لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د پښتو د اوسني او پخواني شعر ترمنځ توپيرونه
لیکوال: استاد غضنفر   نېټه: 11.01.2009   خپرونکئ:   بصیر  
دپښتو ادب مورخانو ددې ژبې دمعاصر ادب پيل، افغاني خاورو ته دشلمې پيړۍ په لومړيو دوو لسيزو کې داروپايي تمدن دوږمو له رارسيدو سره همزمانه بللى دى. دځينو صاحب نظرو په اند، دلويديځ اوسني جهانشموله تمدن دانسانانو تر منځ دبرابرۍ دفکر دعامېدلو او په طبيعت باندې دانسان دغلبې دوه ډېرې لويې برياوې لرلې دي. مونږ کولاى شو ددغو برياوو په رڼا کې دخپل اوسني او پخواني ادب تر منځ دتوپيرونو مطالعه پيل کړو.
په پخوانو تمدنونو کې دانسانانو تر منځ دبرابري تصور موجود نه وو. دجنس، طبقې، وينې او عقيدې بېلوالى، په تېره زمانه کې ددې سبب ګرځيدۀ چې خلک دوګړيو په انساني حيثيت کې فرق راولي. افلاطون چې دزړې زمانې دعقل او حکمت اعلى مثال دى، په دې شکر کوي چې ښځه نه دى نردى او بربرنه دى يونانى دى. دپښتو په پخواني ادب کې هم چې په فکري لحاظ دزاړۀ تمدن پيداوار دى، دانسانانو تر منځ د تبعيض کولو ډېر مثالونه موندلى شو.
رحمان بابا زمونږ دکلاسيک ادب تر ګردو لوى اخلاقي شاعر بلل کېږي خو ان دده په شعرونو کې هم ښځې او نارينه ته برابر مقام نه دى ورکړ شوى. دده په ديوان کې لولو:
که سل ځله زويه غوره وي تر لوڼو
صدقه شه ناقابل زويه تر لوره
چې په ننګ او په ناموس تر لوڼو کم وي
خداى دې مور کاندي په هسې زويو بوره
ننګيالي تربرونه ښه دي او که نه وي
ننګيالۍ تر له هم ښه ده تر تربوره
 
په اوسنۍ زمانه کې چې طبقاتي تبعيض ته په ښه سترګه نه کتل کېږي، درحمان بابا دا بيت ډېر مشهور شوى دى:
نه شي دملنګو دخانانو سره کلي
                   چيرته عزيز خان چيرته ملنګ عبدالرحمن
 
خو درحمان بابا دا لاندې بيتونه نۀ په اوسنو خلکو کې مشهور دي او نه او سني شاعران د دا رنګه تشبيهاتو او تمثيلونو له راوړلو سره دلچسپي ښيي:
 
دهر چا حرمت پخپله اندازه وي
نه چې مومي نفر ځاى دامرا
 
نه رسيږي ستا وحسن وته حوره
څه به رسي ومېرمنې ته مزدوره
 
او :
 
نن سبا هرې متاهلې ته مېرمن وايو خو پخوا يې معمولا بادارې ته ويل.
پخوا چې دانسان اصالت دهغه له طبقاتي موقف سره غوټه ګڼل کيدۀ، اصيل هغه څوک وو چې مريى نه وو. قادر خان خټک وايي:
وينځه که ا صيله وي، که توره وي که سپينه
ښکلې شي تر حورو چې پرې راشي دزړه مينه
 
عبدالقادر خټک دخپلو غزلونو په مقطعو کې ځان ( عبدالقادر) بولي خو درحمان بابا يو بيت ته دځواب ورکولو په وخت ځان (خټک) يادوي او رحمان بابا ( غوريه خېل رحمان)، دى وايي: 
زه خټک ديار په غم تازه تازه شم
غوريه خېل رحمان که شو ورځنۍ ستړى
 
دپخواني ادب د ديوانونو مطالعه راښيي چې زموږ شاعرانو دتعلى يا بل شاعر ته دځواب ورکولو په وخت دخپلې قبيلې دنوم له اخيستلو سره نسبتاِ ډېره دلچسپي ښودلې ده، دا ځکه چې موږ پخوا تر اوس هم ډېر قبايلي وو. دبل شاعر شعر ته دځواب ورکولو په مقصد تلميح په اوسني ادب کې تر پخوا کمه ده خو په شلمه پيړۍ کې يې يوه جالبه بېلګه دقلندر مومند يو بيت ته دحمزه شينواري او عبدالرحيم مجذوب ځوابونه دي چې البته دوى دلته دخپلو قبيلو ديادولو ضرورت نه احساسوي.
ياره قلندر ته دعاګانې کړه
          اوس ګنې پښتو کې غزل چرته دى
 
قلندر مومند:
حمزه شينوارى:
لا خو تخيل دحمزه تت نه دى
                   چاوې چې پښتو کې غزل چرته دى
 
عبدالرحيم محذوب: 
وايي قلندر چي غزل چرته ده
                   ښه وايي محذوب ته غزل پاته ده
 
په اوسنۍ زمانه کې دقبايلي احساس کمبود دوينې په بنياد دتبعيض او تعصب دکمېدو نتيجه له ځان سره لرلاى شي.
په عرفاني ادب کې چې دقام، ژبې، مذهب يا طبقې له رنګونو ورهاخوا انسان په باره کې خبرې کېږي، منظور ورنه دوحدت الوجود په سمندر کې د انسان فنا کېدل اودتعلق له هر ډول رنګه دبني آدم بېلېدل دي. دعارفانو په ذهن کې داجمل خټک داخبره نه ګرځيده چې وايي:
ميښې منمه دنواب صاحب دي
ولې اې اې دانسانانو ربه
                   دې کې خبره کول توان دچا دى؟
دغه ګوجر غريب انسان دچا دى؟
 
 دسيف الرحمان سليم دا خبره هم داوسنۍ زمانې رنګ لري:
څومره جونګړو ته دې اور ورته کړ
                   چې خپل محل ته دې رڼا راوسته
 
که اجمل خټک او سيف الرحمان سليم دانسانانو تر منځ دبرابرۍ دمفکورې په پلوشو کې دشتمن په وړاندې د بېوزلي ملاتړ کوي نو دشلمې پيړۍ يو بل شاعر، ايوب صابر، له دې ويرې چې هسې نه برابري په بل شکل بې تولې شي، وايي:
انسانان دي په سرشت کې واړه يو دي
                   نه په خان کې انصاف شته دى نه دهقان کې
 
دزړې زمانې شاعر او عارف دالفت په دغه احساس کې نه شريکيده:
 
يو پټ غوندې احساس دى چې آرام مې نه پريږدي
په اور مې کړوي لکه چې خام مې نه پريږدي
جرات مې زياتوي دومره په ځان يمه پوه شوى
غافل له خپله حقه او غلام مې نه پرېږدي
 
دانسانانو ديو شان والي مفکورې عام وګړي وهڅول چې په سياسي، اجتماعي ژوند کې فعاله برخه واخلي. کله چې وګړي دټولنې دتقدير په ټاکلو کې ځان دبرخې څښتن وباله نو دټولنې دژغورنې فکرونه هم ورپيدا شول. په پخواني ادب کې اخلاقي مفکوره دفردي ژغورنې په اساس ولاړه ده. شاعر به مخاطب ته مثلاً ويل چې حريص مه اوسه، سوالګر تش لاس مه پرېږده، وږي ته ډوډۍ ورکړه يا په کبر او غرور ګامونه مه اخله. دا نېكې چارې ستا په خير دي. خو په اوسني ادب کې شاعر داجتماعي ژغورنې لپاره پيغامونه لري. دده دشاعري محتوا تر ډېره حده له ټولنيزو چارو لکه دښځو له حقونو، دمعارف له ترويج، درايې له حق يا مثلاً دوطن له آبادولو سره مربوط ده. په معاصر ادب کې داجتماعي او انتقادي رياليزم غوړېدل دنوي تمدن له دغو مفکورو سره کلک تړاو لري.
په اوسني تمدن کې انسان او دانسان شخصيت ته داهميت ورکولو مفکورې په معاصر ادب ژور اغيز کړى دى.نواب محبت خان ويلي وو:
زه بړيڅى کوټه خېل يم په نسب کې
درسول د دروازې چې کوټه سپى يم
په پخواني ادب کې دځان دسپي ګڼلو خبره ممکن دهر شاعر په ديوان کې ومومو خو اوس داسې نه ده. په تېرو وختونو کې انسان له حيوانانو سره تشبيه کول او دانسان په مورد کې دځناورو مثال راوړل، عادي خبره ده. دنن وخت شاعر حاضر نه دى چې په جدي کلام کې، هوښيار بنيادم دعراقي( اس) غوندې وبولي مګر د دوه سوه کاله پخوا شاعر نواب محبت خان ويلي وو:
 
چې نېک ذات وي کار په رمزو اشارت کا
عراقي ته څه حاجت دى دچابکو
 
پخوانى انسان چې په خپل ځان، خپل فکر او خپلو انساني حقونو ډاډه نه وو، د څلور سوه کاله پخوا شاعر ميرزا انصاري دابيت يې دزړه آواز وو:
چې په هر زمان کې وېره شي له موجه
                   دامېد لاس مې نيولي په او باز دي
 
له ( اوبازه) دميرزا منظور پير دى. دده بل هم مسلک علي محمد مخلص وايي:
څو وليان دي په جهان کې
چې ولي نه وي په دهر
                   کل عالم به وي امان کې
ملک به وران کا په زمان کې
 
دا يوازې روښانيان نه وو بلکې اکثرو پخوانو شاعرانو دپير دضرورت په اړه خبرې کړې دي، حميد مومند وايي:
دينداري په خود رايۍ سره نه شي
                   په دا کار کې بې مرشده بې پيرمه شه
 
دپير ذکر که دپخوانۍ شاعري يو اصلي موتيف وو، اوس ضمني موتيف دى. اوسني شاعران داسې هم وايي: اى پير کامله رښتيا به سره وايو، ته ښه ورسېږې که مريد ښه در رسيږي (پسرلى)
پخواني انسان چې دساينس او ټکنالوجي محسوس پر مختګ نه درلود، دنيا يې ولاړه او بلکې مخ په ځوړ ليده، دبهترۍ امېد ورسره نه وو نو چې په اخلاقو به يې غور کاوه نو صبرو قناعت وتسليم وعزلت و د نفس ځپل ورته ضروري اېسېدل. د حميد مومند دا خبره چې وايي:
لږ لږ ښه هم مناسب له نفسه نه دي
                   غله مېرمن شي اموخته په څکه څکه
 
دتېرې زمانې داخلاقي نظام يوه بنيادي خبره وه ځکه پخواني انسان چې دمحصولاتو دزياتېدو او په طبيعت باندې دلاسبري توقع نلرله خير يې په دې کې ليد چې خپل نفس وځپي او دخپلې خولې ګوله له وږي بنيادم سره نيمه کړي. دلوږې دايمي وېرې دپخوانو خلکو په ارزښتونو کې له نفسه بلا او اژدها جوړه کړه. موږ اوس په لوږه کې ارزښت نه وينو او عزلت خو راته شايد اخلاق نه بلکې داخلاقو مخالف ښکاره شي.
پخوا چې داخلاقي ژوند اصلي مقصد دځان ژغورنه وه او دبيان آزادي او فردي حقونه خوندي نه وو نو په ګوښه کې اوسېدل او په مجلس کې پټه خوله پاتېدل په ارزښت بدل شوي وو. نواب محبت خان وايي:
په عزلت کې يې چې بيا موند فراغت
                   عنقا ځکه شه ساکن دکوه قاف
 
دطبيعت په مقابل کې مغلوب انسان دعقل او اخلاقو تقاضا دا بلله چې نصيب ته تسليم شي خو اوسني شاعران ډېر ځله، دعلمي جبر دنظر يې په پيروۍ، برخليک تر ډېره حده دماحول او اجتماعي شرايطو پيداوار بولي. شاه سعود وايي:
زه که څه بد لرم زما خو نه دي
راته ولس راته ماحول راکړي
او که فطرت کې مې څه ښه پراته دي
چرته ګلاب چرته غاټول راکړي
 
چې تاسو قهر او غضب راولئ
زما سندرو کې کافور خپاره شي
 چې امن راولئ خوشحاله شمه
 په خوله مې ټکي لکه نور خپاره شي....
 
زه خو هم هغه څه پرتا سو وېشم
چې يې تحفه چې يې ډالۍ کړئ راته
په هاغو پېغلو باندې شعر ليکمه
چې يې پخپله ملالۍ کړئ راته
 
کله چې نصيب دټولنيز چاپيريال نتيجه وبلل شي بيا نو بد نصيب ته تسليمېدل اخلاقي ارزښت نلري بلكې عقل او اخلاق رانه غوښتنه کوي چې دنامناسبو اجتماعي شرايطو بدلولو ته بندوبست پکار دى.
اوس دټولنې ستم څه چې دطبيعت ستم هم نه زغمل کېږي:
 
قحط ته، وباته زلزلې ته چې مې پام شي
عقل مې باغي شي فلسفه مې عقيده شي
                                                      (اشرف مفتون)
 
پر مختګ ته داميد نه لرلو بله نتيجه داوه چې زموږ دپخواني شاعر ايډيال په ماضي زمانه کې وو. زموږ دخلکو داخبره چې هغه څه کوه چې پلار نيکه دې کول، د ماضي پرستي يو څرګند مثال دى.
رحمان بابا وايي:
خدايه څه شو هغه ښکلي ښکلي خلک
په ظاهر په باطن سپين سپيڅلي خلک
 
خو دمعاصر شاعر ايډيال په راتلونکې زمانه کې دى:
وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نلري
منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نلري
   كاروان
 
پخوانو شاعرانو که په آينده کې څه ليدل، هغه معمولاً مرګ وو. په پخواني شعر کې مرګ څلور نقشه لري:
 الف) له ژونده خوند اخله، د دنيا غم مه کوه چې ډېر فرصت نشته.
 ب ) بد مه کوه چې مرګ ته مو مخه ده.
 ج ) له ژونده خوند اخيستل بې ګټې دي ځکه مرګ را روان دى. د دوه نيم سووه كاله پخوا شاعر ابوالقاسم وايي:
 چې اخر به يې بدل په سپين كفن شي نجونې څۀ لره كميس ارغواني كا
دال) مرګ خطرناك او بوږنوونكى دى. رحمان بابا فرمايي:
خان سلطان د دې جهان
دقضا په ځېل تړلى
شېرين ځان ورڅخه درومي
که ښندي مال و ملک دواړه
نه يې مل نه يې حامي وي
 درمانده ورته ولاړ وي
 هيڅ دارو يې کړلى نه شي
پادشاهي يې پاتو کېږي
 چې يې روح له تنه بېل شي
يو ساعت ور باندې ژاړي
په جامو يې هوسېږي
 بيا يې غسل لره واخلي
چې له قبره يې بازګشت کا
 په مسند يې دعوې کاندي
                   آخر درومي خوار حيران
په مثال دبنديوان
نه يې زور شي نه يې توان
هيڅ رنګ نه مومي امان
درد يې وريشي په ځان
وزيران او وکيلان
 کوزکوز ګوري حکيمان
زړه يې چوي په ډېر ارمان
 نور پر ژاړي فرزندان
آخر صبر کا خواران
 په تخته باندې عريان
مرده شوى و غاسلان
مال يې يوڅي ميراثيان
هم دوستان، هم دښمنان
 
په اوسني شعر کې دمرګ داسان انځورولو هڅه وينو. راځئ دمرګ په باره کې دغني خان نظم سره ولولو:
مرګى دې راشي
ګل به مې لاس کې وي
 يا به توپک وي
ډوب به خندا کې
چې څه مو بخت وي
 مرګى دې راشي
                   چې کله يې وس وي
او يا به اس وي
يا به قلم وي
 د دنيا غم وي
دومره به بس وي
چې کله يې وس وي
 
مرګ هماغسې دى لكه رحمان بابا چې ويلي، خو اوسني شاعران ولې دهغه د اسان کولو انځور باسي؟ ځکه چې نوي تمدن، په دې دنيا کې اوسېدل او په خوشحالۍ ژوند کول، په مقصد او هدف بدل کړل نو ددې لپاره چې دغه ژوند بې خونده او بې معنا نه شي، له مرګه دبلا نه سازولو ضرورت احساس شو.
په اوسني شعر کې درحمان بابا دا خبره ځکه نه اورو چې دنيا پخپله هم په هدف بدله شوې ده:
 
چې عقبا ددې دنيا په اجر مومې
 خو همدا عمارت هلته عمارت کړه
 
پخوانو شاعرانو په دې سربېره چې دا جهان هدف نه باله، دافلاطون دنظر يې تراغېز لاندې يې جهان ته دمجاز او دحقيقي دنيا دسيوري په سترګه کتل. اشرف مفتون په خپل يو بيت کې دافلاطون همدا نظريه راغونډه کړې ده:
  ماته افلاطون نن عجيبه خبره وكړه
  دا د اصل نقل حقيقي دنيا خيالي  ده
دغه افلاطوني فکر دعرفاني نظريې په بڼه زموږ  په پخواني ادب ژور اغيز کړى او په حقيقي او مجازي باندې دعشق او جهان دواړو دوېشلو سبب شوى دى.
رحمان بابا فرمايي:
سالکان چې دجهان تماشا کاندي
                   له جهانه يې مطلب جهان آراى دى
 
کله چې پخپله دجهان ليدل، مطلب او مقصد نه وي نو بيا ممکن دقيق نظر ورته ونه شي. موږ دهېندارې له ليدلو سره نه بلکې په هېنداره کې د ځان له ليدلو سره دلچسپي لرو. په اوسنۍ شاعري کې چې دځنګل، سين، ستورو، سپوږمۍ او د طبيعت دنورو اجزاوو او حالاتو څومره دقيق او ژوندي انځورونه وينو، په پخوانۍ شاعري کې يا نشته او يا ډېر نادر دي. دغه راز په پخوانۍ شاعري کې که ژوي ياد شوي نو معمولاً تمثيلي نقش يې لرلى دى، يعنې د انسان د خوى دانځورولو لپاره يې يادونه شوې ده. [لکه خوشحال خټک چې فرمايي: که يې سر په لکۍ اړوې هغه دى- په هيڅ رنګه به بل نه شي خرمګس] خو په اوسني شعر کې ژويو ته پخپله د دوى لپاره هم توجه شوې ده. [ دغني خان په اشعارو کې يې ډېر مثالونه موندلى شو] داوسنو په شعر کې دطبيعت د دقيقې او روښانې انځورونې ديو مثال په توګه به دشپون ( دمهاجر خوب) دنظم يوه برخه را نقل کړو:
 
خوب وينم عالمه که يې څوک راکي مانه
پروت يم سرمې ايښى دخپل يار په زنګانه
سر په بالښت ايښى تش کالبوت په واشنګټن کې وو
روح مې په مزه مزه روان په خپل وطن کې وو
واورې دسپين غرۀ وې چې په ټنډه مې سر ويلې
خاورې دوطن وې چې په سرمې بادولې
مړې اوښکې روانې وې په مخ دانه دانه
خوب وينم عالمه که يې څوک راکې مانه
ډنډ د شمالي ته شوم انګور ميزان وهلي
تاک شينکي زيړ چکي، شو تالان پرخو پر يولي
کوز تګاوته لاړم داغوزو لويې ونې
پاس وختم غره ته دڅيړيو پاڼې پلنې
خلک وو، بازار وو، شور ماشور وو، تلۀ راتلۀ وو
مېږې وې، شپانۀ وو، هاى و هوى وو، سرۀ او شنۀ وو
نه دوير وه نخښه نه دغم وه نښانه
خوب وينم عالمه که يې څوک راکي مانه
په پخواني ادب کې چې محسوس پر مختګ نه وو، شاعر ته او بل هر چاته هر څۀ ثابت او تکراريدونکي معلومېدل. له بلې خوا، پخواني انسان خپل ايډيال په ماضي کې ليد. د شاعر په نظر دهغو خبرو په تکرارولو کې خير وو چې له پخوا راهيسې کېدلې. سترګې نرګس پکار وې، ملا د ويښتۀ غوندې نرۍ او زلفې ښاماران. يوازې دتصويرونو له اړخه نه بلکې دموضوع له اړخه هم پخوانۍ شاعري نسبتاً محدوده، تکرارېدونکې او يکنواخته وه. پخوانى ادب تر ډېره حده بند او اوسنى پرانستى دى. دپخواني شاعر هڅه دا وه چې دمحدودو موضوعاتو، محدودو کليمو او محدودو سبکونو په چوکاټ کې تر نورو ښه خبره وکړي. دپخوانو په نظر مينه، وصال، بېلتون، اخلاقي پندونه، دژوند په اړه څو حکيمانه خبرې او کله نا کله هجوه، مدحه، ويرنه يا دابجدو په حساب ديوې نيمې پېښې کال ته اشاره او داسې څو نور ټکي دشاعري موضوعات وو. پخواني شاعر په فوق العاده پيښه شاعري خوښوله خو اوسنى شاعر دژوند عادي پيښه هم د شعر لپاره مناسبه موضوع ګڼي. ومان نيازى په دې درېيزه كې د واورو په موسم كې دايماندارو سپين ږيرو د عادي ژوند ننداره كوو:                                              
                      اذان وشو
                     سپين ږيري ښوېيږي
                     جومات ته په منډ كې
 د طبيعت د اجزاوو تر منځ دايمي كشمكش ته پخوانو شاعرانو هم پام كړى وو، مګر دغسې عادي حالت چې د ښاغلي نيازي په درېيزه كې يې وينو د هغو توجه نۀ جلبوله:
   باران اوري
  مرغيو خونې ته پناه راوړه
  د تار كښ ځاله شوه ړنګه
 
دانسان لپاره د فوق العاده پېښې ځانګړنه داده چې ددۀ په ژوند ژور اغېز وکړي، لکه عشق، وبا، کاختي، داولاد مرګ.... خو اوسنى شاعر دهغه څه په باره کې هم شعرونه وايي چې دانسان په ژوند ظاهراً اثر نلري:
آس را تېر شو
اوبه وششنېدې
ګاټي ښکاره شول ( ومان نيازى)
پخوانو شاعرانو په مدرسو کې سبقونه لوستي وو. د درس د وخت خاطرې دهيچانۀ هېرېږي خو پخوانو چې په ارادي يا غېر ارادي ډول، دشعر موضوعات دځان لپاره محدود کړي وو، دمدرسې خاطره دشعر موضوع ونه ګرځوله، مګر شاه سعود وايي:
کالج هم هاغه رنګې سره سره ديوالونه لري
خلک هم هماغسې ورځي او رخصتيږي ترينه
هم هاغه شانته پکې خلک سبقونه لولي
هم هاغه علم دى چې ورځ په ورځ خپرېږي ترينه
خوزه او ته ترينه جانانه څومره لرې راغلو
لکه دشمعې دوجود نه چې رڼا لرې شي
لکه شپيلۍ نه چې نغمې دغرونو مخه وکړي
لکه مرګي سره چې شونډونه موسکا لرې شي
 
د اوسني او پخواني تمدن فرق، داوسني او پخواني شعر په کلمو، سمبولونو او تصويرونو کې ډېر فرق راوستى دى. پخوا چې لوږه ډېره وه، په تشبيهاتو او تمثيلونو کې د ډوډۍ د انواعو ذکر د جدي کلام موضوع وه. حميد مومند وايي:
قناعت يې اشتها کړه هسې صافه
                   چې اوګره راکوي خوند لکه ښوروا
 
خو اوس ممکن دغير جدي انداز دخپلولو لپاره د خوراکونو نومونه واخلو. پخوا چې قند ګرانبيه او کميابه وو دمعشوق دشونډو خوږ لت له قندو سره ډېر تشبيه شوى دى چې اوس  دغه تشبيه توجه نه جلبوي خو رحمان بابا ويلي وو:
يا به شهد يا به قند يا به نبات وي
                   هر کلام چې له رحمانه شنيده شي
 
داوسني او پخواني تمدن  د وسايلو د فرق په بنياد  د ادب دتحول مطالعه جالبه او پراخه موضوع ده. دلته به دمثال لپاره هېنداره ذکر کړو. پخوانۍ هېندارې داوسنو هغو غوندې روښانه نه وې. اکثره وخت يې له يو ډول وسپنې جوړولې. کله چې به د آئينې وسپنه زنګنه يا تاريکه شوه نو د روښانه کېدلو لپاره به يې ايرې ورباندې موښلې يا به يې هېنداره په ايرو کې ږدوله چې جلا پيدا کړي. پخوا نو شاعرانو همدغو خصوصياتو ته په پام سره شاعرانه مضامين جوړ کړي دي. معز الله مومند يو هغه شاعر دى چې آئينه نسبتاً ډېره يادوي، دى وايي:
 
آئينې غوندې که مخ په ايرو تور کړې
مګر و وينې په سترګو د دلبر مخ
 
داهم دمعزالله وينا ده:
آئينې غوندې به صافه سينه کېنې
                   که په تورو ايرو وکړې کفايت
 
تر معز الله پخوا حميد مومند ويلي وو:
چې ايرې دبې قدرۍ شي پرې مښودې
                   آئينه دهغو زړونو وي رڼه
 
اوس دآئينې صنعت تحول کړى دى، اوس هېندارې له شيشو او شيشې له آهکه او دتيږو له ذرو يعنې شګو جوړېږي ځکه خو پير محمد کاروان د استاد روهي په مرثيه کې وايي:
 
تورکاڼي دې وتراشل هېندارې دې ترې جوړې کړې
مړې دتصوير سترګې وې خمارې دې ترې جوړې کړې
 
پخوا نو شاعرانو چې په مدرسو کې سبق لوستى وو او اکثره مخاطبان يې په ديني علومو لږو ډېر خبر وو، نو له ديني کلچر او دهغه وخت له تدريسي نظام سره اړوند اصطلاحات او تلميحات يې ډېر کارول خو اوس تدريسي نظام بدل شوى او سواد عام شوى دى، اوس شاعر په مختلفو اقشارو کې مخاطبان لري. د دنيا له بېلوبېلو کلچرونو سره رابطې دپښتو اوسني شعر ته نوي تلميحات او موضوعات وربخښلي دي. قلندر مومند وايي:
 
شاعري، غم دوطن، مينې دښکلو
                   قلندره دبايرن غوندې بدنام کړې
 
دانګليسي ژبې ستر شاعر بايرن چې دوه سوه کاله پخوا يې دنولسمې پيړۍ په سرکينو وختونو کې ژوند کاوه، دخپلو هڅو په برکت، رومانتيک ادب ته نوى روح ورکړ. دادبياتو تاريخونو لرد بايرن، داجتماعي مقرراتو او دودونو په مقابل کې بې پروا، دمظلومانو مل، دننګ او جنګ په ميدان کې ولاړ، دښکلو نجونو بې حده شوقي او په يو ژور خو جالب روحي مړاويتوب کې ايسار شاعر معرفي کړى دى.
شاوخوا دوه سوه کاله پخوا چې په اروپا کې دنوي تمدن په برکت فردي آزادي زياته شوه، شاعرانو ته دخپل مافي ضمير او احساس په بيان کې دکلاسيك مکتب قواعد محدود کوونکي ښکاره شول او په دې ډول دکلاسيک مکتب ځاى وار په وار رومانتيسم ونيو. رومانتيکو شاعرانو احساس ته ډېر اهميت ورکړ. کلاسيك مكتب  زموږ دپخواني ادب په څير له شعر سره احساسي  نه بلکې عقلاني چلند کوي. که څه هم زموږ په پخواني ادب کې دعقل په مقابل کې دجنون دملاتړ ډېر بيتونه پيدا کولى شو خو دغه ملاتړ معمولاِ د شاعرۍ د دودونو دپيروۍ په لړ کې وي. د درې سوه کاله پخوا شاعر سعيد خټک دغه لاندې بيت له ټولې ښکلا سره سره د پسرلي په موسم کې صحرا ته دوتلو دمکرر مضمون ادامه او دفکر په مرسته غوره شويو صنعتونو ( جنون او عاقل، جنون او صحرا، او صحرا و بهار تر منځ تناسبات شته) بېلګه ده، سعيد وايي:
دجنون سير ونکړ عاقلانو
                   دبهار په وخت ونه وتل صحرا ته
 
خو داشرف مفتون دا لاندې غزل چې دشاعر له يادونې سره يې لولئ، دخالص احساس پيداوار ښکاري:
(( مور مې چې ژوندۍ وه ، پېښور کې زما خپل کور نه وؤ. چې ما د جنورۍ په ديرشم تاريخ ١٩٧٦ خپل کور خيبر روډ ته کډه  راوړ نو مور مې هم په دغه تاريخ ګور ته کډه يووړه.
 
غاښونه سپين سپيڅلي، ويښتۀ تک تور مزه که
شور هنګامه دکور، چوپتيا دګور مزه که
دزلفو ګوره ورئيځ، دشونډو سرې لمبې
د ووړي يخې شوملې، دژمې اور مزه کا
ژبه خوږه او پسته، زړګى ملنګ او قانع
غصه ديار دخولې، مينه دمور مزه که
دحسن ناز او غرور، دمينې سوز او مستي
داحساس جوش او خروش، دپوهې زور مزه که
 
  دانسان عقلاني قوت په ارزوګانو کې انسجام او هماهنګي راوړي خو کله چې دارزوګانو ملونې داحساس په لاس کې وي بيا نو ممکن تيت و پرک او متضادې غوښتنې ولرو. دجرمني د رومانتيسم دمکتب مخکښ شلګل Schlegel ليکلي دي چې: رومانتيک ذوق د ډېر متضادو خواوو په نژدې کېدو پسې ګرځي. په رومانتيک طرز کې طبيعت و هنر، شعرو نثر، ټوکه او جديت، خاطره او پېش ګوئي، ژوندي احساسات او مبهم عقايد، هغه څه چې آسماني دي او هغه څه چې مځکني دي او بالاخره مرګ او ژوند سره يو ځاى کېږي او سره ګډېږي.
داشرف مفتون غزل دخالص رومانتيسم يو ښه مثال دى. رومانتيسم داجتماعي او انتقادي رياليزم په څير دپښتو دمعاصر ادب مهمه برخه جوړوي. دپخوا نو په ديوانونو کې تر ګردو عامه او يوازينۍ فلسفه عرفان وه( البته که فلسفې ته پراخه معنا ورکړو نو عرفان، فلسفه بللى شو. عرفان تر دې زيات چې دفلسفې يو مکتب او فکري نظام وي، ذوقي او شهودي تجربه ده)  خو داوسنو شاعرانو په اشعارو کې داوس وخت دبېلوبېلو فلسفو او علمي نظر يو اغېز موندلى شو.
په پښتو ادب باندې دمارکسيزم اغېز دمثال راوړلو محتاج نه دى. داوسنۍ زمانې دعلم او فکر د لوى مخکښ زيګمونډ فروئيد دنظرياتو داغېز مثال به راوړو.
اشرف مفتون وايي:
 
په فطرت او شرافت کې خدايه څومره تفاوت دى
چې بېداره وه نيکي وه چې وده شوله ګناه شوه
 
دفروئيد په نظر، بنيادم که څه هم د شرافت او اخلاقو پلوى ښکاري خو د ذهن تر ټولو لويه برخه يعني لاشعور يې، چې په خوب کې يې فعاليت ليدلى شو، دړندو هوسونو او ګناهونو ځاله ده.
هاشم بابر وايي:
... يار مې ته يې چې ته نه يې
يار د ځان يم
چې زه نه يم
نو بيا هر يو لټومه
له بېلتونه ځان ساتمه .
پخواني شاعر دغه ډول تنها يي نه پيژندله. ده ته په کائناتو کې خپل موقعيت معلوم وو. ځان يې په طبيعت کې شپږمه ګوته نه احساساوه. په خلا کې نه اوسېده. دهاشم بابر فکر او احساس له اوسنۍ زمانې سره تعلق لري او پوهانو دده په شعر باندې د وجودي فلسفې Existentialism سيورى ليدلى دى. په هاشم بابر سر بېره دځينو نورو شاعرانو په شعرونو کې هم دوجودي فلسفې نخښې موندلى شو. ددې فلسفې د لوى علمبردار جان پل سارتر په نظر انسان په بې معنا او بې مقصده دنيا کې پيدا دى.
دى که هوښيار وي  نو ځان بې معنا ورښکاره شي خو دځان د حقيقت په باره کې دغه پوهه، ده ته، له ځانه ديوه بامعنا موجود دجوړولو اراده ورکولى شي لکه دبابر دجملو ويناوال چې له خپل بېلتونه خبر دى نو دوصال لپاره هره هڅه کوي او يا په بله ژبه دخپل وجود په بې معنا توب پوهېږي او چې پوهېږي نو هڅه کوي خپل وجود ته معنا ورکړي.
مونږ تر اوسه پورې تر ډېره حده دفکر او موضوع له اړخه داوسني او پخواني شعر په توپير باندې وغږېدو. اوس به دفورم او تخنيکونو له اړخه داوسني او پخواني شعر مهمو توپيرونو ته اشاره وکړو:
١- قالبونه: په پخواني شعر کې دقالبونو په ثابت حالت باندې ټينګار کېږي خو په اوسني ادب کې دغسې ټينګار نشته.
په اوسني شعر کې که له يوې خوا دځينو نويو قالبونو شاهدان يوو ( لکه آزاد شعر او هايکو) له بلې خوا دځينو پخوانو قالبونو کمېدل او هېرېدل وينو. ( لکه مخمس، مسدس........) قصيده هم تر پخوا کمه شوې ده.
غزل دپخوا غوندې تر ټولو رايج صنف دى چې يو علت يې ادبي ټولنې دي. په ادبي ټولنو کې چې شعر لوستل کېږي نه بلکې او رول کېږي، په غزل پوهېدل آسان دي ځکه هر بيت يې معمولاً بېله معنا لري.
په پخواني ادب کې دپښتو څلوريزې په مشهور وزن باندې ځينو شاعرانو ( منجمله محمدي صاحب زاده ) غزلونه ويلي دي چې داصنافو دميکس کولو يو اقدام يې بللى شو. په معاصر ادب کې له آزاد شعر سره دلنډۍ دميکس کولو کامياب مثالونه موندلى شو. ( قلندر مومند په ١٩٥٣ کال کې له آزاد شعر سره لنډۍ يو ځاى کړه چې دا شايد د دارنګه هڅې لومړۍ بېلګه وي دغه شعر دقلندر مرحوم دسباوون په ټولګه کې لوستلى شئ. ) په معاصر شعر کې دولسي سندرو په آهنګ آزاد شعرونه هم لرو چې داصنافو دميکس کولو بله هڅه يې بايد وبولو.
مثال:
که زه مرغه واى ما به څه کړاى
په لو فضا کې؟
ما به هوس دځالې نکړاى
دښار په خوا کې
په دنګو غرو به اوسېدمه
يا په درو کې
چېرته چې پت او مينه پټ لري تارونه
که زه مرغه واى... (پسرلى)
اوسنى شاعر چې دقالبونو ثابت حالت ته چندان وفادار نه ښکاري، په غزل کې هم دتغييراتو هڅه کوي. پخوا بې مقطع او بې مطلع غزل ته په ښه سترګه نه کتل کېدل خو اوس دځينو لويو شاعرانو په کتابونو کې بې مطلع او بې مقطع غزلونه هم لولو. پوهاند ډاکتر زيار دغزل لپاره دنوم په لرلو ټينګار کوي.
٢- دپښتو داوسني او پخواني ادب تر ټولو لويه برخه تغزلي شاعري Lyrical Poetry ده. دتغزل اتل معشوق وي. په تېرو څو پېړيو کې زموږ په شعر کې د معشوق په باب په زرګونو خبرې شوې دي مګر يوه معشوقه له بلې نه شو بېلولاى. دوى ټولې دچادري پوښو مېرمنو غوندې يو شان ښکاري.
د دوى رنګونه او خويونه سره ورته دي. لکه ټول شاعران چې تقريباً يوه معشوقه يادوي [البته خوشحال خټک استثنا دى] دغه معشوقه حيرانوونکې ښکلا لري. ديدن يې ډېر مشکل دى. جفا کاره او ډبرزړې ده.
مګر داوسني تغزلي ادب په ګڼو کاميابو بېلګو کې معشوقه له عمومي حالته راوتلې، خپل شخصيت او فرديت يې پيدا کړى دى. مثال:
عبدالرحيم مجذوب په خپل يو نظم کې چې مس پروين نوميږي، په همدې نوم يوې نرسې باندې دمين کيدو ذکر کوي. نظم په دې بيت پيليږي.
 
هغه ښکلې ښاپيرۍ پېغله پروينه
تور ليمه ، کاږه باڼه، زلفې مشکينه
ورپسې وايي چې هغه عيسا يې مذهبه ده. بيا يې حسن ستايي:
هغه سترګې چې دميو دوه پيالې وې
اننګي چې به روانې ترې شغلې وې
 

او دهغې دتورو ويښتو ربن ( فته) دهغه حاجي غوندې بولي چې داحرام سپينې جامې يې اغوستي او دکعبې دمنځ تورې ډبرې ته ولاړ وي:
 
تورو زلفو کې يې ربن براقي دى
                   که ولاړ حجرالاسود سره حاجي دى
 
پروين يوازې په صورت نه په سيرت هم ښکلې ده. دمريضانو خدمت کوي. د روغتون په دهلېزونو کې چټکه روانه وي، ضروري خبرې ژر ژر وکړي بيا پناه شي.
اوس به چپ اوس په خبرو به لګيا شوه
سترګو رپ کې به دسترګو نه پناه شوه
عجوبه بې نيازي  ددې عادت وو
چې په ما يې نازل کړى قيامت وو
 
شاعر چې په روغتون کې رنځور پروت دى، په پروين زړه بايلې. دنظم وروستي بيتونه دادي:
دهغو ورځو دي ورځې تېرې شوې
خو مې نه دي هغه ورځې هېرې شوي
اوس دشپې چې کله سترګې کړمه پټې
هغه سترګې راته راشي پټې پټې
راته وايي چې خوب مه کوه تيار شه
هسپتال ته راځه ژر کوه بيمار شه
 
په پخوانو شاعرانو کې يوازې خوشحال داسې شعرونه لري چې دمشخصو کړو وړو معشوقه پکې انځوريږي.
مولانا شبلي نعماني په شعرالعجم کې ليکلي دي چې په فارسي ادب کې دمعشوقو دستم کيسه شاوخوا زرکاله پخوا هغه وخت پيل شوه چې شتمنو به زلمکي ترکان دغلامانو په توګه ساتل. دغه غلامان به پوځيان هم وو. [ لکه اياز] ويل شوي دي چې دمعشوق دمخ له اجزاوو سره د وسلو تشبيه کول ( توره، ليندۍ ،غشى، خنجر...) ددغو پوځي معشوق غلامانو يادګار دى.
البته وروسته چې عرفاني ادب وغوړېد دمعشوقي ستم، الهي قهر و غضب وبلل شو. شيخ محمد شبستري ( د اوومې هجري پيړۍ ايرانى عالم) په ګلشن راز کې چې دعرفاني اصطلاحاتو دشرحې خورا منلې منظومه ده، وايي:
تجلي ګه جمال و ګه جلال است
                   رخ و زلف آن معانى را مثال است
 
دشبستري منظور دا دى چې په مادي او محسوس عالم کې دالله تعالى جلوه کله جمالي اړخ لري چې دخداى  لطف او لور يينه يې بايد وبولو او کله جلالي اړخ لري چې دخداى دقهر او غضب جلوه ده. په عرفاني ادب کې ( مخ) د الهي جمال او (زلفې) دالهي قهر سمبولو نه هم دي.
زما بيا ددغو دواړو ( تاريخي او عرفاني) تعبيرونو په ځاى دا خبره زړه په آسانه منې چې په پخواني خشن او جګړه مار کلچر کې ظلم په يو ډول لا شعوري ارزښت بدلېږي. دڅو زره کاله پخوا خلکو يوازې له وېرې نه بلکه دزړه له تله هم دښامار عبادت کاوه. ظلم او سفا کې په اوسني زمانه کې هم دغسې نتايج لرلى شي. ستا لين دروسيې تر بل هر واکمن ډېر شورويان ووژل خو دروسيې تر بل هر واکمن ډېر شورويان دده په غوښتنه دجګړو محاذونو ته لاړل او دده دخونکار نظآم دبقا لپاره له سرونو تېر شول.
 دمجيد الله قرار په قول:
دغه سړي دومره وژلي دي همدغه خلک
                   دا څومره خلک چې ددې سړي تر شا ښکارېږي
 
په هر حال، معشوقه چې په پخواني شعر کې غالباً د شاعر د مبهمو آرزوګانو او لا شعوري ايډيالونو سمبول ده، که بې رحمه او ډبر زړې انځورېږي، بې دليله نه ده او دليل که هر څه وي خو زموږ په پخواني ادب کې دمعشوقې په اړه داسې خبرې هم شوې دي:
زه په دا سبب له وېرې سره رېږدم
                   چې ستا وېره د و بال د ثواب نشته
                                        ( رحمان بابا)
دپخوا بر خلاف اوس معشوقه کله کله مظلومه بلل کېږي:
 
ستا سپورې زلفې زما وچې شونډې
                   ددې وطن دغريبۍ نخښې دي
                                                   (سائل)
په اوسني ادب کې دمعشوق دعادي ګرځولو لپاره يو پراخ تمايل موجود دى.
اشرف مفتون وايي:
ربه په دې عمر کې داسې يوه ښځه غواړم
                   چې هم ښايسته او شنډه هم ښه مالداره وي
 
داکبر بري ديو نظم (دزړه کار) يوه برخه :
دا د زړه کار دى لاليه دزړه کار دى
کنه زما دلبره خداى که ښاپيرۍ وه
نه يې سترګې چېرته سترګې دهوسۍ وې
نه يې غاړه چېرته غاړه دهوسۍ وه
نه په ونه هسکه دنګه تر چنار وه
 نه په مخ کې تکه سپينه تر سپوږمۍ وه
 نه يې پښې لاسونه جوړ وو له مرمرو
نه يې ملا د کوم ميږي تر ملانرۍ وه
خو له اوشونډې يې بس شونډې وې او خوله وه
نه ياقوت وو نه کوم جام دسرو شرابو
دوه غومبرې هم ددې بدرنګې نه وې
خو قسم که وو دوه پاڼې دګلابو.....
 
دا هم د افضل شوق ديو نظم درې جملې چې په اوسني شعر کې يې د مشخصې معشوقې انځورولو ته د تمايل يو بل مثال بللى شو:
ما په سترګو دڅېرې نه ده ليدلې
آجنۍ چې زه يې تل خبرې اورم
د دفتر دتلفون په ريسېور کې
 
٣- ليدلورى: تر شلمې پېړۍ پورې ناولونه معمولاً داسې ليکل کېدل چې راوي به دهر چا له زړه او ذهنه خبر وو. په شلمه پيړۍ کې دمحدود ليد لوري ناولونه رواج شول.
زموږ دپخواني شعر ويناوال له هر څه خبر وي او هر څه ته دده له نظره کتل کېږي. په معاصره شاعري کې له وينا واله پرته دبل چا ليد لوري ته هم توجه وشوه چې دغه شي شعر د فورم په لحاظ نوى او ښکلې او دفکر په لحاظ لا ژور او دقيق کړ. لکه داجمل خټک دا لاندې نظم چې جنت ورکې دبېلو بېلو کسانو له نظره انځوريږي او ويناوال خپل نظر په لوستونکي نه تپي:
جنت
ديو ملا نه مې تپوس وکړو
هغه په ګېدړه لاس واهه ويل يې
 
خواکې کتاب ته يو طالب ناست وو
دزليخې کتاب يې بند غوندې کړو
 
شيخ دتسپو امېل په لاس ولاړ وو
ده پرې را ودانګل نه داسې نه ده
 
يو خان په لويه سجده پروت پاڅېدو
خپله شمله يې سموه ويل يې:
 
خواکې يو ستړى سيليدو، ولاړ وو
دخپل تندي خوله يې وچه کړله
 
يو لېونى غوندې په لار تېرېدو
خپل ببر سر يې ګروو ويل يې
 
ما دې خپل زړه ته سرور ښکته کړلو
دې شين آسمان ته غورېدو ويل يې
 
 
ويل يې اى دلامکان خاونده
ګني ددغه لېونتوب په نامه
 
                   ماوې ملا صاحب جنت به څه وي؟
تازه ميوې او د شودو رودونه
 
ماوې چې ته به پکې څه ووايې؟
وې چې  ښايسته حورې او شنه خالونه
 
په خپله ږيره کې يې لاس وهلو
 ښکلې غلمان او جنتي سرونه
 
ماوې چې خان کاکا ستا څه رايه ده؟
 دسرو او سپينو عنبري کورونه
ماوې مزدوره ته جنت پيژنې؟
وې چې مړه ګيډه خواږه خوبونه
 
ماوې چې يه فلسفې ته څه وايې؟
بس دانسان دخوشحالو خوبونه
 
ده په اوترو سترګو بره کتل
ما اورېدل ترې دايو څو لفظونه
 
په خپل مکان کې خپل اختيار جنت دى
که ناروي نار که دار وي دار جنت دى
 
دارواښاد پروفيسر ډاکتر صاحب شاه صابر په دا لاندې نظم کې دوينا وال ليد لورى محدود دى. وينا وال دکلي له ماضي خبر دى خو دحال په باره کې يې معلومات نلري. ددې نظم دښکلا او اغېز راز بايد دټولپوه ليد لورې Omniscient Point of View په ځاى دمحدود ليد لورې په انتخاب کې وپلټو.
 
پوښتنه
 
دهغه کلي نه راغلې مېلمه
وايه دهغه کلي حال څنګه دى؟
چې څه بدلون پکې راغلى کنه؟
دخلکو فکر څنګه خيال څنګه دى؟
 
اوس هم دهغه ځاى غريب دله دى؟
په ټوک ډوډۍ پردۍ حجرې ساتي؟
په شاباسي باندې مرګونه کوي؟
شان دخانانو دشملې ساتي؟
 
دهغه کلي نه راغلې مېلمه
وايه دهغه کلي حال څنګه دى؟
 
اوس هم دهغه ځاى دښکلو فرقه
دعشقه بود غواړي بهبود غواړي؟
دمينانو نه څه بوده کوي؟
دمحبت دسره سود غواړي؟
 
اوس هم دهغه ځاى ليکوال شاعران
دافسرانو قصيدې وايي؟
اوس هم دهغه ځاى خانان ملکان
ځان درنوي خپلې درنې وايي؟
 
مجرمان اوس هم سپين سپيڅلې ګرځي؟
افسران اوس هم رشوتونه اخلي؟
سمګلران اوس هم د نوټونو په زور
دچا ايمان دچا سرونه اخلي؟
 
هلته کې اوس هم دعاشق زندګي
په غم لړلو اسوېلو تېرېږي؟
اوس هم دمينې دمئين زندګي
په فريادونو په زبېرګو تېرېږي
 
لوستونکى چې دويناوال غوندې دکلي له اوسني حاله نا خبره دى، له وينا وال سره ځان په شريک دريځ کې احساسوي او دغه نژدېوالى ددې سبب ګرځي چې دکلي دماضي په باره کې دويناوال خبرې دخپل طرف خبرې او دهغه پوښتنې دخپل ځان پوښتنې وګڼي.
دکلي دماضي په باره کې دويناوال ترخې خاطرې او پوښتنې، لوستونکي ته دا احساس ورکوي چې ويناوال دهمدې کلي اوسېدونکى وو خو دژوند بدو شرايطو وتلو ته مجبور کړ او دومره ورنه لرې شو چې رابطه يې ورسره بالکل وشلېده. اوس که تصادفاً کوم کليوال راشي او دى له کلي خبر کړي خبر شوى به وي، کنه نو دۀ بل ځاى په بله ټولنه کې ژوند غوره کړى، کلى يې هېر کړى دى. موږ چې څوک نه پيژنو او کورته راشي، ممکن (مېلمه) يې وبولو ځکه نوم يې نه راځي. ويناوال هم خپل کليوال نور نه پيژني خو کليوال بيا هم ورغلى دى ځکه دژوند په وروسته پاته طريقو باندې له وياړ او ټينګار کولو سره سره، زموږ کليوال دعلاج لپاره، د روزي ګټلو لپاره او دژوند د روانولو لپاره مجبور دى نورو ځايونو ته لاړ شي او دنورو په ورونو کې لاس په نامه ودريږي. دمناسب ليد لورې انتخاب شعر ته هم دکيسې غوندې سا ورکولى شي.
دليد لوري اهميت هغه وخت راڅرګند شو چې په مطلقيت باندې بې باوري پيدا شوه. پخوا نو چې حقايقو ته دنسبيت له نظره نه کتل، دمصري خان خاطر اپريدي دا بيت به ډېر نا آشنا ورښکاره شوى وو:
ترخو ته مې زړه کېږي کله کله
                   په خوږو سړى مړېږي کله کله
 
٤- بديع:
په اوسني شعر کې ځينو صنعتونو ته تر پخوا توجه کمه شوې ده. ددغو صنعتونو په سر کې بايد سجع ياده کړو. زموږ په پخوانۍ شاعري کې سجع ډير مهم صنعت بلل کيده. درحمان بابا په کلام کې تر بل هر صنعت سجعې ته ډيره توجه شوې ده. خو اوسني شاعران دپخوا هومره اهميت نه ورکوي. تجنيس ته هم چې څومره پخوا پام کيده اوس ورته هومره پام نه کېږي.
ځينو بديعي صنعتونو ته اوس برعکس تر پخوا ډير پام کېږي چې دمثال لپاره به استثناى منقطع ياد کړو. اوسنى شاعر بار کوال مياخېل وايي:
کاڼې خو هم نه يوو چې هيڅ به نه خورو
دخلوص وږي دوفا تږي يوو
 
دلته شاعر په خوراک او څښاک کې داسې استثنا راوسته چې د خوراک او څښاک له جنس څخه نه ده. دغه ښکلي صنعت ته پخوا نو توجه نه وه کړې خو په اوسني شعر کې يې مثالونه موندلى شو.
له بلې خوا له ځينو بديعي صنعتونو د اوس وخت نماينده شاعران منکر غوندې دي. پخوا نو دمعما و توشيح و بې نقطه غوندې صنعتونو ته توجه کړې وه چې اوس  ورته دهنر په سترګه نه کتل کېږي.
علي خان وايي:
دا محراب دى که لينده ده، يا خو دال يا سر دجيم دى
يا دوړکي اختر مياشت ده، يا ابرو د دلر با دا
دا الف دى که شمشاد دى، يا خو نخل دمراد دى
يا دا قد يا ګلدسته ده، يا خو سروه ده بالا دا
 دادې خوله که سرچشمه ده دحيات، که ښکلى ميم دى
يا دبلى دى دياقوتو، يا طوطي دى شکر خوا دا
 
دعلي خان هشنغري په ديوان او دپښتو په نورو پخوانو ديوانونو کې دالفبا له تورو سره اړوند ګڼ تشبيهات موندلى شو چې که راټول شي نو شايد يو کتاب ورنه جوړ شي. مونږ دالفبا دتورو دشکل په مرسته انځورېدا چې واقعي تخيل نه غواړي دبديع يو بېل صنعت بللى شو چې دخوشنويسۍ له هنر او دخط له ښکلا سره دپخوانو لوستو کسانو د ډېرې دلچسپي ښودنه کوي مګر اوسنى ذوق ورسره دلچسپي نلري.
پارا ډاکسParadox او حس آميزي په هغو بديعي صفتونو کې حساب دي چې پخوانو نه پيژندل خو اوسني يې پېژني او طبعاً توجه ورته کوي که زه ووايم چې (( خبرې دې څښم)) دا حس آميزي ده ځکه دسامعه حس د کلمې په ځاى مې د ذايقه حس کلمه (څښل) راوړي ده. پاراډاکس د دوو متناقضو خواوو داسې يو ځاى کولو ته وايي چې نوې معنا وزيږوي. پاراډاکس ته په نوې شعر پېژندنه کې ډېر اهميت ورکول کېږي.
داوسني او پخواني ادب تر منځ يو مهم توپير دا دى چې پخوا نو شاعرانو ډېر ځله ديو صنعت په خاطر يوه خبره کوله خو اوسني شاعران اول په صنعت نه بلکې خپله خبره پسې ګرځي. که صنعت په طبيعي ډول راشي، ښه تر ښه، او کنه په لوى لاس او مصنوعي طريقه صنعتونه نه راوړي.
مونږ دا حدس وهلى شو چې رحمان بابا دا خبره په اصل کې دتجنيس دصنعت په خاطر کړى ده چې وايي :
په افسون او په جادو دتورو سترګو
                   خراب زړه مې له جمله عالمه تور دى
او يا:
لرې لرې غم دې واړه را نژدې کړ
                   چې له مخه دې حجاب کړ راته لرې
خو د مجذوب په بيت کې دغه صنعت په طبيعي ډول راغلى دى:
اوس دشپې چې کله سترګې کړمه پټې
                   هغه سترګې راته راشي پټې پټې
٥- بيان:
پخواني دکليشه شويو تشبيهاتو او استعارو دتکرارولو په مقابل کې ډېر حساس نه وو خو په اوسني ادب کې دغه حساسيت زيات شوى دى. په پخواني ادب کې يوازې کاظم خان شيدا وغوښتل چې ټول خپل تشبيهات او تصويرونه ولري خو اوس هېڅ لوى شاعر نه غواړي چې په پردو تشبيهاتو او تصويرونو شخوند ووهي. (شمع) دپخواني ادب ډېره مشهوره تشبيه ده خو دپخوانو په يوه لوى ديوان کې به هم دشمعې دومره نوي تشبيهات ونه مومو لکه په دې اوسنۍ غزل کې يې چې موندلاى شو:
 
خير دى که مې ويلي شي تن واړه لکه شمعه
ټيټه مې دې بل ته نه شي غاړه لکه شمعه
ښکليو ته اظهار دمينې زړه اوبه کول دي
ګرانه ده ښکلا ته دعشق ژباړه لکه شمعه
مينه کې چې وکړي څوک اودس په خپلو اوښکو
لمونځ يې ادا کېږي په ولاړه لکه شمعه
يو محفل مې هم که نکړ روڼ په واړه ژوند کې
ځانته روڼوم دقبر غاړه لکه شمعه
اوس چې مې دخپلو جلوو خوا کې ليداى نه شې
بيا مې دتيارو په زړه کې غواړه لکه شمعه
زه دې سره لمبه شم که يې ستا خونه روڼه کړه
خول به کوږ په سر وړمه له وياړه لکه شمعه
نورو به دې ښايي تماشا کړې دناز وي
زه او زړۀ مې اور اوبه شو دواړه لکه شمعه
هغه چې بې مهرو ته په سر نيسي ((پسرليه)) اور
تل تل به په خپل مخ توکي ناړه لکه شمعه
 
دپخواني ادب په نسبت اوس تشبيهي ترکيبونو ته توجه زياته شوې ده.
دنويو تشبيهي او استعاري ترکيبونو جوړول دپير محمد کاروان، مصطفى سالک، جيلاني جلان او ځينو نورو اوسنو شاعرانو سبکي ځانګړنه ده حال دا چې پخواني يوه شاعر هم دنويو تشبيهي ترکيبونو جوړولو ته خاص پام نه دى کړى. مصطفى سالک وايي:
سرابي حسنه ته خبر يې په دې
                   چې جل وهلو ته اوبه ښکارې؟
 
پخوا دځينو خاصو شيانو ( لکه ګل، سپوږمۍ يا باد سبا) ذيروح ګڼل رواج وو خو اوس د پرسنفکېشن ساحه ډېره پراخه شوې ده. اوسني شاعران له غره، له تيږې، له شپې، له کابو هر څه سره خبرې کوي. راځئ دنور محمد لاهو يو آزاد نظم سره ولولو چې په معاصر ادب کې پرسنفکېشين ته د ډېرې توجه يو مثال هم دى:
 
        څو اوښلن لړونه
 
-        چينې!
ته که شې مئينه، خپل مئين ته په سوغات کې به څه  يوسې؟
-        يخې، يخې، شان سندرې او رنې رڼې هيندارې.
-        شين ځنګله!
که مئين شوې څه به يوسې؟
-        مازديګر سره څو کريږې او چغارې.
-        پسرليه!
-        دګلابو درمندونه
-        شينکى ستوريه!
-        سترګکونه، سترګکونه.
-        سپينو وريځو!
-        څو اوښلن اوښلن لړونه.
-        سورغاټوله!
-        خپل کنګل کنګل اورونه.
-        او آسمانه؟
-        دبوډۍ رنګين ټالونه.
-        تورې شپې ته به څه يوسې؟
-        په خپل پراخ وريښمن څادر کې شنۀ خوبونه.
-        ښکليه باده!
-        خور اوربل ته يې نڅا وې.
-        کاڼيه ته به څه يوسې؟
-        ګونګه ژبه او چوپتياوې.
اوس په اشياوو سربېره مفاهيم هم ذيروح کېږي.
شاه سعود وايي:
 
جنګونو زغرې په ځوانانو باندې ووېشلې
د امن پېغلې راته ووې چې څادر نلرم
 
پخوا نو شاعرانو سمبول نه پيژاند، اوسني چې يې پيژني توجه يې ورته ډېره کړې ده. اوس دعمومي سمبولونو ساحه ډېره پراخه شوې او ځينو شاعرانو خصوصي سمبولونو ته کاميابه توجه کړې ده. شپه، شب پرست، رڼا، سحر، پسرلى، لمر او ځينې نورې کلمې په معاصر ادب کې دعمومي سمبولونو په توګه کارول کېږي د ډاکتر اسرار په دې بيت کې (شب پرست) او (رڼا) په ظاهري معنا سربېره نورې څو معناوې هم لرلاى شي، يعنې دسمبولونو په توګه راوړل شوې دي:
په شب پرستو باندې زېرى وکړئ
                   چيرته کې لري هم رڼا نه ښکاري
يوه کلمه چې په ليکنه کې غير معمولي اهميت پيدا کړي، هغه ممکن سمبول وي، لکه دجنيد شريف په دا لاندې شعر کې چې د (جورابې) کلمه په ظاهري معنا سربېره دعصري ژوند، دفتري ژوند او نوي تمدن معنا وې هم شيندي.
په دې شعر کې جورابې دخصوصي سمبول يوه بېلګه ده.
 
دا زما زړې جرابې
دا زما دتورې نخښه
چې ماښام کوټې ته راشم
هره خوا يې غورځومه
چې سهار له خوبه پاڅم
تر غرمې يې لټومه
 
دا زما زړې جرابې
ړومبى پښو ته مې نژدې وې
تکې سپينې ښکلې، ښکلې
اوس يې هر څه پاس راکاږم
بېرته ښکته راستنېږي
 
لويه خدايه، لويه خدايه
داسې ورځ به کله راشي
چې له خوبه را اوچت شم
 دجرابو پته نه وي
تربېګا پورې رخصت شم
نه دفتر وي نه چوکۍ وي
 ټوله ورځ په پولو ګرځم
او په پښو کې مې څپلۍ وي
 
په اوسني شعر کې نسبت پخواني شعر ته دپټې تشبيه ډېر او کامياب مثالونه په تېره بيا د درويش دراني په اشعارو کې موندلى شو. درويش درانى وايي:
زخم که جوړشي ته به بل ورباندې ولګوې
                   څراغ که مړ شي ته به يېرته هغه بل کړې آشنا
 
                  
په اول بيت کې زخم او څراغ او په دويم کې دغزل تورې او لعلونه سره په داسې انداز تشبيه شوي لکه تشبيه چې نه لولو.
  او يا:
  زۀ ترې وغواړم لعلونه اې دروېشه         دوى زما د غزل توري راوړي راشي
٤- ناڅاپي توب :
دپخوانو خبرې او جملې نسبتاً داټکل وړ دي. دقادر خان خټک ديو غزل دمطلع لومړۍ مصرعه دا ده:
((ما هرګز په درست جهان کې نورې سترګې)) له کلاسيک ادب سره بلد لوستونکي اټکل کولى شي چي شاعر به په بله مصرعه کې وا يې چې نه مې دي ليدلي. دويمه مصرعه داټکل خلاف نه ده. قادر خان وايې : ((لکه ستا ليدلي نه دي تورې سترګې))
پخوا نو په محدودو موضوعاتو شاعري کوله. تصويرونه يې تکرارول. لفظي صنايعو ته يې ډېر اهميت ورکاوه او ديو بل په څنګ کې يې هغه کلمې راوستلې چې سمدستي به ذهن ته ورتلې. له  سترګو سره د (تورې) کلمه او له جهان سره د (درست) کلمه سمدستي ذهن ته راځي. دا هغه علتونه دي چې د دوى د جملو کلمې يې داوسنو لويو شاعرانو دجملو په نسبت، داټکل وړ ګرځولې دي.
غني خان وايي:
 
پلار مې ورک په خپل وطن
دهغه خوښ دى تعليم
                   زه دخپل وطن نه ورک
زما خوښ ساګ د پالک
 
دلته اټکل مشکل دى چې کومې  کلمې به راځي ځکه دغني خان دشاعري موضوع دهغه د ژوند د تجربو په اساس ټاکل کېږي نه دشاعرۍ د دودونو، د وزن داړتياوو او يا دصنايعو دغوښتنو په اساس.
پخوانو د جملې په کوټه کې کلمې په آشنا ځايونو کې کښېنولې خو اوس ممکن يوه کلمه په چوکۍ نه بلكې په مېز باندې کينول شي او بله کلمه د شوخې ماشومې غوندې په کړکۍ کې ودريږي. دشاه سعود دا شعر که پخوانو لوستلاى څه به يې ويل؟
 
مزدور
رڼا ورو ورو خپرېدله توتکۍ راويښېدلې
ټول امېل دانه دانه وو مرغلرې مې پېيلې
زړه مې تاخ کې چېرته پروت وو سترګې مېز لاندې پرتې وې
بيا مې شونډې را پيدا کړې دبالښت لاندې پرتې وې
دقلم په ځاى مې ګوتې قلمدان کې امانت وې
 دڅرمني دوه ټوټې مې موسلې دعبادت وې
 رڼا ورو ورو خپرېدله ما وجود راټولولو
يو اندام مې بل اندام سره تړلو راتړلو
اندامونه مې اغوستي وو څرمنه مې څنډله
چې تر غوږه مې څه راغلل دروازه چا ډبوله
ماوې څوک يې ويل يې شابه ځه چې ځو ناوخته کېږي
چې په وخت باندې لاړ نه شو بيا مالک راته قهرېږي
دفورمالستو په نظر دتوقع خلاف خبره کول او د ژبې دعادت ماتول دشعر دژبې تر ګردو لوى خصوصيت دى.
٧- مستقيم بيان:
پخوانو دمورخ او مقاله ليکونکي او رپورټ ورکوونکي غوندې مستقيمه ژبه په بې غمه زړه کاروله خو اوس دادبي ژبې په غير مستقيم او اشارې انداز ټينګار کېږي.
دخوشحال بابا يوه قصيده داسې پيلېږي:
راشه واوره دا داستان
هم عبرت هم نصيحت دى
 زه خوشحال دشهباز خان يم
شهباز خان ديحيى خان وو
يحيى خان دا کوړي وو
                   نېک و بد پکې بيان
پرې دې پوه شي دانايان
چې تور زن يم کان په کان
چې بل نه وو هسې ځوان
چې په توره شو سلطان........
 
دا مستقيمه ژبه ده خو غني خان په غير مستقيم ډول راته وويل چې دده او پلار ترمنځ د ذوق او نظر ډېر تفاوت دى. د تفاوت په زياتوالي ځکه پوهېږو چې تعليم او پالک د بېخې بېلو دنياوو کلمې دي.
٨- شخصي تجربه:
دپخوانو په نسبت اوسني شاعران شخصي تجربې ته ډېر پام کوي. پخوانو عمومي او مشترکو تجربو ته ډېر اهميت ورکاوه. ( البته خوشحال په دې مورد کې هم اوسنو ته ورته دى او بلکې بهتره ده ووايو چې اوسني څه نا څه دده غوندې دي)
٩- ميراث:
په پخواني شعر کې له نورو شاعرانو او له پخواني ادبي ميراثه د  بېلېدلو تصور نشته. شاعر دپخوانو شعرونو تضمين کوي، ځواب يې وايي، دنورو ژبه، تصويرونه او مضامين را اخلي، له هغو الهام اخلي، که پخوانو ويلي وي چې دمعشوقې ملا دلښتې غوندې نرۍ ده، دى ممکن پکې مبالغه وکړي او دمعشوقې ملا د ويښته غوندې نرۍ وبولي. خو په اوسني ادب کې داسې شاعران هم لرو چې له نورې شعري پانګې سره بالکل بې ارتباطه معلومېږي. غني خان او اشرف مفتون په داسې انداز شاعري کوي لکه د پښتو بل هېڅ شاعر چې يې نه وي لوستى.
١٠- دکلمو فنکشن:
زمونږ ځينې صاحب نظر چې د اوسني او پخواني شعر په توپيرونو تبصره کوي نو وايي چې اوسنۍ شاعري دخط و خال و زلفو شاعري نه ده، اوسني شاعري دټولنيزو......
خو دا خبره دقيقه نه ده. په دې خاطر نه چې په معاصر شعر کې دپخواني شعر دعمومي سمبولونو مثالونه موندلى شو بلکې په دې خاطر چې دوخت په تېرېدو سره دکلمو وظيفه او فنکشن بدلېږي. يو وخت زلفې همدا زلفې وې، بيا چې عرفاني افکار دود شول، زلفو د کثرت او خال دوحدت معنا پيدا کړه. په معاصر ادب کې زلفو له ځولنو سره دشباهت په وجه له قيدو بند و مبارزې سره مربوطې معنا ګانې هم پيدا کړې دي. نورالحبيب نثار وايي:
 
زه چې دا زلفې زلفې زلفې کوم
                   دځولنو دشرنګا شرنګ ورځې دي
 
( پسرلى) په عرفاني ادب كې دبيا ژوندي کېدو يا نوي روحاني ژوند په معنا استعمال شو خو  د نن سبا په ادبياتو کې يې دآزادۍ، استقلال او اجتماعي خوشحالۍ معادلې معنا و ې هم موندلې دي.
رحمت شاه سايل (؟) وايي:
راځي دځان سره رڼا راولي
                   پسرلي قسم کړى چې تا راولي
 
دلته له پسرلي څخه دهغه اجتماعي نظام معنا اخيستى شو چې خوشحالۍ ورسره راځي.
داوسني او پخواني شاعر تر منځ مقايسه نوره هم غځولى شو. پخوانى شعر داوسني په نسبت سوبجکتيف( ذهني ، انفسي)وو. پخوانى شاعر داسطورو په اهميت نه وو خبرخو اوس درويش دراني او ځينو نورو شاعرانو د اساطيري جوړښتونو، اركيټا ييونو او مضامينو په مرسته ډېر اغيز ناک شعرونه ويلي دي. پخوانى شاعر دځوابونو شوقي وو، پوښتنې يې تنها بلاغي وې او تجاهل به يې عارفانه وو، هسې يې ځان ناخبره ښود خو اوسني شاعران واقعي پوښتنې هم کوي. داشرف مفتون دا پوښتنه بلاغي نه بلكې واقعي ده:
 
چې لاره څوک ښيي په شپه کې زاڼوته؟
وږمې بخښلې چا دي دګلو پاڼو ته؟
زه يې په راز او رموز تر اوسه پوه نه شومه
ښايست ورکړى چادى، ستورو ته، کاڼوته
 
پخواني شاعر دخپلو احساساتو له څرګندولو سره ډېره دلچسپي لرله خو اوس داسې شعرونه هم لولو چې شاعر يې د خبرونو د وياند غوندې په سړه سينه غږېږي. پخوانو استعارې دکلام دزينت لپاره کارولې خو اوس ممکن دشعر ټوله محتوا استعاري وي .لکه دشاه سعود دمزدور په نوم شعر چې دژوند يا ورځني ژوند استعاره يې بللى شو. مونږ په ماشومتوب کې د مکتب او امتحان له غمونو سره لاس وګرېوان يوو. وروسته بيا د دفتر او کارو بار ستونزې دآرام فرصت نه راکوي خو هڅه مو روانه وي چې په جسمي او ذهني لحاظ يوڅه آسوده شو مګر کله چې يو څه په پښو ودرېږو او يو څه سکون احساس کړو بيا دعمر پاى رانژدې شوى وي او دروازه  وټکيږي. دغه راز کله چې ماښام د ورځني ژوند دپرېشانيو دهېرولو په نيت کور ته ستانه شو نو ذهن مو پوره لا راټول شوى نه وي چې راباندې سهار شي او کار ته د تلو وخت را ورسېږي.
په تلو تلو کې بايد دا خبره هېره نکړو چې کابو ټول ذکر شوي توپيرونه نسبي دي. د شاوسني او پخواني شعر تر منځ سره کرښه نشته. دخوشحال خټک په شاعري کې ډېر هغه څه وينو چې دمعاصر ادب خصوصيات يې بولو. ديو ويشتمې پېړۍ ترګڼو شعرونو چې په مطبوعاتو کې يې لولو يا يې په مشاعرو کې اورو. ممکن دتېرو پيړيو ديوې کوچۍ ټپه دمعاصر ادب روح ته ډېره ورنژدې وي. مونږ چې معاصر شعر يادوو منظور مو بايد داوسني ادب د لويو استازو اشعار وي.
 
بېرته شاته