړ شي.

دې ته هغه شېبه هم ورياده شوه، چې له خپل كلي نه د وتو په شپه كې يې كوښښ وكړ، چې خپل ځان او خپله لور ووژني، خو خاوند يې په عذرونو عذرونو له ځان وژنې منع كړه او ورته يې وويل، چې له دې كلي څخه به ووځي، ډېر لرې به ولاړ شي او هېڅكله به دا پېښه سره نه يادوي.

سيما ټوله شپه په اوښلنو سترګو په دعاګانو سبا كړه. د ملا له اذان سره له خپلې بسترې راولاړه شوه، اودس يې وكړ او تر لمانځه وروسته يې خپل لاسونه لپه كړل: (( خدايه! ته زموږ مشر ته ډېر قوت او زور وركړې، دومره زور او قوت، چې هيڅ زاني او ظالم ژوندى پرې نږدې.))

كله چې جاى نماز يې راټول كړ، غوښتل يې د چايو بندوبست وكړي، خو خوب پرې غلبه وروړه او خپلې بسترې ته ولاړه. دم شېبه كې يې سترګې سره ورغلې. خوب كې يې د قوماندان د محكمې ورځ وليده، چې تر محاكمې وروسته يې پر دې سترګې رابرګې كړې او ويې ويل: ((زه بېرته راګرځم، بيا به ګورو. يو به هم د ژوند څكه رانه ونه كړئ. تاسې درې واړه به له تېغه تېر كړم. بد مې وكړل، چې په هماغه ورځ مې ختم نه كړئ.))

سيما په بل اړخ واوښته او ويې ليدل، چې قوماندان له بنده خلاص شوى، په لټه لټه كې يې د دوى پته لګولې او پر كور يې راننوځي، يوه تېره توره يې په لاس كې ده او مخامخ د كوټې بركنج ته د دې د مېړه په لور ځي، توره پورته كوي، لومړى ښي لاس او بيا يې چپ لاس له بېخه پرې كوي. دا چيغه كوي او له چيغې سره نېغه پر خپل ځاى كيني. خاوند او لور يې ترې پوښتي: (( څه خبره ده، لكه چې كوم بد خوب دې وليد.))

سيما څه ونه ويل، له خپله ځايه راولاړه شوه، حويلۍ ته ووته، څو شېبې هاخوا ديخوا وګرځېده، چې لږه ستړې شوه، د خپلې كوټې ترڅنګ نغري ته كېناسته، اور يې بل كړ او بيا مخ په قبلې ودرېده او لاسونه يې لپه كړل:(( خدايه ته خير راپېښ كړې، هغه ظالم دې ټول عمر په زندان كې وي، كه راخوشې شي، موږ درې واړه به له تېغه تېر كړي.))

له دې سره اوتره او تروره شوه، خو ژر په ځان كابو شوه: (( نه، نه! هغه به تل په زندان كې وي، اوس خو زموږ مشر داسې كسانو ته په غوسه دى، هغه نه پرېږدي، نه يې خوشې كوي.))

دې فكر يو څه زړه وركړ، چاى يې دم كړ او كوټې ته ننوته. تر چاى څښلو وروسته يې خاوند خپل څادر په ولو كړ، چګسونه يې راواخيستل او كرار كرار له كوره ووت.

د هغه له تلو سره، لښته هم راپاڅېده او د كور د خاوندې خوا ته لاړه، چې خياطي او ګلدوزي ورنه زده كړي. هغې پرون ورته دا ويلي وو، چې ګلدوزي به ورته ورزده كوي. له كوټې نه د خاوند او لور په وتلو سره سيما يوازې پاتې شوه او تر ماسپښينه د خپل ليدلي خوب په فكر كې وه او دم شېبه كې به يې زړه په درزا شو او دعاګانې به يې شر وع كړې: (( خدايه ته خير راپېښ كړې، زموږ مشر ته دا قوت وركړې، چې هغه ظالم تل په زندان كې وساتي.))

لوړ ماسپښين و، چې خاوند يې پرېشانه كوټې ته راننوت، د هغه په ليدو وارخطا شوه: (( څه شوي؟ څه خبره ده، چې نن دومره د وخته راغلې، ناروغ خو به نه يې؟))

خاوند يې له دروازې سره نږدې كېناست، څو ځلې يې خوله جوړه كړه، چې څه ووايي، خو ژر به پښېمانه شو. لښته هم د پلار په ليدو راغله، د هغه تر څنګه كېناستله، د پلار پرېشانۍ هغه هم وارخطا كړه: (( پلار جانه! څه خبره ده، ولې دومره پرېشانه يې؟))

خو هغه هيڅ هم نه ويل. لښتې او مور يې څو څو ځلې دا پوښتنه تكرار كړه، خو بيا هم هغه څه ونه ويل. سبا سهار، چې له خوبه پاڅېدل، سيما هغه راكلك كړ: (( ولې پرېشانه يې، څه خبره ده، څه شوي، ولې څه نه وايې؟))

هغه تر ډېر ځنډ وروسته، خپله چوپتيا ماته كړه: (( دې ته حيران يمه، چې اوس به چېرته ولاړ شو.))

سيما په بېړه ترې وپوښتل: (( ولې، څه شوي، چې له دې ځايه ولاړ شو؟))

هغه يو سوړ اسويلى وكېښ: (( لكه چې دعاګانې مو بې اثره وې؟))

-         كومې دعاګانې، صفا خبره وكړه.

د هغه سترګې اوښلنې شوې: (( پرون په بازار كې خلكو ويل، چې قوماندان د رئيس جمهور په فرمان خوشې شوى.))چ

۱۸/۶/۱۳۸۷

 
بېرته شاته