لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
اسحاق ننګیال په شاعرۍ کې ماډرنیزم
لیکوال: حنان حبیبزی   نېټه: 27.04.2020   خپرونکئ:   سمسور  

په افغانستان کې شاعري ډيرځلې دودیزه بڼه لري، شاعران غزلې وايي او ډیری تش په نامه مینه باندې راڅرخي کومه چې هیڅ وجود نلري، (مخکې ما ورباندې په یوه لیکنه کې بحث کړی چې سرلیک دی 'مینه تاوتریخوالی دی' دلته بیا ورباندې بحث نکوو)، خو دې شاعرۍ دومره خلک بوخت ساتلي چې په هیڅ قیمت يې بدلولو ته چمتو نه دي.


ننګیال د نوښتګر انسان پالي په توګه د شعر بڼې ته بدلون ورکړ او په ماډرن شعر یې د خپل چاپیریال په انځورولو کې خپل رښتیني احساسات راڅرګند کړل. ډیرځلې په قافیه وال شعر کې حقایق نشي چوکاټ کیدای نو تر ډيره پورې خیالي شي، ننګیال ددې لپاره سپین شعر ته وده ورکړه چې ازاد لاس ولري او کوم شاعرانه قالب ترې د حقایقو د بیانولو مخه ونه نیسي، لكه دا بیلګه:

لښتي وچ شول
ويالې ورانې
سين د تورو كاڼو غر شو
اوس حيران يم چې د كلي
دا هيلۍ به چيرته لامبي

که دايي په غزل کې راوستي وای نو ښايي ډير وخت پرې له لاسه تلی وای او دغه حقایق هغسې نه وای راغلي لکه څنګه چې ده غوښتل.

د ننګیال په شعر کې د چاپیریال ساتنې مساله
 
ته وګوره چې لسګونو کلونومخکې چې هلته نه چاسره د چاپیریال غم وو او نه همclimate change یوه نړیواله اندیښنه وه خو د ننګیال پام دېته اوښتی وو چې په ځمکه کې اوبه په کمیدو دي، او سیندونه وچیږي، او د ژویو غم ورسره وو چې بې اوبو به شي او له اوبو پرته خو ژوند امکان نلري.
ته وګوره چې موږ په اوسني وخت کې وینوو چې د نړۍ مشران د چاپیریال مساله یو جدي خطر ګڼي او وايي چې نړۍ د چاپیریال ساتنې له پلوه په بیړني حالت کې ده. دغو خلکو سره دیرش کاله وړاندې دا فکر نه وو، خو ننګیال يې چاپیریال لیده چې لوګی کېږي.
ملګري ملتونه اوس دا خبره کوي چې له ټولو هیوادونو سره په ګډه کار کوي چې د دوامداره راتلونکي لپاره د کاربن کارونه کمه کړي. خو ننګیال دغه خبرداری دیرش کاله پخوا ورکړی وو چې ای خلکو جګړې ودروي او چاپیریال مه خرابوی:

نه پوهيږم ، نه پوهيږ م
اې د كلي مازيګره !
ها زموږ د كلي چم كې
هغه سپينه كيږدۍ څه شوه ؟
هغه شنې څپرې څه شوې ؟
ها لووګرې جنۍ چيرې ؟

د كلي په نامه په دغه شعر كې له وچكالۍ نيولې تر جګړيزو ورانيو او ويجاړيو او لوګیو پورې د هر ډول تيري كيسې موندل كيږي چې چاپیریال ته زیان اړوي.
دجګړې قربانیان ارو مرو عام ولس وو، څاروي، او چاپیریال وو، د ټولو غاړو جنګياليو به د خپل شدت د ښوولو لپاره مخې ته نه کتل، خو هلته يې په چم کې شاعرداهرڅه څارل چې څنګه يې چاپیریال د لوګیو او کاربنونو په بړبکیو کې سوزیږي او وچیږي.

د ننګیال په شعر کې دجنګ مساله
 
څه وخت چې شاعر د وخت نادودې پر ټولنه ويني، كله چې خاوره، هيواد، ژوند، انسان، څاروي، بوټي، كورونه، ځنګلونه، كروندې، سيندونه او كبان د تيري ښكار شي نو په وړاندې يې ننګیال لاهم له خپل چاپیریاله دفاع ته دوام ورکوي. د همدې شعرپه بله برخه كې د خپل چاپيريال انځور وړاندې کوي:
نه، نه وران دى
كلى وران دى
يوه ځاله پكې نشته
ها د ښكلو توتكيو
يو نغرى هم اباد نه دى
د ابيو د لاس نښه
دده په شعرونو کې د چاپیریال انځور دومره روڼ او ښکاره دی چې تاسې کولی شی پرې یو فیلم جوړ کړی لکه هنري ناول ټولې کیسې درته کوي.

د ننګیال په شعر کې د سولې مساله
 
د ننګیال شاعري سل په سلو کې د سولې له پیغامه ډکه ده. په بشري حقونوباندې تيري غندي، له افغانستان سره ډول ډول سياسي او پوځي لوبې انځوروي، د سياسي مشرانو كړنې را اخلي، پرښځو او ماشومانو تيرى پخپلو شعرونو کې رانغاړي:

د تيارو اوښې ګونډه دي ژوند ترې ساه ايستلى نه شي
د سپوږمۍ د روح اينه شه او ډيوه مو شه د كلي

ورته يوې لولۍ سترګك كړ سكندر تخت د جمشيدوسو
دا مړژواندى قوم راويښ كړه زلزله مو شه د كلي

دی د جګړې او تاوتریخوالي مخنیوی یوازې او یوازې په سوله کې ګوري، د ننګیال په وینا سوله خپله درنښت او عزت دی که هغه هرډول وي، د سولې په وړاندې له شرطونو انکار کوي:

چې د ژوند هره چينه يې تر هر پل لاندې كړه وچه
د ا د مرګ په سره موسم كې ته قبله مو شه د كلي

هغه له طبعيت سره خبرې كوي او دردونكى حالت يې بشري نړۍ ته رسوي. ننګيال له ويرې پرته په ډاګه هغه رښتيا په شعر کې رانغاړي چې دى يې په چاپيريال كې ګوري.

دلته غوټۍ له ډيرې تندې وسوې
دلته د باغ ډيوې شوې قتلې
د اغزو پر خونړيو لاسو
او دلته ځمكه شوه د سربو
او اورونو پر غرمو بدله

ننګيال ته د وخت د رښتيني څارونكي او بيانونكي په توګه كتلى شو. د هغه احساس د خاورې ، هيواد ، ولس ، طبعيت او د نورو د مظلوميت په وړاندې زښت ډير عاطفي دى. اوس دی زموږ ترمنځ نشته دی خو پخې شاعرۍ يې دده یاد د تل لپاره ژوندی ساتلی.
 
بېرته شاته