لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
"جمالياتى تنقيد"
لیکوال: جوهر اپريدې   نېټه: 07.05.2020   خپرونکئ:   سمسور  

ژباړه: جوهر اپريدې

 

د جديد دور يو ستر مفکر "سارتر" شاعرى د مصورۍ ؛ موسيقۍ او سنګ تراشې په صف کښې اودروي. ظاهره خبره ده د مصورۍ ؛ موسيقۍ او سنګ تراشې د دې دريو واړو فنونِ لطيفه (Fine Arts) صرف يو مقصد دې لطف اندوزى په اسانو ټکو کښې مونږ دا ويئلې شو چې دا درې واړه شايان زمونږ د خوشحالې سبب ګرځي. انسان سندره واورى نو خوشحاله شى ؛ تصوير يا مجسمه وګورى نو يو سرور ورته حاصل شى د سارتر وينا ده چې همدا کارونه شاعرى هم کوى. د غور او فکر خبره دا ده چې په مصورۍ ؛ موسيقۍ ؛ سنګ تراشۍ او شاعرۍ کښې داسې څه شې دې چې مونږ ې په ليدو خوشحاليږو هغه شې دې حسن کارى يانى د اظهار حسن نه بغير د فنون لطيفه په وجود کښې راتلل ممکن نه دى .شعر که د حسن مجسمه ده نو د تنقيد نګار دا فرض جوړيږى چې په شعر کښې د موجودو عناصرو پته ولګوى او د هغو تجزيه وکړى؛ کوم تنقيد چې دا ذمه دارى قبلوى هغه ته جمالياتى تنقيد وايي.

جارج سنتيانا هغه تنقيد د سره تنقيد نه منى کوم چې په شعر کښې د حسن کارى عمل نظر انداز کړى؛ د آسبورن په خيال داسې تنقيدى فيصله چې په شاعرۍ کښې د حسن کارى په عمل غور او فکر ونه کړى سهى نشى کيدې. ټى ايس ايليټ ويئلى وو چې نه خو تنقيد سائنس دې او نه چرته کيدې شى هغه وړاندې وايي چې جمالياتى تنقيد ساينس ته ځکه نه شى رسيدې چې په دې خبره پوهيدل ګران دى چې حسن اخر دې څه شې ؟؟ او د انسان په حواسو دا څهنګه اثر انداز کيږى. نن دا خبره ممکنه ده چې جمالياتى تنقيد که مکمل ساينس نه دې خو ساينس ته نزدې ضرور دې. د يو نقاد په نظر شعر د اطلاعاتى ژبې نه پرهيز کوى ځکه خو په شعر کښې د نظريې لټون لاحاصل کيدې شى مګر په شعر کښې د جمالياتى وسايئلو لټون ضرور نتيجه خيز وى ځکه خو د شعر جاج اخيستونکې د هغه وسائلو په لټون کښې سرګردان وى د کومو د وجې نه چې په فن پاره کښې حسن او ښکلا پيدا کيږى يانى د جمالياتى تنقيد مقصد په ادب کښې د جمالياتى عناصرو شناخت او د هغې په بنياد باندې د يو فن پارې د قدر او قيمت تعين کول.
په شعر کښې د جمالياتى قدرونو اعتراف د نن خبره نه ده کله چې د تنقيد باضبطه وجود نه وو؛ په هغه وخت کښې به د شعر په لوستلو يا اوريدلو دا احساس ضرور کيدو چې يقينا په شعر کښې داسې څه شې ضرور شته چې په زړه د جادو په شان اثر کوى خو د دې جادو تجزيه کول اسان کار نه وو ځکه خو به ناقيدينو سرسرى تعريفى کليمې وويئلې او دا خيال به ې کولو چې بويه د تنقيد حق ادا شوو؛ د اتلسمې صدې په مينځ کښې بام ګارټن د فلسفه حسن د پاره Aesthetics اصطلاح استعمال کړه د دې نه پس دغه علم ترقى شروع کړه.
ډيکارټ ؛ کانټ اور ګوئټې په فلسفه جمال باندې غور وکړو او اهمې خبرې اترې ې پرې وکړې. د دوئ نه پس د هيګل نامه راځي هغه وويئل چې د ژوندو صورتونو په ذريعې سره د تصور اظهار حسن دې.هيګل ډير ستر مفکر وو د ده خيالاتو يورپ ډير متاثره کړو.د دې خبرې معلوميدو نه پس چې په شعر او ادب کښې د دلکشۍ او زړه راښکون راز هغه حسن دې کوم چې په ده کښې شته؛ په دې خبره غور کول ضرورى دى چې حسن اخر څه شې دې ؟؟ په دې مسله په صدو صدو غور او فکر کيدو علماو او مفکرينو په دې خقله بيلا بيلې نظريې وړاندې کړې؛ لرغونى يونايانو به حسن منلو خو هغوئ به ويئل چې د حسن څه شکل نشته او هغه مونږ نشو ليدې ؛ هغه نشو ليدې نو د هغه تصوير کشى هم ممکنه نه ده ځکه ې حسن د فنون لطيفه د پاره بيکار وګرځولو؛ د ارسطو په وجه د حسن جسمى تصور عام شوو مطلب دا چې حسن شکل لرى هغه مونږ ليدلې شوو او په تصوير کښې ې رابندولې شو. حسن يو پر اسراره شې دې او په يو څو جملو کښې د ده تعريف ممکن نه دې خو مفکرينو چې په دې سلسله کښې د کومو خيالاتو اظهار کړې د هغو خلاصه دلته بيانول ضرورى دى؛
بام ګرټن حسن او خقيقت د يو شى دوه مخونه ګڼي هغه وايي چې "د کوم شى علم مونږ ته د تعقل په ذريعه کيږى هغه ته حقيقت ويلې شى او چې د کوم شى علم مونږ ته د اخساس په ذريعه کيږى هغه ته حسن ويلې شى". د حسن په باره کښې نورې هم بې شماره خبرې شوې دى لکه "حسن د تناسب او هم اهنګۍ نوم دې" يا "حسن ترتيب او تنظيم ته ويلې شى" خو د دې خبرې رد داسې وشوو چې په اسمان باندې خواره واره او بې ترتيبه ستورى هم ښکلى او حسين ليده شى. افلاطون ډير مخکې ويلى وو حسن يو نور دې چې د توازن ؛ هم اهنګۍ ؛ ترتيب او تناسب نه بالاتر دې. دغه شان چا ويل چې ښکلې رنګ او رڼا حسن دې ؛ چاته به په سيدهه او چاته په کږو لکيرو کښې حسن په نظر راتلو دغه شان چا سادګۍ ته حسن ويل او چا صناعۍ ته؛ دغه شان په جلال او جمال بحث وشو او نتيجه ې دا را ووته چې دواړه د حسن شکلونه دى؛ دغه شان يو بحث دا وشو چې حسن موضوعى دې که معروضى مطلب دا چې حسن په يو شى کښې وى که نه د کتونکى په سترګو کښې وى؛ فيصله دا وشوه ګې څه حسن په ليلا کښې دې او څه د مجنون په سترګو کښې؛ بهر حال په دې ټول متفق دى چې حسن او مسرت د يو شى دوه نامې دى او د جمالياتو ډير پوهان په دې هم خيال دى چې حسن د حوشحالۍ باعث وى؛ اوس خبره دا ده چې په شعر او ادب کښې حسن خپل اثر او صورت څنګه ښکاره کوى؛ تر ټولو اول په دې خبره ځان پوهاول پکار دى چې د حسن کارى عمل په شعر او ادب کښې صرف په ظاهرى شکل او صورت پورې مخدود نه دې ؛ څو صدې وړاندې افلاطون دا ويئلى وو چې علوم ؛ اعمال او قوانين هم ښکلى او حسين وى هغه وړاندې وئيلى وو چې حسن يوازې د يو شى په وړاندې کولو کښې نه وى بلکې کوم شې چې وړاندې کيږى په هغه کښې هم حسن وى يانى په شعر کښې د حسن معنى کم نه کم دومره اهميت دې څومره چې د حسن صورت دې.
دا غلط فهمى نه ده پکار چې په شاعرۍ کښې د فکرى عنصر دخل نشته؛ هيګل ډير مخکښې دا تصور غلط ګرځولې وو چې د وجدانيات نه سيوا شاعرۍ ته د هيڅ شى ضرورت نشته د هغه خيال دې چې د غور او فکر نه بغير يو ښه تخليق وجود نشى موندې؛ ارنلډ ويئلى وو چې شاعر ته مفکر کيدل هم ضرورى دى؛ ايليټ ويئلى وو چې بيشکه شاعرى د څه احساس يا جذبې اظهار دې مګر د دې دا مطلب نه دې چې شاعرى د معنې يا مضمون نه بې نيازه ده؛ والټر پيټر ادب په دوو برخو کې تقيسم کړې وو اعلى ادب او ډير اعلى ادب (Good/ Great).کوم ادب چې صرف حسن صورت لرى هغه اعلى ادب (Good) دې مګر د ډير اعلى ادب(Great) د پاره ضرورى ده چې په هغه کښې د ظاهرى حسن سره سره د موضوع عظمت هم وى ګويا په جمالياتى تنقيد کښې اولنى مقام د فکر عظمت ته حاصل شو.اوس دا کتل ضرورى دى چې دې حسين فکر او خيال ته د لفظونو کومه جامه ور اغوستې شوې ده هغه د دې حسين خيال او فکر قابله ده او کنه مطلب دا چې فنکار د ښو لفظونو په ښه انتخاب او ښه ترتيب کښې کامياب شوې او کنه؛ د کولرج په وينا ده چې د الفاظو بهترين ترتيب نثر دې او د بهترينو الفاظو بهترين ترتيب شعر دې؛ فلابير وايي چې د هرې خبرې ادا کولو نه مخکې څه الفاظ او د هغوئ ترتيب مقرر وى خو تر څو پورې چې هغو ته د فنکار رسايئ نه وى هغه خبره نشى ادا کولې؛ په شعر او ادب کښې د بهترينو الفاظو انتخاب او د هغوئ مناسب ترتيب د جمالياتى تنقيد په نقطه نظر سره ډير لوړ مقام لرى.د سارتر د وينا مطابق د نثر او شاعرې دنيا د يو بل څخه جدا ده جمالياتى نقاد د شعر نه د ابهام مطالبه کوى او د نثر نه د وضاحت ؛ صراحت او قطيعت.
تحرير: پروفيسر محمد اسرايئل صديقى
 
بېرته شاته