لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
ورتګ
لیکوال: اسدالله غضنفر   نېټه: 12.01.2009   خپرونکئ:   سمسور  

هره شپه به په خوب كې وطن ته تلم. چې تللى به وم او راويښېدم به، زړه به مې نه غوښتل چې راويښ شم؛ خو چې ويښ به شوم د مسافر خانې مالك به راياد شو. هغه به د مسافرخانې د دروازې اړخ ته په يوه كوټه كې ناست و. له كړكۍ به يې راكتل. زه چې به د كړكۍ مخ ته تېرېدم او بهر به وتلم سر به مې كوز اچاوه.
 ګامونه به مې داسې اخيستل چې اواز يې نه وي، زړه به مې پوړېده. وېرېدم ترې. كه يې د اقامت د اسنادو پوښتنه كړې واى ما به څه ويل؟ ما خو څه نه لرل، زه مهاجر وم، غير قانوني مهاجر. هغه به مجبور و زه به يې له مسافرخانې ايستلم.
چې له مالكه به راتېر شوم او د لويې دروازې خولې ته به ورسېدم اول به مې ښي او چپ لاس ته وكتل. كه به د سړك هرې خوا ته پوليس وو زه به دا بلې خوا ته روان شوم، كه به دواړو خواو ته دوى وو زه به راپه څټ شوم. د دروازې شاته به له دېوال سره جوخت ودرېدم چې د مالك راپام نه شي. تر هغه به هلته وم چې يوه خوا به ازاده شوه. بيا به لاړم په كار پسې. خښتې مې اچولې. كه به ناوخته هم ورغلم ماته يې څه نه ويل. پيسې به يې كمې راكولې او بل، نور به مازديګر تلل، زه به ماښام ناوخته  . په تياره كې راتګ اسانه وو. د مالك نوكر زما كټ بل چا ته نه وركاوه. پوهېده چې زه بل چېرته نه ځم. هغه خبر وو چې زه اسناد نه لرم؛ خو مالك يې نه خبراوه. ما هم خوشاله ساته. وېرېدم ترې. يوه ورځ به مې د خوراك شى وركاوه، ورته ويل به مې، بهر مې وخوړ، خوند يې راكړ، ارمان مې وكړ چې كاشكې تا هم خوړلى واى. بله ورځ به مې ورته ويل، كه ته نه يې مسافر به څه كوي. دا خو ته يې چې هر شى سم دي. نور نو په دروغو نه ځورېدم.
پوره يوولس كال مې دغسې تېر كړل. زه چې له وطنه تلم شپاړلس كلن وم. په مكتب كې وم. خو په پردي وطن كې پوخ زلمى شوم. په اخره كې مې په سر كې سپين لګېدلي وو. يوولس كاله كم عمر نه دى. وطن مې ډېر ياداوه. همېشه. د پردي وطن له ډېرو خښتو سره زما اوښكې ګډې دي. له خړو خاورو سره ښه خواله كېده. كرۍ ورځ به غمجن وم؛ خو چې ما خوستن به شو او په بړستن كې به پټ شوم. بيا به غم لاړ. خيالونو ته دې خداى خير وركي. ورو ورو به راغلل. غمونه به يې رانه هېر كړل. ستوماني به يې راڅخه واخيسته. په خيالونو كې به وطن ته لاړم. خپل كور ته. ما ښام به وْ. يخني به وه. باران به ورېده. ادې به مې د تناره په غاړه ناسته وه. پاستي به يې پخول. زه به ورغلم. ځان به مې تود كړ. پاستى به يې راكړ.
 تر دې مې هم خواږه خيالونه جوړول. يوه شپه چې تر بړستن لاندې كلي ته لاړم هغه پخواني همزولي ټول راټول وو. د چا واده و، اتڼ تود و، ډول وو. ګيسونه وو، ترنيمو شپو ويښ وو. د شوتلو بوى وو، د پاليزونو، د وښو. نه د تېلو بوى وْ، نه د موټرو غورهار. ستوري هم هماغسې ځلېدل. هغه كلى و چې و. خيالونو به ارام كړم. لكه د چا چې تبه پرې شي.
  عجيبه لا دا وه چې كله نا كله به دغه خيالونه په خوبونو كې هم راژوندي شول. زه به په كلي كې وم. په وطن كې به وم. لكه په رشتيا. نه به جنګ و، نه پردېسي. هغه كلى به وْ. خو اكثره خوبونه د خيالونو غوندې ښايسته نه وو. خوبونه ګډوډ وو. كله به د خپل كلي په لاره كې د بل وطن پوليس ولاړ وو، راته ويل به يې اسناد راكه. يا به زه په وطن كې وم خو هورې به هم په مسافر خانه كې پروت وم. شل كټه او يوه خونه.
 تمامه شپه ټګ وټوك. خير هار. نوكر به د كټونو په منځ كې كوز پاس كېده. يوه شپه مې خوب ولېد چې د مكتب دوه وروستي ساعتونه تش دي. دوشنبې ده. هره ورځ په دوولس بجې كور ته ځو، نن په پاو باندې لس بجې، ژر ژر تلم. بيړه مې وه. غوښتل مې وګورم كور د دوشنبې په ورځ په لس يولس بجې څنګه وي. ادې څه كوي. سيوري چيرته پراته دي، وړانګې څنګه ښكاري. كور ته ورسېدم خو شوق پرې نه ښودم چې ويې ګورم. شوق له خوبه راويښ كړم. زړه مې لاټوپونه وهل. سپوږمۍ مې وليده، د مسافر خانې د كړكۍ له شيشې راښكارېده. چوپه چوپتيا وه. لكه ښار چې نه وي كلى وي. داسې مې وګڼله چې كلى دى. سپوږمۍ ته ځېر شوم، ورنژدې شوم. پكې ورك شوم، خو را خپله نه شوه، پردۍ شوې وه.
 مګر كله نا كله به مې داسې خوندور خوب وليد چې په خيالونو كې مې هم نه شوى جوړولى. اخر يوه ورځ پوليسو ونيولم. په موټر كې يې واچولم. يوې تاخانې ته يې ټېل وهلم. توره لويه سړه خونه وه. بندي شوم. ډېر وخت تېر شو. رڼا به مې نور سترګې برېښولې. ويل يې اسناد نه لرې. ډېر ساړه مې كېدل. خيالونه رانه مرور شول. خوبونه هم والوتل. خو يو ځل مې يو خوب وليد او يا خو هسې ګومان كوم، خوب به نه وو، بل څه به وو. خير، خوب ته ورته وْ. ليدل مې چې په خپل كور كې ويده يم. په وطن كې. په خپله كوټه كې. پسرلى وي، شين سهار وي. مكتب ته د تلو وخت وي. په هغه خپله بستره كې. د كړكۍ څنګ ته. كړكۍ خلاصه وي. د حوېلۍ په ونه كې يوه خړه ګوګو شتو ناسته وي. كوكوكو كوي. زه د هغې په اواز راويښ شوم. سترګې مې وموږلې. سر مې راهسك كړ. په رشتيا  زموږ كور و، هغه ونه و، شين سهار و، پسرلى و. مكتب ته د تلو وخت و. دوباره مې سترګې وموږلې. ويل مې ويده به يم. خو ويده نه وم. ويښ وم. زموږ كور و، خپل كلى و، خپل وطن وْ.
له هغه وخته راهسې په خپل كور كلي كې اوسم. ستوري، سپوږمۍ، ادې، بابا، وياله، مكتب، هر څه خپل دي، كله نا كله هغه توره لويه سړه كوټه په خوب وينم. كټ مټ هغسې وي لكه وه چې. له خوبه مې كركه وشي. زړه مې چيوي. هغه ځاى وي. هغه پيره داران وي؛ خو صرف يو فرق يې كړى وي، په هغه وخت كې به يې زه په نوم يادولم؛ مګر اوس په خوب كې راته وايي: لېوينه.

 
بېرته شاته